په شلمه میلادي پېړۍ کې په پښتو ادب کې نوې خبرې، نوي اندونه پیدا شول چې دا لړۍ د یادې پېړۍ د هرې لسیزې په تېرېدو سره نوې غزونې وکړې او په پښو ادب کې نوي ژانرونه را وټوکېدل چې د معاصر نثر غوټۍ په غوړېدو شوې. مخکې تر دې چې په معاصر نثر خبرې اترې او بحث وکړو، نو لومړی به د نثر پېژندنه وړاندې کړو.
د نثرلغوي معنا: نثر یوه عربي کلیمه ده چې لغوي معنا یې خورول، شیندل او پاشل دي:(۱۱: الف).
د نثر اصطلاحي معنا: نثر په اصطلاح کې هغه وینا یا لیکنه ده چې وزن او قافیه ونه لري، یعنې د وزن او له قافیې له قید نه ازاده وي.
څرنګه چې نثر د قافیې او د وزن له کړیو نه آزاد دی، نو په خپله لمن کې د ژوندانه هر ډول افکار رانغاړلی شي یعنې د نظم په څېر لنډه او تنګه غېږ نه لري( ۲۱: ۴۵).
پورتني تعریفونه یو دودیز شکل لري، چې د نثر په اړه بېلابېلو ادبپوهانو له خوا په همدې ډول وړاندې شوي دي. د نثر د پېژندنې په اړه د پښتو ژبې پیاوړې لیکوال او شاعر استاد صدیق پسرلی داسی وايلي: (( هر هغه وینا چې د وزن، قافیې او ردیف جنجالونه ور سره نه وي او هره مانا داره خبره چې ولیکل شي هغه نثر دی چې دا بیا بېلابېل ډولونه لري. لکه، هنري نثر، تاریخي نثر، څېړنیز نثر او نور)) (۲: ۲۷۳).
نثر د خپل جوړښت له مخې د یو ډول ځانګړنو درلودونکی دی، چې استاد روهي ورته په لاندې توګه اشاره کړې ده:
(( ۱ – نثر منظم او با قاعده آهنګ نه لري.
۲ – په نثر کې ګرامري قاعدې او منطقي ارتباط ساتل کېږي.
۳ ـ نثر سبک لري، که څه هم د یو لیکوال سبک به د بل هغه سره یو شی نه وي.
۴ – نثر بر سېره پر ګرامري او منطقي قواعدو د فصاحت د اصولو پیروي کوي)) ( ۲: ۸۷۸ ).
د پښتو د ادب ځیني او سني ادبپوهان په دې اند دي چې د نثر له پاره داسې تعریف نشته چې د بېلا بېلو اړ خو له پلوه ټولو ته د منلو وړ وي په دې اړه استاد اسدالله غضنفر د خپل اثر (د نثر لیکلو هنر) په سریزه کې یادونه کړې چې نثر او نظم ډېر ګډ اړخونه لري، نو مشکله ده چې د نثر له پاره کوم ځانګړی او مشخص تعریف وړاندې شي.
اوس به د استاد غضنفر د اثر هغه ټکو ته اشاره وکړو چې د هغې له امله د نثر او شعر بېلوالي او کډ اړخونو ته اشاره کړې ده: (۱ – شعر هغه تیر یګر پلوان شریک ته ورته دې چي همیشه د نثر کروندې لاندې کوي او ګلونه په کې کري او نثر هغه لوی ملاک دی چې بي حسابه ځمکې لري او د خپل جایداد اندازه نه ور معلومېږي په شعري سبک کي معمولا خیال،تصویر مبالغه ،موسیقي ، ابهام ، ایجار او ایهام وینو په مقابل کې له نثر لیکونکي معمولا غواړو چې خبرې دې تر وسه ـ وسه واضح وي او دلیکنې جملې او پاراګرافونه یې منطقي ارتباط سره ولري .
۲ – نثر د خبرو طرز ته ورته وي او نظم وزن او آهنګ لري . همدا وجه ده چې د نثر واحد ته جمله وایو او دشعر واحد ته بیت او مصرع. البته د اوسني وخت د شعر په ځینو ډولونو کې نه قافیه شته، نه د مصرعو د څپو برابروالی او آهنګ هم په کې تر کلاسیک شعر، هنري نثر ته ورته دې. له همدې کبله ځینې اوسني ادبپوهان وایي چې بهتره ده د اوسنۍ ازادې شاعري د جملوله پاره د جملې کلمه استعمال کړو نه د مصرعې او بیت .
۳- نظم عملي مقصد نه لري.، خو نثر معمولاً د عملي مقصدونو له پاره استعمالوو. قانون ، تحقیقي لیکنه ، د قاضي حکم یا د حج لارښود د عملي استفادې له پاره لیکل کیږي او شعرد ذوق د تسکین له پاره لولو، خو د نثرونو یوه لویه برخه د شعر غوندې ذوقي جنبه لري که شعر د خوند له پاره اورو، ناول او کیسه هم د خوند اخیستلو په منظور لولو.
۴- شعر د صدق او کذب به تله نه تلو، خو له اکثرو نثرونوتوقع کوو چې له بهرني واقعیت سره باید سمون وخوري. همدا وجه ده چې د شاعر وسوم ، وسوم ته ډیر ښه، ډېر ښه وایو، خو که په خبرونو کې واورو چې د چاپه کور اور بل شو ، خوابدي کېږو)) (۱۶ :س- ع).
دپور تنیو تعریفونو پر اساس په لنډه توګه ویلی شو چې نظم او نثر تر منځ توپیرونه او ګډ اړخونه شته چې نثر زیاتره د ژوند عملي مقصدونو له پاره کارول کېږي ، د نظم او شعر په پرتله پراخه غېږ لري او کومه آهنګواله بیلګه هم نه لری نثر د قافیې او وزن د نشتوالي له امله په خپل اسمان کې د نثري آثارو رنګارنګ ستوري لري.
د نثر ډولونه
نثر د بېلابیلو اړخو له مخې جلا – جلا ډولونه لري چې د نثر درې اړخیز ډولونه به په لاندې ډول وڅېړو:
الف – نثر د لیکنې د طرزله مخې .
نثر د لیکنې د طرز له مخې څېړنپوه سید محې الدین ها شمي پر دریو سترو ډولونو ویشلی دی.
۱ – ساده او مرسل نثر : دا هغه نثر دی چې لفظي او معنوي صنایع په کې نه وي کارول شوي . لکه عادي لیکونه …
۲- فني نثر : هغه نثر دی چې لیکوال په کې له تخیلي ځواک نه کار اخیستی وي یا یي لفظي او معنوي صنعتونه په کې کارولي وي، له عواطفو نه بر خمن وي او په لوستونکو او اوریدونکو تاثیر او اغیز ولري لکه ادبي ټوټي او د نثري ادب نور ډولونه .
۳- ساده ولسي نثر : دا هغه نثر دی چې څنګه د خلکو په ژبه ویل کېږي همغسې لیکل کېږي (۲۱:۴۶)
خو د لفظ له مخې نثر په دوه بر خوویشل کېږي یعنې یو د مرسل په نوم او بل د مسجع په نوم یادیږي .
د مرسل (ساده ) نثر پېژندنه پورته وشوه، خو مسجع هغه نثر ته ویل کېږي چې د جملوپه پای کې سجع او قافیه ولري . لکه د خيرالبیان او مخزن الاسلام نثر.
یو شمېر ادبپوهان نثر د لفظ او ظاهر له مخي په دریو برخو ویشلی دی:
۱- وزن لرونکی نثر : هغه نثر دی،چې یو څه وزن په کې لېدل کېږي ، خو قافیه او سجع ونه لري.
۲- قافیه وال نثر:هغه نثر دی چې د جملو په پای کې سجع او قافیه کارول شوې وي . لکه خیرالبیان نثر.
۳ – عادي نثر: هغه نثر دی ،چې وزن،سجعه او قافیه ونه لري د خلکو خبرو ته ورته وي (۱۱:ج).
په غربي نړۍ کې ادبپوهانو نثر په دودیز ډول په څلورو سترو ډولونو ویشلي دي:
۱- تشریحي نثر: له مفکورو ، تعریفونو سره سرو کار لري او زیاتره د علمي تحلیل او تصنیف له پاره کارول کېږي.
۲ – استدلالي نثر: هغه نثر دی چې لوستونکي او اوریدونکي د منطق او دلیلونو په اساس پر یوې موضوع یا حکم قانع کوي.
۳ – توصیفي نثر: هغه نثر دی چې په ښکلو، مشخصو او فصیحو الفاظو سره یوه پېښه او یا یوه منظره بیانوي.
۴ ـ داستاني نثر: هغه نثر دی چې خیالي یا واقعي پېښې داستانونه د زمان او مکان په ترتیب سره په کې بیانېږي(۲: ۲۷۴).