ژباړه: امیرجان وحید احمدزی
په پاکستان کې د پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ (د پښتون ژغورنې غورځنګ) رهبرمنظور پشتین چې په دې وروستیو کې یې د کرښې دواړو غاړو پښتنو کې محبوبیت زیات شوی دی، د زنداني کېدو او حتی وژل کېدو تهدید سره مخ شوی دی.
په داسې حال کې چې د پښتنو د حقونو د تامین په موخه اعتراض ډوله غونډې او لاریونه ادامه لري، د دغه غورځنګ په نومیالۍ څېره منظور پشتین باندې تور لګول شوی چې ګویاخلک د پاکستان دولت او پوځ پر ضد پاڅون ته لمسولي دي.
پشتین په څو وروستیو اونیو کې نه یوازې په پاکستان، بلکې په افغانستان کې هم د پښتنو ځوانانو تر منځ محبوبیت پیدا کړی او مینه وال یې حتی له هغه څخه په تقلید د سرې خولۍ په سرولو سره هغه او د ده مرام ته خپله لېوالتیا ښیي.
اما دا محبوبیت له خطرونو او ګواښونو سره مل دی. هغه د زنداني کېدو تهدید سره مخ دی او کورنۍ یې هم وېرېږي چې کومه ورځ پشتین ونه وژل شي.
منظور پشتین د الجزیره تلویزیون انګلیسي برخې سره په مرکه کې وویل: مور او پلار مې هره ورځ وېرېږي چې زما د وژلو یا نادرکه کېدو خبر وانه اوري. هغوی ماته اندېښمن دي او ځینې مهال راته غوسه وي.
ژوب او قلعه سیف الله سیمو کې پولیسو تېره اونۍ د ده پر ضد د شکایت دوسیه ثبت کړه او که پر منظور پشتین د دولت ضد د خلکو د لمسولو تور ثابت شي، ممکن پنځه کاله زنداني شي.
اما پشتین وایي چې موخه یې یوازې د پښتنو د حقه حقونو ترلاسه کول دي، هغه زیاتوي، په پاکستان کې ځینې د کشمیر، فسلطین او د روهینګیا د لږکیو پر حال ژاړي، اما د پښتنو د وضعیت په اړه چې ځوانان یې ناحقه توقیف کېږي، وژل کېږي، ورک کېږي او په قبایلي سیمو کې له یو ځای څخه بل ځای ته د تلو لپاره د فلسطینیانو په څېر له څو پوستو څخه د تېرېدو پرمهال پلټل کېږي، غلي دي.
پشتین په دې امید دی چې د لور په ګډون یې د ټولو پښتنو اولادونه روښانه راتلونکی ولري. په پاکستان کې د پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ غونډې لومړی د کراچۍ د پولیسو د یو مسول راو انور په لاس د محسود قبیلې د یو ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې پیل شوې او اعتراض کوونکو له دولت څخه وغوښتل چې راو انور ونیسي او عدالت ته یې وسپاري. هغوی همدارنګه د هغو پښتنو قضایاو ته د رسیدګۍ غوښتنه وکړه چې ناحقه توقیف شوي او همدارنګه یې له دولت وغوښتل د هغو کسانو د برخلیک روښانولو لپاره چې په مرموزه توګه ورک شوي دي کمېسیون وټاکي.
په قبایلي سیمو کې د ګرځ بندیز لیرې کېدل ، د ماینونو پاکول او ځینې نورې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې دي. د پاکستان حکومت په لومړیو کې د دغو ژمنو د پرځای کولو وعده وکړه، اما تراوسه نه راو انور ونیول شو او نه یې هم نورې ژمنې پوره کړې.
د بشر د حقونو بین المللي سازمان له پاکستان غوښتي چې د پښتنو شکایتونه واوري او د دغه غورځنګ په مشرانو لګېدلي تورونه هم لیرې کړي. د ځینو شمېرو په اساس په پاکستان کې د پښتنو شمېر ۳۵ میلیون ته رسېږي او د بشر د حقونو سازمانونه وایي چې هغوی له ګڼو مدني، سیاسي او اقتصادي حقونو څخه بې برخې دي.