یعقوب که په یوسف پسې شو ړوند عجیبه نه ده
خبرې د هغو کړه چې ولس پسې ړندېږي
د پښتو ادب د غزل ستوری استاد پسرلی له فاني نړۍ سترګې پټې کړې خو یاد به یې تل زموږ په زړونو کې زرغون وي. استاد پسرلی یوازې شاعر نه و او نه یې د یو شاعر په توګه پېژنو بلکې استاد ناول لیکونکی ، کیسه لیکونکی ، طنز لیکونکی، کره کتونکی، لوی بشردوست ،افغان دوست او په وطن میین انسان و،چې د ادب په هره برخه کې یې په ډېر اثار وپنځول او خپل اثار یې د انسانیت او انسان دوستۍ په رنګونو ورنګول.
استاد پسرلي د پښتو ادب د غزل ستوری و، په پښتو غزل یې له فکري اړخه بډایه کړ، د یوې فکري او فلسفي شاعر په تو ګه یې پښتو غزل د هنر په ژبه د شعریت معراج ته ورسول او په پښتو ادب کې د غزل ستوري لقب وګاټه. د استاد په غزلونو کې ټول ادبي صنایع ، شعري نزاکتونه او نازک خیالي ترسترګو کېږي.
استاد پسرلی د استبداد پر وړاندې سرزوری او په انساني استقلالیت باورمند و.
خیر دی که تن ویلي شي واړه لکه شمعه
ټیټه مې دې چا ته نه شي غاړه لکه شمعه
په مینه کې چې وکړي اودس په خپلو اوښکو
لمونځ یې ادا کېږي په ولاړه لکه شمعه
استاد پسرلي فکري او فلسفي شاعر و، استاد فکر او فلسفه د شعریت په رنګ ورنګوله:
مرګ مو انجام نه دی څه به نور تر عدم وړاندې وي
ښایي د ژوندون اوبه تيارو ځينې هم وړاندې وي
راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي مازدیګر بیرته وړم
پاسني بیتونه د مرګ او ژوند فلسفه بیانوي د هغه څه تصویر راکوي او د فاني نړۍ ژوند د ابدي ژوند بقا ده.
ېږدئ چې حسرت د سرو لبانو يوسم خاورو ته
څاڅکى يم د ميو او له جامه راولېدلى يم
استاد د میني شاعر و، مینه یې په خپلو شعرونو کې پاللې او همدغه مینه وه چې د ده شاعري او په خاصه توګه غزل یې په زړونو حاکم شو دا ځکه چې الله ج زړونه د الفت په تارونو تړلي او استاد دغه ارزښت ته پام و چې مینه د انساني ژوندانه د پايښت وسیله ده.
اه خدایه!
بېلتون یې د زغم وړ نه دی.
ته مو مل شې خدایه!
موږ ته زغم
او بابا ته مو فردوس جنت ورکړه.
خلکو ټيتول د زړو سرونه زور او زرو ته
ما له ابتدا نه د ښکلا لمن نيولې وه
مينه مې شايد چې موميايي کړي د فرعون غوندې
لاندې يې د سترګو د اهرامه راولېدلى یم
د استاد مړیني ډېر زړونه ودردول او ډېرې سترګې یې نمجنې کړې.استاد پسرلی لاړ،خو پسرلی هیڅ کله نه مري بلکې له یوه رنګه بل رنګ ته اوړي. استاد ډیرڅه په میراث پریښودل یوه لویه فرهنګي کورنۍ، استاد داسې میراث پرېښود چې نه یوازې کورنۍ اوافغانان به ورباندې ویاړي،بلکې د نړۍ د فرهنګ لویه برخه به هم ورباندې وویاړي. اروا دې ښاده وي
پاکیزه ارزو