حبیب الله ذکي –

پژواک خبرې اژانس د ۲۰۱۵کال په وروستیو کې ددې کال لپاره د هیواد په کچه د ځوانو لیکوالو مقالې غونډي کړې، له ټولو یې لس غوره لیکنې پر پژواک ویبپاڼه او فېسبوک خپرې کړې چې ښاغلي آغامحمد قریشي پکې لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلی قریشي چې ۲۷ کاله عمر لري، په هلمند کې اوسي، له اراکوزیا د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی فارغ شوی. هغه د لیکوالۍ ترڅنګ له یوه خصوصي څېړنیز مرکز سره د تحلیلګر په توګه کار کوي.

قریشي وایې: ((د رسنیو مسئولیت د کره او دقیقو معلوماتو د خپراوي ترڅنګ د ځوان کهول روزنه هم ده، ځکه، نو له ټولو هغو رسنیو مننه کوم چې زما لیکني یې خپرې کړې او زما د لیکوالۍ د مهارتونو په لوړاوي کې یې له ما سره مرستي کړي.

2قریشي د ۲۰۱۶ کال لپاره د کاونټرپارټ انټرنیشنل د مدڼي ټولنې د ټوکېدلو رهبرانو یو کلني پروګرام ته هم بریالی شوی. په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو دفتر د هڅاند او فعال ځوان تر نامه لاندې هم ستایلی.

د قریشي لیکني په پښتو او انګلیسي ژبو پر پژواک، تاند، خامه پریس، روحي، سرنویشت، محور، سرخط او نورو ویبپاڼو او ورځپاڼو خپرېږي. پر پژواک یې ددې سیالۍ لپاره (د ټاپي لپاره د ولس فکري ملاتړ) لیکنه خپره شوې وه. لیکلي او ژباړلي اثار یې اتو ته رسي، په لیکلو اثارو کې یې د (ډهلي شین اسمان) او د ژباړلو اثارو څخه یې (یو سړی او موټرسایکل) اثر یادولای شو.

قریشي وای: (( د لیکوالۍ په برخه کې ډېرو ملګرو مرستې کړي، خو د استاد محمد اصف صمیم صاحب همېشنۍ همکاري راسره ده.

پژواک خبرې اژانس قریشي ته د لومړي مقام اخیستو له کبله د اوارډ او د مقام خپلوني سند تر څنګ نغدي جایزه هم ورکړې. د قریشي او بل هر افغان د بریا او په هیواد کې د تلپاتې سولي په هیله.

2 thoughts on “د پژواک د لیکنو په سیالۍ کې قریشي لومړی مقام خپل کړ”
  1. الله ج دی پر قلم برکت او پر علم زیاتوالی او پر دین دینداره کړی امین یا ربالعالمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *