تاند- یو کاناډايي، چې څه باندې ۵ کاله په افغانستان کې یرغمل و، خوشي شو.

د کاناډا د (ګلوب انډ مېل) ورځپاڼې د راپور له مخې د کولین روترفورډ د خوشي کېدو خبر نن /دوشنبه/ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر سټېفن دیون اعلان کړ.

دیون په یوه اعلامیه کې ویلي:«زه د قطر له حکومته په دې مسله کې د مرستې په خاطر د زړه له کومې مننه کوم.»

قطري چارواکي تر دې مخکې هم د منځګړتوب او په سوریه کې د امریکايي ژورنالیست تیو کورتیس او په افغانستان کې د امریکايي سرتېري بو بریګدال د خلاصون لپاره په خبرو کې د مرستې په خاطر ستایل شوي دي.

کورتیس په سوریه کې د القاعده پلوې النُصره ډلې له لوري برمته شوی و.

بو بریګدال هم نژدې ۵ کاله له طالبانو سره اسیر و.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«کاناډا خورا خوشاله ده چې له اسارت څخه د کولین روترفورډ د خلاصون لپاره شوي هلې ځلې بریالۍ شوې.»

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې د دغه کاناډايي تبعه د خلاصون په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکړای شوي او که نه دي.

روترفورډ په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو کې د ځان په اړه لیکلي و چې عادي اروپايي- اسیايي وګړی دی چې د ریاضي او فزیک له لوستلو او په ۲۰۰۹ م کال د تورنتو له پوهنتونه تر فراغت وروسته یې پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پنځه کاله پخوا د روترفور‌ډ د برمته کېدا په مهال ویلي و:«موږ پوهېږو چې روترفورډ افغانستان ته د سیلاني په توګه تللی و. ده غوښتل چې د خپل سفر په لړ کې پښتو ژبه زده کړي.»

د روترفورډ له برمته کېدو یو کال وروسته د ده کورنۍ سي بي سي (د کاناډا نشراتي اداره) ته وویل چې دوی په خپله له یرغملګرو سره تماس نیسي ځکه چې د نوموړي د خلاصون لپاره د حکومت هڅې ناکامې شوي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د روترفورډ وضعیت څنګه دی او اوس چیري دی.

داسي ښکاري چې نوموړی لا هم کاناډا ته نه وي رسېدلی.

3 thoughts on “د پښتو د زده کولو لپاره راغلی کاناډايي له ۵ کاله برمته کېدو وروسته خوشي شو”
  1. پښتو به یي خامخا زده کړي وي دا د ظالم زوی عجبه چل کړی فکر کوم قصدا به یي ځان پرې نیولی وي چې پښتو ځیني زده کړي خکه د طالبانو خو بله هیڅ ژبه نه ده زده ، رسمي او د فتري ژبه یي هم پښتو ده او یوازینی سیاسي تحریک دی چې نوم یي پښتو دی یعني د افغانستان اسلامي امارت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *