ادبي ټوټه
اوښکې او باران/ ګل رحمان رحماني
دادي بيا پسرلی رانږدې شو، د کلي په کوڅو کې بیا هماغه مړاوې، خو ستا د فطرت په څېر په سپرلني ښایست درنې وږمې خپرېږي. له ناوو څخه د باران د اوبو شرهار د يوې خوږې سندرې تنده ماتوي، زما خوبونو هم د غرونو، لمنو، ډاګونو او سمسورو ویالو څخه د پسرلي زرغون رنګ اخیستی.
پوهېږم چې ټول کلی به یو ځل بیا د ښکلا او جمال شين جام شي، خو ته چېرته یې؟ له ما سره به څوک د پسرلي په شنو سهارونو، خوبوړو خاموشه غرمو او زړه را ښکوونکو ماښامو له کلي لري د ځنګل په څنډو او شنو لښتیو کې لوبې وکړي.؟
له ما سره به څوک د سپرلنیو ګلونو په موندلو او په غولکو کلي ته د نوو راغلو مرغانو ښکاري کوي، ماته به په ونو کې څوک د ختلو چل را زده کوي او د کلاګانو په دېوالونو کې به څوک راته خم شي، چې په اوږه یې ودرېږم او دمرغانو ځالو ته مې لاس ور ورسېږي؟
هلته خو زه نه شم درتللی، منم چې د کلي هديره هم په پسرلي کې نوې جامې اغوندي، خو اوس ته هم ددې هدېرې په يوه څنډه کې په خواږه خوب ويده يې، يوازې دومره کولى شم، چې په يوه باراني ورځ د هغه ګلانو يوه تازه ګېډۍ ستا په شناخته کېږدم، چې ما او تا ورته ځانګړى نوم ورکړى و او نور کليوال يې په دې نامه نه پېژني.
هو، يوه بله ګټه به مې دا کړې وه، چې د باران په څاڅکو کې به زما اوښکې هم څوک نه ګوري او په دعا کې به مې د لاسونو لړزه هم د باران او سړو له امله ګڼي. هو زما ملګريه ! ته هېڅ وخت هم د هېرېدو نه يې، ارام خوب وکړه(۷ : ۲۲).