زبیر حسرت

زبیر حسرت

د محمد زبیر حسرت د پښتونخوا تکړه څېړونکی او لیکوال چې په ۱۹۶۲ م کې د پېښور د مردان په باړي چم سیمه کې زېږیدلی دی او پلار یې سید الکونین نومېږي. د ده نېکونه د پېښور د سیمې د سید احمد شهید په تحریک کې غړیتوب درلوده، چې په همدې اساس د نوښار په غزا کې د دوی کورنۍ د دښمن په خلاف جنګېدلي دی.

ده لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې په مردان کې بشپړې کړې او پوهنتوني او نورې لوړې زده کړې یې په پېښور پوهنتون کې تر سره کړې دي. نوموړی د فراغت وروسته د پښتونخوا په صوابۍ کې د استاد په توګه هم دنده تر سره کړې(۳ : ۳۵۵) د او اوسمهال د پروفیسور په توګه په ادبي فعالیتونه کې ښه ځلیدلی او ګڼ شمېر ادبي هڅې او کارونه یې تر سره کړي دي.

نوموړی د نثر لیکنې تر څنګ د پښتو ژبې ښه شاعر هم دی چې ډیری شاعري یې د غزل په شکل وړاندې کړې ده.

زبیر حسرت د شعر، څېړنې، یونلیکونو او ژباړو په اړه یو شمېر آثار چاپ کړې چې لړلیک یې په لاندې ډول دی:

۱- له مردانه تر مردانه(سفري رپورتاژ)

۲ – ډاکټر امین یوه مطالعه(تالیف)

۳ ـ قیصه خانه( افسانې)

۴ ـ نقشونه( ادبي خاکې)

۵ – د خوشحال بابا تاریح ګويي( تحقیق)

۶ – اولسي ادبي جرګه( تحقیق)

۷ ـ د قلب السیر شاعري( تحقیق)

۸ – د تنقید فن( ژباړه)

۹ ـ رودادونه

د پورته آثارو تر څنګ یې د شاعري پنځه آثار هم چاپ شوي دي(۴۴۲:۵).

زبیر حسرت اوسمهال د پښتو ژبې او ادبیاتو ډاکتر د پښتونخوا خان عبدالولي خان د پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد دی او د ښې لیکوالۍ راز او لارې چارې یې دوست محمد خان کامل مومند له خوا تر لاسه کړي دي. نوموړې د افسانې او خاکې د خوشحال او روښانیانو په اړه څېړنې هم کړې دي د دوی تر څنګ نور آثار یې لا د چاپ ډګر ته نه دي راوتلي.

د زبیر حسرت د نثر بېلګه:

دوست محمد خان کامل مومند ژوند او فن

دوست محمد خان کامل مومند په نولس سوه پنځلس ۱۹۱۵ کې د ستمبر د میاشتې په شپاړسمه ۱۶ نېټه پېښور ښار ک پیدا شوی و. د پلار نوم یې فوجون خان و چې د سول سب جج په عهده یې پېښور کې ملازمت کولو پلار نیکه یې د نوښار ضلعې په ډاګۍ نومې کلي کې اوسېدل- د کامل صاحب کورنۍ جدي پشتی د باړې د مومندو د حسن خېل څانګې سره تعلق ساتي. دا پته نه لګي چې د کامل صاحب اباو اجداد کله او ولې ډاکۍ ته راغلی وو خو فوجون خان د ملازمت په سلسله کې وروستیو د پېښور ښار په نوې ابادۍ سکندر پوره (د هشنغرۍ دروازې نه بهر) مستقل سکونت اختیار کړی و.

په کال ۱۹۲۶ کې چې د کال صاحب د پلار بدلې هرې پور ته وشوه نو کامل صاحب یې هم ځان سره بوتلو دغه وخت د کامل صاحب عمر یولس(۱۱) کاله و او دغلته دوی له مشهورو جید عالم مولانا غلام غوث هزاروی صاحب نه د قرآن شریف ترجمه وکړه.

فوجون خان به خپل یکې یو زوی دوست محمد خان ځان سره ګرځولو او چېرته چې به یې بدلی وشوه نو دی به یې هم له ځانه سره هلته بوتلو ځکه چې یو مشر زوی صفدر خان یې په کال ۱۹۲۵ کې ځواني مرګ مړ شی و هم دغه وجه وه چې د کامل صاحب تعلیم ځای په ځای د خپل پلار فوجون خان په سر پرستۍ او رهنمايي کې سر ته رسېدلی دی . کامل اصحب ابتدايي تعلیم د پېښور ښار د محله خداداد پرائمری سکول نه حاصل کړی دی.

مډل او لسم امتحانونه یې د مردان ګورنمنټ هايی سکول نمبر ۱ نه پاس کړی دی او په کال ۱۹۳۲ کې یې د پېښور په مشهوره علمي درګاه اسلامه کالج کې داخله واخیسته او په کال ۱۹۳۴ کې یې له دې ځایه دولسم پاس کړه . کامل صاحب دلته د مشهورې رسالې«خیبر» طالب علم مدیر هم پاتې شوی دی. په کال ۱۹۳۶ کې یې د اېډورډ کالج پېښور نه څوارلسم وکړه، دلته کامل صاحب د کالج د مجلې «تجلې» طالب علم مدیر و. وروستو کامل صاحب د بر صغیر مشهورې مثالې درسګاه عملی کړه مسلم یونیورسټي ته لاړو او هلته نه یې په کال ۱۹۳۸ کې د ایم ای فلسفې سره سره د اېل اېل بي(قانون) ډګري هم ترلاسه کړه او د کال ۱۹۳۹ په اوائیلو کې خپل وطن پېښور ته بېرته راغی. د علی ګړ نه په راستنېدو یې هم په دغه کال پېښور کې وکالت شروع کړو او د ژوند تر اخری سلګۍ یې هم دغه وکالت د خپل حلال رزق د حصول ذریعه وه چې د دیواني مقدمو د پاره ډېر منلی شوی وکیل و.

د روزګار په سلسله کې کامل ساحب ته د څوارلسم پاس کولو نه پس د خپل تره ښاغلی سلطان محمد خان چې په هغه زمانه کې د انګریز ګونر ګرفته سره د انډین پرسنل اسسټنټ په عهده مقرر وه، د اثر رسوخ لاندې د پراو نشل سول سروس د پاره اېبټ اباد ته د تلو وویل شو، خو کالم صاحب د دغه منصب خپلولو نه انکار وکړ. په کال ۱۹۴۹ – ۱۹۵۰ کې د صوبه سرحد وزیر اعلی عبدالقیوم خان د ښاغلی شیرمحمد خان چې د کامل صاحب تر بور او اوښی و او دغه زمانه کې وزیر اعلی سره سېکریټري و، په واسطه کامل صاحب ته د سېشن جج د عهدې قبلولو د پاره وویلې شو ولې دا ځل هم کامل صاحب معزرت وکړ.

چونکې کامل صاحب یو خود ار انسان و او د دې پیشکشو نو له رد کولو نه د هغوی د خود دارۍ اندازه لګول څه ګران نه دی. په کال ۶۳ – ۱۹۶۲ کې د یو یونټ د هايي کورټ چیف جسټس ښاغلي اېم ار کیاني( د صدر محمد ایوب خان په وینا) هم کامل صاحب ته د هايي کورټ د جج د عهدې پېشکش کړی و، خو د کامل صاحب خو دار طبیع دغه ځل هم معذرت څرګند کړی و.

په کال ۱۹۴۸ کې کامل صاحب د ټي بي غوندې مهلک مرض کې مبتلا شو او په ډاډر سینې ټوریم کې دا خل کړی شو خو کامل صاحب په خپل داخلی قوت او لویه حوصله د دغې خونړۍ بلا داسې مقابله وکړه چې به ماتې یې مجبوره کړه.

د پښتو ژبې او ادب په بنیاد د هغوی د ژوند یوه اهمه واقعه د «اولسي ادبي جرګې» قیام و ځکه چې هغوی د زړه   د اخلاصه غوښتل چې د خپلې مورنۍ ژبې او ادب د دې ویونکیو او لوستونکیو روز نه او رهنمايي وکړي او په دې اهم مقصد کې کامل صاحب د خپلو نورو ملګریو ښاغلیو کاکاجي صنوبر حسېن مومند او امیر حمزه خان شینواري په ملګرتیا ک ې پوره کامیابي حاصله کړه او پښتو کې یې د اوچت معیار تخلیق او تنقید ته لاره هواره کړه( ۲۵: ۱۲ – ۱۴ ).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *