سفرنامه
کابل او تهران/ حبیب الله رفیع
نن د کب۲۳مه، ۱۳۷۵ کال دی، نهمه ورځ ده، چې زه په تهران کې یم او څو ورځې نور به هم دلته وم، دلته د سید جمال الدین افغان د مړینې سلم کال ولمانځل شو او یو بین المللي سمینار جوړ شوی و. زه په دې ټوله موده کې په همدې فکر کې وم چې شل کاله مخکې موږ هم په همدې ورځو کې په کابل کې د سید جمال الدین افغان د مړینې اتیا یم کال د یوه نړیوال سیمینار په ترڅ کې لمانځلی و.
هو! شل کاله وړاندې افغانستان ودان و، ارام و او هلته د هېواد د شکلي او مادي او ور سره د معنوي پرمختګ هڅې کېدلې، هر کال به موږ دوه درې علمي سیمینارونه درلودل او هر سیمنار ته به شل دېرش کتابونه چاپېدل، موږ به له ټولو نه سیمینار ته د «سي مینار» وایه. ځکه چې لږ تر لږه به دېرش کتابونه او رسالې ورته چاپ شوې او د علم او معرفت دېرش مینارونه به درول شوي وو.د سید جمال الدین افغان سیمینار هم د دې علمي او ګټورو سیمینارونه یوه کړۍ وه، چې د راډیو افغانستان په لوی تالار کې پرانیستل شو. په میلمه پال( انترکانټي ننټل) هوټل کې یې علمي غونډو دوام وکړ او د کابل پوهنتون په پراخه غېږه کې مو د سید د سر لوړي قبر زیارت په کې وکړ.
هو! دا سیمینار هم همدا د کب په ورستیو شپو ورځو کې جوړ شوی و. د نړۍ له بېلابېلو برخو ګڼ مېلمانه ورته را غوښتل شوي وو، ایراني عالمانو ته هم بلنه ورکړای شوې وه او په ګڼ شمېر کې راغوښتل شوي وو، خو هغوی رانغلل او مقاطعه یې وکړه، د دوی د مقاطعې علت دا و، ې دوی سید افغان نه بلکې ایرانی ګاڼه او که په دې سیمینار کې یې برخه اخیستې وای، نو مجبور وو چې د سید پر افغانیت صحه کښېږدي او دا دوی ته سخته وه، تر دې چې د سیمینار سکرټریت دې پرېکړې ته ورسېد ې ایران د سیمینار د ګډون کوونکو له لړۍ څخه وباسي، خو د ایران د سفارت هوښیار رایزن ( مطبوعاتي اتشه) ډاکټر حسین خدیوجم د موضوع باریکۍ ته متوجه شو او په ورستیو لحظو کې یې خبر راکړ ې : زه د ایران په نمایندګۍ په سیمینار کې برخه اخلم!
همغه و چې ایران د سیمینار په برخه والو کې پاتې شو او ارواښاد ډاکټر د سیمینار پرانېستیزې غونډې ته حاضر شو ا هم یې په لومړنۍ علمي غونډه کې برخه واخیسته د لومړنۍ غونډې لومړنۍ مقاله د ارواښاد استاد علامه عبدالحی حبیبي د « نسب وزاده ګاه سید جمال الدین الافغاني» تر سرلیک لاندې وه، چې استاد په خاص فصاحت، بلاغت او منطقي قدرت واو روله، ډاکټر خدیو جم د سیمینار په دایره کې مخامخ ورته ناست و او د مقالې تر اورېدو وروسته د سیمینار په وقفه کې ولاړ او بیا په نورو روځو کې را حاضر نه شو، خدیو جم ډېر ښه سړی و او ویل به یې چې زه د خراسان داستان (ولایت) یم او له افغانستان سره مینه لرم، ده څو – څو ځله راته ویلي وو چې خراسانیان له افغانستان سره مینه لري او دا تر ډېره حده سمه هم وه، ځکه حبیب یغمایی د یغما مجلې چلوونکي چې د خراسان اوسیدونکی و هم په یغما مجله کې وصیبت کړی و چې ما تر مړینې وروسته په افغانستان کې ښخ کړئ، ځکه چې زه له افغانستان سره ډېره مینه لرم.
لرې نه ځم موضوع ته راګرځم د سید جمال الدین افغان سیمینار د ۱۳۵۵ کال د کب په ۱۸ مه نېته د راډیو افغانستان په لوی تالار کې د سهار په لسو بجو د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، بیا د ملي سرود په غږولو سره ټول د سرود په احترام پر پښو ودرېدو ، لومړی د مېلمنو هر کلی و او بیا د جمهور رئیس محمد داود پیغام ولوستل شو ، ورپسې د مصر د جمهور رئیس مرحوم انور السادات او دعراق د جمهو رئیس پیغامونه وو او بیا د څو تشریفاتي وینا وو ترکولو وروسته پرانستیزه غونډه تر سره شوه او تر غرمي وروسته علمي غونډې په مېلمه پال هوټل کښې پېل شوې ، سیمینار ډیر منظم و ، ورځې یې هم زیاتې وې او یوې اوونۍ ته رسیدلې ، سیمینار له دود سره سم د یو (u)بڼه درلوده او علماء له هرې خوا مېز ته ناست وو، د هرې مقالې تر اورول کېدو وروسته علمي بحث پرې کېده او لیکوال به د خپلې مقالې دفاع کوله په سیمینار کښې مو د ننګرهار سفر هم درلود، هلته د اډې په فارم کې د ننګرهار والی ارواښاد عبدالله خان وردګ غرمنۍ راته تیاره کړې وه او هم د کونړ په خوله په ښېوه کې د سید جمال الدین افغان لېسې ته ولاړو، د لیسې شاګردانو د صفونو په جوړولو او شعارونو په ورکولو هر کلی راته ووایه او بیا بېرته کابل ته راستانه شوو. د دې سیمینار د جوړېدو په وخت کې کابل ودان و، د سید جمال الدین قبر سر لوړی د پوهنتون په غېږه کې ولاړ او له هر افغان سره د هېواد د پرمختګ او لا ودانۍ هیلې وې. اوس له هغه وخت نه پوره شل کاله تېر شوي دی، همغه ورخې دي په تهران کې د سید جمال الدین افغان د مړینې سل کال تجلیلیږي، تهران ودان دی، ډېر ښه ودان دی، داسې ودان لکه اروپا او امریکا، لوړې – لوړې ودانۍ لري، پراخ – پراخ سړکونه او ډېرې یې داسې ودانۍ او تعمیری کارونه دي چې په ورستیو شلو کلونو کې تر سره شوي او د خلکو د وینا له مخې اوسني تهران له شل کاله وړاندې تهران د پرتلنې وړ نه دی.
سیمنار د کب د ۱۸ مې نیټې د سهار په نهو بجو پېل شو، د قران کریم تلاوت وشو، د ایران ملي سرود وغږول شو، ټول ورته پاڅېدو او بیا د ایران جمهور رئیس هاشمي رفسنجاني خپله عملي او پرموضوع حاوي وینا وکړه او بیا تر وقفې وروسته د مقالو دوران شو: په دې سیمینار کې افغانانو برخه اخیستې وه، خو د افغان په نامه نه، ځکه افغانان اوس اواره دي او له هر هېواد نه چې را وغوښتل شوي د همغه هېواد نوم یې تر څنګ و، ډاکټر عبدالحکیم طبیبي له ژنیو نه، استاد محمد اصف فکرت له ایران نه او حبیب الله رفیع له پاکستانه، افغانانو ځکه په سیمینار کې برخه اخیستې وه، چې په بلنلیک کې د بحث وړ یوه موضوع دا هم وه ې سید جمال الدین ایرانی دی که افغان او دا ستونزه ولې را ولاړه شوې ده؟ جالبه ده چې درېواړو افغانانو همدا موضوع لیکلې وه، خو په ایرانیانو خصوصاً د سیمینار په مدیر آقای خسرو شاهي دا مقالې ښې ونه لګېدې او داسې ښکاره شوه ې دوی دا موضوع د دې له پاره په فهرست کې راوړې وه، ې افغانانان دا ور سره تائید کړي چې(( سید ایران و، خو دا هیله یې تر سره نه شوه، دوې ورځې وروسته یې د سیمینار ګدون کونکي همدان ته بوتلل هلته د بوعلي د پوهنتون شاګردانو مېلمنو ته هر کلی ووایه او بیا یې د اسدآباد ښار ګوټي ته بوتللو او هلته یې هغه ځای راوښود چې د سید د کورنۍ او اجدادو په نامه یې قبرونه په کې جوړ کړي دي او دعوه لري چې له لسو پوښتو راهیسې د سید اسلاف دلته خښ دي.
په هر حال خبر مې دا کوله چې په تېرو اتلسو کلونو کې پر ایران او افغانستان دواړو باندې قیامتونه تېر شول او انقلابونه پرې راغلل، د ۱۳۵۷ کال په غويي کې په کابل کې کمونستانو د «وروس » په مرستهت کمونسیتي کودتاه وکړه او د افغانستان اولس یې په مقابل کې قیام وکړ او دا دي تر ننه پورې د یوه تباه کونکي جنګ لړۍ را روانه شوه، د همدې کال په سلواغه کې امام خمینني د « اولس» په مرسته اسلامي انقلاب وکړ او د پاچا پیاوړی رژیم یې په تش لاس رانسکور کړ، خو ډېر ژر د ایران او عراق جګړه پېښه شوه، پوره لس کاله سره وجنګېدل او بې شمېره تلفات یې یو بل ته واړول، خمیني به ویلې د صدام تر نسکورېدو به جګړه دوام ولري، خو کله چې صدام لیونی شو او د تهران په ښار یې د توغندیو ویشتلو لړۍ پېل کړه او یو څه ودانۍ یې ورانې کړط، نو خیمیني خپل ضد پرېښود او ویې ویل چې : زه د زهرو ګوټ کوم او متارکې ته غاړه ږدم! د دې کار په کلو سره یې تهران له زیاتې ورانۍ څخه وژغوره او بیا اسلامی حکومت د تهران د لاودانولو او پراخولو کار ته دوام ورکړ.
کابل ښار هم د خلفیانو په کودتا کې یو څه وران شو او بیا د مجاهدینو او کمونستانو په جګړو کې لږ- لږ زیانونه ورواښتل، خو نجیب دخپلې بقا په خاطر حفاظتي عسکري کمربندونه ترې چاپېر کړي وو، خو بیا به هم کله نا کله د مجاهدینو یو – یو توغندی ورتوغول کېده او خال – خال وراني به یې کوله، د نجیب د رژیم تر سقوط وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل اود خلقي او پرچمي کمونستانو په مرسته یې له یو بل سره د قدرت جګړه پېل کړه، پر کابل بې رحمانه توغندي او بمونه واورول شول….دې څلور نیم کلنو جګړو کابل لوټه – لوټه کړ، هیڅ ځای روغ پاتې نه شو او د سید هغه مزار چې له ډبرو نه جوړ شوی و د وسلو دارنه – درانه زخمونه ولیدل دواړو اړخونو په چنګېزي وحست د کابل پنځه څلوېښت زره اوسیدونکي شهیدان کړل او د پردیو په لمسه یې خپل کور وران او خپل مادي او معنوي شتمني یې چور او تالان کړه.
د کال په دې شپو ورځو کې چې د ژمي پر توندو بادونو د پسرلي پستې وږمې ګډې شوې، د ونو پر لوڅو څانګو د شګوفو زخمي رازرغونې شوې، د رغونو په غېږ کې شنېلیو سر راهسک کړي او په واورو پوښلو غرونو کې د ګلانو د غوړېدو ښکالوده، کابل او تهران سره ورته دي دواړه د پسرلي انتظار باسي او دواړه به ډېر ژر د «نوروز» تر نیلي اسمان لاندې د پسرلي هر کلی کوي.
خو افسوس چې کابل د بل په وسلو مستو د اسلامي انقلاب دعوه دارانو له بېخه وران کړی او لا رانوي یې خو د ایران د اسلامي انقلاب راوستونکو ودان کړی اولا ودانوي یې. ځکه چې زموږ د اسلامي انقلاب مشران نورو جوړ کړي، له نورو سره تړلي وو او د نورو په خوله یې هېواد او خصوصاً کابل بې رحمانه وران کړ، خو د ایران د اسلامي انقلاب مشران د ایران اولس جوړ کړي او د ایران له ملت سره تړلي و، ځکه یې د ورانولو پر ځای ودانولو ته مخه کړه:
یوه هوا لری کابل دی، که تهران
سره ورته یې هم ځمکه هم اسمان دی
منظم یې پسرلی، دوبی، منی، ژمنی
خو افسوس چې کابل وران، تهران ودان دی!
(۸: ۴۳).
××
پایله
د پښتو معاصر ادب په دواړو برخو( شعر- نثر ) کې د شکل او محتوا له پلوه لوی پرمختګ کړی او دا پرمختګ زما په اند د هنري نثر په رامنخته کېدو سره د نثر په برخه کې ډېر لیدل کېږي، ځکه بیلابیل ادبي ژانرونه راوټوکېدل چې هر ژانر باندې یو ادبي اثر لیکل کېږي، نو په دې رساله کې د معاصر نثر په اړه یو انځور وړاندې شوی، چې د معاصر نثر ټولې خواوې په کې په کلي ډول وړاندې شوې دي. د دې رسالې د لیکلو پر مهال جوته شوه چې د پښتو معاصر نثر هر ژانر ځانته ارزښت، رول او ګټې لري، چې هر ژانر یې باید د پېژندګلوي تر څنګ د ځانګړتیاو سره روښانه شي، خو په دې رساله کې یې لنډه پېژندنه او نمونه وړاندې شوې ده.
د پښتو ژبې او ادب د زده کړیالانو له پاره اړینه ده چې د دې دورې هر ژانر لږ په تفصیل او پوره ځانګړتیاو سره ولولي چې دا کار لا څېړنې او هڅونې ته اړتیا لري او یوازې دا رساله په دې برخه کې ستونزې نه شي حلولی، خو ډېره لارښونه د معاصر په اړه کولای شي. د نثر او شعر تر منځه هم لا تر اوسه د ادبپوهانو تر منځ د کره او منلي تعریف لا هغسې پاتې دی، خو د د واړو تر منځ د بیلوالي او د ارزښت لوی توپیرونه له ورایه لیدل کېږي. په معاصر هنري نثرونو کې نوي ژانرونه راوتلي دي چې څّه یې د ادبپوهانو له خوا د یو جلا ژانر په توګه تر اوسه مطرح شوي نه دي، خو د لیکلو جلا او بیل ځای لري، نو زما په اند کېدای شي د وخت په تېرېدو سره د معاصر نثر په ډګر کې نور نوي ژانرونه هم راوټوکېږي او یا به اوس د ټوکېدو په حال کې وي.
د پښتو د ژبې اوسنې ادبپوهان دې یوازې ادبي دوره د معاصر نثر په مخکښانو پورې نه مقیدوي بلکې په دې ادبي منزل کې چې نوې لیکوال رامنځته کېږي د هغوی رول او هڅې دې هم په پام کې ونېول شي، لکه د دې رسالې په لیکلو کې چې کوم لیکوالو یادونه شوې کېدای شي د دوی په کارونه کې له مخکینیو څخه نور څه نوي هم پیدا کړو چې د پښتو ادب دوره پرې رنګینه شوې وي. په پای کې ویلای شم چې د پښتو معاصر نثر د سیند د شګو په څېر هیڅ خلاصون نه لري او د وخت په تېردو سره نوې غزونې او پنځونې په کې رامنځته کېږي او د نثر لمن ورځ تر بلې ښکلي او رنګینه کوي.
«پای»
ماخذونه
۱ – احمد زی، محمد اصف.(۱۳۹۱) هـ ش. په پښتو ادب کې ادبي راپور تاژ. مومند خپروندویه ټولنه.
۲ – بدر، صدیق الله.( ۱۳۸۹)هـ ش. د لونګو دریڅې. دانش خپروندویه ټولنه.
۳ – پسرلی، ایمل.(۱۳۹۳ )هـ ش. شیبې. نیلاب میشاتینۍ خپرونه. درېیمه ګڼه.
۴ – حلیم، صفیه.(۱۳۹۳ )هـ ش. د اباسیند په تل کې. نیلاب میشاتینۍ خپرونه. درېیمه ګڼه.
۵ – خلیل، همیش.(۲۰۱۱) م. پښتانه لیکوال. دویم ټوک. یونېورسټي پبلشر.
۶- روهي، محمد صدیق.(۱۳۷۸) هـ ش. د پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک. دانش خپروندویه ټولنه.
۷ – رحماني، ګل رحمن د خپګان ورځې.(١٣٩٢) هـ ش. ګودر خپرندويه ټولنه. جلال اباد.
۸ـ رفیع، حبیب الله.(۱۳۹۲) هـ ش. سپېدې و چاودې(لنډو کیسو ټولګه) ناچاپ اثر.
۹ ـ رفیع، حبیب الله.(۱۳۹۰ )هـ ش. ملي کلتور او ملي هویت. همدرد مجله.
۱۰ – رفیع، حبیب الله.(۱۳۹۳) هـ ش. مرکه.
۱۱– زیور، زیورالدین.(۱۳۸۲ )هـ ش. د پښتو ادبیاتو اوسنۍدوره. عبدالمجید مومند خپروندویه ټولنه.
۱۲ – شپون، سعد الدین .( ۱۳۸۸)هـ ش. ښایستو (ناول). دانش خپرندویه ټولنه.
۱۳ – شفیق، موسی.(۱۳۹۳ )هـ ش. ادبي لیک. واخان خپرونه. دوی کال اتمه ګڼه.
۱۴ – صمیم، محمد اصف.(۱۳۸۵ )هـ ش. څېړنه او اوډنه. حمید مومند کلیات. دانش خپرندویه ټولنه .
۱۵ – صمیم ، محمد اصف.(۱۳۹۳ )هـ ش. مرکه .
۱۶ ـ غضنفر، اسد.(۱۳۹۱ )هـ ش. د نثر لیکلو هنر(دویم چاپ) . مجید مومند خپروندویه ټولنه.
۱۷ – غضنفر، اسد.(۱۳۹۳ )هـ ش .مرکه.
۱۸- لېوال، عبدالغفور.( ۱۳۸۸ )هـ ش. ادبي یادښتونه. قلم ټولنه .
۱۹ – لېوال، عبدالغفور.( ۱۳۹۳ )هـ ش .مرکه .
۲۰ ـ نا اشنا، ننګیار،۱۳۸۷ هـ ش، ولې ځکه چې..(طنز). همدرد مجله. لومړی کال دویمه ګڼه.
۲۱ – هاشمې، سید محی الدین.(۰ ۱۳۸) هـ ش. ادبپوهنه. اریګ ګرځنده اداره.
۲۲ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۸۹ )هـ ش. د نثري ادب ډولونه. وحدت خپروندویه ټولنه.
۲۳ – هاشمې، سید محی الدین.(۱۳۹۳ )هـ ش. د ادبپوهنې څانګې.
۲۴ – هېوادمل، زلمی.(۱۳۸۹) هـ ش. د پشتونثر اته سوه کاله. دانش خپرندویه تولنه .
۲۵- حسرت، محمد زبیر.(۲۰۰۹ )م. ادبي مقدمې. باچا خان ټرست ریسرچ سنټر پېښور.
۲۶ – منګل، اسیر.(۲۰۰۶ )م. پښتو پرون، نن او سبا(مقالو ټولګه). پښتو ادبي چمن – ټل.