ادبي لیک

ګلاب ننګرهاري ته د شهيد محمد موسی شفيق يو ليک!

ګرانه!
دا خط درته ځکه په زړه پورې ليکم چې پوهېږم دلته راپسې نه ته د حبيب الله او هارون مشکلات رالېږلی شې او نه يې زه اورېدلو ته تيار يم٠ زه دلته راغلی يم چې د ډېرو مودو ګيلې قصې سره ورکې کړم ٠دا خلک ډېر خپه وو چې زموږ چا په دې وروستيو دولسو کلونو کې د سره چا پوښتنه نه ده کړې٠درجه هم د وزارت مختارئ نه سفارت ته پورته شوه او سبا بله ورځ به ريس جمهوريه راشي او بيا به نو بېرته د قاهرې  درز  و  دروز  ته ستنېږم٠

زه چې د سودان دې خلکو دې عربو ته ګورم  نو د کامې د اخوندزادګانو د سياست يعنې عربو کې دعوې مې بېخي زړه ته ولوېږي٠ مخصوصا هغه چې پاخه او سوچه اخندزادګان دي او ښارو کې د ر ېل پټلۍ دا  اويا کاله کېږي چې د پښو پلونو،مجلې،موټرو او نورو ټولو صنعتي وسايلو سره غځېدلي دي٠او د سودان مساحت د يورپ د دوه ثلثو سره برابر دی٠اګر چې خلک زموږ د اوسني افغانستان  په اندازه دی، لږ څه کم٠ څومره چې د پښتونخوا د ځيږو غرونو نه سړی لرې کېږي، هماغه اندازه د سړي تنده ورته زياتېږي٠ او هر څومره چې سړی د خپل وطن د ترقۍ د امکاناتو نه زيات خبر وي په هماغومره د سړي زړه زياته تلوسه کوي او زيات ځورېږي٠

په هر حال اوس دا خبره نه اوږدوم، خو زه دلته د افريقې تقريبا زړه ته نږدې د پښتون د کوډۍ نه په زرهاوو  ميلو لرې دا احساس کوم  چې د انساني طاقت په لحاظ زموږ غوندې د احسان خبرې هيچا سره نه دي کړي٠ او چې انساني قوت يې هغې ورکړل  نو بيا عدالت هم همدا و چې ملک يې هماغسې کلک او ځيږ او د سيند نه لرې کړه موږ صرف  د خپل ځان پېژندنې ته احتياج لرو او بس٠ چې مې لږه خبره ډېره فلسفي شوه٠ زه څلور ورځې نور هم دلته يم ٠ البته دلته انګرېزانو ډېره خواري کړې، هم په بنيادمانو او هم په ښار او سړک او پله او نورو اباديو٠ نن د مهدي په موزيم کې وم کاته مې چې مهدي پخپل يو ه ستوي  ځان د دنيا ډېر لوی او ډېر بېرحه  قوت له بېدو لکه  زموږ د ننګيالو غوندې په لېونتوب په غيږ ورغلی او هغه يې راپرځولی و، مګر چې خبره  نمسي ته رارسېدلې وه نو بيا د انګرېزانو پېسو او د لذت بهشت ورنه د خليفه الرسول لقب اخيستی او د “سر” لقب يې وربښلی و٠ دلته اوس د کامې د جوزا د اواخرو هوا ده او زه چې هر ځل د نيل  شا و خوا صوبو ته ګورم کامې ته مې يو لېونی شوق په سينه کې په ټوپوشي٠ زما کوټه د نيل د پاسه ده مګر په همدغه منارو کې هم زما زړه د کامې د ګرمو ورځو او عميقو شپو سره د خيال په زنګو کې لوبېږي ٠ زه چې دې خلقو ته ګورم  وايم که زموږ قوم ته ددې وسايلو سلمه برخه په لاس راغلی وی خدای خبر چې اوس به موږ چرته وو٠ دلته د همدې پراچه ملک په اوږدو د خرطوم د ښار په زړه کې دواړه د نيل دريابونه سره يو ځای کېږي ٠ سپين نيل  او نيلي نيل ، يو د حبشې د غرونو او دښتو نه راځي او بل د يوګندا  صحرا نه نيل ته هم تورو  افريقايانو او هم  د مصر اوسېدونکو مقدس درياب وايه  او د هغه  منبع يې د خدايانو کور باله او چا چې به کوښښ کاوه  دغه منبع پيدا کړي نو د افريقايانو عقيده داده چې په هغه د خدايانو  لعنت ضرور نازلېږي٠

دلته د نيل شاوخوا يوه  وحشي  او بې نظمه منطقه لري او په دې توده اب  و هوا کې ما بېخي د کامې په بويونو کې ځنګوي٠ کله کله  چې زه د سپين او نيلي نيل په دوابه ودرېږم او ورته ګورم چې نيلي نيل په غورځنګ  او سپين په ورو ورو يو څو ميله سره يو ځای لکه دوه تازه اشنا ملګري خوا په خوا روان دي، مګر په عين حال کې يو د بل نه څنګ کوي  او سره يو په بل نه ګډېږي٠ د کونړ او کامې د سيندونو ګډون مې خوش ګنبد ته مخامخ  بېلو کې را په ياد شي٠ او خرطوم  مثلث ښار  پېرو همداسې دی لکه چې د زاخېلو په ټاپوګانو  کې جوړ شوی دی. زما مينه  ورته  او ټولو وړو لويو ته يې ورسوه،والسلام (۱۳: ۲).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *