پښتو اکيډيمی کوټه ښار له ډېره وخته په دغو هلو ځلو لګيا وه چی د خپلی ماڼۍ ‎جوړښت سر ته ورسوی. د الله پاک په لوئ فضل سره اکيډيمۍ په خپلو دغو  چارو کښی بريالۍ سوه او اوس يوه نوی ښکلی سائنسی ماڼۍ لری . په دغه بلډنګ کښی اوس په باقاعده توګه د کتابونو خپرولو او د يوې درې مياښتنۍ رسالې ” ليکنی” د ا‎جراح کار ته دوام ورکړل سوئ دئ چی لمړۍ ګڼه ئې په اوسنيو شپو کښی چاپ سوه . دا وخت د ليکنی په دويمی ګڼی باندی کار لګيا دئ . مو‎ږ د ټولی نړۍ و پښتنو ليکوالو ، افسانه نګارانو ، شاعرانو او په تېره بيا و تحقيق کونکو او نقادانو ته خواست کوو چی زر تر زره په وړاندی ای مېل [email protected] يا د پښتو اکيډيمی، مېکانګی روډ صادق شهيد پارک کوټه په درک خپلی ښکلی ليکنی راواستوی.

مننه . سترګی په لار

سيد خير محممد عارف

صدر پښتو اکيډيمی کوټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *