د (سي ان ان) خبر ژباړه
منظور پښتین یوازې ۲۴ کاله عمر درلود چې له ترهګرۍ سره د آمریکا په مشرۍ جګړه پیل شوه او کم وخت وروسته د نوموړي تر دروازې پورې وغځېده.
نوموړی وايي؛ کورنۍ یې چې د پاکستان په شمال ـ لویدیځ کې د افغانستان پولې ته نږدې ژوند کوي، د «طالب» نوم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې واورېد. د کال په پای کې چې کله جګړې زور واخیست، د دوی کورنۍ اړه شوه چې نور خپل کلی (سرواکی) پریږدي.
راتلونکی کال: «وضعیت دې حالت ته ورسید چې که به کوم مشر د جګړې خلاف څه وویل، نا ببره به تری تم شو».
پشتین د پاکستان پوځ له پاکستاني طالبانو سره په ملګرۍ تورنوي ــ په داسې یوه ملک کې چې پوځ تر هر بل بنسټ قوي او باوري وي، دا ډول تور کابو دیني مقدساتو ته له سپکاوي سره یو ډول ګڼل کیږي.
پشتین د امنیتي ځواکونو پوځي مرکزونو ته په اشارې سره له (سي ان ان) خبري شبکې سره په خبرو کې وویل: «له دوی پوښتنه وکړئ: که طالبان نه وي، نو دوی په خپل اردوګاوو کې څوک روزي؟»
(سي ان ان) ټلویزیون په ځلونه د پاکستان له پوځ او امنیتي دستګاه څخه د نظر غوښتنه کړې خو هغوی ورته په ځواب کې ویلي: «اماده نه دي چې له دوی سره خبرې وکړي».
منظور پښتین یوازینی کس نه دی چې د قبایلي سیمو (فاټا) په اړه دا ډول څرګندونې کوي چېرته چې کلونه جګړې او تاوتریخوالي کلي په ویرانه بدل کړي او د وسلهوالو د تاوتریخوالی او د حکومت د پوځي عملیاتو له کبله د خلکو ژوند له ربړو ډک شوی، چې پایله یې د خلکو وژنې او نیونې دي.
د پاکستان پوځ تل هغه ادعاوې رد کړې چې ویل کیږي پوځ له وسلهوالو ډلو سره اړیکې لري. پوځ دغه راز په قبایلي سیمو کې د وسله والو په خلاف د عملیاتو پر مهال له محکمو پرته وژنو او شنکجو تورنه هم رد کړي.
ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ، پشتین په کراچۍ ښار کې چېرته چې د پاکستان ګڼ شمېر ښاري پښتانه هستوګنه کوي؛ یوې تر ټولې لویې غونډې ته خبرې وکړي.