تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: د کوزې پښتونخوا د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي ایم د عدالت غوښتنې لویه جلسه پای ته ورسېده، خو مشرانو یې اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۲مه به تر دې لویه بله او میلیوني جلسه راغواړي.

دې جلسې ته د منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او ثنا اعجاز تر څنګ لسګونه ملتپالو فعالانو ویناوې وکړې او لسګونه زره کسان ورته له مختلفو پښتنو سیمو ورټول شوي وو.

غونډې ته هغه سلګونه ښځې او ماشومان هم راغلي وو چې د کورنیو غړي یې پاکستان په زوره نادرکه کړي او تر اوسه برمته ساتلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت د یوې بلې جلسې اعلان وکړ او ویې ویل چې جلسه به د فبرورۍ پر دوهمه نېټه کېږي خو د غونډې د ځای په اړه به معلومات وروسته ورکړل شي.

د پي ټي اېم مشرانو یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پوځ لخوا د صحرایي محاکمو او وژنو مخه ونیسي، ورک او برمته نیولي کسان عدالت ته وړاندې کړي، قبایلي سیمې له ماینونو پاکې کړي او په سیمه کې بشري حقونه باوري کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ د دې غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړی، خو د پي ټي ایم مشران وایي، پاکستان په تیر یو کال کې د دوی یوه غوښتنه هم نه ده عملي کړې، بلکې هغو کسانو د حکومت قوي ملاتړ او پروتوکول ترلاسه کړی چې د سلګونه پښتنو په وژلو تورن دي.

One thought on “د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو په لویه جلسه کې یو ځل بیا د ازادۍ نعره پورته کړه”
  1. ترڅو چی نړیواله ټولنه او امنیت شورا بین الملل او خاص ډول امریکا ددی پښتنو غږ وانه وری نو د دوی دا ډول جلسی نتیجه نه ورکوی او نه یی ورکړیده

    د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د بنو ستره تاریخي غونډه پای ته ورسېده.

    په دغه غونډه کې په زرګونو پښتنو ګډون کړی و.

    دغې غونډې ته هغه ښځې او ماشومان هم راغلي و, چې د خپلې کورنۍ غړي يې د ظالم ریاست او آی اېس آی لخوا نیول شوي او تری تم دي.

    غونډه د پاکستانۍ میډيا لخوا سانسور شوې وه او پاکستاني حکومت په هغه سیمه کې چې غونډه روانه وه, انټرنېټ هم پرې کړی و.

    دغې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین, علي وزیر او محسن داوړ یو ځل بیا د پښتنو پر وړاندې د روانو ظلمونو غندنه وکړه او پر مخنیوي يې ټينګار وکړ.

    دغې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو خبرو کې وویل, چې له عدالت پرته لا هم د پښتنو مرګونه روان دي چې په وینا یې ددې مرګونو درېدا غواړو.

    منظور پښتین وویل, طالب, آی ایس آی, پوځ یا بل هر څوک چې پښتانه وژني او ظلم ورسره کوي موږ یې مخالف یو.

    منظور پښتین وویل چې پاکستاني حکومت تر دې دمه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

    منظور پښتین وویل چې د ارمان لوڼي, د خړ کمر او د واڼه د شهیدانو پوښتنه به وکړي.

    د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر علي وزیر هم په خپله وینا کې وویل, ” په دې خاوره ریاست ظلم کړی دی، هغوی وايي هند یې دشمن دی، خو د هغه ځای خلکو ته موټرې نیسي، بې ویزې ورته اجازه ورکوي، کرایه او خواړه هم ورکوي چې خپلو عبادتګاوو ته راشي.
    خو د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې هغې غاړې پښتانه چې زموږ ورونه دي، که هلته یا دلته مړی وشي نو نه یې پرېږدي. ”

    علي وزیر زیاته کړه, چې د ډېورنډ پر کرښه اغزن تارونه به یو وخت د پنجاب په غاړه کې اچوي او دا دې په یاد ولري, چې لر او بر یو افغان دی.

    پنجاب, پښتنو ته له اویا کلونو راهیسې ټوپک په لاس کې ورکړی خو خپلو نسلونو ته یې قلم ورکړی دی او د پنجاب کاروبار همدا دی.

    د بنو جلسې ته یو شمېر نورو مشرانو هم خبرې وکړې او دا تاریخي غونډه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

    د یادونې وړ ده چې ددې غورځنګ بله غونډه د فبرورۍ میاشتې په دویمه د شهید ارمان لوڼي په یاد په سویلي پښتونخوا کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *