د پژواک خبري اژانس ١١مه کاليزه په کابل کې د يو لړ مراسمو په تر څ کې ونمانځل شوه چې د ګڼو دولتي ادارو او ناټو وياندويانو، چارواکو ، مدني فعالانو،وکيلانو، خبريالانو، د پژواک اوسنيو او پخوانيو خبريالانو په کې ګډون کړى و.
دا مراسم په کابل ښار کې د پژواک خبري اژانس په مرکزي دفتر کې جوړ شوي و او د مراسمو وروستۍ برخه کې غزل شپې او ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې وه چې په ترڅ کې يې د پژواک د مبايل اپليکيشن نوى سيسټم هم په رسمي توګه معرفي کړ. دا سيستم شېبه په شېبه خلک د هېواد له تودو پېښو څخه خبروي.
پژواک خبري اژانس نړيوالو خبري اژانسونو، تلوېزيونونو او راډيوګانو ته تصويري کليپونه، ويډيوګانې او غږونه چمتو کوي.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دې محفل کې د ادارې له ټولو کارکوونکو مننه وکړه چې دا ١١ کاله يې په ستونزو او خطرونو کې کار وکړ او نن يې پژواک د هېواد پر يوه معتبر اژانس بدل کړى دى.
هغه زياته کړه چې اوسمهال پژواک خبري اژانس ټول پېژني، ځکه داسې خبرونه او راپورونه خپروي چې د خلکو ستونزو ته په کې انعکاس ورکړل شوى او متوازن وي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال پژواک خبري اژانس ټوليز دى، ځکه هغه راپورونه او خبرونه خپروي چې د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکوي او بې پرې او متوازن دي.
کړوخېل زياته کړه:((په افغانستان کې څه باندې ٢٢ ميليون افغانان ګرځنده او دوه نيم ميليونه انټرنېټ ته لاسرسى لري، موږ غواړو چې ددې ټکنالوجۍ په کارولو سره، هغوى ته چې د ګرځنده مبايل له لارې له نټ سره نښلول شوي، د پژواک خبري اژانس، خبرونه ورسوو او شېبه په شېبه يې د افغانستان له پرمختګونو څخه خبر کړو.))
کړوخېل وويل چې د روان زېږديز کال د مارچ په ١٧مه پژواک خبري اژانس د ګرځنده ټيلېفون اپليکيشن(Mobile App) بازار ته وړاندې کړ چې په اندريوډ (Android) او IOS کې ورته لاسرسى کېږي.
د ګرځنده مبايل اپليکشن، يو خبري اپليکيشن دى چې د ګرځنده ټيلېفون( مبايل) کارکوونکي يې په لګولوسره کولى شي چې خبرونه، فيچرونه، تحليلونه، مرکې، تصويرونه او انځوريزې او ويډيويي کليپونه په اسانۍ سره تر لاسه کړي.
د پژواک خبري اژانس د پخوانيو کارکوونکو په استازولى په ختيځ کې ددې اژانس پخواني خبريال عبدالمعيد هاشمي خبرې وکړې او وويل چې پژواک خبريالانو ته د ژورنالېزم د يوه معتبر ښوونځي حيثيت لري او دى وياړي چې کلونه کلونه يې ورسره د خبريال په توګه کار کړى دى.
هاشمي د پژواک د پخوانيو خبريالانو په استازولۍ د راوړي کېک د پرې کولو پر مهال وويل:(( کيک يې د زړه په بڼه جوړ کړى او په سر يې د پژواک نښان لګولى، مانا يې داده چې پژواک زموږ ټولو په زړه کې دى.))
هاشمي زياته کړه : د خوښۍ ځاى دې چې نن په همدې مناسبت د پژواک خبري اژانس اوسني اوپخواني کارکوونکي چې نن د کورنيو او نړيوالو مطبوعاتي ادارو په لوړو پوسټونو کار کوي، دلته يو ځل بيا ګوري .
د غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو اتحاديې له خوا پژواک خبري اژانس ته د غوره او موثر کار په سبب ددې ټولنې معتبر مډال ورکړل شو او د ټولنې استازې د پژواک خبري اژانس هڅې وستايلې.
د يادونې وړ ده چې د پژواک خبري اژانس ((www.pajhwok.comخپل فعاليت په ١٣٨٢ لمريز کال کې د اساسي قانوني لويې جرګې د خبري پوښښ څخه پيل کړ او په دې تريب د کورنيو او بهرنيو رسنيو لپاره پر يوه معتبره خبري سرچينه بدل شو.
د پژواک خبري اژانس مرکزي دفتر په کابل کې دى او د اتو نورو ساحوي دفترونو او په ټول هېواد کې د خبريالانو د يوې پراخه شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي.
ددې مراسمو په وروستۍ برخه کې د هېواد پياوړو سندرغاړو هر يوه ګودرځاځي او حفيظ الله ګردش ښکلې سندرې وويلې او د مينه والو له خوا يې تود هرکلى او ستاينه وشوه.