دا څرګندونې د روان لمريز کال د څنګاښ مياشتې په ٢٩مه نېټه دخوست ولايت د جرګو په ستر تالار  کې د زرګونو کسانو له لوري په  احتجاجيه لويه غونډه کې په ډاګه شوې.

 د څنګاښ په ٢٦مه نېټه  په ولسي جرګه کې دافغانستان دهويت ،وحدت ،ارزښتونو ، دتاريخ دښمن  او د سرپل ولايت  تش په نامه وکيل په ړوندو سترګو داسې جاهلانه څرګندونې کړې وې ((چې پښتون قوم ترهګر قوم دى ،پښتون قوم په فساد کې ښکيل قوم دى ،پښتون قوم په اخلاقي فسادونو ککړ دى ،پښتون قوم افغانستان شرمولى دى ،ترڅو چې پښتون قوم په دې هېواد کې وي ترهګري او فساد به شتون لري)).

دخوست ولايت ولايتي شورا ، علماوو شورا ، د سولې ولايتي کمېټې،مدني ټولنو ، کلتوري بنسټونواو مخورو مشرانو  ددغه ناپوه او د ملي يووالي ضد څېرې د سپکاوي ډکې څرګندونې د پښتنو لپاره سختې بدې بللي دي.

پدې جوړه شوې غونډه کې زياترو مشرانو په خپلو خبرو کې وويل ، موږ يوازې د تېرو څو کالونو په لړ کې د سرحدونو په ساتلو کې زرګونه ځوانان شهيدان ورکړي ا ولا هم دغه قربانۍ دوام لري.

دغه تش په نامه وکيل او او  نور هغه اشخاص او افراد چې د ده په څېر پوچې او تنګ نظري مفکورې لري د افغانستان د سرحدونو، قومونو، ملي ارزښتونو، جغرافيې او د افغانستان دمعاصرتاريخ سره بلديت نه لري، دوى يوازې د پراديو لپاره د جاسوسۍ په خاطر په پرادي ماشين کې رالوى شويدي.

د غونډې ويناوالو ويل، دا يوازې انورسادات ندى، چې د افغانستان د ملي يووالي، ملي ارزښتونو، ملي ګټو اوهمداشان د دې هېواد  دعظيم او مېړاني قوم((پښتون)) په هکله  بد رد وايي، بلکې د څو کالونو راپدېخوا د يوه منظم پلان له مخې د ده په څېر نور اشخاص او افراد هم په لوړه کچه  پدې بوخت دي، چې د ځينو افغان دښمنه کړيو سره په گډپلان پښتانه په لوى لاس بې سواده کړي، ددوى په سيمو او بانډو کې جنګونو ، نفاق او بدبختيو ته زمينه مساعدوي، د اصيل فرهنګ د غوړېدا مخه نيسي، د ملي ارزښتونو او ملي اصطلاحاتو پرضد عملي کړنې ترسره کوي او بالاخره د پښتانو پياوړي مشران د بېلابېلو دسيسو او توطيو ښکار ګرځوي.چې پدې ټولو ناخوالو او افغان ضد کړنو کې بهرنى لاس شتون لري.

د غونډې برخوالو په هېواد کې د نورو قومونو په مشرانو  غږ وکړ، چې  پداسې مسايلو کې چوپ پاتې نشي،ځکه ټول واړه قومونه او سياسيون يې د همدې باتور او مېړاني ملت پرسر شهرت او قدرت ته رسېدلي  دي.

همداشان دوى دهغو پښتانوله مشرانو څخه  هم په کلکه غوښتنه وکړه، چې دا وخت په کابينه، ملي شورا، سياسي احزابو، مدني او کلتوري نهادونو کې رسمي او غيررسمي دندې لري، چې دوى دې نور له محافظه کارۍ او موقف ساتلو راووځي،د هېواد ملي ګټو، ملي يووالي او ملي ارزښتونو ته په کتو سره دې په نره د هغو خلکو په وړاندې کلک ودريږي، چې د افغانستان داصلي مالک، وارث، خدمتګار او ستر مدافع قوم ((پښتون)) په وړاندې د پراديو په اشارې د منظم پلان له مخې جاهلانه کړنې سرته رسوي. همدارنګه ټول پښتانه بايد ټينګ يووالى رامنځته کړي، د يو او بل مرستې ته ورودانګي او له هرډول خپلمنځي ناچيزو اختلافونو ډډه وکړي، څو د يوه موټي کېدو په اساس د هېواد ضد توطيې خنثا شي او هېڅوک پدې ونه توانيږي، چې په خپلو شومو ، کرغېړنو موخو کې يو فيصدهم بريالي شي.

د غونډې برخوالو د ملي شورا ددواړومجلسونو په استازو سختې نيوکې وکړلې او ويې ويل چې که چېرې دوى په خپلو کې متحد واى، نو نن به پښتانه له داسې سپکاويو سره نه مخامخ کېدلى.

دوى استدلال کاوه، چې د ملي شورا استازو برعلاوه دا چې له خپلو ولسونو سره يې ژمنې او تعهدات کړي، ولې پدې سربېره يې په لوى اسماني کتاب لاسونه ايښي او سوګند يې کړى، چې د هېواد ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي نواميسو،ځمکنۍ بشپړتيا او اسلامي مقدساتو ته به په هرحالت کې ژمن اوسي او هېچا ته به د دې اجازه نه ورکوي، چې ددې مقدساتو او ارزښتونو په وړاندې په تخريشي او تخريبي فعاليتونولاس پورې کړي.خو له بده مرغه اوس يې ګورو، چې په خپله د ولسي جرګې په رسمي غونډه کې يوتن بې خبره ،ناپوه او دافغانستان دولس او تاريخ دټولو ارزښتونو ضد څيره ددې تاريخي اولرغوني هېواد په يوستر توکم پښتون قوم پسې داسې ناوړه ،منفي ،دملي يووالي ضد ،جاهلانه څرګندونې وکړي چې د نړۍ په هېڅ کونج کې سارى نه لري.

دوى په يوه غږ په ملي شورا کې له ټولو پښتنو استازو غوښتنه وکړه، چې په ټول قوت سره دې هڅه وکړي، چې دغه ناخبره او د ملي يووالي ضد څېره له پارلمانه وشړي او محاکمې ته يې راکش کړي، څو د ده په مجازات کولو سره نور هم عبرت واخلي او د پراديو په اشارې له ترتيب کړي پلانه راوګرځي.

په همدې هيله او درنښت

مبارزمحمدځدراڼ-خوست –افغانستان -١٣٩٢-٤-٢٩شنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *