استاد احمل ښکلی

(د پښتو اشتقاق او ترکيب تاريخ) د نامتو ختيځپوه جيمز ډارمسټټر ليکنه ده، چې د نورو ختيځپوهانو له ليکنو سره يوځاى په يوه کتاب کې پر ١٩٧٧ز کال د استاد عبدالحى حبيبي په څارنه روان فرهادي په دري ژباړلې ده.

دا ليکنه په ټوله کې پر دوو برخو ويشلې ده، يوه برخه يې اشتقاق دى او بله ترکيب؛ خو د ترکيب برخه يې تر اشتقاقه ډېره وړه ده. د اشتقاق(بېلنګ) برخه يې بيا په دوو برخو ويشل شوې، چې روستاړي او مختاړي پکې دي. په روستاړو کې لومړى پر مړو روستاړو بيا پر ژوندىو خبرې شوې دي. په ژونديو کې پر اسمي او صفتي سربېره تصغيري روستاړو خبرې دي او د مختاړو لويه برخه په فعلي اشتقاقونو کې وړاندې شوې ده. وروستۍ برخه يې بيا ترکيب دى.

د جوړښت له مخې کلمې درې ډوله دي. ساده، اشتقاقي او ترکيبي. ساده هغه دي، چې يواځې له ريښې/ولۍ جوړې وي، لکه مېز، ور او….اشتقاقي هغه دي، چې له يوه خپلواک او يو يا څو ناخپلواکو مورفيمونو نه جوړې وي او په ىوې نوې بڼه او نوې مانا ورسره نوى چلند وشي، مثلا: ليک+وال= ليکوال، چې (ليکوال) له نوې بڼې او مانا سره درېيمه کلمه ده، چې له هغو دوو مورفيمونو جوړه شوې ده. ترکيبي کلمې هغه دي، چې له دوو يا څو خپلواکو مورفيمونو جوړې وي، لکه پيشو+پړانګ= پيشپړانګ، چې له نوې بڼې او مانا سره درېيمه کلمه ده، چې له لومړيو دواړو کلمو سره توپير لري.

د جيمز ډارمسټټر دا ليکنه کمالونه او نيمګړتياوې دواړه لري.

لومړى کمال يې دا دى، چې هغه وخت چې لا چا اشتقاق او روستاړي سم نه پېژندل، ده پرې دومره پخه او منظمه ليکنه کړې، چې سړى يې شننې او استدلال ته ګوته پر غاښ شي.

دويم کمال يې دا دى، چې د جيمز ډارمسټټر دا ليکنه د پښتو د اشتقاق او ترکيب د لړ په لومړيو ليکنو کې راځي او همدې ليکنې وروسته د پښتو اشتقاق، ترکيب، روستاړي او مختاړي په اړه څېړنو ته لار هواره کړه او نورو څېړونکو هم د همده پل واخيست. ګومان کوم، چې دې اثر د استاد صديق الله رښتين اثر( پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه) غوندې پياوړي اثر ته لار پرانيسته. د استاد رښتين اثر تر دې ليکنې ډېر مفصل او بشپړ دى، خو جرړې يې ښايي په همدې مقاله کې نښتي او د استدلال او شننې بڼه به يې له همدې ليکنې راوتې ده.

درېيم کمال يې دا دى، چې دې اثر موږ ته د پښتو روستاړو او مختاړو په اړه يو منظم فکر راکړ او دا کار د دې ليکنې تر ټولو لويه ښېګڼه ده. تر دې ليکنې مخکې موږ ډېرې اشتقاقي کلمې ساده ګڼلې، خو دې ليکنه راوښوده، چې که څوک پښتو ژبه يا ګرامر لولي، نو هرې کلمې ته دې د ساده کلمې په سترګه نه ګوري. مثلا: مخکې راته (ژوند، ژرنده، چېرته، بېرته او…) ساده کلمې ښکارېدې، خو د جيمز ډارمسټټر په اند، چې ژوند او ژرنده کې (ژو) او (ژر) کلمې او (اند/انده) روستاړي دي. همداسې په (چېرته) او (بېرته) کې (چېرې) او (بې) کلمې او (رته) روستاړى دى. (د بېرته) په اړه ډېر ښه استدلال کوي، چې دا اصلا(بياته) يعنې (باز پس) و، چې وروسته د (چېرته) په پېښو په (بيرته) اوښتى. موږ په کلاسيکه شاعرۍ کې (بېرته) د (بيارته) په بڼه هم وينو، چې د جيمز ډارمسټټر خبره رښتيا ثابتوي.

څلورم کمال يې دا دى، چې دا ليکنه موږ د پښتو اشتقاقونو او روستاړو او مختاړو په اړه نقد ته هڅوي او په کلمو کې د غوراوي وړتيا راکوي. مثلا: موږ واىو، چې د (ښېګړې) پرځاى په افغانستان کې دود (ښېګڼه) ځکه سمه ده، چې اصلا يو څوک يو څيز ښه ګڼي او کوي يې؛ نو په پېښور کې کارېدونکې (ښېګړه او بدګړه) سمه نه ده، خو جيمز ډارمسټټر راته وايي، چې (ګر، ګره/ګړ/ګړه) د روستاړو په توګه په پښتو کې دود دي، لکه( شولګره، لوګر)، همداسې له (ښه) او (ګړه) نه (ښېګه) جوړه شوې ده.

پر دې کمالونو سربېره يې ځينې نيمګړتياوې هم دي. د ليکنې نوم ( دپښتو اشتقاق او ترکيب تاريخ) دى، خو د پيل پر يو څو مړو روستاړو سربېره پکې وروسته د تاريخ توکى چېرته خال خال راښکاره شوي. مطلب له هغو څو روستاړو پرته، چې په اوستا کې وو او اوس په پښتو کې نشته، بيا د پښتو روستاړاو او مختاړو پر تاريخي سير څه نه وينو.

بله نيمګړتيا يې دا ده، چې په ټوله ليکنه کې يې هڅه کړې، چې پښتو او درې دواړه داسې خويندې ژبې ثابتې کړي، چې له يوې اوستايي موره زېږېدلې دي، خو پخپله د ده بېلګې هم له ده سره همغږې نه دي او هر ځاى کې داسې ښکاري، چې اوستا ته دري تر پښتو ډېره ورنېژدې وي او کله خو پښتو د اوستا خور او ورسره موازي ښکاري.

په يو نيم ځاى کې په روستاړو کې هم تېر وتى دى. مثلا: د (دباندې او دننه) په ټس کې په (دلاندې، د وروستيو او د وړاندې) کې هم (د) مختاړى ګڼي. همداسې د (وزګوړي، چرګوړي او بچوړي) په مغالطه کې په (نوموړي) کې هم ورته (اوړى/uray) روستاړى ښکاري. (نوموړى) ترکيبي کلمه ده، چې له (نوم) او (وړي) نه جوړه ده او د (نام برده) کټ مټ ترجمه ده، چې په تاريخ مرصع کې يې هم ځاى ځاى وينو؛ نو دلته (وړى) د تصغير روستاړى نه، بلکې خپلواک مورفيم دى. په (نغوږل) مړ فعل کې هم (ن) مختاړى بولي، ځکه چې اصل فعل (غوږل) دي، يعنې د غوږ نيولو مانا لري، خو د فعل په بڼه يې دا خبره ډېره دقىقه نه ده، ځکه چې له (نه، به، هم خو او کمزورو ضميرونو) سره يې په مطلقه بڼه کې له پاتې جز نه (ن) نه بېلېږي؛ نو مختاړى نه معلومېږي، لکه:

و خو به يې نه نغوږم.

ښه خبره دا ده، چې د دې ليکنې ځينې برخې راواخلو:

  • مړه روستاړي:
  1. a: غل، چې په اوستا کې gada دى.
  2. an: اته، چې په اوستا کې astan دى.
  3. ta: مړ، چې په اوستا کې mar-ta دى.
  4. tar: پلار، چې په اوستا کې patar دى.(١: ١٦٢)
  • ژوندي روستاړي او مختاړي:
  1. ay: غل+ى= غلى، پرون+ى= پرونى، بر+ى= برى، تريخ+ى= تريخى.
  2. Tun، un: تړ+ون=تړون، بېل+تون=بېلتون، لمس+ون=لمسون. (تون) موږ د يوه خپلواک مورفيم يا ساده کلمې په توګه پېژنو او له دې نه جوړې کلمې ترکيبي بولو، لکه: (پوهنتون، روغتون او…)، ځکه چې (تون) په پخوانۍ شاعرۍ کې د (ځاى) په مانا راغلى دى. د شېخ اسعد سوري د مشهورې ويرنۍ بوللـې يوه مسره ده

په جنت کې دې وه تون زموږ واکمنه

هم پر تا دې وي ډېر لور د غفار

(٤: ٤٨)

خو پر دغو نويو جوړو شويو کلمو سربېره په ډېرو کلمو کې د روستاړي کار ترسره کوي.

  1. تيا: اړ+تيا= اړتيا، پلار+تيا=پلارتيا، رښ+تيا=رښتيا، تنګس+يا=تنګسيا. (تنګسيا) ځکه (تنګستيا) نه ده او ځکه د (تيا) (ت) پرېوتې، چې د څلورو(ګ،س، ت، ى) سر په سر بېواکغږونو تلفظ سخت دى، نو د اسانۍ لپاره (تنګسيا) شوى. په (مېلمستيا) کې بيا (س) د تلفظ د اسانۍ لپاره ورننوتى دى.
  2. :āغل+ ā=غلا، زلمى+ ā= زلما، ښکلى+ ā=ښکلا، ځل+ ā= ځلا، زرغ+ ā=زرغا، مس+ ā=مسا. شېخ اسعد سوري وايي:

نه هغه زرغا د غرونو د بېديا ده

نه د زرکو په مسا دى کټهار

(٤: ٥٠مخ)

دا روستاړى مجرد صفتونه جوړوي او جمع يې په (اوى) او (ګانې) کېږي. دا هم په هغو روستاړو کې و، چې د ډېرو خلکو ورپام نه و.

  1. And, anda: ژو+ند، تال+نده=تالنده، ژر+نده=ژرنده. په (ژوند) کې (ژو) د کلمې ريښه ده او د (وي) په روستاړي ترې د حىواناتو لپاره د (ژوي) کلمه هم جوړه شوې ده. اوس مړه ده، خو په کلاسيکه شاعرۍ کې ډېره تر سترګو کېږي. خوشال وايي:

نېکخواه دې ژوه، بدخواه دې ومره

زه بر له تا خورم، ته بر له عمره

همداسې د (تالندې) له تنا نه (تالنده) او د (ژرندې) د پل له ژر نه (ژرنده) جوړه شوې ده.

  1. ګړى، ګرى: ژرند+ګړى= ژرندګړى، منځ+ګړى=منځګړى، دم+ګرى+دمګرى، وار+ګړى= وارګړى، اشر+ګړى= اشر ګړى، چې پر دې سربېره ترې مونث نومونه هم جوړېږي: شول+ګره=شولګره، چې په پښتو کې شاليزار ته وايي. همداسې: ښې+ګړه+ښېګړه، بد+ګړه=بدګړه. له دې ځايه ويلاى شو، چې په پښتونخوا کې د (ښېګڼې) او (بدګړې) دا بڼې(ښېګړه) او (بدګړه) هم سمې دي
  2. ور(or): تر+ور=ترور، چې د (تره) له کلمې جوړه ده او د تره يا پلار خور ته وايي. همداسې: نږ+ور=نږور او ند+ور=ندور. د ندور په اړه وايي، چې (نند) هندي کلمه ده، چې د مېړه خور ته وايي او په پښتو کې د (ندور) په بڼه کارېږي.
  3. ay، lay، alay: سېر(چې ليکوال يې شير يا د شيدو بله بڼه بولي)+لى=سېرلى. ښاغل(اوس دا فعل مړ دى، خو پخوا دود و او د ملګري کېدو په مانا کارېده)+ ى=ښاغلى، چې د(ډېر ښکلي) مانا لري او مفعولي صفت دى. همداسې له (سترګه) د (ګه) روستاړى پرېوتى او (ګ) په (غ) اوښتى، چې سترغ+لى=سترغلى ترې جوړ شوى دى. همداسې روه+ي+لى=روهيلى.
  4. ن، لن: چې د سپکاوي صفتونه ترې جوړېږي، لکه: پم+ن=پمن، سپږ+ن+سپږن، خېر+ن+خېرن، لېچ+ن=لېچن. پر دې سربېره ترې نور نومونه هم جوړېږي: شګ+لن=شګلن، خوږ+لن= خوږلن، مالګ+ين=مالګين، رېښت+ين=رېښتين.
  5. ay: غو+يى=غويى، خور+يى+خوريى، مر+يى=مريى. (مريى) هغه چې مرۍ يې خپل بادار ته ټيټه وي.

ليکوال پر دې سربېره په پښتو کې دود د ترکي، دري او هندي ژبې ځينې روستاړي هم رااخىستي، چې په پښتو کې دود دي:

  1. چي(ترکي): نندار+چي=نندارچي، جار+چي=جارچي، ډول+چي=ډولچي، ډنډور+چي=ډندورچي، سموار+چي=سموارچي.
  2. يا(هندي): جل+يا=جليا، چې د سوځېدو په مانا دى، لګ+يا=لګيا.
  3. ان(هندي): په هندي کې مذکر کسبي صفتونه مونث کوي او ليکوال وايي، چې د پښتونخوا په پښتو کې هم دود دي، خو دا خبره ډېره دقيقه نه ده. ليکوال له (موچي) نه د (موچن) بېلګه ورکړې. پښتو د دغو صفتونو جوړولو ته د (ڼه/ڼۍ) خپل بېل روستاړي لري، لکه موچ+ڼه=موچڼه، نايي=ڼه=نايڼه، حاج+ڼه=حاجڼه يا حج+ڼۍ=حجاڼۍ.
  4. وال: دا روستاړى څېړونکى د هندي د (والا) پښتو شوې بڼه بولي، چې په پکتياوال، کامه وال او نور کې يې وينو.
  5. ي(دري): چې په پښتو کې پرې ډېرې کلمې جوړېږي، لکه: بنسټي.

بل بحث يې په تصغيري روستاړو دى، چې يو څو مهم هغه به يې دلته راواخلو. تراوسه مو په پښتو کې ګوتشمېر تصغيري روستاړي پېژندل، خو دې ليکنې راته وښوده، چې په پښتو کې د تصغير نور روستاړي هم شته دي:

  1. اک: زوى+اک=زويک، چرګ+اک=چرګک، مږ+اک=مږک، توپ+توپک. له (توپک) نه يې ښکاري، چې دا د (توپ) تصغير دى؛ نو د (ټوپک) په بڼه يې ليکل سم نه دي او پکار ده، چې په (توپک) وليکل شي.
  2. ونکى، ګى، کى، ګه: شپون+ونکى=شپونکى، زړ+ګى=زړګى، کټ+کى=کټکى، کم+کى=کمکى، خول+ګۍ=خولګۍ. ستر+ګه=سترګه.
  3. وړى، ورى، ړى: مږک+ورى=مږکورى، کک+وړى=ککوړى، خس+ړى=خسړى، چې بله بڼه يې خس+ڼى=خسڼى دى. په همدې ځاى کې ترې دا تېروتنه شوې، چې (نوموړى) هم اشتقاقي کلمه بولي او (wəṛay) يې (uəṛay) ګڼلى دى.
  4. ګوړى، ګړى: وز+ګوړى=وزګوړى، پيشو+ن+ګړى=پيشونګړى، بچو+ن+ګړى=بچونګړى.
  5. و(o): د دې تصغيري روستاړي په اړه لا موږ ته معلومات نه وو. دا د ده برکت دى، چې دا يې هم راوپېژنده: درخانۍ=درخو، بختوره=بختو او همداسې خالو.
  6. ته: چې د ځاى نومونه واړه کوي، لکه: دل(چې اصل دلې دى، خو په اشتقاق کې يې وروستى خپلواکغږ پرېښى)+ته=دلته، هل+ته=هلته، چېر+ته=چېرته، پور+ته=پورته، ښک+ته=ښکته.

په دې پسې يې بل بحث د مختاړو په اړه دى او هغه اشتقاقونه راټول شوي دي، چې په پښتوکې د مختاړو په نښلولو جوړېږي. په پښتوکې روستاړي په سوونه دي، خو مختاړي ګوتشمېر دي او هغه هم زياتره د فعل په بحث کې راځي. جيمز ډارمسټټر د مختاړو په ملتيا په رامنځته شويو اشتقاقونو کې هم زياته برخه اشتقاقي فعلونو ته ځانګړې کړې ده.

څېړونکي دا صرفي مختاړي پر دوو برخو ويشلي، يو هغه چې له ولۍ بېلېږي، بل هغه چې نه بېلېږي، خو دا دقيق وېش نه دى، ځکه چې کوم مختاړى چې له فعله نه بېلېږي، هغه مختاړى نه دى، بلکې د فعل د ولۍ برخه ده. بېلېدونکو مختاړو ته- چې جيمز ډارمسټټر پرې په خوند خوند خبرې کړې- استاد مجاور احمد زيار مخکړ وايي او روستاړي يې نه بولي؛ لکه په (کېناست) کې (کې) مختاړى نه، بلکې مخکړ دى او (ناست) د فعل ولۍ ده. همداسې ” لکه: کښې وتل کې کښې او پرې په پرېوتل او پرېولل يا پرېمنځل کې.(٣ :١٥٠)

  1. ا: ا+ستول=استول، ا+چول=اچول، ا+خىستل=اخىستل، ا+وښتل. څېړونکى وايي، چې دلته (ا) د دري د (فر) انډول دى، چې د بر يا مخکې مانا لري او (استول) کې د بر لېږلو مانا نغښتې ده، ځکه يې نو د دري د (فر+ستادن) انډول بللاى شو.
  2. ال: ال+وتل=الوتل، چې د پاس وتلو مانا لري. له (وتل) فعل نه د داسې بېلابېلو فعلي مختاړو په مرسته په نوې بڼه او مانا نوي فعلي اشتقاقونه جوړېږي، لکه: پورې وتل، لاندې وتل، پرېوتل.
  3. بو: بو+تلل=بوتلل، چې په حال کې يې (بو) د څېړونکي په وينا مختاړى او (ځ) ريښه ده، چې په ګډه يې اشتقاقي فعل جوړ کړى، چې په مطلقه بڼه کې ترې (بو) بېلېږي، لکه: بو به يې نه ځي.
  4. پرې: پرې+وتل=پرېوتل، پرې+وينځل، پرې+ايستل=پرې ايستل، پرې+ولل=پرېولل، پرې+ښول=پرېښول. د مختاړي په توګه د (پرې) يوه بله بڼه(پرا) هم په يو نيم فعل لکه پرا+نېستل=پرانيستل کې دود ده.
  5. جار: دا مختاړى اوس مړ دى، خو په کلاسيکه شاعرۍ کې يې بېلګې شته دي او له (وتل) او (ايستل) فعل سره يوځاى نوي فعلونه جوړوي او د (بېرته) مانا لري. لکه: جار+وتل=جاروتل، چې د راګرځېدو مانا لري. رحمان بابا وايي:

تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي

نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بيا

(٢: ٨)

او جار+ايستل=جار ايستل د راګرځولو مانا رسوي.

  1. بيا: بيا+موندل=بياموندل، چې د بازىافتن مانا لري.
  2. د: د+باندې=دباندې، د+ننه=دننه، خو په (دلاندې) او (د وروسته) کې ورته روستاړي نه شو ويلاى.
  3. پا: پا+څېدل=پاڅېدل، چې څېړونکي يې د پاس+کېدل مشتق ګڼي، چې سمه نه ده، ځکه چې که (س) د (پا) برخه واى، نو بايد په مطلقه بڼه کې ترې جداى شوې نه واى، لکه پابه نه څېږم.
  4. کې: کې+ناست=کېناستل، کې+وتل=کېوتل، کې+ايستل=کېيستل، چې د کوزولو مانا لري.
  5. ننه: ننه+وتل=ننوتل، ننه+ايستل=ننه ايستل.
  6. پورې: پورې+وتل=پورې وتل، پورې+اىستل=پورې ايستل.
  • وروستى بحث يې پر پښتو ترکيبونو دى، خو دا ډېر محدود دى او په څو برخو يې ويشلې:
  1. خوا په خوا: څه+رنګ، څرنګه او څنګه، څه+هومره=څومره، چې (ه) يې د تلفظ له امله پرېوتې ده.
  2. جوړه جوړه: خبرې+اترې=خبرې اترې، راشه درشه، ناسته ولاړه، روغه جوړه، مرګ ژوبله، ګټه وټه، بوره بدنامه، توره بوره، ړنګ بنګ، دړې وړې، سپک سپاند، چينګ وينګ، اړنګ دوړنګ، لاندې باندې، دومره دومره، ټيټ و پاس، روغ رنځور، ورانې ورکې، شرنګ شرونګ، جک جوړ، ځوانه جانه.
  3. فاعلي يا مفعولي: ملا+تړ=ملاتړ، څڅ+وبى=څڅوبى.

ماخذونه:

  1. ډارمسټټر، جيمز. ١٩٧٧. تاريخ اشتقاق و ترکيب. د روان فرهادي ژباړه. کابل: د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى.
  2. رحمان بابا. ١٣٢٦. ديوان. د عبدالرووف بېنوا په زيار. کابل: پښتو ټولنه.
  3. زيار، مجاور احمد. ١٣٨٤. پښتو پښويه(ګرامر). پېښور: د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه.
  4. هوتک، محمد. ١٣٣٩. پټه خزانه(دويم چاپ). کابل: د پوهنې وزارت د دارالتاليف رياست.
  5. ——————————————-
  6. په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

    د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه ، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل

3 thoughts on “د پښتو اشتقاق او ترکيب تاريخ / اجمل ښکلى”
  1. پوه نه شوم چې ستا هدف له اشتقاق او ترکيب څخه څه دى؟ په لومړي سر کې د عربې ژبې ځينې کلمې ځان ته ترکب لري، انګريزي ځا ن ته او په تيره بيا کلاسيک او کلاسيفيکشن خو لا بله معادله ده
    د ګرامر له مخې خو ډيرې برخې نيمګړي دي يو پيچلې ګډ او مخلوط بحث دي چې نه سر لري او نه بر
    که د صرف او نحوې چلو صاف پسې راواخلو نو باور وکړه چې دومره عبارتونه ېې د صيغې، مصدر، عبارت او د جملو د جوړښت پر بنسټ ګډوډي چې ته به هم وواېې چې افرين دهقا نه خولې وباسه له ځانه زه دا درسره منم چې ماخذ لري خو هغه خلک د همغه وخت پر بنا وه
    نو هيله کوم چې خفه نشې بيادې هم کورودان چې د ژبې په هکله دې دغه معلومات راټول کړي داهم يو مثبت حرکت دي چې د ټولنې لپاره غنيمت ګڼل کيږي

  2. عنوان دى؟
    دپښتو اشتقاق او ترکيب تاريخ دلته زه په اشتقاق او ترکيب اړيکو پوه نه شوم
    ځکه چې د اشتقاق او ترکيب دواړه عربي کلمې دي او په ځانګړې توګه په ګرامري لحاظ ځانته ځاى لري
    راځي چې لومړي پر دې پوه شو.

  3. د دارمستېتر په ژباړه کې ښاغلي اشرف غني او ما له فرهادي سره په ژباړه کې سمه برخه اخېستې ده .په خپله سريزه کې يې بيا يوازې له ما مننه کړې. که ښاغلي اجمل ښکلي پښتو وييپوهنه (لېکزيکولوجي) او آرپوهنه(اېتېمولوجي) سره گډ کړي، دغو نورو دوستانوبيا پښويه(گرامر) اووييپوهنه سره اخښلي دي. ېبلنگ(اشتقاق) او تړنگ(ترکيب)د نوې ژبپوهنې له مخې په وييپوهنه اړه پيداکړې،
    په مورفولوجۍ(صرف)کې د اوړون(گردان) نومونه کارول کېږي (د پوره پوهاوي لپاره: زيار۱، چاپ۱۳۶۰او ۲چاپ وييپوهنه اووييرغاونه۱۳۹۳)
    ستاسې د ټولو زيار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *