ذبیح الله خورشیدي

د شورای نظار په یو پڅ خبر داري د ملي یووالي حکومت رهبرانو د سولې عالي شورا سلاکارښاغلی عبدالحکیم مجاهد په دې پلمه له دندې ګوښه کړچې ګني مشرانو ته یې سپکاوی کړی او د حکومت وسلوال مخالفین یې د سولې فرښتې بللي دي.

دا د ملي یوالي حکومت په دوه کلن جنجالي دوران کې تر ټولو بېړنۍ او نه منونکې پرېکړه ده چې له څېړنو پرته عملي شوه.

د َښاغلي مجاهد په خبرو کې خو مونږ چاته د سپکاوي ټکي ونه لیدل او نه هم هغه د دولت مخالفین د سولې پریښتې بللي دي.

یوازې د تاریخ له منځه یې بحث کړی چې له نن سره تړاو نه لري، اوس که دغه خلک طالبانو ته د پریښتو ویلو سره جوړ نه دي همدغه ملا رباني چې کله د سولې عالي شورا مشر و طالبان یې (برادران ناراضی) بللي وو .

که نن مجاهد په دې پلمه لرې کېږي بیا په دې هېواد کې زیات ارزښتونه پیمال شوي دي په ښکاره د ازادۍ ګټونکي سر لاري شاه غازي امان الله خان ته کنځلې وشوې ،انځورونه یې څیرې شول د ملا صبور په څېر یوه غله ان د کفر فتوا ورکړه د حبیب الله کلاکاني په شان د یوه غله او لوټمار سړي هډوکي د وسلو په زور خښ شول.

دغه راز د پښتونو په لسګونو مشرانو ته سپکې سپورې وویل شوې هېڅوک نه له دندې لرې شو او نه هم چا پرې غبرګون ښکار کړ.

د ملارباني په تلین کې مخکیني ولسمشر ښاغلي کرزي ته سپکاوی وشو او د هغه پرضد د مرګ شعارونه ورکړل شول.

په ولسي جرګه کې اسلام ته په سپکاوي ښکاره غږونه پورته شول د جمعیت ګوند یوه غړي حافظ منصور اسلامي ثقافت د ترهګرۍ ترویج وباله.

لطیف فدرام او نورو یو شمېر وکیلانو پښتانه ترهګر وبلل په ملي ترمینالوژۍ یې ملنډې ووهلې پردي اصطلاحات یې دلته راوړل.

که ملا رباني ارزښت بلل کېږي او یو مجاهد سړی په دې پلمه له دندې ګوښه کېږي د دې نورو سره به څه کېږي او څوک به یې له دندو لرې کړي او څوک به زندان ته د تللو غږ وکړي.

مونږله ښاغلي غني د هېڅ یو داسې کار تمه نه درلوده چې له پلټنو پرته د یو څو غلو او اوباشانو په خوله او غوښتنهیو داسې سړی له دندې ګوښه کوي چې د جګړې پرځای یې سولې ته کار کاو.

له دې بېړنۍ پرېکړې، خو یوازې او یوازې داسې ښکاري چې غني اوس هم د ټلوالې له پټکو وېره لري او په خپلو هغو خلکو لا باوري شوی نه ده چې دی یې واک ته ورساوه او د ټلوال خېلو د پټکو او ګواښونو پروا یې ونه کړه

داښه باید ښاغلی غني تر هغو هېر نه کړي تر څو چې عزرایل ترې روح نه وي قبض کړی.

ریښتیا او واقیعت همدا ده چې په افغانستان کې د اوسني او پخوانی نارام وضیعت اصلي عاملین شمالي  ټلواله او دوی پورې تړلي هغه خلک دي چې د شخصي اوګوندي ګټو لپاره یې پرون د روسې او نن یې د امریکا سرهد افغان وژنې او پښتون وژنې ضد تړونونه لاسلیک کړي دي.

په ناقانونه وسلو سمباله ټلواله په تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا او یو شمېر بهرنیو هېوادونو  په ملاتړ جوړ شویو حکومتونو کې دومره وپړسېدله چې اوس ترې باد وتل سخت دي نو ځکه خو د عطامحمد نور په څېر یوه فاسده څېره چېمیلونونه تورې پیسې په تېرو ۱۶ کلونو کې تر لاسه کړي دي نن د داسې یو انسان زنداني کېدل غواړي چې د جګړې خلاف او د سولې ملاتړی دی.

ای کاش چې حکومت عطامحمد نور او احمدضیا مسعود هم له ټولو بدیو سره سره له دندو ګوښه کړي وو، نن به مو د ښاغلي مجاهد په لرې کېدو دومره زړه بد نه و.

غني نه یوازې دغه خلک له دندو ګوښه نه کړای شول، بلکه د افغانانو د ارادو خلاف یې د بلخ له حکمران سره د یاراني تړون هم لاسلیک کړ چې د افغانانو راتلونکې کې په کې تیاره ښکاري.

له دې ور اخوا په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیاء مسعود پرته له دې چې د نظام د بقا او ټینګښت لپاره مرسته وکړي د همدې نظام پرضد یې د مقاومت شوراګانې جوړې کړې دي چې تر ننه امنیت شورا په دې کار سترګې پټې کړي او غوږونو کې یې مالوچ ایښی دی.

ولسمشره دا ملت ستا له احساساتي او فرمایشتي پرېکړو خوښ نه دی له هرڅه وړاندې باید واقیعت مالوم کړې او وروسته خپله پرېکړه اعلان کړې په دې سره به هم خدای درنه راضي وي او هم دا بېچاره ملت چې کلونه کلونه کېږي د پردیو په جګړه کې وژل کېږي او بربادیږي.

په همدې ستره هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *