اتم د اپریل د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې دومره پښتانه راټول شوي و چې د پښتنو په تاریخ کې نه و راټول شوي، دا یو ولسي حرکت و چې د غونډې زیات ګډونوال د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي و.
د ولسي حرکت مشري چې منظور پښتون کوي او د غونډې ګډونوالو د نږدې پنځوس زره کسانو لپاره تابیا نیولې وه، خو د ګډونوال شمېر نږدې سل زره کسانو ته رسیدلی و، دا کسان په کوم ګوند او ډلې پورې نه و تړلې، بلکې هر څوک د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره له کورونو راوتلي و.
د غونډې په ګډونوالو کې زیات شمېر هغه میرمنې او کورنۍ هم وې چې کلونه کیږي د کورنۍ غړي یې د پنجاب ادارې له کوره ویستلي او تر ننه ورک دي، نه یې مړی شته او نه هم ژوندی.
دا کورنۍ اوس باور لري چې د پښتنو خوځښت او یووالی کولای شي، د دوی د کورنۍ د غړو پوښتنه وکړي چې مړه دي او یا ژوندي، کومه ګنا یې کړې او په کومه ګنا یا بندې دی او یا مړه شوي دي.
پنجاب چې کلونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په پښتنو ظلمونه کول، په همدې فکر و چې دا خلک د سر سړی نه لري او هیڅکله به د پنجاب له حکومت څخه یې څوک پوښتنه و نه کړي، خو د اپریل په اتمه نېټه پښتنو وښودله چې دا قوم لا هم بیداریدای شي او لا هم پکې د کار خلک پيدا کیږي چې ټول د خپلو حقونو لپاره په یو ټغر راټول کړي.
که څه هم د پاکستان څارګرې ادارې چې په راس کې یې پنجابیان دي، د دې غونډې د سبوتاژ کولو هڅه وکړه، د منظور پښتون د مرګ ګواښونه یې وکړل، منظور پښتون یې د پاکستان او هندوستان د ګټو کس وباله او په غونډه کې یې د چاودنو خبرداری ورکړ، خو بیا هم غونډه په جوش او خروش سره وشوه او هیڅ ځواک یې مخه و نه شوه نیولی.
د پښتنو خوځښت چې لومړیو کې د نقیب الله له مرګ وروسته پیل شو او په اسلام اباد کې یې پرلت ووهه، غوښتنې یې کمې او وړې وې، خو اوس د دغې خوځښت غوښتنې لوړې شوي او تر هغې چې د پنجاب حکومت یې غږ وا نه وري او عدالت ورته و نه رسوي، دا خوځښت به همداسې دوام پيدا کړي چې د پنجاب حکومت ته لوی خطر هم پيښولی شي.
د یکشنبې ورځې غونډه کې د پښتنو خوځښت لوی غوښتې له نجیبه ـ نقیبه د مرګونو حساب به پنجاب ورکوي او دغه راز د پښتنو قاتلین چې را انوار تر څنګ پکې پرویز مشرف او ځینې نور چارواکي تورن دي محکمې ته کش کیږي او حساب به ورکوي.
پښتانه چې له کلونو راهیسې د پنجاب حکومت بې له کومې ویرې وژلي او ظلمونه یې پرې کړي، حساب یې نه دی مالوم، خو اوس پښتانه یو شوي او د حساب کتاب وخت راغلی چې د پنجاب حکومت مجبور دی، دا حساب ورکړي.
بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پښتانه کلونه د ترهګرۍ قرباني شوي، پنجاب حکومت د افغانستان د بربادۍ لپاره ترهګر د پښتنو په سیمو کې روزل او مرکزونه یې ورته جوړ کړي و، خو کله به چې د نړیوالو فشار پرې راغی بیا به یې د همدې پشتنو کورونه پکې بمبارول او همدا پښتانه به یې لاس تړلي د پنجاب جیلونو ته وړل.
اوس چې پښتانه رابیداره شوي، یو شوي، لوی اهداف په لاس راوړلی شي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو راتلونکي نسلونه په امن کولای شي چې د پنجاب له ظلم خلاص وي او پنجاب په پاکستاني ریاست کې خپل حق ورکړي.
د کوزو پښتنو یو بل مشکل په تېرو کلونو کې دا و چې مشران یې دلالان و او د پښتنو پرسر یې تل سوداګري کړې او هیڅ ډول باندې یې د پښتنو د حقونو لپاره کار نه دی کړی، اوس همدا ولسي حرکت کولای شي چې له پنجاب یا حق واخلي او یا ترې ځان جلا کړي.
د پښتنو دا ولسي حرکت کولای شي په افغانستان کې باندې هم ښه اغیز ولري، ځکه پنجاب د همدې پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ مرکزونه جوړ کړي او بیا یې د ترهګرۍ په تور باندې همدا پښتانه بیرته وژلي او کړولي دي.
کله چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د ترهګرۍ مرکزونه له منځه لاړل، دا کار خود به خوده د پښتنو په سیمو او افغانستان اغیز لري او کولای شي چې په امن ژوند وکړي.
نو پښتانه چې اوس راويښ شوي دي، نباید بیرته ویده شي، د پښتنو لپاره دا یو ښه فرصت دی چې له یووالي ګټه پورته کړي او هغه څه لاس ته راوړي چې کلونه یې ارمان کړی او هدفونو ته رسیدل ورته یو خوب او خیال و، اوس دا خوب په رښتیا بدلیدونکی دی، خو که پښتانه بیا د ای ایس ای په دسیسه و نه پاشل شي.