کتابونه

هنري نثرونه:

د معاصرې یا اوسنۍ ادبي دورې خوند او رنګ په هنري نثرونوجوړ شوی دی، چې هنري او ساده نثرونه په خپل منځ کې سره توپیر لري. هنري نثرونه خوند، عاطفه او تلوسه لري مګر دا ځانګړنه بیا په ساده نثرونو کې نه لېدل کېږي. په هنري یا ادبي نثرونو کې د یوې پېښې، یو  حالت یا د یوې موضوع په اړه لیکوال د خپل تخیلي ځواک څخه کار اخلي، داسې کلیمات او انځورنه وړاندې کوي چې لوستونکي ته هر څه په مخکې کېږدی یعنې لستونکی فکر کوي چې هغه موضوع دی په سترګو ویني او په ده ډېر احساس کوي. دا ډول نثرونه زیاتره د لیکوال پورې تړاو لري که هر څومره د ده تخیلي ځواک پیاوړی وي هومره یې لیکنه عالي  او ادبي  رنګ به زیات لري، خو که د کوم لیکوال تخیلي ځواک کم وي، نو د لیکنې هنري رنګ به یې هم لږ وي. د دواړو نثرونو د توپېر په اړه  څېړنپوه سید محې الدین هاشمي لیکي: (( هنري او ادبي نثرونه یو شمېر ځانګړنې لری ، چې د هغو له مخې له عادي او ساده نثر څخه توپیر کېږي. یوه اساسي او بنسټيزه ځانګړه چې ادبي او ساده نثر سره بېلوي هغه«هنریت» یا ادبي هنري ارزښت دی . د ادبي نثر د لیکوال احساس، ذوق او تمایلات د مطلب او واقعیت د بیانولو له پاره اساسي رول لري. لیکوال چې څه لیدلي، اورېدلي احساس کړي وي،یا یې په ذهن او  خیال کې تېرېږي، بیانوي، خو د علمي او څېړنیزو لیکنو په څېر دلیل راوړلو ته هېڅ اړتیا نه لري))(۲۳: ۱۹۴).

د هنري یا ادبي  نثرونو د شکل له مخې بېلابېل ډولونه لری لکه: لنډه کیسه، ناول، رومان، طنز، تکل، ډرامه، ادبي ټوټه، سفر نامه، ادبي راپورتاژ ، ادبي لیکونه، ادبي ژوند لیکونه، ادبي انځور، ځان پېښې، فلمي سناریو او نور… اوس به په لاندې ډول ځینې ډولونه په لنډه توګه وړاندې کړو او  د اثر په وروستیو برخو کې به د ځینو هنري نثرونو نمونې هم وړاندې کړو.

 لنډه کیسه: د نثري ادب یو مهم ژانر دی چې لومړی ځل په دغه ژانر کې سید راحت زاخیلي د کونډې نجلۍ په نوم لنډه کیسه ولیکله او وروسته بیا نورو لیکوالو دا لاره تعقیب کړه چې تر دې مهال په پښتو کې پرې سلګونه آثار  چاپ  شوي دي.

لنډه کیسه پیل، منځ او پای لري لنډ جوړښت لري او له داسې یو له بله سره تړلیو عناصرو او توکیو څخه جوړه وي، چې یو تر بل اغېز لاندې وي کیسه هم خپل فني جوړښت لري، یوازینی شرط د کیسې تلوسه یا اغېز دی چې لوستونکی له ځان سره کاږي. د کیسې د لیکنې په جوړښت کې دغه څېزونه  برخه لري: پلاټ(طرحه)، کرکټر( د کیسې اتل)، تجسس او تلوسه، مکالمې او منظرکشۍ، تخیل، د کیسې  پایله او  نتېجه شامل دي.(۲۳: ۱۵۹ ).

لنډه کیسه په رامنځته کېدو کې ځینو ادبپوهانو وخت ته پاملرنې کړې یعنې ډېره اوږده نه وي یعنې د ناول او رومان په پرتله په کم وخت کې لوستل کېږي.

د یوې کيسې موضوعات د ټولنې د پېښو سره تړلې موضوع ده او هره ډول موضوع د کیسې په جوړښت کې وړاندې کېدای شي. په پښتو ادب کې اوسمهال  د لنډې کیسې لیکنې په بهیر کې په سلګونو ځوانانو دې برخې ته مټې رانغښتې دي او  په هره میاشت کې په هېواد دننه او بهر کې په لسګونه آثار د لنډو کیسو چاپېږي.

په پښتو ادب کې د لنډو کیسو د  اوسنیو څو تنو لیکوالو نمونه په دې ډول دي: بشیردویدیال، اسد الله غضنفر، عصمت قانع، احسان الله ارینزی،زرین انځور، ایمل پسرلی،  وږمه سبا عامر، شریفه شریف،  اجمل پسرلی، خان محمد سیند، نور محمد لاهو، پیر محمد کاروان، غوث خیبري، طاهر افریدی، نصیر احمد احمدي، نذیر احمد سهاراو داسې نور ….

ناول: ناول له بهرني ژبې څخه پښتو ته داخل شوی د ناول  لغوي معنا نوی، تازه او عجیب څیز دی او په ادبي اصطلاح کې ناول دې ته وايي چې د لنډې کیسې په پرتله اوږد او د رومان په پرتله لنډ وي. په ناول کې مرکزي کرکټر وي او فرعي کرکټرونه هم لري  د لنډې کیسې په پرتله لیکوال په کې نورې پیښې هم وړاندې کولای شي. ځینو د ناول د پېژندنې په اړه وايي چې د کیسې یو نوی او پرمختللی شکل دی او هغه فرضیي کیسې ته ویل کېږي چې په نثر کې بیان شوې او یوه خیالي دنیا یا پېښه په کې ښودل شوې وي، چې د رښتینوالۍ ګومان پرې کېدای شي. ناول هم ډولونه لري  هم د فن له مخې او هم د موضوع له مخې چې بیا په خپل منځ کې هم په څو برخو ویشل کېږي. (۲۲: ۱۰۷).

ناولونه او لنډه کیسه په پښتو ادب او هم په نړیوال ادب کې ډېری پلویان او لوستونکي  لري چې اوسمهال هم په هېواد او هم په نړیوالو هېوادونو کې د ناول او لنډې کیسې ډيری آثار د شعري کتابونو په پرتله خرڅېږي.

په لاندې ډول د هغه لیکوالو د څو تنو نومونه وړاندې کوو چې اوسمهال هم ناولونه لیکې او  په دې برخه کې یې آثار هم چاپ شوي دي:

سعد الدین شپون، سلیمان لایق،  عبدالباري جهاني، ایمل پسرلی، صفیه حلیم، سلمی شاهین، عارفه عمر لور، کبرا مظهري، ګل الرحمن رحماني، مصطفی سالک، قتیل خوږیاڼی،  پوهاند مجاور احمد زیار او نور…

یو شمېر لیکوالو  د نورو ژبو ناولونه هم په پښتو ژبه ژباړلي دي چې  دا لړۍ تر هر  چا زبیر شفیقی ښه پر مخ بیا یي.

ډرامه: د یونانې کلیمې ډارو  نه اخیستل شوې چې د عمل او کردا معنا لري او ډېر  اصطلاحي تعریفونه لري، چې موږ یې یو دلته د پېژندې له پاره راوړو: ډرامه هغه ادبي اثر ته وايي چې د محاورې او کړنې(عمل) په مرسته یو داستان( کیسه) بیان کړي، خو دا کار د ستیج په سر د لوبغاړو په وسیله  تر  سره کېږي.( ۲۳: ۱۶۹ ).

ډرامې د ځینو نورو ادبي ژانرونو  په څېر  په سر کې  په دوه برخو د بڼې (فورم) او محتوا له مخې  ویشل کېږي چې دا هره برخه بیا هم په خپل منځ کې سره په نورو برخو ویشنه لري.د پښتو ډرامې په ځینو بهرنیو هېوادونو کې د راډیو ګانو له لارې هم خپریږي، لکه د هند الانډیا او  له انګلیستان نه د بي بي سي راډیو څخه. په دې برخه کې هم په افغانستان او هم په پښتونخوا کې ډېرې هڅې شوې او ډرامې  د ټولګو په څېر چاپ شوې دي چې  په پېښور یا پښتونخوا کې دا بهیر لا ګړندی دی خو په دې وروستیو کې ایمل پسرلی او  حفیظ الله تراب هم ډرامې لیکنې ته مټې نغښتې دي.

رومان:  رومان فرانسوي کلمه ده، په ځینو  فرهنګونو کې یې معنا خیالي داستانونه راوړل شوې، چې  د مینې اومحبت کېسې په کې راغلې وي. او په ادبي  اصطلاح کې هغې کیسې ته ویل  کېږي چې له ناول څخه اوږده وي، د ژوند بېلابېلې خواوې په کې وړاندې شوې وي او ډېري  کرکټرونه لري د ناول په پرتله بېلابېلې پېښې په کې انځورېدای شي.

د رومان د لا پېژندې  له پاره په لاندې توګه یو بل تعریف وړاندې کوو: (( لومړی: رومان حماسي ادب یو ډول دی چې د انساني ژوند پېچلې پروسه د حکایت او داستان په ډول په کې  منعکسه شوې وي. په رومان کې د اتلانو شمېر زیات او د ژوند یوه پراخه ساحه او ډګر په کې بیانېږي. رومان زیاتره  په تخیلي ځواک او  شاعرانه توګه په نثر سره لیکل کېږي )) ( ۲۳: ۱۹۶).

په دې اړه په پښتو اوسنیو لیکوالو کې عبیدالله محک د زمرد په نوم رومان په درېو ټوکونو کې لیکلی دی او ما په ۱۳۸۴ کال  کې لیدلی و، خو زما په اند په  پښتو ادبیاتو کې په دې برخه کې دومره کار نه دی شوې او پرته له عبیدالله محک څخه نور لیکوال هم راته معلوم نه دي او کېدای شي په پښتونخوا او یا هغه افغاني لیکوال چې له هېواده بهر ژوند کوي هغوی ځینې رومانونه هم ژباړلي  وي.

ادبي ټوټه: د هنري ادب یو ځانګړی ژانر دی، چې د منثور شعر  په نوم هم یادیږي، ځکه ادبي ټوټه کې  شعریت موجود وي  په همدې  اساس په لوستونکو اغېز ښېندي. په ادبي ټوټه کې  ډېر  رنګین او ښایسته الفاظ کارول کېږي چې عواطف او احساساتو باندې اثر غورځوي. ( ۲۳: ۱۹۶).

د نثري ادب په ډولونو کې د ادبي ټوټې په اړه راغلي: (( ادبي ټوټه د لنډو ادبي نثري لیکنو یو ډول دی چې په کې لیکوال په شاعرانه تعبیرونو او لوړ تخیل سره زیاتره خپل رومانتیک احساسات او عواطف په یو ځانګړي طرز او انداز بیانوي))(۲۲: ۳۰۹).

په افغانستان  کې د ادبي ټوټې بنسټکر  استاد عبدالحی حبیبي ګڼل کېږي او وروسته ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، پوهاند عبدالشکور رشاد، استاد حبیب الله رفیع مخکښان ګڼل کېږي. د دې تر څنګ اوسمهال په لسګونه ځوانان هم لنډې کیسې لیکي، هم ناولونه  لیکي او هم ادبي ټوټې لکه ځوان لیکوال ګل الرحمن رحماني په پورته درې  ډوله ادبي ژانرونو کې ښه ځلیدلی دی.

طنز: طنز هم عربي کلمه ده، چې لغوي معنا یې ناز، کرشمه، پیغور او  مسخره کول دی او په ادبي اصطلاح کې داسې ادبي ژانر دی چې لیکوال په خپل هنري یا تخلیقي اثر  کې اصلي موخه او  هدف نېوکه یا انتقاد وي، دا نېوکه د شوخي، مسخره په بڼه وړاندې کېږي .

یا طنز په حقیقت کې هغه ترخه خندا ده چې د ټولنې د ګڼو منفي اړخونو باندې وړاندې کېږي او  د لیکوال موخه د سمون او اصلاح راوستل دي.

په افغانستان کې په اوسنۍ دوره کې تر ټولو د مخه استاد حبیبي، عبدالروف بېنوا،عبد الاحد وحید، ګل پاچا الفت، سعد الدین شپون، استاد صدیق پسرلی، کاتب  پاڅون،  (۲۲: ۲۹۲).او  اوسمهال په طنز لیکلو کې  ننګیارنا اشنا ډېر شهرت لري چې د ازادۍ راډیو له لارې د ګوړې اچار په نوم یې لیکنې خپرېږي حتي په کلیو او باڼدو کې یې ډیر خلک خوښوي. همدا ډول اوسمهال د طنز لیکنې په ډګر کې د  حفیظ الله تراب، انور وفا او علم ګل سهار نومونه هم د یادولو وړ دی.

ادبي لیکونه: دا هم د نثري ادب یو ژانر دی چې مهم انتقادي، سیاسي، فلسفي او ادبي مسایلو په اړه لیکل کېږي او زیات وخت ادبي لیکونه د ادیبانو تر منځ تبادله کېږي ( ۲۳: ۱۹۷).. په ادبي لیکونو کې هنري ارزښت او ښکلي ژبه کارول کېږي چې  د معنوي او لفظی صنعتونو څخه لیکوال  په کې کار اخلي په همدې اساس ژبه یې خوږه او په لوستلو یې څوک نه ستړی کېږي بلکې یو خوند او مزه ترې اخلي.

ادبي لیکونه د  ځینې نورو ژانرونو په څېر په دوه برخو ویشل شوی دی:  الف ـ هغه لیکونه چې د ټاکلی مخاطب نه لري او د یو فرضې مخاطب په نوم لیکل کېږي.

ب ـ هغه لیکونه چې د ادیبانو او لیکوالو تر منځ تبادله شوې وې چې  نمونې د امیر حمزه شینواري او جعفر ستانکزي لیکونه دي. په دې برخه کې  موږ د حمزه شینواري، ګل پاچا الفت، عبدالروف بېنوا، قتیل خوږیانې، مولانا عبدالقادر د حبیب الله رفیع او په لسګونه نور  ځوانان ادبي لیکونه لیکلي دي.

ادبي راپور تاژ: د نثري ادب یو ځانګړی ژانر دی چې په ادبي ژبه وړاندې کېږي. راپور تاژ په خپله ژورنالستیکي ژانر دی، خو کله چې د هغې  سره ادبي  ژبه وکارول شي نو ادبي راپور تاژ ترې جوړيږي چې د هنري ادب یو ډول دی یعنې په ادبي راپور تاژ کې یوه موضوع بیان په هنري ژبه شوی وي (۲۳: ۱۹۸).

په پښتو ادب کې راپورتاژ د شلمې پېړۍ په دویمه او درېیمه لسیزه کې دود شو، چې  په افغانستان کې لومړنی ادبي راپور تاژ عبدالهادي داوي لیکلی چې داوي د امان الله خان په وخت په تاشکند کې سفیر و. همدا ډول په پښتونخوا او افغانستان کې د وخت په تېرېدو سره ډېرراپور تاژونه لیکل شوي، مګر اوسمهال دا لړۍ  ډېره ګرمه  ده، ځکه یو خوا په هېواد کې رسنیو پرمختګ وکړ او بل  خوا ګن لیکوالان او ژورنالستان بهرنیو هېوادونو ته هم سفر کوي ځینې سفر نامې لیکي او ځینې راپورتاژونه.

تکل:  د تکل لغوي معنا د سفر اراده، د سفرنیت، اراده او قصد او نورې معناوې هم لري او په ادبي اصطلاح کې د هنري نثر یو ژانر دی چې له ادبي ټوټې او له لنډې  کیسې سره لږ ورته والی لري، خو د هغوی سره توپیر هم لري. یا تکل د هنري نثر یو ډول دی چې لیکوال په ادبي او هنري ژبه خپله خاطره یا کیسه یا پېښه په کې  رانغاړي. په تکل کې لیکوال خپله عقیده هم ورګډولی شي، پایله ترې  هم اخیستی شي او ځینې تکلونه تر لنډې کیسې هم تاثیر زیات لري ( ۲۲: ۴۹۵).

په پښتونخوا کې د تکل په لیکوالو کې سید راحت زاخیلي او صنوبر کاکاجې د تکل بنست اېښودونکی دی او په افغانستان کې استاد حبیبي دی له استاد حبیبي وروسته بېنوا، الفت، رښتین او محمداجان فنا په اوسمهال لیکوالو کې استاد حبیب الله رفیع، بریالی باجوړی، عبدالخالق رشید او  دمصطفی سالک نومونه د یادونې وړ دي.(۲۲: ‍۵۱۲).

یونلیک( سفرنامه): که څه هم سفر نامه په پښتو ادب کې د خوشحال له خوا رامنځته شوې دي، خو په معاصر نثر کې ځانګړی ځای لری او اوسمهال ګنې سفر نامې لیکل شوې دي.

د سفر نامې د پېژندنې له پاره د نثري ادب ډولونو لیکوال د اکاډمیسن محمد صدیق روهي نظریه په دې ډول را  خیستې ده: (( د ژوندانه په سفر کې جسماني سفرونه شته، له یوه ځایه بل ځای ته خلک ځی، ځمکه نغاړي، د یو اقلیمه بل ته اوړي، له یوه ولسه بل ته ځي، له دغو لارو ځینې لاروي چې په خپلو سفرونو کې څه ویني، اوري یا څه خواږه ترخه حالونه پرې راخي، هغه لیکي. د دوی د سفر پېښې او لیدنې خلک ډيرې سدۍ وروسته په شوق لولي او کله ـ کله عبرتونه لا هم ځینې  اخلي. د ادب دغه پیڅه په پاړسي پیڅه کې( سفرنامه) بلل کېږي، پښتانه ورته یونلیک وايي)) ( ۲۲: ۴۰۳ ).

په پښتونخوا کې  عبد الاکبر، خان عبدالغفار خان، حمزه شینواري همدا ډول  په افغانستان کې پوهاند صدیق الله رښتین، خادم په اوسنیو لیکوالو کې حبیب الله رفیع، طاهر  افریدی، محمد ایاز، صابر شاه صابر  د شهرت ننګیال ، محمد داود وفا او لال پاچا ازمون او په لسګونو نورو لیکوالو دې برخې ته مټې رانغښتې دي.

د هنري نثرونو د ډولونو په اړه د پورتنیو نمونو سر بېره څېړنپوه سید محی الدین هاشمي، نور ډولونه یې هم د ځانګړو پېژندنو او نور ادبي ژانرونو سره د توپیر په ښودلو سره راوړي دي لکه: ادبي ځان پېښې، ادبي ژوند لیک، ادبي انځور، فلمنامه او نندارلیک وړاندې کړی چې موږ یې  له تشریح څخه ډډه کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *