حنیف خلیل
حنیف خلیل د پښتو ژبې د ګڼو ادبي آثارو لېکوال چې په ۱۹۷۳ د پېښور تحصیل په بره نومي کلي کې پیدا شوی، د پلارنوم یې زین خان دی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په پېښور کې کړي دي او ورسته یې په پښتو ژبه کې کې ماسټري او دوکتورا هم اخیستې ده.
دی په پښتونخوا لیکوالو کې د ګڼو ادبي جرګو جوړونکی کس دی، چې په ۹۱۹۱ کې د ځینو فرهنګیالو سره په ګډه د پېښور پښتو ادبي جرګه جوړه کړه، بیا یې په ۱۹۹۳ کې د باګرام ادبي جرګه پېښور په نوم بله ادبي ټولنه رامنځته کړ، له دې وروسته یې نورې فرهنګي او ادبي ټولنې رامنځته کړې چې دې کار په سیمه کې د ادبي فعالیتونو د غنا او هڅونې په موخه ښه رول ولوبوه او د ډېری ځوانانو مخ یې همدې لور ته وګرځوه.
حنیف خلیل د خپلو ادبي فعالیتونو په خوا کې په غږېزو او چاپي رسنیو کې هم د فعاله غړي په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د خپلې ښې لیکوالۍ له مخې په دولتي یا سیاسي برخو کې هم دنده تر سره کړې ده. حنیف خلیل د پېښور اردو اخبار کې د مدیر په توګه کار کړی د «زه به څه ووایم…» تر عنوان لاندې د ټولنیزو حالاتو سیاسي مسایلو کالم لیکه، په ۱۹۹۶ کې د یو بل اردو اخبار سره د پښتو برخې د مدیر په توګه وټاکل شو، په ۱۹۹۸ کې د پښتو ورځپاڼې«وحدت»کې د ایډیټر په توګه ګمارل شوی دی(۵: ۴۰۰ – ۴۰۲).
حنیف خلیل په پښتو، اردو او انګلیسي ژبو ډیر آثار لیکلي او ژباړلي، خو د ادبي پنځونو او څېړنېزو چارو تر څنګ یې نوموړي په څېړنه ، تدوین او کره کتنه کې زیات کار کړی دی د راپورتاژ لیکنې هم ښه ځلیدلی دی اوس به د حنیف خلیل د یو شمېر چاپ شو آثارو لیک لړ وړاندې کړو:
۱ – همېش خلیل ژوند او فن
۲ – د رحمان بابا اعجاز
۳ – د ښکلا هنداره
۴ – سپېڅلې ویناوې
۵ – مخ په مخ
۶ – د پېرزوئنو امیل
۷ – پښتو ناول
۸ – زوړ نثر
۹ – جدید نثر
۱۰ – تنقیدي ادب
۱۱ – اسلامي مطالعه
۱۲ – د پښتو شعر و ادب تاریخ(۵: ۴۵۰)
د حنیف خلیل ټول چاپ اوناچاپ آثارو شمېر نژدې پنځوسو ته رسېږي، چې ډیري یې څېړنیز او تدوینې دي.
حنیف خلیل د پېښور په مهمو علمي اکاډمیو کې د استاد په توګه هم دنده کړې ده.
د حنیف خلیل د نثر بېلګه:
پښتو ادب کې نوي رجحانات
پښتو ادب کې د نوو رجحاناتو د لټون او تعین نه مخکې باید چې په ادب کې په مجموعي توګه د نوو رجحاناتو خبره وشي. ځکه چې هر ژوندی ادب د نوو رجحاناتو ترجمان او د زړو روایتونو امین وي. په ادب کې د اظهار خبره په دوه ډوله کېدای شي. یو دا چې ادب د داخلي احساس د اظهار نوم دی او دویمه دا چې ادب د معروضي حقایقو یا معاشرتي عواملو د ترجمانۍ نوم دی. خبرې دواړه صحیح دي خو د دواړو د تړون او نسبت د پاره باید داسې ووویل شي چې ادیب چې د کوم احساس اظهار کوي که هغه د ادیب د شخصیت جبلي برخه وي، نو بیا خو په ادب کې د نوي رجحان خبره کول لږ ګرانه معلومېږي. ځکه چې څه د ادیب په جبلت کې شامل وي هم د هغې اظهار به کوي. که هغه نوی رجحان وي او که زوړ، خو کله چې د ادیب اظهار د معاشرتي عواملو او مسلو رد عمل وي یا دغه احساس یې د معروضې حقیقتونو نه اخذ کړی وي او بیا یې په خپل ادب کې اظهار کوي، نو دلته خبره اسانېږي او د نوو رجحاناتو مسله هم واضحه کېږي. ځکه چې د ادیب احساس که د معاشرې سره تړلی وي، نو معاشره خو ټول عمر په یو حال نه وي. حالات و اقدار وخت په وخت خپل شکل بدلوي. اوس ټوله اډانه د ادیب په حساسیت ده که ادیب حساس وي، بیدار وي، عصري شعور لري، نو د هغه په ادب کې به د معاشرتي بدلون او نشیب و فراز عکس عم ضرور لیدی شي او معاشرتي اقدار چې بدلیږي نو ادب به ور سره ارومرو بدلیږي. د هر دور خپلې سماجې، سیاسي، قامي، مذهبي او اقتصادي تقاضې وي چې د خپل عصر په ژوندي ادب کې یې انعکاس موجود وي. بلکې داسې ویل په کار دي چې د هرې زمانې د بدلېدونکو رجحاناتو صحیح اندازه هم د ادب نه کېدی شی خو په شرط د دې چې ادیب صرف ماضي پورې نه وي انښتي. بلکې د حال ترجمان او د مستقبل پیشن ګويي کوونکي هم وي. دغسې زاړه روایتونه د ماضي برخه جوړږي او نوو اقدارو ته ځای خالی کوي دغه نوي اقدار چې د ادب برخه جوړېږي نو په ادب کې نوي رجحانات ښکاره کوي.
د حالاتو او اقدارو ترجماني د ادب په یوه نه یوه پیرایه کې کېږي دغه پیرایې د ادب مختلف اصناف دي، ځینې اقدار او حالات داسې هم کېدای شي چې ترجماني یا اظهار یې د عصر په مروجه اصنافو یا مقرره پیرایو کې کول ګران وي. په دې موقع ادیب د مسلو د ترجمانۍ د پاره نوي اصناف او پیرايې هم جوړولې او وضع کولای شي او دا کار په مختلفو ادبیاتو کې په مختلفو دورونو کې شوی هم دی.
که خبره د پښتو ادب وکړو، نو په دې حلقه د نوو رجحاناتو د تعارف او رواج په حواله د دې ادب خاوره ډېره مسته او زر خیزه ده، چې تر شا يې مختلف قسمه عوامل کار کوي.
یوه خبره خو دا ده چې پښتون لیکونکي په هر دور کې ښه حساس، بېدار او باشعوره پاتې شوي دي. په هره مسله یې ژور نظر پاتې دی او د خپل عصر په بنیادي غوښتنو یې تل د د خپل فکر ښودنه په صحیح وخت کړې ده. دویمه خبره دا ده چې پښتون لیکونکي همېشه روشن فکره، جدت پسند او ترقي پسند پاتې شوي دي. هره نوې خبره چې د تعمیر رنګ په کې ښکاره وي ده په روڼ تندي او ازاده سینه په مثبت انداز کې قبوله کړې ده او درېیمه خبره دا ده چې پښتنه معاصره همېشه د نشیب و فراز سره مخامخ او لاس و ګریوان پاتې شوې ده. اکثر نوي تحریکونه نوې مسلې نوی اقدار رامخې ته شوي دي چې له ځان سره یې نوي رجحانات هم راوړي دی. اوس په داسې حال کې چې پښتون لیکونکي ادب تخلیق کوي او د خپل معاشرې د لري بري ترجماني هم کوي، نو د هغه ادب به څنګه جامد یا په ځای ولاړ پاتې شي یابه څنګه د نوو رجحاناتو ترجمان نه وي؟
خو دلته دا خبره باید یاده شي چې د هر دور ژوندي ادب په خپل عصر کې خو جدید هم وي او د نوو رجحاناتو ترجمان هم خو ولې په مستقبل کې هغه د کلاسیک درجه تر لاسه کوي او دغسې د ماضي برخه جوړیږي چې په مستقبل کې ورته جدید یا نوی نه شي ویلی بلکې کلاسیکې مقام ورته حاصل شو وي او دا هم باید یاده شي چې صرف هغه ادب به د کلاسیک درجه تر لاسه کوي چې د خپل عصر صحیح ترجمان او د اوچت معیار ادب وي. هر زوړ ادب کلاسیکې نه شي جوړېدی( ۲۶: ۳۲۰ – ۳۲۱ ).