له نن څخه پوره اته شپېته کاله وړاندې په (۱۳۲۸) لمریز کال په کابل کې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې، چې د لر او بر قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو استازو پکې ګډون کړی وو، د وږي نهمه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به ياديږي.
په ۱۳۲۸ ل کال په پغمان کې د محکوم پښتونستان قومي مشرانو، لرو پښتنو، ملتپاله ګوندونو سرمشرانو او استازو، د برو پښتنو سیاسي کړيو استازو او د افغان دولت لوړپوړ پوړو چارواکو په يوه ملي جرګه کې پرېکړه وکړه، چې د وږي نهمه به د افغانانو، پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به ياديږي، په دې جرګه د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه،، چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې اته بجو د پښتو خبري سرويس څخه مخکې خپرېده.
له ۱۳۲۸ ل کال څخه وروسته په کوزه پښتونخوا او په تېره بیا په افغانستان کې د يوې ملي ورځې او جشن په توګه نمانځل کېده، پدې ورځ به کابل کې کابليآنو او د لرو او برو پښتنو له خوا لوی لاريون تر سره کېده او بیا به د پښتونستان واټ کې راټولېدل او په پرتمينه غونډه کې به د لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعادې کې له هغوی سره خپل پيوستون څرګندول.
د ډاکتر نجيب الله تر واکمني پورې د وږي نهمه په شاندارو مراسمو لمانځل کېده، خو د ډاکتر نجيب الله تر واکمنۍ وروسته ياده ورځ له پامه وغورځول شوه، اوس يواځې د پښتونستان ( د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ) ورځ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تشريفاتي بڼه لمانځي.
د پاکستان استخباراتي شبکې او پاکستان سامراجي فوځ له لوري قبایل، پښتانه او بلوڅ د دوی تر ظلمونو، ستمونو او شکنجو لاندې دي، پاکستان په قصدي ډول غواړي، چې لر و بر پښتانه او بلوڅ وروڼه په شهادت ورسوي، د دوی تر منځ د کرکې او وحشت تخمونه وکري، دوی قصدي ډول په قبایلو، محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان کې د ترهګرۍ او افراطیت مرکزونه جوړوي، تر څو دوی په يادو سیمو کې پښتانه او بلوڅ د ترهګرۍ په نوم له منځه يوسي او تر څنګ يې ځينې غښتلې او ځواکمنې څېرې، چې بلوڅان او پښتانه پرې راټولېدلی شي، د ترهګرو په مټ همدا څېرې له منځه وړي، ځکه پاکستان د ترهګرۍ حامي هيواد دی او ترهګر د همدې لپاره روزي، تر څو خپل مخالفين له منځه يوسي.
له افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کوم، چې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون( پښتونستان) ورځ چې تاريخي اهميت لري، د بلوڅو او پښتنو تر منځ ګډ کلتوري، فرهنګي او اجتماعي مشترکات موجود دي، په ټول هيواد کې باید په ځانګړو او شاندارو مراسمو ونمانځل شي او تر څنګ په بلوچستان کې د پاکستان په خلاف د جنګېدونکو بلوڅ مجاهدينو ملاتړ وشي، تر څو د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې اوسېدونکي پښتانه او بلوڅ په ارامۍ سره سا واخلي او د پاکستان له ظلم څخه په امن شي.
په پای کې يو ځل بیا لر او بر پښتنو او بلوڅو د پيوستون(پښتونستان) د ورځې مبارکي وايم، پر دې هيله چې پښتانه او بلوڅ نور هم سره نژدې شئ، تر څو د دښمن او په تېره بیا د پاکستان استخباراتي کړيو له ظلم او تېري څخه وژغورل شي.
په درنښت
ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس