څېړندوی عبد الغفور لېوال
په روانه پېړۍ کې په نړیواله توګه ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ چټک ګامونه طی کوی،چې اغېزې یې په ډېرو هېوادونو کې شیندلي دي. د همدې پرمختګ په اساس د پښتوادب د روانې پېړۍ په ډګر کې داسې لیکوال د ادب میدان ته راووتل، چې هغوی یو خوا د عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا لري بل خوا د ادب تر څنګ د سیاست، ژورنالیزم او په اقتصادي او اجتماعي چارو کې د لوی فکر خاوندان دی چې یو له داسې لیکوالو څخه عبدالغفور لېوال دی، دی هم د شعر او نثر پنځونکی، د اوسنیو ادبیاتو سرلاری او د هېواد او د سیمې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو تکړه شنونکی دی.
عبدالغفور لېوال د علي محمد خان زوی د کابل د موسهی ولسوالۍ اوسیدونکی، په خټه صاحبزاده حسین خیل او په ۱۹۷۴ کې په یوه درنه علمي کورنۍ کې زېږیدلی دی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په اعتبار خان لیسه کې تر سره کړې، په ۱۳۷۳ هـ ش کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې لوړې زده کړې پیل کړې، خو فراغت یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه تر لاسه کړ. د دې ترڅنګ نوموړی په ۱۳۸۳ هـ ش کې د بورس له لارې امریکا ته لاړ هلته یې د ژورنالیزم او سیاسي علومو په اړه ماسټري په مریلنډ پوهنتون کې تر لاسه کړه.
نوموړي د ښه استعداد له امله د پوهنتوني زده کړو پر مهال هم ځینې دندې ترسره کړي دي چې په ۱۳۴۷ کې د هندارې خپرونې خبریال او د کتنپلاوي غړی، په ۱۳۷۴- ۱۳۷۶ د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال، د ۱۳۷۷ – ۱۳۸۰ کې د افغانستان د مرستو د بشري حقوقو غړی، ۱۳۸۰ کې په کابل کې د سولې او جګړې د راپور جوړونې د مرکز مسول او ایډیتر، په ۱۳۸۱ کې په کابل کې د ازادۍ راډیو د پښتو څانګې کتونکی او خبریال، په ۱۳۸۱ – ۱۳۸۲ کې د افغانستان د اساسي کمیسون د مطبوعاتي څانګې مشر او د دارالانشا ویاند، په ۱۳۸۴ کې د افغانستان د وزیرانو د شورا د فرهنګي چارو سلاکار او د فرهنګي چارو اداري مشر، د دې تر څنګ په هېواد کې د بېړنۍ لویې جرګې د لیکوالو، شاعرانو او ژورنالستانو غوره شوی استازی او د اساسي قانون د رسنیوچارو مسو ل او په ۱۳۸۵ کې د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو د مرکز د مشر په توګه وټاکل شو.
عبدالغفور لېوال اوس دعلومو اکاډمۍ په علمي کادر کې د څېړندوی علمي رتبه لري .
عبدالغفور لېوال د پښتو د تکړه شاعرانو او لیکوالو په ډله کې ځانګړی ځای او نوم لري چې اوسمهال د ځینو فرهنګي ټولنو غړیتوب لري، نوموړې ته په پښتو کې د ښې شاعرۍ په اړه ښه ستاینلیکونه د بېلابېلو ټولنو له خوا ورته ورکړل شوي دي او د ده د ادبي فعالیتونه په اړه د هېواد په ځینو سیمو او ولایتونو کې هم د ویاړ غونډې جوړې شوې دي. د لېوال لیکنې د هېواد په لسګونو چاپي رسنیو کې خپرې شوې دې همدا ډول یې په نړیوالو، ملي سیاسي او اجتماعي کنفرانسونو کې مهمې ویناوې کړي دي.
په اوسنیو شرایطو کې د لیوال په ادبي، سیاسي ، ژورنالسیتکې او اجتماعي برخو کې لیکنې کړې دي ، که تاسو کوم ټلویزیون وینئ یا راډیو اورئ نو حتماً به غفور لېوال د هېواد په یوه سیاسي یا ادبي او په یوه موضوع خپل نظر وړاندې کوي، ځکه نوموړی په همدې برخو کې ځانګړې پوهه لري چې اوسمهال یې په زرګونه ځوانان د ده هر اړخیزه شخصیت خوښوي او د ده فکري لاره تعقیبوي. نوموړی د ادبي فعالیتونو ترڅنګ په اجتماعي برخو کې د خپلو ځوانانو سره هم هر وخت خپلې مټې رانغښتې دي او د هغوی د ستونزو په هوارولو کې پوره ونډه اخیستې ده چې زما یې د ادبي ، سیاسي فعالیتونو تر څنګ همدا برخه ډېره خوښېږي، ځکه په نړۍ کې هغه شخصیتونه او ملي څېرې چې په اجتماعي برخو کې په هر حالت د خپلو ځونانو یا خلکو سره ملاتړي پاتې شوې نیک او بریالی تاریخ لري او د خلکو په زړونو حکومت کوي، خو برعکس هغه کسانو چې یوازې سیاسي هلو ځلو ته پام کړی او په نورو بروخو کې د خپلو خلکو سره اړیکې پرې کړي هغوی هم هیڅکله د بری مزه نه ده څکلې او زما په اند ځکه لېوال دغه کار کوي چې ده حتماً د نړیوالو مهمو شخیصیتونو په اړه پوره مطالعه او پوهه لري، نو ځکه نوموړی یې هم تقیبوی.
عبدالغفور لیوال په دې وروستیو دوه لسیزو کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته یا د یو علمي کنفرانس یا د سیاسي مسایلو په اړه سفرونه کړي دي، د نړۍ مهم معتبر پوهنتونونه او ځایونو څخه یې لېدنه کړې چې همدې لیدنو په ترڅ کې نوي هغه لید لوري چې یوه ټولنه د نیکمرغي په لور بیايي په خپلو شعرونو، هنري نثرونو او مقالو کې وړاندې کوي چې دغه ځانګړنه د ډېرو لیکوالو په آثارو کې نه لیدل کېږي. اوس به د نوموړي د ځینو پنځونکو او څېړنېز آثارو لړ لیک وړاندې کړو چې زیات اړخ له نثر سره لري :
۱ – د ورېښموتول : په دې اثر کې د اوسنیو شاعرانو په شعرونو کره کتنه شوې ده .
۲- ماشومانو له پاره کیسې او بوختیاوې: د فولکوریک ادب یوه برخه ده.
۳ – ادبي یادښتونه : په دې اثر کې بېلابېلې څېړنیزې مقالې وړاندې شوې دي.
۴ – اروايي ښامار: دا د پوهاند سید بهاو الدین مجروح د پښتو ادبي آثارو روانې څېړنه وړاندې شوې ده.
۵ – درېیمه لار: دا اثر د سیاسي مقالو ټولګه ده چې هم یې زموږ د ټولنې ستونزې او هم د حل لارې په کې وړاندې کړي دي.
۶ – افغانیزم : دسیاسي ـ ټولنیزو مقالو ټولګه
۷ – شل میلیونران : دسیاسي ټولنیزو مقالو ټولګه
۸ – دژبښوونې آرونه ، دژبې دتدریس په اړه مسلکي ـ څېړنیزه رساله
د پورتنیو آثارو تر څنګ نوموړي د بېلابېلې شعري ټولګې او منظمومې هم چاپ شوې نژدې شل آثار یې چاپ شوي او سلګونه مقالې یې هم په ورځپاڼو، مجلو او نورو خپرونو کې خپرې شوې دي(۱۹:مرکه).
د عبدالغفور لېوال د نثر بېلګه:
له ادبياتو سره د تاريخ
او افسانې په پوله کې
د بشري تاریخ په بهیر کې، چې څومره شاته ځې نو په ګډه حافظه کې شته انځورونه داسې شي لکه یو ماشوم چې په سپینه پاڼه ډېر څه انځور کړي خو تناسب یې په پام کې نه وي نیولي، د ماشوم په تابلو کې به تاسو یو کوتره وګورﺉ چې له پیل څخه غټه ده او بیزو به په کاچوغه ډوډۍ خوري خو الوتکه به بیا د کوټې دننه الوزي… لویان چې دا تابلو ګوري هڅه کوي د ماشوم په هنري منطق پوه شي او د هر انځوریز عنصر سرحد وټاکي. د تاریخ حافظه زرګونه کاله وړاندې همداسې ګډه وډه ده، له لرغونپوهنې پرته څومره چې په تاریخي روایاتو پورې اړه لري موږ له همداسې ګډوډۍ سره مخامخ کېږو. (دلته دا یادونه اړینه ده چې لرغونپوهنه د تاریخ مادي توکي تر ساینسي څېړنې لاندې نیسي او کار یې پر تجربه ولاړ دی ځکه نو لږ اشتباه کوي، خو د تاریخي پېښو په اړه ځینې روایات چې ساینسي اساس نه لري ډېر د باور وړ نه دي).
یو مهال تاسو یو شمېر تاریخي روایات له ادبیاتو، افسانو، اساطیرو او مذهبي متونو سره ګډ موندلای شئ، په دغه ځای کې نو سخته ده چې د هرې برخې پوله بېله کړﺉ. راځئ یو مثال یاد کړو. ګېل ګمېش چې تر ټولو زړو اساطیري موندل شوی متن دی موږ د ادبیاتو، تاریخ، افسانې او مذهبي روایاتو له همداسې ګډون سره مخامخ کوي.
ددغې زړې حماسې دولس ګونې لوحې چې لرغونپوهانو یې متن ترلاسه کړی دوه ارزښتونه لري، یو خو پخپله لوحې دي چې د لرغونپوهنې له نظره په یوه خاص ځای، ځانګړي زمان او مادي جوړښت پورې اړه لري، لرغونپوهنه یوازې د لوحو په لرغونوالي او څرنګوالي کار لري خو د متن محتوا او تاریخ یې بېل ارزښت دی. د ګېل ګمېش په کیسه کې له محتوايي پلوه د بشري ژوند هره ځانګړنه بېلول خورا سخت کار دی. ګېل ګمېش یو قهار، ځواکمن، مستبد او پرځان مین قهرمان دی، هره ناوې چې ودېږي باید اوله شپه له ده سره تېره کړي.
اودی په خپل ځواک کې چاته تن نه ورکوي. له بلې خوا انکېدو نیمه انسان او پرخوی ځناور هغه پهلوان دی چې د ژویو شودې روي او له غولانو سره په بیدیا کې څري، ددې لپاره چې انساني خویونه او غریزې پیدا کړي د برخلیک پر حکم د معبد یوه ښکلې کنچنۍ ورځي او شپږ ورځې ورسره ځان لوبوي، انکېدو چې د نجلۍ خوند ګوري نو ښار ته راځي او له ګېل ګمېش سره تر پهلوانۍ وروسته ملګرتیا پېل کوي دا ملګرتیا پر مخ ځي تر دې بریده چې دوی دواړه دځنګلونو د ساتونکي هېولا جګړې ته ملاتړي او په دې جګړه کې انکېدو وژل کېږي. ګېل ګمېش د خپل ملګري مړینه نه شي زغملای، ژړا او انګولا ډېره کوي او څوک نه پرېږدي چې وژل شوی ملګری یې خښ کړي تردې چې د هغه له پوزې څخه چینجیان راخوڅیږي او ګېل ګمېش دا مني چې ملګری بېرته نه راستنېږي، دا پېښه په ځان غره پهلوان ته دا لوست ورکوي چې مرګ حتمي دی او یوه ورځ به دی هم مړ شي، له مرګ څخه ویره او تلپاتې ژوند ته د رسیدو تلوسه ګېل ګمېش دې ته اړ باسي چې بلې دنیا ته سفر وکړي.
او هلته له (اوته نه پېش تیم) څخه، چې د کیسې د روایت له مخې له لوی توپان څخه ژوندی وتلی، د تلپاتې ژوند د راز پوښتنه وکړي، خو بالاخره په دې پوهېږي چې مرګ حق دی او هر ژوندی مخلوق په مرګ محکوم دی.
دا کیسه که تاریخ ته واړوې نو دومره څه درته ویلای شي چې د زاړه بابل (اوسني عراق) په نینوا کې د ګېل ګمېش په نوم پاچا تېر شوی دی.
که د کیسې افسانوي اړخ وګورې نو ډېر څه داسې شته چې له تاریخي ارزښت څخه یې افسانوي ارزښت پیاوړی کوي: د ګېل ګمېش، انکېدو، د ګېل ګمېش مور او نور کرکټرونه عادي بشر نه دي بلکې ډېر د ماشومانو په ذهن کې دیوانو او هیولاوو ته ورته دي، کیسه خپل ادبي ارزښت هم لري، په دې کیسه کې کرکټرونه، پېښې، غوټې، تلوسه او پای داسې راغلی چې د یوه هنري روایت ځانګړتیاوې لري او د ژباړې له ژبې څخه ښکاري چې په کیسو کې تشبیهات، استعارې، سمبولونه، تصاویر او نور هنري ارزښتونه هم ښه ډېر دي.
په کیسه کې د اوته نه پیش تیم له خولې داسې روایت دی چې کټ مټ د حضرت نوح علیه السلام کیسې ته ورته ده، نړۍ توپان ډوبوي او دی له یو شمېر نورو ژوندویو موجوداتو سره په خپله جوړه کړې بیړۍ کې ژوندی پاتې کېږي دلته نو کیسه مذهبي اړخ خپلوي.
ښه اوس نو زموږ ددې لیکنې اصلي پوښتنه رامنځ ته کېږي او هغه دا چې: « دغه کیسه په ادبیاتو کې راځي او یا میتولوژي (اساطیر) یې وګڼو، تاریخ دی یا د مذهبي متونو یوه برخه؟».
د دې پوښتنې ځواب په تاریخپوهنه، انتروپولوژۍ، ادبپوهنه او میتولوژۍ کې لټولای شو، خو د سپیناوي ځای یې دغه لیکنه نه ده.
دلته به د تاریخ او افسانې د قلمرو پر پوله او په دې کې د ادبیاتو په دریځ خبرې وکړو.
لرغونی ادب له افسانې، اساطیرو، حماسو، عقایدو او تاریخ سره ګډ دی، ویدي سرودونه ګاڅونه (ګیتونه) او په مجموع کې اوستا، مهابهارت، شهنامې، په لویدیځ کې ایلیاد او اډیسې، او نور لسګونه آثار یې بیلګې دي.
ډېر ځله تاریخ لیکونکو د خپلو لیکنو پرمهال د تاریخي پېښو د ګونګو څنډو روښانولو لپاره د هغې دورې ادبي آثارو ته سر ور ښکاره کړی او کله کله خو یې د استناد تر بریده باور پرې کړی دی. ادبیات چې له تخیل سره ټینګې اړیکې لري، بلکې ډېر ځله د تخیل مولود وي، په علمي برخه کې استناد نه شي پرې کیدای، خو له شکه پرته چې د لرغونو انسانانو د افکارو، ژوند پېښو، عقایدو، باورونو، ارزښتونو او ټولنیز ژوند په اړه تر ټولو پراخ معلومات را رسولای شي، نو له همدې پلوه لرغوني ادبیات د لرغونو انسانانو د پېژندلو لپاره خورا په زړه پورې سرچینې دي.
هره هغه ټولنه چې داسې لرغوني بډای ادبیات لري نو د مدني ژوند له پلوه په ښه وضعیت کې وي، اروپايي مدنیت د خپلې روښانتیا ریښې د زاړه یونان او روم په فرهنګ کې ویني، چې رومي او یوناني ادبیات یې غوره برخه ده که څه هم د منځنیو پیړیو تیارې دورې او دکلیسا حاکمیت دې فرهنګ ته خورا لوی زیان ورساوه خو ویې نه شو وژلای بلکې پخپله یې هومره تر اغیز لاندې راغلل ، چې زاړه ادبیات یې د نوی عیسوي اروپا فرهنګ ته هم ورننوتل. چین، هند، مصر، عراق او زړه آریانا هم همداسې در واخله، سره له دې چې پر آریانا باندې د مغولو پراخ هجوم هرڅه دړې وړې کړل خو نورو بیا تر یوه بریده وساتلای شول.
پښتانه د هر ټولنیز، چاپېریالي یا جوړښتي لامل له مخې چې و، په دې بریالی نه شول چې خپل لرغوني ادبیات په لیکنۍ بڼه وساتي د زړې پښتو لرغوني روایات یا په شفاهي کیسو کې تیت شوي او یا هم ځینې غاړې او نارې ورڅخه پاتې شوې، چې دې پېښې د لرغونې بډایې ادبي زیرمې له لرلو څخه محروم کړل، داسې ادب چې د تاریخ او افساني پر پوله ودریدای شي او له نړیوالو آثارو سره سیالي وکړي.
څو عشقي حماسې او افسانې طبعاً چې زموږ دولسي ادب غوره بیلګې دي، مومن خان او شیرینو، آدم خان او درخانۍ، موسی جان او ګلمکۍ، فتح خان او رابیا او نور داسې نکلونه دي چې زموږولسي ادب تر یوه حده د تاریخ او افساني پر پوله درولای شي مګر له لرغوني مدون ادب څخه مو داسې پانګه ورکه شوې ده، یوه نیوکه چې موږ یې تل په خپل معاصر ادبي بهیر لرو هغه د لفظي ویاړونو او شعارونو افراط دی چې نه خو یې حماسي آثار ګڼلای شو او نه حتی ویاړنې، بلکې کلیشه یي نارې سورې دي.
زموږ د تاریخي ابهت او عظمت د بیا احیا لپاره د دغو شعارونو پر ځای همداسې بډای آثار ښايي وپنځول شي چې زموږ راتلونکو نسلونو ته د حقیقي میړانې، مدني ژوند،ملي ویاړونو او تاریخي جلال لاسوندونه او سرچینې شي.
زموږ ډېر معاصر ادب د داسې یو څو بیلګو خاوند دی، خو لا غځول یې پر زلمي نسل د افغاني هنر او ادب یو پور وګڼئ
(۱۸: ۵۳: ۵۵ ).