طنز

ولې؟ ځکه چې…/ ننګیار نا اشنا

ولې په ښار کې سوالګر سړی له جامو نیسي؟

ځکه چې د سوالګرو همدومره زور رسېږي.

ولې ورځپاڼې هره ورځ د راډیو ګانو تکراري خبرونه خپروي؟

ځکه چې دوی غواړي د چا له یاده ونه وزي.

ولې برق څلورویشت ساعته کېږي نه؟

ځکه هر شی چې ډېر شي بیا یې خوند کمېږي.

ولې یې کابل ژوبن ته کورنۍ غوا او وزه راوستې؟

ځکه چې د ژوبڼ والاوو هم شېدو مستو ته زړه کېږي.

ولې په ژوبڼ کې د خلکو دومره ګڼه ګوڼه وي؟

ځکه چې دوی غواړي که هغه یو دوه زمریان او لېوان تېښتې ته مجبور کړي.

ولې ټول حکومت مشاورینو نیولی دی؟

ځکه چې نړیوال ووېروي او ووايي چې مشاورین یې دومره دي، نو اصلي چارواکي به یې څومره وي.

ولې زیاتره زورور د کابل ښار په غوندیو کې کورونه جوړوي؟

ځکه چې که بیا په ښار کې جنګ ونښت چې دوی تیار ورته له پاسه وي.

ولې د اداري فساد پر ضد جهاد پیل نه شو؟

ځکه چې تر څو مجاهد سنګر ورته جوړاوه خلع سلاح شو( ۲۰: ۲۳ ).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *