تاند- په پاکستان کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو زرګونو غړیو د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر نیونې د اعتراض لپاره د دې غورځنګ غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه.

د پاکستان امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې په واڼه کې د فاټا یا قبایلي سیمو د سیاسي ايتلاف مشر عارف خان وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ درې نور مشران ونیول.

دغو نیونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د خواخوږو او ملاتړ کوونکو په منځ کې غوسه وپاروله او د پښتنو خلاف یې د امنیتي ادارو د زور زیاتیو د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.

پرون /دوشنبه/ پښتنو د هغه څه د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه چې دوی یې په پاکستان کې له پښتنو سره تعصب او دښمني بولي.

پښتون ژغورنې غورڅنګ پرون /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د پېښور، کوټې، لاهور، کراچۍ، اسلام اباد، صوابۍ، لورلايي، قلعه سیف الله، بنو، زیارت، ډېره اسماعیل خان، سوات او حیدراباد د مطبوعاتي دفترونو (پریس کلبونو) مخته یې د احتجاج په توګه پرلت پیل کړی دی.

د پېښور د پریس کلب مخته په پرلت کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسید، د ښځو د بنسټ (عورت فاونډېشن) مشرې شبانه ایاز، او مدني فعالې ثنا اعجاز، نیازبین ملنګ او نورو د پښتنو د نیونو او بې درکه کولو او د هغوی د ږغ چوپ کولو لپاره له زور څخه د کار اخیستلو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. دوی وویل چې د خپل مظلومیت چیغه به لا اوچته کړي.

له کلونو راهیسې په پاکستان کې پښتانه د تروریزم په نوم ځپل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې د منظور پښتین او د هغه د یو شمېر نورو ځوانو ملګرو په هڅه پښتنو خپل ږغ پورته کړی دی.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پښتنو پرلت والو په واڼه کې د پښتون ژغورنې د مشرانو د فوري خوشي کېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې تر هغو به پرلت ته دوام ورکړي چې دا غوښتنه یې پوره شوې نه وي.

ویناوالو وویل، دا کسان د دې لپاره نیول شوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ په سوات او نورو سیمو کې سوله ییز احتجاج ونه کړي.

د پرلت یوه برخوال عامر عالم افریدي، چې ورور یې سید ګل افریدی له نقیب الله مسید سره په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی، وویل چې پولیسو د ده د ورور د دوسیې له ثبتولو انکار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *