تاند – د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پلویانو او ولسي خلکو د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د حمایه کېدونکیو طالبانو دفترونو او موټرو ته اور ورته کړ.
پرون یکشنبه /د جون ۳مه/ د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ له خوا د حمایه کېدونکیو طالبانو ډلې، چې په ۲۰۰۷ کال کې د ملا نذیر په مشرۍ تاسیس شوې وه، د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غړو وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ژوبل او د ماشومانو په شمول یو شمېر نور شهیدان کړل.
د خبري رسنیو د راپورونو په اساس، ملا نذیر په ۲۰۱۱ کې د امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکې په یوه برید کې ووژل شو خو ډله یې لا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ادارې له خوا کارول کیږي.
ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په ځانګړې توګه د دغه هېواد د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) چې د انګلیس رابرت کاتهوم له خوا تاسیس شوې په سیمه کې د دغه ملک له رامنځته کېدو او په تېره بیا له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د خپلو ګاونډیانو د وهلو لپاره له مذهبي تندلارو څخه استفاده کوي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشر منظور پښتین په یوه ژوندۍ ویډیوي وینا کې چې د یکشنبې په ورځ له پېښې وروسته په فیسبوک خپره شوه وویل چې د طالبانو له په شا تمبولو وروسته د پاکستان د سرحدي قول اردو (اېف سي) ځواک کسانو او پوځ د طالبانو ننګه وکړه او په دویم برید کې یې په ولسي خلکو بیا ډزې وکړې چې په لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل. (په دې هکله د تاند مخکینی راپور)
له پېښې وروسته او په روژه ماتي پسې پښتنو په پېښور، کوېټه، اسلام اباد او یو شمېر نورو ښارونو کې د «یه جو دهشتګردی هی – اس کی پیچی وردی هی» د شعارونو په ورکولو احتجاجونه وکړل.
که څه هم چې د پاکستان پوځي ادارو په سیمه کې ګرځبندیز لګولی خو په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او شرحې ښیي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړو او ولسي خوځښت د حکومت او د پاکستان د استخباراتي ایجنسیو له خوا د حمایه کېدونکیو طالبانو موټرو او دفترونو ته اور وراچولی او سوزولي یې دي.
پاکستان د ملانذیر د ډلي په حمایت سره رسما نړیوالو ته ثابته کړه چې د ټولې نړۍ تروریستان د پنجاب د لاس آله ده ، القاعده ، ټالیب ، داعش ، لشکر جنګوي او نور ټول د ملا آی اس آی ناولی اولاد دی .