په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډه

تاند- نن /یکشنبه/ به په پېښور کې لسګونه زره پښتانه راغونډ شي چې په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو له لوري د لسګونو زرو پښتنو د بې درکه کېدو او د لسګونو زرو نورو د وژل کېدو په وړاندې د اعتراض ږغ پورته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې په دې غونډه کې به د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مشران ویناوې وکړي.

راپورونه وايي چې پرون له سوات او ځینو نورو لېرې سیمو زرګونه پښتانه په دې ستره غونډه کې د ګډون لپاره پېښور ته ورسېدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وروسته له دې رامنځته شو چې په کراچۍ کې د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې نقیب الله مسید ووژل شو.

د کراچۍ پښتانه وايي چې داسې ډېرې جعلي مقابلې یې لیدلي چې پښتانه پکې په ناحقه وژل شوي خو چا یې پوښتنه نه ده کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ له تروریزم سره د جګړې په نوم په لسګونو زره بېګناه پښتانه وژلي او شاوخوا ۳۲ زره نور بې درکه کړي دي.

څرګنده نه ده چې دا کسان د پاکستان په جېلونو کې دي او که وژل شوي دي.

د پښتون ژرغونې غورځنګ د پرلتونو په نتیجه کې د پاکستان پوځ په وروستیو کې لسګونه کسان خوشي کړي خو دا غورځنګ وايي چې د خوشي شویو کسانو شمېر خورل لږ دی.

منظور پښتون اوس په پاکستان کې د پښتنو د ملي یووالي پر سمبول بدل شوی او د پاکستان پوځ ته د هغه حذف ناممکن شوی دی.

د د نیویارک پوهنتون د نړیوالې همکارۍ مرکز د افغانستان او پاکستان د سیمه ییز پروګرام مشر بارنیت روبین وايي، که د پاکستان پوځ هڅه وکړي چې د پښتین په مشرۍ غورځنګ وځپي، د پاکستان په پښتني سیمو کې به د سختدریځو پر ضد له مخکې څخه کړکېچنه جګړه لا پسې پېچلې کړي.

ده همداراز وویل«دا به عواقب ولري چې په یوه صوبه پورې به محدود پاتې نه شي، او حتي تر پاکستان ورهاخوا نتایج لري.»

سره له دې چې پاکستاني رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو او فعالیتونو خبرونه نه نشروي خو نن د پاکستان ځینو انګریزي ورځپاڼو، چې په دغه هیواد کې یې خواص لولي، د پاکستان پوځ ته مشوره ورکړې چې تر دې وړاندې چې د منظور پښتین غورځنګ لا پراخ شي، ورسره خبرې وکړي او غوښتنې یې ومني.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پوځ له لوري د زرګونو بې درکه کړای شویو پښتنو د موندلو، په قبایلي سیمو کې د ماینونو د پاکېدو، د پښتنو په سیمو کې د تلاشۍ د پوستو د لېرې کېدو او د لسګونو زره بېګناه پښتنو له قاتلانو سره د حساب کولو غوښتونکی دی.

دا هغه غوښتنې دي چې د پاکستان ملکي حکومت ورسره ستونزه نه ویني خو پوځ یې نه مني.

2 thoughts on “د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه په پېښور کې ستره غونډه جوړېږي”
  1. د پاڼې د درنو چلوونکو څخه ډېره مننه چې دا ډول خبرونه چې نن سبا د ټولو هېوادپالو او احساس لرونکو پښتنو د زړه له کومې غوښتنې دي، خپروي. تاسو ته بریالیتوبونه غواړو. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *