د نولسمې پیړۍ جرمن شاعر هینریخ هین وايي ــــ « په کوم ځای چې څوک کتاب سوځولو ته پرېښودل شي یو وخت به داسې راشي چې بیا به دغه خلک د انسانانو له سوځولو هم ډډه ونه کړي.»
خواو شا اتیا کاله وړاندې د جرمني په برلن ښار کې د څلویښت زره خلکو په وړاندې په زرګونو هغه کتابونه وسوځول شول ــــــــــــ چې نازیانو ؛غیرجرمن؛ ګڼل. په واشنګټن ډي سي کې د هولوکاسټ موزیم د ویبپاڼې له مخه په دې کې د نړۍ د نوموړو لیکوالونو لکه هینریخ مین، برټولټ بریخت، البرټ آینسټاین، فرانز کفکا، سګمنډ فرایډ، ارنسټ هیمینګوې، کارل مارکس، جیک لندن او تهامس مین کتابونه شامل ول.
د دې کتابونو پر ضد کمپائن د نازي جرمنیانو د زده کوونکو اتحادیې غړو پیل کړی وو چې دغه شان له خپلو پوهنتونونو او کتابتونونو هغه کتابونه لیرې کړي چې په اصل کې ؛جرمن؛ نه بلل کیدل. دوی د جرمني په نولس ښارونو وګرځېدل او تر پینځه ویشت زرو ډېر کتابونه يې د اور لمبو ته وسپارل.
په دیارلسمه پیړۍ کې د چنګیز خان ځواکونو او بیا په هغه پسې نورو منګولو جرنیلانو په بغداد کې کتابتونونو ته اور پورته کړو او د کتابونو په شکل کې د عباسي خلافت د علم او پوهې خزانې يي وسېځېلې. او ساینسدانان او پوهان يې ورته ووژل. تاریخ لیکونکي وايي ـــ چې د دجله دریاب ته دومره ډېر کتابونه غورځول شوي ول چې اوبه يې د کتابونو سیاهۍ تورې کړې وې.
د کتابونو د سوځولو پر شا کلتوري، مذهبي یا علمي لاملونه وي. خو نتیجه يې راروانو نسلونو ته د ناپوهۍ، بې وزلۍ او بربادۍ په شکل کې مخې ته راځي. دا یواځې سیاهي او کاغذ ایرې کول نه دي بلکې د یو فکر سپکاوی دی. په بغداد کې د کتابتونونو د سوځولو اثر تر پیړو پاتې شو ـــــــ تر کالونو کالونو بغداد یو غیراباد ښار وو او د رنګ او رڼا کاروانونه پکې په ټپه دریدلي ول.
د نولسمې پیړۍ جرمن شاعر هینریخ هین وايي ــــ ؛په کوم ځای چې څوک کتاب سوځولو ته پرېښودل شي یو وخت به داسې راشي چې بیا به دغه خلک د انسانانو له سوځولو هم ډډه ونه کړي. ؛
په افغانستان کې څه باندې تیرو درو لسیزو جنګ جګړو یوازې زموږ کورونه وران نه کړل، یوازې خلک يي ونه وژل بلکې زموږ علمي، تاریخي، او کلتوري اثاثې پکې هم وسوځېدې ــــ نتیجه يې دا شوه د مینې او انساني ښېګړې کلتور د جنګ او تشدد په کلتور بدل شو ــــــــ موږ اوس خپلې څهرې هم نه پیژنو.
په ۲۰۰۳ م کال کې د سوات درې په مینګوره ښار کې یو ډېر تکړه ډاکټر په خپل کلینیک کې ډېر په بېدردۍ سره ووژل شو ـــــــ ګناه يې داوه چې د پښتنو په سیمه کې يې په ځینو جنسي ناروغیو کتاب لیکلی وو او دا ځینې خلکو ته منظوره نه وه چې په دغه رنځونو خبره وشي او د درملنې لارې چارې يې راووېستل شي. اوس هم دغه وطن دی چې د هنرمندې شبانې مړی پکې د سوات په ؛ګرین چوک؛ کې وغورځول شو او غزاله جاوید د پېښور په کوڅو کې درسم و رواج په دار وختله .
بیا دا هم نه ده چې د علم او کتاب پر ضد کمپاین به په دغه ځاي ودریږي ـــ دا وروورو فکرونه تور تاریک کړي، د تپوس کولو او تجسس جذبې مړې کړي، د ښایست رنګونه د بارودو په لوګو تور کړي او بیا سندره هم ساه ورکړي.
نن څوک دا تپوس نه شي کولی چې د مسودو نوموړی سندرغاړی کمال مسود په اسلام اباد کې چا وواژه او کنه ریښتیا په خپل کور کې د اور لګیدو له کبله مړ شو؟ هېڅوک دا نه وايي، چې د اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر اجمل خان ولې د وسله والو په ولکه کې دی او د پاکستان دا دومره لوی پوځ د هغه په راخوشي کولو کې ولې ناکامه دی؟ هېڅوک دا نه وايي چې دا په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې په زرګونو سکولونه وسېځل شو نو زموږ د نوي کهول سبا به څنګه وي؟
ناشناس څه شو؟ شاه ولي چرته دی؟ قمرګله څه شوه؟ اوس هم د افغانستان او پښتونخوا د لیکوالانو، استاذانو، سندرغاړو او هنرمندانو د وژنې لړۍ دوام لري ـــــــ او نور ګڼ هنرمندان او ولسپالي خبریالان په وطن پريښودو مجبوره شول. دا یوازې د ظلم او تشدد پیښې نه دي ـــــ دا د دې قام د تاریخ، فکر او ژوند د فلسفې مرګ دی.
زمونږ پښتون قام د بې غورۍ او بې تفاوتۍ له کبله دښمن په خپلو شومو پلانونو کې پوره پر مخ روان اوداسې يو وخت به راشي چې ژوندي ليکوال او د هنر او ادب ستوري ختم شول د مشرانو قبرونه به ورانوی که نه صوفي شاعر عبدالرحمان بابا خو د دين ستن وه او ټول شعرونه ېې صوفيانه وو نو ولې دښمن د هغې پر مزار حمله وکړه خو پاتې دې نه وی چې مونږ هم پدې جرم کې شريک يو که نه دابه ډېرو خلکو په سترګو ليدلي وی چې جهانګير د غزالې پسې ټوپک را اخستو يا څوک بم ښخوی ، څوک ماشومان تښتوی او نور
ډېره ښکلې لیکنه ده او ښکلی پیغام لري. خدای دې زمونږ خلک پوه کړي چې نور له نارواوو نه لاس په سر شي.
له مرحوم استاد برهان الدین ربانی نه کوم خبریال پوښتنه وکړه چی کله تاسو کابلو ونیو نو څو فیصده مو اسلام نافذ کړی دی؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی پنځه اتیا سلنه اسلام پياده شویدی او صرف پنځلس سلنه لا پاته دی او هغه به هم پیاده شی. بیا خبریال تری وپوښتل چی دا پنځلس سلنه مشکل په څه کی پاته دی ؟ هغه مرحوم ورته وفرمایل چی د کابل په ښار کی او نژدی ټول افغانستان کی ټول موټرونه له منځه تللی دی او د کباړ په بیه په پاکستان کی خرڅ شویدی نوله دی امله څوک په موټروکی نشی سپریدلای او خلک پیاده ګرځی . دا پاته یو څو بایسکل والا دی چی لا تر اوسه کښته اوپورته ګرځی ، له دوی نه به هم بایسکلونه واخیستل شی او دوی به هم ژر پیاده شی او بیا به هغه وخت په افغانستان کی اسلام به سله په سلو کی پیاده شی.
نو اوس په پښتون میشتو سیمو کی د ښوونځیو تړل دوام لری. هرکال یواځی څلور پنځه سوه شاګردان له دولسم ټولګی نه فارغ او پوهنتونو ته کامیابیږی. لری نه ده چی د دوی مخه به هم د پردیو د خوشحالی لپاره بنده شی. هنرمندان خو د دوی په فکر مطلق ناروا کار کوی.
ځینی خلک دخبل ژوند ښه والی په تیارو کی ګوری نو کوښښ کوی چه ځانته همداسی چاپیریال را منځته کړی .داسی خلک خپل کور په خپله ورانوی او دنورو په لمسون دخبل هیواد ارزشونه له بینه وړی او خبلو ولی نعمته بادارانو ته چوپړ کوی ،که چیری دغه جاهلان نه وی او دوی پردیو عناصرو ته زمینه برابره نکړی هیڅ یو ځواک نشی کولی چه یو هیواد لاندی کړی .دهیواد سره مینه دمورسره مینه ده هر هغه څوک دمور سره مینه نلری هغه به حنګه دهیواد سره مینه ولری . دا پورته لیکنه ښه مسیج لری ، که ناپوهان تری پند واخلی . په درناوی .