ګل پاچا الفت

تکل

نوی فکر/ ګل پاچا الفت

هر چېر ته لاړم، هر چا ته ورغلم ښکته پورته ډېر وګرځېدم . ښارونه مې ولټول په هیڅ ځای کې یې له هېچا سره پته نه وه. هغه څه چې زه غواړم دلته نه پیدا کېږي، چا چې غټه چوکۍ غوښتله پیدا یې کړه، څوک چې په نوي موټر پسې ګرځېده، هغه په کې ناست دی، هغه چې په پیسو پسې لالهانده وو بانګونه یې ډک کړه.

یوازې زه خپلې ارو ته ونه رسېدم. په رښتیا چې زه په ډېر نادر او نایاب څیز پسې ګرځم او زما حرص له ټولو نه زیات دی.

هو! زه نوی فکر، نوی خیال او نوی جهان غواړم. دلته نوې راډیو ګانې، نوي فلمونه، نوي ساعتونه، نوي فیشنونه پیدا کېږي، مګر نوی فکر او نوی نشي پیدا کېدای.

دلته شاعرانو ډېرې سندرې وویلې، خو نوی فکر په کې نه و، پسرلی بیا هماغه ګلونه راوړل چې موږ څو ځله لیدلي او بوی کړي دي. موږ په قرنو – قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون اړو راړوو، مګر څه نوی څه نشي پیدا کولی. موږ نوي مضمونون په زړو موضوع ګانو کې لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوې دړۍ ږدو.

دلته میندې نوي او اولادونه راوړي، مګر د ماغونه نوي فکرونه نشي راوړی. دلته ښځې له کورنو نه وتلی شي، خو نوی مضمون له دماغونو څخه نه راوزي. دلته دا عادت دی چې پېغله د پلار په کاله زړیږي او بیا ودیږي. دلته اوس هم د زړو فکرونو کاله ته ریبارونه ځی او راځي او له نوو نه زړې خبرې ښې خرڅېږي.

دلته د بوډۍ په ټال کې زړې ارزوګانې زانګي او زاړه سرودونه غږېږي، دلته به خیرات خواره ملیونران، بیسواده به رئیسان شي، ښځې به په مېړونو زورورې شي، ملایان به د رندانو په مجلس کې ګډون وکړي، مګر نوی فکر او نوی مضمون به پیدا نشي.

زموږ کوچنیان چې پیدا شي نو سپین ږیري وي او په ډېره زړه زانګو یې څملي، زموږ للکو ډېره زړه ده او زړه دایې زموږ د ماشومانو تربیت کوي. زموږ نوې خولۍ په سر کړې، مګر نوي فکرونه مو رد کړل. نوي ښارونه مو جوړ کړه، مګر زاړه بوډاګان په کې ناست دي زړې قصې کوي.

زموږ د زړو بوډاګانو په محفل کې زوړ راګ غږوو او له سپین ږېرو نه د خوانانو اتڼ غواړو. دا ارزو بیهوده ده زه باید په نوي فکر پسې بل چېرته لاړ شم. داسې له زړو شاجانیانو سره نشته. که د اتیا کالو بو ډا نوی واده وکړي هم زوړ دی، که زوړ سړی نو پوستین وا غوندې بیا هم زوړ دی، که له زاړه ښار نوي ښار ته راشي هم زوړ والی ور سره دی.

هو! کور یې نوی دی مګر فکر یې زوړ دی، په دغسې نوي کور کې نوی فکر او نوی مضمون نه پیدا کېږي( ۲۲ : ۵۱۹ – ۵۲۰).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *