د معاصر نثر د  پیدایښت لومړي څرکونه

 استاد روهي د معاصرې  دورې  پیلامه د ۱۳۵۰ هـ را په دیخوا ګڼي، چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، خو موږ معاصر نثر دوه ډوله لرو، چې یوه ته یې ساده ( معلوماتي) او دویم ته یې هنري   یا تخلیقي نثر وايو چې اوسمهال مهمې لیکنې په همدې دواړو ډولونو کېږي.

د ساده نثر  د رامنځته کېدو په اړه استاد پسرلي ویلي: (( د دې نثر بنسټ د ادب تاریخ د دویمې دورې  په دویم پړاو کې ایښودل شوی، یعنې خوشحال د دې بنسټ ایښی دی چې د خوشحال خټک دستارنامه او د ده سفر نامې د معاصر نثر سره ورته والی لري، خو د وخت او زمان په تېرېدو سره یو څه بدلون په کې راځي)) ( ۲: ۸۲).

په  دې اړه څېړنپوه سید محي الدین هاشمې بیا د ادب تاریخ د دویمې  دورې وروستي وختونه ښيي چې  د معاصر ادب د ایجاد او  رامنځته کېدو له پاره یې زمینه برابره کړې وه دی لیکي: (( د افغان ولس د تدریجي عامې ټولنیزې پرمختیا بهیر چې د وخت او حالاتو د اړتیاوو او عصري  غوښتنو اغېز یې  په ژوره توګه منلی وي، په ادب کې یې  انعکاس وموند او د  نوي یا معاصر ادب د پیلامې لاره یې  پرانیستله.

همدغه مهال لیکوالانو او شاعرانو د خپلو  ادبي آثارو په تخلیق کې د عامه پوهونې او خلکو ته د خپبل پیغام د ښه او ژر رسونې داسې لارې چارې خپلې کړي چې له کلاسیک ادب سره یې جوت توپیر درلوده. په دغه پړاو کې نثر لیکونکو د پخواني مسجع او متکلف نثر لیکلو پر خلاف عام کلیوالي او ولسي  اصطلاحات او محاورې په خپلو لیکلو نثرونو کې  استعمال  کړې او داسې هلې ځلې  یې کړې وې چې خپل آثار  د خلکو د پوهونې له پاره د هغوی په ژبه ولیکي. د نثر دغه لیکنې روش او لارې تر هر  څه د مخه په حکایتي یاکیسه ییزو  آثارو کې  ځان څرګند کړي  او په تدریج سره په نثر کې د هنریت څرکونه را جوت شوي دي)) ( ۲۲: ۴۷ – ۴۸).

د پښتو ژبې بل تکړه څېړونکی استاد سرمحقق عبدالله بختانی د معاصر  نثر پیلامه د امیر شیرعلي  خان دوره ګڼي. د استاد بختاني په وینا د امیر شیرعلي  خان په وخت کې د پښتو یو نهضت رامنځته شو، چې په دې وخت کې  دولتي موسسې، ادارې او وزارتونه نه و، مګر  اشخاص، لیکوال او  دانشمندان و، په دې وخت کې د پښتو نثر کې یوه غوړېدنه یا تحول لیدل کېږي (۲: ۲۸۰).

د پښتو د معاصرې دوې د منثور آثارو په اړه زلمي  هېوادمل په خپل آثر ( د پښتو نثر اته سوه کاله) کې لیکلي :  (( په افغانستان کې د معاصرې دورې د لومړي پړاو د سراجي  عصر(۱۳۱۸ – ۱۳۳۷ هـ ق) معلوم منثور آثار ځینې درسي کتابونه ، دیني آثارو څو محدودې ټوټي او مضامین دي، چې په سراج الاخبار کې نشر دي. دا نثرونه د دې پړاو( روښانیتا) له عمومي خصوصیاتو سره سم د وطن دوستۍ او  په پښتو کې  د سواد د پروسې  د پرمخبیولو او له ژبې او  فرهنګ سره د مینې د عامولو اهداف پر مخ بیايي)). (۲۴: ۸۷۳).

د معاصر نثر  په پېژندنه کې  چې د هنریت او  پیغام موضوع رامخکې کېږي، نو دغه ادبي جوهر موږ د دیارلسمې (۱۳) هجري پېړۍ په اتمه لسیزه کې  د نور محمد نوري  او مولوی احمد په نثرونو کې وینو، چې وروسته بیا هنري  ( تخلیقي) او ساده (معلوماتي) نثرونو پر مختګ وکړ، نومهمه ده چې  دغه دواړه نثرونه پبه جلا توګه تر ځانګړي سرلیک لاندې  وڅېړو، خو څېړنوال سید محي الدین هاشمې هنري نثرونو لومړنیو څرکونه ښه تشریح کړي چې  دلته  یې ځینې برخې را اخلو: (( د دغه ډول نثر لومړنۍ بیلګې موږ د نور محمد نوري افغاني په اثر«غنچه روه» کې ، چې په ۱۲۸۰ هـ ق کال یې بشپړ کړی دی لیدلی شو. د همدغې پړاو یو بل لیکوال د هشنغر د تنګي اوسیدونکی مولوی احمد (۱۲۶۱- ۱۳۰۰ هـ ق) چې  په منثورو آثارو کې یې د آدم خان درخانۍ کیسه (۱۸۷۲ م چاپ) ګنج پښتو ( ۱۸۷۲ چاپ) او د تاریخ فرشته ژباړه د«تاریخ سلطان محمود» په نامه په ۱۲۸۹ هـ ق کال سره شوې ده. ګنج پښتو او ادم خان درخانۍ، چې کیسه ییز آثار دي، موږ په کې د هنري نثر د پیلامې لومړني څرکونه وینو په همدغو وختونو کې د هنري آثارو دوه ژباړونکي پېژنو چې یو میاحسیب ګل کاکا خیل(۱۳۰۵ هـ ق مړ) او میا محمد یوسف کاکا خیل دي چې میاحسیب ګل کاکا خیل له اردو ژبې څخه «د نقش نګین» ناول په ۱۲۹۲ هـ ق کال او میامحمد یوسف هم له اردو ژبې  څخه د «توبة النصوح» ناول په ۱۳۲۳ هـ ق له ټولو هنري – ادبي ځانګړنو سره پښتو ژبې ته راژباړلي دي.

په دې لړ کې د اکبر پورې د قاضي میر احمد شاه(۱۲۷۶ – ۱۳۵۳هـ ق) نوم هم د یادونې وړ دی، له نوموړي څخه په لس ګونو آثار  را پاتې دي، چې په هغو کې «شکرستان افغاني» (۱۹۰۵م کال چاپ) او «بهارستان افغاني» (۱۸۹۸ م چاپ) د بیلګې په توګه یادوو، چې د لیکوال ځینې داسې لیکلي نثرونه هم په کې خوندي دي چې د هنري نثر لومړني څرکونه په کې وینو. په همدغه وختونو کې د مشهور ختیځ پوه هانري جارج راورټي(۱۸۵۲- ۱۹۰۶ م) نوم هم د یادونې وړ دی، چې د ایسپ حکیم (لقمان حکیم) کیسې یې په پښتو ژباړلي، په ۱۸۷۰ م کال په لندن کې چاپ شوي او هم یې د خپل مشهور اثر پښو ګرامر په پای کې څلور داسې حکایتونه شته چې د معاصر نثر د بېلګو په توګه یې یادولی شو.

وروسته بیا په پښتونخوا کې په اوسني مفهوم د هنري نثر بنسټګر سید راحت زاخیلي ( ۱۸۸۴ – ۱۹۶۳م ) دی، چې خپل قلمي ځواک یې د ادبي نثرونو د بېلابیلو ادبي ژانرونو په لیکنه کې ازمویلی او د لنډې کیسې، ناول، تکل ادبي ټوټې او طنز لیکنې د لومړني بنسټګر ویاړ ور په برخه دي. همدارنګه د منشي احمد جان ( ۱۳۰۰ ـ ۱۳۷۰ هـ ق) نوم هم په دغه لړ کې د یادونې وړ دی، چې په « هغه دغه» او «قصه خانې ګپ» آثارو کې یې د هنري نثرونو په زړه پورې بېلګې موندلی شو. همدارنګه  د قاضي رحیم الله نوم د هنري  نثر د لیکوالو په ډله کې د یادونې وړ دی، چې  په « ګنجینه افغاني» ځینې پښتو نثرونه او « نوې روشني» ( پښو ډرامه) یې د هنري نثر بیلګې ديٍ. په افغانستان کې د مولوي صالح محمد کندهاري (۱۲۶۹- ۱۳۳۹ هـ ش) په آثارو کې د هنري نثر ځینې لومړني څرکونه وینو او د بنسټګر په توګه د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي نوم د یادونې وړ دی چې لومړی ځل یې په « طلوع افغان» اخبار کې د هنر نثر ځینې ژانرونه، لکه لنډه کیسه، ادبي ټوټه، طنز او نثر خپاره کړي دي)) ( ۲۴: ۴۸ – ۴۹ ).

الف- ساده (معلوماتي) نثر: هغه نثر ته ویل کېږي چې هنریت په کې نه وي یعنې د ادبي صنعتونو او ښکلاګانو څخه برخمن نه  وي چې د نثرپه ډولونو کې یې تعریف شوی دی.

په ساده ( معلوماتي) نثرونو کې  ټولې علمي، ادبي ، سیاسي ژورنالستیکي، څېړنیزې، تحلیلي، تشریحي او بېلابیلې لیکنې راځي. په معلوماتي نثرونو کې زیاته هڅه د لیکوال له خوا په دې کېږي چې معلومات په ښه او اسانه ډول لوستونکي یا مخاطب ته ورسول شي.

د ساده (معلوماتي) نثر هدف د یوې موضوع یا له یو شي نه خبرول دي او د طرز له مخې په ساده نثر کې تر ټولو کوښښ په دې کې وي چې د وینا ژبه فصیحه وي، په خبرو کې له دقت نه کار واخیستل شي او کوم مطلب چې وړاندې کېږي له هغې نه ، نه باید ډېر وغږېږو نه کم. یعنې نه د ایجاز لاره غوره شي نه د اطناب(۲: ۲۷۵).

د پښتو د ننني نثر استاد سعد الدین شپون بیا په دې اند دی چې د پښتو ټول نثر هنري او معیاري شوی  دی، د استاد شپبون په وینا داستاني  او غیر داستاني نثرونه معیاري شوي دي د پښتو اوسني داستاني نثرونو ته که ځير شو په نثر کې نیمګړتیا نه شته بلکې په خیال کې ده( ۲:  ۲۷۶).

همدا ډول پیاوړی ژبپوهاند مجاور احمد زیار د پښتو د اوسنیو معلواتي او تخلیقيی نثرونو پرمختګ ته داسې  اشاره کوي: (( د څومره والي او  څرنګوالي له پلوه پښتو نثر  ، که هغه څېړنیز علمي  نثر  دی او که هغه ادبي ډېر پرمختګ کړی دی. تاسو وګورئ نن سبا څومره ډېر داستانونه، ناولونه او ناپېیلي منثور شعرونه چې لیکل کېږي دا ټول  د نثر د پرمختګ ښکارندوي کوي))(۲: ۲۷۷).

 اوس  به د معاصرې دورې پاڼې واړوو او د معلوماتي( ساده ) نثر څرکونه به وګورو.

په معاصره دوره کې نورمحمد نوري د معلوماتي نثر(ساده نثرونو) مخکښ ګڼل کېږي چې مشهور اثر یې د تحفة الامیر دی په پارسي لیکل شوی او مثالونه یې پښتو دي.

د ارواښاد پوهاند ډاکټر زیور په اند نورمحمد نوري په نثر کې لیکلو کې د خوشحال خان په لار تللی دی او د نثرنمونه یې په لاندې ډول ده:

(( سلطان سکندر یو ورځ په کوم مجذوب تېرېده . ورته یې ووې . اې لیونیه ! له ما نه څه وغواړه.

لیوني ووې:

مچان مې زهیروي، حکم ورته وکړه چې لاس را څخه واخلي.

ـ سلطان ووې:

څه وغواړه چې زما په حکم کې وي.

لیوني ووې:

هر کله چې ته په مچانو حکم نه لرې له تا څه وغواړم . تحفة الامیر)).

د نورمحمد نوري په پورته نثر  باندې ارواښاد پوهاند ډاکټر زیور داسې  تحلیل وړاندې کړی دی: (( د نور  محمد نثر د خپل وخت یو غوره نثر  دی چې تر اوسه پورې هم ټول پښتانه پرې پوهېدلای شي. لنډې – لنډې جملې لري. د ده د نثر ښيکڼه دا ده چې له سجع او قافیې څخه لېرې او د محاورې رنګ ته یې نژدې کړی دی. ګرامري خصوصیات یې مراعت کړي دي‎)) (۱۱: ۳۱).

One thought on “د پښتو معاصر نثر/ لیکوال: فهیم بهیر”
  1. محترم لیکوال صیب! لیکنه مو ښایسته وه، مګر تاریخونه دقیق او صحیح نه دي.
    لکه: د جورج هنري راور ټي:
    دقیقه یې داسې ده:Henry George Raverty (31 May 1825 – 20 October 1906)
    هیله ده اصلاح یې کړئ. په درنښت
    منبع: https://www.google.com/url?sa=t&source=web&rct=j&url=https://en.m.wikipedia.org/wiki/Henry_George_Raverty&ved=2ahUKEwi9tLTbyfT1AhUHYcAKHSWyAk8QFnoECAkQAQ&usg=AOvVaw1j9VZMd9CFbIW68qlU2bhd

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *