تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: د کوزې پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر لطیف اپریدی د ناروغۍ د زیاتېدو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پي ټي ایم د سرچینو له قوله، ښاغلی لطیف اپریدی له دوه ورځو راهیسې د پېښور په نارت ویست روغتون کې بستر دی.
د لطیف اپریدي د ناروغۍ په اړه ډاکټرانو څه نه دي ویلي، خو دومره وايي چې د عمر د زیاتېدو له کبله انسان د ځینو ناروغیو ښکار کېږي چې لطیف اپریدی هم له دغو ناروغیو کړېږي.
لطیف اپریدی عوامي نیشنل ګوند هغه پخوانی سیاستوال دی چې پر افغانستان، افغانانو او پښتنو یې د ظلمونو پر خلاف مبارزه کې نوم ګټلی دی.
نوموړي څه موده وړاندې د پي ټي ایم د مشر محسن داوړ او علي وزیر مدافع وکالت هم پر غاړه اخیستی او هغوی یې له زندانه راخوشې کړي وو او همدا راز یې ۶۸ بې ګناه پښتانه هم له فضل ایډوکیټ سره یو ځای د مرګ له سزا څخه وژغورل.
نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له کبله د عوامي نیشنل ګوند څخه څه موده وړاندې وایستل شو چې له کبله یې نوموړي دا شعار راپورته کړ چې: (( ازاد لطیف اپریدی زنده باد.))