صمد روښان
بلوچستان پوهنتون چې د کوټې په جنوبې برخه کښې موقعیت لري ، مخ ته يې سریاب سړک ، یو څنګ ته یې سردار منیر مینګل سړک، بل څنګ ته یې سریاب لنک سړک او شا ته یې المنصور سړک تېریږي چې همیشه د موټرونو ګڼه ګوڼه او بې شمیره انسانان د غنم د وږو په پیدا کولو پسې ښار ته راوتلي وي .
یاد پوهتنون د نړۍ د پوهنتونونو په سطحه یوه ځانګړنه دا لري چې د اورګاډي پټلۍ د پوهنتون له زړه څخه تیریږي او همیشه اورګاډي پرې تګ را تګ کوي.
په یاد پوهنتون کې، چې تقریبا دوه څلویښت (۴۲) څانګې لري، پنځلس زره (۱۵۰۰۰) محصلین په زده کړوبوخت دي. د دې پوهنتون د لمر لویدو خوا ته د ژبو او ادبیاتو څلور څانګې په یوه اپارتمان کښې دي، کله چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته دننه شې، ښي لاس ته پښتو څانګه ده، اول د ریس دفتر ورپسې د استادانو دفتونه دي او یوه ځان ته خورا بډایه کتابتون لري چې تقریبا په زرګونو کتابونه په کښې ځای پر ځای شوي دي چې د الماریو پر سر د حبیبي صاحب، رښاد صاحب او زیتون بانو انځورونو کتابتون لا ښکلی کړی دی.
پښتو څانګه چې د کلونو راهیسې په زده کړو بوخته ده او په سلګونو محصلین یې فاریغه کړي دي چې په ورستیو کښې د( ایم . ایس) تدریس هم په کښې شروع او حتا تر دکتورا پورې زده کړې په کښې تر سره کیږي.
لکه څرنګه چې هر کال په لر او بر پښتون افغان وطن کښې د پښتون کلتور نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې د همدې ورځې بنسټ په ۱۵ ستمبر ۲۰۱۳ م کال کښې پښتو اکيډمۍ کوټې له خوا دیوه سمینارپه ترڅ کی کیښودل شو.
چۍ همدا د پښتون کلتور نړیواله ورځ د بلوچستان پوهنتون پښتو څانګې له خوا په ۲۴ستمبر ۲۰۱۸م کال د دوښنبې په ورځ ولمانځل شوه ، چې په دې پروګرام کښې د پښتو څانګې د ټولو استادانو او په ځانکړي ډول د ډاکټر فیض الله پانیزي صاحب اوډاکټر برکت شاه کاکړ نومونه د یادولو وړ دي.
پروګرام د پوهنتون په تالار کښې و چې په دریو برخو مشتمل و:
په اولنۍ برخه کښې :
– د پوهنتون ریس ډاکټر جاوید اقبال د کوربه په څوکۍ ناست و.
– نواب محمد ایاز جوګیزی د دروند میلمه په څوکۍ ناست و.
– د پښتو څانګې ریس ډاکټر فیض الله د څانګې په نماینده ګي ناست و.
– برملا خان برمل د لیکوال، ادیب اوشاعر په صفت په څوکۍ ناست و.
له دستور سره سم په دریځ ناستو میلمنو ته پګړۍ ور وټړل شوې .
د پروګرام پیل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وشو ورپسې د احمد شاه بابا عالې لیسې زده کوونکي وړوکي امین الله امین د درویش دوراني د مورنۍ ژبې نظم یې ووایه لکه چې وایې :
زه شاعر یم په پښتو سندرې وایم په پښتو سندرې وایمه او تا ستایم
ورپسې لومړۍ وینا د پوهنتون ریس ډاکټرجاوید اقبال صاحب بیا برملاخان برمل صاحب بیا نواب ایاز جوګیزی صاحب په ترتیب سره وکړي، په پای کښې د پښتوڅانګی ریس ډاکټرفیض الله خان صاحب د ټولو میلمنو او کوربنو څخه مننه وکړه.
د پروګرام لومړنۍ برخه د رباب د تارونو په نڅاه پای ته ورسیده.
سم د لاسه د پروګرام دوهمه برخه شروع شوه، چې په دې برخه کښې پنځه ویناوال وو.
لومړی نامتوادیب ، لیکوال ، محقیق او فولکلوریسټ سید خیرمحمد عارف صاحب د صدارت چارې سمبال کړې .
د تهذیبي یون په اړه یې لیکنې کړې دي ، (پښتانه د تهذیب په څپوکې ) او د ( فکرټال ) په نامه کتابونه یې هم لیکلي ډاکټرباقي دروانی د مقاله نګار په حیث په څوکۍ ناست و.
پرکلتور پې. ایچ. ډي مقاله نګار د پښتو څانګې استاد چې په پښتو، اردو او انګریزي ژبو کښې یې یو شمیر تحقیقي مقالې او مضامین چاپ شوي ډاکټربرکت شاه کاکړ د کوربه په څوګې ناست و،
د سردار بهادر ځان پوهنتون د انګریزې څانګې استادې صالحې بازیئ ته یې بلنه ورکړې وه خو د ځینو ستونزو له امله یې په پروګرام کښې ګډون ونه کړ.
چی د اکسفورډ پوهنتون څخه یې ایم.ایس. کړی و او په ورستیو کښې یې د کلتور د پرمختګ په هکله یې ځانګړی دریځ لاری رفیع الله کاکړ د مقاله نګار په حیث په څوکۍ ناست و.
چې په ترتیب لومړی مقاله ډاکټرباقی دروانی وویله ورپسې ډاکټربرکت شاه کاکړ ورپسې رفیع الله کاکړ او اخیرنې مقاله سید خیرمحمد صاحب وویله او په دې سره د پروګرام دوهمه برخه پای ته ورسیده او د چایو وقفه شوه.
د پروګرام دریمه برخه خورا له جم جوش او ولولو څخه ډکه وه .
لومړی هارون شیدایي د دریځ په سر په خپلو هنري ګوتو یې د رباب تارونه داسې په نڅاه راوستل چې په تالار کښې د ناستو کسانو له خوا د واو،، ډیرښه، ډیراعلی نارې ختې، چې ربابي د رباب په ژبه په دغه سندره د خلکو زړونه په موټي کښې ونیول.
چې:
په تورو غرو باندې را تاو شول بارانونه یاره ږلۍ وریږي،
مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی.
او :
هلک نری چینار دی نجلۍ د ګلو ونه ، په سر یې زرین شال دی په غاړه یې ګلونه
ورپسې د چغکه والا روشان اکا راغی چې واقعا هم په سویلي پښتونخوا کښې د چغکې دغه یو هنرمند پاتې د ی چې هغه هم د سکرو په کان کښې کار کوي چې د ماښام د ماښام او د سهار د سهار پیدا کوي.
روښان اکا خپله چغکه د کاکړۍ غاړوپه بدرګه سره داسې پیل کړه:
پردیسۍ دي راکی زور له ما وډر شه دی ستا کور
سترګې زما په ګورم ګران د چا مه کم کړی تاوان
که مې نه درسره بیایې سلامونه مې پرې وایه
ورپسې د بوري د سیمې مشهور بانډاري عبدالرحمن لالا او ملګري یې د دریځ سرته راغلل او بانډار یې شروع کړ په تالار کښې هغه وخت د خوشالي چیغې ، نارې او د لاسو پړکا د تالار څلورو کونجو ته پورته شوه کله چې ده دا غزله شروع کړه:
زوړپه یاري بد ایسي
خوار په سیالي بد ایسي
پک بې پټکي بد ایسي
هو، هو، هو، هو
بل پوروړی هره ورځ زاري بد ایسي.
د پروګرام په پای کښې ښاغلي ډاکټر برکت شاه کاکړ د ټولو راغلو میلمنو او کوربنو څخه مننه وکړه.
د ویاند عبدالصمد ورښان له خوا د کاروان صاحب په دغه شعر سره پروګرام پای ته ورسیده.
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وایې وره پښتو دمستانه موسقۍ ژبه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وایې وره په پښتو د مستانه موسقۍ ژبه ده