لومړۍ برخه  (د دې لیکنې پي ډي ایف بڼه)

یادونه: دا مقاله د تېر مېلادي کال(۲۰۱۸م) د اګسټ په ۸-۶ ، پېښور- باړه ګلۍ، (د پښتو ژبي د پرمختګ لاري)، درې ورځني سیمینار کښي لوستل سوې ده.

ژبه د ږغونو او لیکلو نخښو – سېمبولونو یو منظم قراردادي سیستم دی چي د یوې ټولنې د غړو له خوا د نظریاتو، افکارو، فهمونو ،فردي او ټولیزو  اړتیاوو د حل په موخه د پوهولو او راپوهولو لپاره کاریږي.د ژبي علمي څېړني او پلټني ته ژبپوهنه وايي. ژبي دکورنیو له پلوه ډلبندي کیږي، هغه ژبي چي ګډه ژبنۍ ریښه او ځانګړني ولري د یوې کورنۍ څخه شمېرل کیږي. د ژبکورنیو او ژبڅانګو د خپلوۍ یو دلیل هم دا وي چي په خپلو کښې ژورې ژبنۍ- فونولوژیکي، مورفولوژیکي او سینټکسي اړیکي لري. د آریاني ژبو (Aryanic Languages) په ډلبندۍ کښي پښتو د نوي ختیځي

شريف الله دوست

ژبي او اوستا ژبه د لرغوني ختیځي ژبي په توګه دا چي په یوه تاریخي جغرافیه کښي سره اوسېدلي دي ځانګړي فونولوژیکي اړیکي لري.د يوې ژبي د فونیمونو ټولګه یوازې د ږغونو میخانیکي اوډنه هم  نه وي بلکي فونیمونه د یوې ژبي د بنسټیزو ږغیزو واحدونو په توګه یو له بله سره مشخصې اړیکي لري او په ځانګړو ږغیزو- ژبنيو پیوندونو سره تړل سوي وي. په دې معنا چي یو له بله سره د جوړښت او رغښت له پلوه نظم او قانونیت لري ځکه نو د ژبي په ږغیز جوړښت کښي د فونیمونو تر منځ نظم او قانونیت د ژبي د ږغیزي بڼې سیسټم جوړوي. لکه مخکښي چي وویل سوه، په پورتنۍ ګډه کورنۍ کښي پښتو او اوستا د آریاني ختیځو ژبو په ډول تر نورو زیات یو له بله سره فونولوژیکي (phonologic) اړیکي لري. دا چي فونیم د یوې ژبي بنسټ جوړوي پر دې اساس په دې لیکنه کښي د پښتو او اوستايي ژبو فونولوژیکي اړیکي او مشترکات تر څېړنې لاندې نیول سوي دي. تر اوسه په علمي او عملي ډول د پښتو او اوستا ژبو ځانګړې پرتلنه نه ده سوې، یواځي يې پوهانو د سته اړیکو اړوند لنډې یادوني او څه ناڅه څرګندوني تر سره سوي دي. بل دا چي په دې لیکنه کښي د پښتو ژبي د څلور متروک فونیمونه ( په دوهمه برخه کښي) چي تر دا مهاله ورته پام نه و سوی  هم محسوس سوي او وړاندیز سوي دي او په نورو همزولو ژبو کښي یې هم مثالونه راوړل سوي دي. په ټولیز ډول دمګړی په پښتو او اوستا ژبو کښي پنځه ډوله فونولوژیکي اړیکي (واولونه،کانسونینټونه، سیمې واولونه، دیفتانګونه او کلسټرونو)  تر څېړني لاندي نیول سوي دي.

د اوستا لنډه پېژندنه

اوِستا په تاریخي متونو کښي په بېلابېلو نومونو اوستا، اوستاک، ایستا، وستا او استا یاده سوې ده. د ویدا  vedaله مورفیم څخه د a د مختاړي په زیاتېدو سره چي d په st بدلون مومي جوړه سوې ده یعني د veda – sta a+ve  څخه جوړه سوې.() دا د زرتشتیانو مقدس کتاب دی چي په پنځو برخو کښي د تاریخ په اوږدو کښي تر موږه رارسېدلی دی. د څېړنو له مخي  له مېلاده ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله پخوا لیکل سوی کتاب دی. اوستا د آریانا یوه زړه ژبه ده چي د پښتو ژبي سره خورا ډېر فونولوژیکي، مورفولوژیکي او سنټیکسي اړیکي لري تر دې چي دا نژدېوالی د سړي سره دا فکر پیدا کوي چي هسي نه چي اوستا د پښتو ژبي لرغونې بڼه وي، دا اوس یوه خوشباوري تلقي کیږي خو ژوري علمي – ژبپوهنیزي څېړني به واقعیتونه او حقیقتونه ځرګند کړي. تر څو دې پوښتني ته ځواب پیدا سي چي د اوستا ژبي ویونکي څوک او څه سول، که اوستا د لرغوني آریانا ژبه وه په کوم قوم پوري یې اړه لرل، بیا هم دا قوم څنګه یو دم ورک سو! ایا اوستا رښتیا هم د ساسانیانو په وختونو کښي په لیکلې بڼه را ښکاره سوه که یې مخکي هم اثار درلودل او… نوري پوښتني. همدا ډول پښتو د سانسکریټ ژبي سره هم ټینګي فونولوژیکي او مورفولوژیکي اړېکي لري.

یسنا، ویسپرد، وندیداد، یشتونه، وړه اوستا يې برخې دي. په کومه ژبه چي اوستايي متون لیکل سوي اوستايي لیک(دین دبیره یا دیني خط) ورته وايي. ویل کیږي چي اوستايي لیک د ساسانیانو په وختونو یعنې درېمي مېلادي پېړۍ را په دې خوا ابداع سوی  چي لا نورو څېړنو ته اړتیا لري. اوستایي خط د خپل وخت او اوس هم د نړۍ له غوره او مناسبو خطونو له ډلې څخه شمېرل کيږي. اوستايي لیک د آرامي- پهلوي لیک پر اساس وضع سوی دی او له ښي څخه کیڼ خواته لیکل کیږي. اوستايي حروف د لیکلو پر وخت د یو بل سره نه مښلي او یوازې (hp=P zd=H, šč=@, ša=#, št=!) په مرکب ډول په اوستايي متونو کښي لیدل کیږي او نور د لاتین تورو په څېر جلا جلا لیکل کیږي. اوستايي لیک (۴۹) فونیمونه او ګرافیمونه لري  چي (ل = \) فونیم  او ګرافیم يې مستعار دی ځکه په اوستايي ژبه کښي (ل) نسته. له دې ۴۸ فونیمونو څخه (۱۴) يې واولونه او (۳۵) يې کانسونینټونه دي.() خو مسعودي په خپل کتاب “التنبیه ولاشراف ” چي په ۳۴۵هجری کلونو کښي لیکل سوی  د اوستايي ژبي فونیمیکه الفباء (۶۰) حروفه یادکړي دي.

د فونیم تعریف:

پوهاند الهام فونیم د ژبي د ږغیز سیسټم کوچنی نه تجزیه کيدونکی خپلواک ځینځیري واحد بللی چي په بلقوه توګه د معنا سره اړیکي لري او دمعنا لرونکو واحدونو ږغیزه بڼه جوړوي او دوی یو له بله سره بېلوي.

دا چي فونیم مستقله معنا نه لري دا په دې مفهوم نه ده چي فونیم د معنا سره اړیکه نه لري بلکي دا اړیکه حتی په کلمه کښي د آواز موجودیت دی چي د یوې کلمې ږغیزه بڼه يې جوړه کړې ده. په دې اساس ږغیزه بڼه د معنا سره تړلې ده نو فونیم یو معنا لرونکی ژبنی واحد او حتی په خپله ژبه بې له ږغیزې بڼې آصلاً ستون نه لري.()

د ژبي بنسټ هغه ږغونه دي چي له خولې څخه راوځي کله چي دا ږغونه سره یوځای سي یوه کلمه ورڅخه جوړیږي. د ږغونو د څرګندولو لپاره ځیني نخښې او فونمیکي سمبولونه وضع سوي دي چي توري یا ګرافیم بلل کیږي. بل دا چي هره ژبه ځانته ځانګړي ږغونه لري چي ځینې ږغونه بیا د بعضو ژبو سره ګډ وي دا ږغونه د مقایسوي فونولوژی له مخۍ د دوی نژدېوالی سره پرتله کوي.() په پښتو ژبه کښي څلور ریتروفلیکس یا مغزي ږغونه سته چي درانه ادا کیږي او د ویلو پر وخت يې ژبه کړۍ کیږي چي د هندي ژبو سره هم ګډ دي. لکه: ( ټ، ډ، ړ، ڼ ) همداسې د پښتو ژبي څلور نور داسې ږغونه هم سته چي له پامیري ژبو او ځینې آریايي ژبو سره ګډ دي. لکه: (څ، ځ، ږ، ښ)، د پورتنیو فونیمونو په دواړو خواوو کښي  پښتو او اوستا یو له بل سره ګډ فونیمونه لري چي لاندې په تفصیل سره ښوول کیږي.()

په لاندي جدول کښي د پښتو او اوستايي ژبو فونیمکي الفباء ښوول کیږي، وروسته يې مشترک فونیمونه تر څېړنې لاندې نیسو:

د پښتو او اوستايي ژبي مشترک فونیمونه

په ټوله کښي د پښتو او اوستا څلور څلوېښت ۴۴ فونیمیونه سره مشترک دي چي دې کښي ۹ نهه واولونه او ۳۵ کانسونینټونه دي:

واولونه

پښتو واولونه

واول هغه اواز ته وايي چي د وینګ او تلفظ په وخت کښي هوايي بندیز نه رامنځ ته کیږي پوهانو په پښتو ژبه کښي نهه واولونه ښوولي کله چي سړی د اوستا واولونه تر نظر تېر کړي داسي محسوسیږي چي پښتو هم د اوستا په څېر واولونه لري خو دا خبره اوس له وخته مخکي ده، نوي څېړني به یې وښيي. لکه:

د اوستا واولونه

جکسون آمریکايي ختیځ پوه لیکي چي د اوستا واولونه یو ډول دی او په ټولیزه توګه پر اوږدو او لنډو واولونه باندې وېشل سوي دي چي دپښتو ژبي اساس هم همداسي دی. لکه:

الف: داوستا لنډ واولونه(۶) دي

دمګړی په پښتو ژبه کښي ټول نهه او اوستايي ژبه ټول څوارلس واولونه سته، د پښتو ژبي ټول واولونه د اوستايي ژبي سره ګډ او ورته دي پرته له کسرې او ضمې څخه چي هغه یوازځې دعربي ژبي په مستعارو کلمو کښي لیدل کیږي. خو په اوستايي ژبه کښي څو واولونه سته چي هغه په پښتو ژبه کښي نه سته که سته هم تر دې دمه پورې محسوس او څېړل سوي نه دي.

معدوله (و)

الف: په پښتو ژبه کښي معدوله واو

د (و) فونیم په ژبپوهنه کښي له ډېرو اړخونو څېړل کېدای سي .(و) پر پنځو ډولونو وېشل سوی :

۱: بېواکه واو، لکه : ورېځ

۲: دیفتانګي واو لکه پړاو.

۳: مجهول(اوږد) واو، لکه: مور،mor

۴: معروف (څرګند) واو، لکه: تالو،talu

۵: معدوله واو، چي لاندي يې پېژندنه کيږي:

لومړی دا چي معدوله واو ځکه ورته وايي چي له فتحې او ضمې څخه یوبل ته عدول کوي. په پښتو کښي  معدوله واو د (خ + و) په ترکیب سره رامنځ ته کیږي، په یاد ترکیب کښي (خ) لا تر پایه پورې نه وي ادا سوې چي ژبه د واو مخرج ته ننوځي او نیم واو ادا کیږي یعني په دې ترکیب کښي  د (خ) په پای او د واو سر توږل سوی او بیا سره ترکیب او ودل سوي دي او دواړه د یوه واول په مرسته یوځایي ادا کیږي.()

په نورو ژبو کښي  معدوله واو د خ + و، له ترکیب څخه جوړیږي چي دواړه د یوه ږغ په توګه ادا کیږي مګر په پښتو کښي  معدوله واو پر (خ) سربېره د(غ +و، ک + و، ګ + و) سره هم راځي. د پاړسي ژبي د پوهانو په اند چي تر دوه سوه کاله مخکښي  په پاړسي ژبه کښي هم موجود و خو اوس د ثقالت په وجه په مجهول واو باندې اوښتی دی چي نه لیکل کیږي او نه هم ویل کیږي. مګر په پښتو ژبه کښي  د اوستا ژبي په څېر اوس هم خوندي دی.

  • له (خ+و= خو) سره ، لکه: خوا ،xw ،پخوانی،paxwany، پښتونخواpatunxw…()

د استاد حبیب الله رفیع او استاد مولاجان تڼیوال په باور ، چي که په پښتو ژبه کښي  معدوله واو له پامه وغورځول سي په کښنګ او وینګ دواړو کښي ستونزي پېښوي.

په اوستا کښي معدوله واو

په اوستا کښي  هم معدوله واو سته له (خ + و =X xw) سره  په دې تلفظ راځي. چي (x=X) د پښتو د (خو) ږغ او بڼه ورکوي، د اوستا په ګاڅونو کښي  د ( xv = X ) په بڼه لیکل سوی  دی. په نوې اوستا کښي  هم د ( xw = X)  په بڼه مروج دی خو ږغ يې هماغه د )خ+و( ګډ ږغ دی.()

(X ))=خو)تر(خ) فونیم وروسته دی چي نن ورځ په پښتو کښي  تر معدوله واو مخکښي راځي.

په اوستا کښي  يې مثال: ,naX=خون:ځلېدل. ,aX= xwaخوه: خپل.

,rahMaX (خونګهر = xw aηharخور)

,arusaX (خوسوره =xw sura خوسر =خسر)

,itIX (خویتي =xĪti خوښي)

د اوستايي ژبي هغه واولونه چي په پښتو ژبه کښي  نسته یا نه دي څېړل سوي. داسي فکر کیږي چي د اوستا دا واولونه به د پښتو ژبي په لرغونو متونو کښي وي، استاد معصوم هوتک صاحب ته دي خدای تعالی اوږد او رمټ ژوند ورکړي که وخت ولري په لرغونو متونو کښي یې وه څېړي زموږ ځوان کهول لپاره به ګټور وي:

کانسونینټونه

د پښتو ژبي ټول فونیمونه

د نویو څېړنو له مخې په پښتو ژبه کښي  دمګړی (۶۸) ږغونه محسویږي چي ځینې يې حتی تر دریو فونیمونو پورې په یوه ګرافیم لیکل کیږي، دې برخه کښي ټینګه اړتیا ده چي ژبپوهان د اړتیا وړ ږغونو او فونیمونو ته ګرافیمونه او ځانګړي سیمبولونه جوړ کړي:

اوستايي کانسونینټونه:

د پښتو او اوستا کانسونېنټي یوالی

۱: ټ

الف :  د ټ فونیم په پښتو کښي

دا د پښتو الفباء شپږم فونیم  دی چي پښتانه يې (ټې) تلفظ کوي. (ټ) اوړېدونکي کانسونینټ مخنۍ، تالوییزه او انسدادي ږغ دی چي له خپلې کانسونیننټي جوړې(ډ) او له (د) سره توپیر لري. د (ټ) د ادا پر وخت د ژبي منقلبه څوکه او د ژبي د مخنۍ برخې کښتنۍ حصه لومړی له نرم تالو سره او وروسته سمدستي له تالو سره مښلي. د ژبي شا هم کله کله لږ غوندي د نرم تالو د وروستۍ برخې و خوا ته لوړیږي. (ټ) نظر(ت) ته درنه ادا کیږي.() دا ډول د (ټ) ږغ په نورو ژبو کښي  هم سته ځینو لوېدیځو ژبپوهانو (ټ) د هندي ګروپ د ژبو د ځانګړو ږغونو څخه ګڼلی دی او وايي چي پښتو ته د هندي ژبو څخه راغلی فونیم دی، خو تر دې ګړیه داسي مستند اسناد او شواهد په لاس کښي نسته چي  د (ټ) فونیم له هندي ژبو څخه راغلی ثبوت کړي، دا قضیه برعکس هم کېدای سي. همداسي (ړ) د پښتو ژبي خپل فونیم دی فقط د هندي ژبو سره ورته دی. په سانسکریټ ژبه کښي د (ټ) لپاره دوه ږغونه دي چي یو يې مجرد ږغ(ټ) او بل يې مرکب ږغ( = ټهـtha) دی. ځینې پامیري کلمې د دې ادعا ثبوت دي چي (ټ) د پښتو خپل ږغ دی، په اورمړي، پراچي، وټه پوري(دېګاني)، بلوڅي او داردي ژبو کښي  هم (ټ) سته. مثال: په واخي ژبه کښي (اِچوټ) د څلورمې په معنا. په دې ژبو کښي يې د(ټ) لپاره د (ﭧ) ګرافیم ټاکلی دی. په سنګلیچي کښي (خټ داک) د خټګرۍ په معنی. په اشکاشمي کښي (جوټ اِفوکوز) د جولا په معنا. (ټ) د انګلیسي ژبي د(t) غوندي ویل کیږي. بل دا چي په پامیري ژبو کښي  ځینې فونیمونه سته چي بېلګې يې په دري ژبه کښي نه موندل کیږي مګر په پښتو کښي کټ مت هغه فونیمونه په هماغه لهجه چي په پامیري ژبو کښي یې لري موجود دي لکه: (ټ، څ،ځ، ډ، ږ، ښ، ړ، ڼ).()

(ټ) په خیرالبیان کښي  په همدې بڼه راغلې ده، اخوند درویزه هم تغییر نه دی ورکړی خو خوشحال خان په زنځیرۍ کښي  د (ټ) د پېژندلو لپاره (طء۰) توري ته لاندي یوه همزه او بل ځای یو ټکی ورکړی دی. پیر محمد کاکړ په معرفت الافغاني کښي  د (ټ) توري د ښوولو لپاره تر(ط ْ) لاندې یو وړغندی ایښی. دامیر شېرعلي خان د وخت په کتابونو کښي يې تر(ت) لاندي یو ټکی ایښی او (ټ) يې بللی. اوس (ټ) همدې نننۍ بڼه لیکل کیږي او فونیمیکه بڼه يې () ده.() دا فونیم په پښتو ژبه کښي  د کلمې په سر، منځ او پای کښي  راځي. لکه: ټوټه، غاټول، ټیټ.

ب : د (ټ) فونیم په اوستا کښي

۱: (T)=(ټ): دا فونیم د اوستا د کانسونینټونو په لړ کښي  څلورم ځای لري او یوازې یې بېلګي د کلمو په پای او سر کښي  سته. مثال:,Tac:čat دا فونیم په اوستايي متن کښي  په څو ځایونو کښي د کلمې په سر کښي  هم لیدل کیږي.لکه: ,aCeabT(ټبېښه = تپول، ازارول) په معنا.

دین، دیني کړني.:(ṭkaea)aCeakT

:غچ اخیستل.(ṭbaeṣawaṇṭ)TNawaCeabT

: کینه.(baeṣōirista)atsiri-OCeabT

Otak(katō): کوټه، اطاق. د ۱/۳ یشت ، ۱۷/۲۰ بند، وندیداد ۳/۱، ۱۹، ۴ بندونو کښي راغلی لغت دی چي

سړی په ډاډ ویلای سي چي د پښتو ژبي (کوټه) او د اوستا (کتو=( katō چي په اوستا کښي په (ت،t) او پښتو کښي په (ټ،) ویل کیږي بیخي یوه ایتمولوژیکي ریښه لري.

ډېرو پوهانو د اوستا پورتنی فونیم هم (ت) بللی خو دا هغه ډله څېړونکي دي چي کیدای سي د پښتو ژبي له فونیمونو سره پوره بلدتیا نه لري.

۲: څ

الف: د(څ) فونیم په پښتو کښي

دا فونیم د پښتو الفبې په ترتیب کښي  یوولسم ځای لري چي (څې) تلفظ کیږي.دا یو بې ږغه مښتی – انسدادي کانسونینټ دی د (ت) او (س) له یوځای کېدو څخه رامنځ ته سوی  دی.() (څ) په خپل وار له دوو فونیمونو څخه جوړه ده خو د وینګ پر وخت (ت) تم ږغ او(س) موښلی ږغ دواړه پر یوه وخت د یوه ږغ(فونیم) له مخرجه څخه راوځي  خو ګرافیم يې (څ) دی. په پښتو ژبه کښي د کلمو په سر، منځ او پای کښي راځي. لکه: څېره، څڅېدل، ترڅ…د (څ) ږغ هم د (ځ) په څېر د هندي ګروپ په ژبو کښي  نه لیدله کیږي خو د آریاني ډلې په نورو زیاتو مرکزي ژبو کښي سته. لکه په شُغني ژبه کښي د (څه رنګ) په کلمه کښي د څنګه په معنا. په سنګلیچي ژبه کښي (څفورپان) د پښتو د څلور لارې په معنا. په واخي ژبه کښي  (څبرچوٹ) د څلورمې په معنا. په اشکاشمي ژبه کښي  (څفورغُول) د څلور کونجه په معنا. په مُنجي ژبه کښي  (څه ر حصا) د (څلورمه حصه) په معنا. یعنې په یادو پامیري ژبو کښي  هم د پښتو او اوستا په څېر کټ مټ (څ) راغلې ده.()، (څ) په باختري ژبه کښي هم محسوسیږي( وګورئ: زبان  دوهزار ساله افغانستان- پوهاند حبیبي)، همدا ډول (څ) په نورو بهرنیو ژبو کښي  هم سته د الماني ژبي دریم فونیم کټ مټ د پښتو د (څ) په ږغ دی چي د (c) په ګرافیم ښوول کیږي. په چینايي ژبه کښي هم د (څ) فونیم سته(  chi=吃 =څه: دخوړلو په معنا). د (څ) د لیکلنۍ بڼې زړو سند د بایزید روښان د خیرالبیان هغه نسخه ده چي په (۱۰۶۱هـ.ق) کښي يې کښلې ده، په دې نسخه کښي  يې د (څ) لپاره همدا نننۍ بڼه لیکلې ده. خوشحال خان خټک په زنځیری کښي د (څ) ګرافیم دا سې ټاکلی چي د (ءڃ) په منځ کښي  يې دوه ټکي ایښي وروسته يې تر لاندي همزه کښلې ده.()

د ( څ=q) فونیم په اوستا کښي

( q)=( څ(ث؟):θ): د اوستايي ژبي د کانسونینټونو په لړ کښي پنځم فونیم دی لکه په,AqAgګاڅونو کښي . ځینو پوهانو د اوستا دا فونیم په عربي (ث) باندي تعبیر کړی دی خو د لوی استاد پوهاند علامه حبیبي، استاد حبیب الله رفیع، نورو پښتنو پوهانو او زما (دوست) د څېړنو له مخې هم دا د پښتو ژبي د(څ) انډول ږغ دی؛ نه د عربي ژبي د (ث) ځکه د اوستا د (q=څ) درې نیم زره کاله پخوا هم موجوده وه. داسې هیڅ تاریخي ژبنی علمي دلیل نسته چي  سامي – عربي (ث) دي اوستايي ژبي په عاریت(loan) اخیستې وي. په(څ) ځینې اوستايي کلمات چي د ایتمولوژۍ له مخې یې ریښه دپښتو سره ګډه بریښي:

,arqup  puθra پوڅره: زوی، سانسکریټ کښي( पुत्र putra:)پوترا په نوې هندي کښي پوتر، په پښتو کښي پور لکه تره پور: د اکا زوی).

,atArq(څراته = څرول، روزل، ساتل)

,irq(څري = درې، ۳)

,ayAg-irq(څري ګایه = درې ګامه”قدم “)

,atSraBq (څورسته = څرګند)()

۳: ځ

الف: د (ځ) فونیم په پښتو کښي  

دا د پښتو الفباء لسم فونیم  دی. اوریز، ږغن، انسدادي(تم) او احتکاکښي(مښلی) بېواک دی چي د ږغپوهني له پلوه له احتکاکښي(ز)او انسدادي(د) څخه ګډ جوړ سوی  ږغ دی چي د پښتو ږغپوهنې له مخې یوازځنی اواز او فونیم بلل کیږي.()

د (ځ) ږغ د آریايي ژبو په هندي ګروپ کښي  نه سته خو دآریايي ګروپ په ځینو نورو لویو او کوچنیو ختیځو ژبو کښي  يې هم څرک لګیږي چي له دې جملې څخه یوه هم اوستايي ژبه ده. په ساکي ژبه کښي  کټ مټ (ځ) سته، په لکه د (ځی) په کلمه کښي  د ځم په معنا. د اورمړي ژبي په کاڼېګرام لهجه کښي  هم د (ځ) فونیم سته. دې ته ورته په پراچي ژبه کښي هم د(ځ) د فونیم څرک لګیږي. په یو شمېر پامیري ژبو کښي  هم د (ځ) فونیم سته. لکه په شغني ژبه کښي (پِنځ ذیس) د پښتو پینځوس. په واخي ژبه کښي (تُن ځګ) دتنستې په معنا.په اشکاشمي کښي (بیﯟريئځ) د جزام(یوډول ناروغي) په معنا. په منجي ژبه کښي  (یځیا) د ژي په معنا. په اسیتي ژبه کښي هم د (ځ) ږغ موجود دی، په داردي زیاتو ژبو کښي  د(ځ) ږغ په همدې بڼه موجود دی. د (ځ) تر ټولو پخوانی شکل په شپږمه میلادي پېړۍ کښي د روزګان پر ډبرلیک باندې کښل سوی  او بڼه يې د ( zء ) پر سر همزه ورکړې ده د خوشحال بابا په زنځیرۍ کښي يې هم د (ځ) د ګرافیم د ښوولو لپاره د (ءح) په منځ کښي  یوه همزه ده.() د (ځ) فونیم کټ مټ په چینايي کښي  هم سته،(z) په ګرافیم سره ښوول سوی  دی،( =ځاوڅنzao can早餐 = په پښتو کښي  د سهار ناري) په معنا.() (یادونه:دلته د چینايي ژبي له مثال راوړلو څخه مطلب د پښتو او چینايي ژبي اړیکي نه دي.)

ب: د (ځ= D) فونیم په اوستا کښي

( D)= δ = ذ؟ : دا فونیم داوستايي ژبي د کانسونینټونو په ردیف کښي  لسم ځای لري او د کلمو په سر کښي نه دی لیدل سوی خو د کلمې په منځ کښي  q = ث؟ څ ؛ مخرج ته نژدې تلفظیږي.په اوستا کښي  دا فونیم کټ مټ د پښتو د (ځ) ږغ په څېر دی، په اوستايي کښي  يې ګرافیم (D ) دی. چي پر ځای يې  (‌ذ)‌ ورته ټاکل سوی دی. داوستايي لیکدود پورتني فونیم  هغو کسانو د (ذال) پر ځای درولی دی چي د پښتو د (ځ) په باب يې ښايي مطالعه نه وي کړې. دا چي (ذ) يې پر ځای ټاکل سوی  معلومه شوه چي عربي (ذ) نه دی بلکي د پښتو (ځ) انډول فونیم دی.()

لکه :,iDioab  = baoiδi (بوی ځي) ښه بوی یې ځي په معنا.

D vrag: ګوځارول، ګذارول

۴: ږ

د (ږ) فونیم په پښتو کښي

(ږ) د پښتو الفبې یویشتم فونیم  دی او د یوه بې ږغه دروند اوړېدونکي مخفي مښتی اواز په ډول ویل کیږي. مخرج يې د دې فونیم له بلې بې ږغه جوړې (ښ) سره شریک دی.()د پښتو کلمو په سر، منځ او پای کښي  راځي. لکه: ږیره، لوږه، کوږ. دا ږغ د لوی کندهار او کویټي په لهجو کښي  په همدې خپله بڼه تلفظیږي خو په ننګرهارۍ او د پېښور په لهجو کښي په(ګ) تلفظیږي. د خټکو په لهجه کښي  (ږ) نسته. د(ږ) تاریخي بڼې هم زیاتې دي. دبایزید په لیکدود کښي د هغو کلمو دپاره چي د (ږ) ږغ لري بېل فونیم را منځ ته سوی  او د دال په منځ کښي یې ټکی(د۰) ایښی دی. همدا د (ږ) ګرافیم يې د (ژ) دفونیم د ښوولو لپاره هم کارولی دی. اخوندرویزه (ږ) په نننۍ بڼه لیکلې ده او دخوشحال بابا په زنځیرۍ کښي  د (ږ) فونیم لپاره ګرافیم نسته. (ږ) په نورو ژبو کښي هم سته، شاه عبدالله بدخشي په خپل قاموس کښي د لوی کندهار د (ږ) لپاره همدا خپله بڼه او د مرکزي(ږ) دښوولو لپاره يې د(ګ) په منځ کښي  درې ټکي ایښي دي. یعني دا ږغ په شغني، واخي، سنګلیچي او اشکاشمي کښي هم لیدل کیږي.() … نور په بله برخه کښي…

اخځلیکونه او لمنلیکونه

  1. خلیل الله اورمړ، د اوستایي ژبې فونولوژیکي بدلونونه، کابل(مجله)، ۷ګڼه، ۱۳۹۲لمریز، ۵مخ.
  2. دکتور، خلیل الله، مقدمۀ بر زبان اوستا، د افغانستان دعلومو اکاډمي، دایرة المعارف مرکز، ۱۳۹۲ش، ۹۸مخ.
  3. هلالي، دکتور عبدالحکیم، د پښتو ژبې فونولوجي، د افغانستان د علومو اکاډمي دژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت،کابل، ۱۳۷۰ش،۶۰ ، ۶۲ مخونه.
  4. حبیبي، علامه عبدالحی، شل مقالې،شپږمه برخه، د پښتو ږغپوهنه یا فقه الصوت، نارنج خپرندویه ټولنه کندهار،۱۳۸۳ش، ۱۳۹مخ.
  5. رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کې معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز، ۱۸مخ.
  6. رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کې معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز،۱۰، ۲۷مخونه.
  7. رفیع، مخکنی اثر، ۶۳، ۱۰۸، ۱۴۰ مخونه.
  8. رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کې معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز،۳۸مخ.
  9. احمدي، فضیله، د پښتو او اسیتي ژبو د فونولوژیکي اړیکو څېړنه، د افغانستان علومو اکاډمي، یو کلنه علمي پروژه ۱۳۹۶-۱۳۹۷ ، ناچاپ او وروستي څلور فونیمه زما (دوست) تحلیل او څرګندونه ده.
  10. پنزل، هربرت، د پښتو ګرامر، ژباړن محمد رحیم الهام، دوهم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹لمریز، ۳۶مخ.
  11. بدخشي، شاه عبدالله، د افغانستان دځینو ژبو او لهجو قاموس، پښتو ټولنه کابل، ۱۳۳۹لمریز،۲۰،۱۸مخونه.
  12. رفیع، څېړنوال، حبیب الله، زنځیری، د افغانستان د علومو اکاډمي- کابل، ۱۳۶۱ لمریز، ۱۱۸، ۱۱۹مخونه.
  13. رښتین، پوهاند، صدیق الله، پښتوګرامر، ژباړن سیدمحی الدین هاشمي،یونیورسټي بُک ایجنسي، پېښور،دوهم چاپ، ۲۰۱۴م، ۲۶مخ.
  14. بدخشي، شاه عبدالله، د افغانستان دځینو ژبو او لهجو قاموس، پښتو ټولنه کابل، ۱۳۳۹لمریز، ۷۱مخ.
  15. زنځیرۍ مخکنی اثر، ۹۵ مخ.
  16. بهرامي، احسان، فرهنګ واژه های اوستایی، دوهم ټوک، نشر بلخ – ایران، ۱۳۶۹ش.۶۵۳مخ
  17. : زیار، پوهاند،دکتور مجاور احمد،پښتو پښویه،څلورم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶لمریز،۶۷مخ.
  18. : زنځیرۍ،۸۲،۸۳مخونه.
  19. :زنځیرۍ، پورتنی اثر،۸۱مخ.
  20. :پنزل، هربرت،۵۲مخ.
  21. :زنځیری، ۱۰۷، ۱۰۹مخونه.
  22. : k.srinivasachari,Learn Sanskrit in 30 days,sri jnakiraman offset printers,19th,Ed India,2002,p,17
  23. : A.V.W. JACKSON,AVESTA GRAMMAR AND READER,ASATIR TEHRAN 2004,P1-3
  24. M.monier.williams,Sanskrit-English Dictionary,16th reprint:delhi,2011

*څېړنیار شریف الله دوست د افغانستان د علومو اکاډمي د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي منشي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *