د معاصر ساده او هنري نثرونو د ځینو لیکوالو پېژندنه او نثري بېلګې
مخکې یادونه وشوه ، چې په معاصره دوره کې د پښتو ادب په بڼ کې هم د شعر او هم د نثر په ډګر کې ډیری لیکوالان پیدا شول او د ادب په دواړو (شعر او نثر) برخو کې د ژوند نوي بابونه پرانستل. د دغو لیکوالو پېژندنې د پښتو ادبیاتو په بېلابېلو ادبي تاریخونو، ادبي تذکرو او نور آثارو کې وړاندې شوي دي، چې دلته یې راوړل ضروري نه دي. زه غواړم هغه لیکوالان معرفي کړم چې اوس مهال هم ژوندي دي په ساده او هنري نثرونو کې یې نوي آثار هم رامنځته شوي او اوسمهال د پښتو ادبیاتو په وده کې دوی ښه رول لوبولی او دپښتو ادب مهمې څېرې دې چې له دغو څېرو څخه یې یو څو تنه په لاندې ډول معرفي کوو:
حبیب الله رفیع
د پښتوادب په کلاسیکه دوره کې خوشحال خټک ځانګړی نوم لري د ده شخصیت ډیری مهم اړخونه لري او که د هر اړخ نه د ده په شخصیت څېړنې وشي په هغې کې بریالی او نامتو کس ګڼل کېږي او هم یې د پښتو ادب ته په هره برخه کې ډېر څه ورکړي دي. زما په اند د اوسني دورې په اوسمهال کې همداسې یوه څېره استاد حبیب الله رفیع لري چې د ځانګړې پوهنې او استعداد له امله د پوهې په هر دګر کې ښه ځلیدلی دی. اوسمهال ما ډېر کسان لیدلي چې هغوی سیاسي، اقتصادي او په نورو علمو کې په بهرنیو مهمو هېوادونو کې زده کړې کوي، خو دوی اوسمهال هم د استاد رفیع مشورو او د ده لیکنو او نظریاتو ته اړ دي، اوسمهال زیاتره وزارتونو او ادارې مجلې اونورې چاپي خپرونې لرې، خو په ډېرو مجلو یا اخبارونو کې د هېواد سیاسي ، اقتصادې، فرهنګې او ادبي اوضاعو په اړه به د استاد رفیع لیکنه په لومړۍ پاڼه کې ځای ولري، ځکه دی د خپل هېواد او خلکو د ژوند په هره برخه کې د پوهې خاوند دی.
حبیب الله رفیع د نصرالله نقشبند زوی د ۱۳۲۴ لمریز کال د وږي په میاشت کې د میدان وردکو د ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. نوموړي لومړنۍ دیني او ادبي علومو زده کړې په خپله سیمه کې او د کابل په دارلحفاظ کې تر سره کړې دي (۱۶: ۳۴۰) له استاد رفیع نه یوه ورځ ما پوښتنه وکړه چې د ده د وړکوالي د زدکړو په اړه هغه وویل« ما په وړکوالي ډېر څه په خپل کور کې د خپلې خور څخه زده کړي دي » د ده په وینا له وړکوالي نه یې د شعر او شاعري او ادبي فنونو د لوستلوسره مینه درلوده.نوموړی د هېواد د ځینو مهمو کورسونو اوعلمي مراکزو څخه د زده کړو ښه سندونه اخیستي دي او یو شمېر ستاینلیکونه یې د داخلي او بهرنیو مراکزو او علمي ټولنو څخه تر لاسه کړی دي او اوسمهال د پښتو ادب لوی استاد او مخکښ ګڼل کېږي.
استاد رفیع لومړنۍ دندې د پوهنې وزارت د تالیف او ترجمې په ریاست کې د عرفان او پوهنه مجلو په اهتمام پیل کړې، د تاریخ او د ادب ټولنې یې غړیتوب اخیستي، د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی د دایرة المعارف د مرکز رییس او اوسمهال د علومو اکاډمۍ د علمي غړي او سلاکار په توګه دنده تر سره کوي.
استاد رفیع د ثور له کودتا وروسته له کاره ګوښه او په ۱۳۵۸ لمریز کې د کابل په چرخي زندان کې بندي شو او تر ازادېدو وروسته په ۱۳۶۰ کال کې د هېواد د غرونو له لارې د پښتونخوا پېښور ته کډوال شو، هلته یې هم د مقاومت ادبیاتو کې ښه رول لوبولی دی.په پېښور کې بېلابیلې چاپي رسنۍ د لیکوالو له خوا رامنځته شوې چې استاد یې د مدیریت، غړیتوب او د کتنې مسولیت په غاړه درلوده او له هغه ځایه یې د افغانستان په سیاسي او ملي مسایلو لیکنې کولای او د ادب له لارې هم سیاسي هڅې د یو ازاد افغانتسان په موخه وي(۶: مرکه).
استاد رفیع په پېښور کې د پښتو اکاډمۍ سره هم د همکار په توګه پاتې شوی او هلته یې د پښتو ادب د کلاسیکو قلمي آثارو په اړه هم څېړنې کړې دي او د پښتو ډېری آثار د ده په هڅو او کوښښ سره تدوین او دوباره چاپ شوي دي.نوموړی د لرغونو متونو په څېړنه کې ښه مهارت لري او ډېر قیمتي آثار یې د ادب مېنوالو ته وړاندې کړل. که تاسې د پښتو ادب اوسني نامتو څېړونکي او استادان وګورۍ د هغو په لیکنو کې به د یوې موضوع په اړه د استاد رفیع له مقالې، کتاب یا د ده د شخصي نظر څخه زیاته کټه اخیستل شوې وې او تر دې دمه یې د څېړنې بهیر ګړندی ساتلی دی.
په هېواد کې د تېرو لسیزو د جګړو له امله د استاد رفیع کورنۍ کاناډا ته وکوچېده او هلته د ده د کورنۍ غړو(زامنو) لوړې زده کړې وکړې او هلته ژوند کوي، خو استاد رفیع د خپل وطن او خلکو سره د مینې له امله د حامد کرزي د حکومت په دوران کې هېواد ته راستون شو د خپل هېواد د جوړونې په اړه یې په ملي، سیاسي او مهمو غونډو او مسایلو کې یې ښه رول ولوبوه، او د هېواد جوړونې په اړه یې هره ورځ څرګندونې د مطبوعاتو له لارې وړاندې کېږي. که په لنډه توګه ووایو استاد رفیع د هېواد ملي او سیاسي څېره، اقتصاد پوه، د ادب پنځونکي او مخکښ، تاریخ پوه ، سیاسي او د ټولنیزو چارو شنونکی دی.
استاد رفیع اوسمهال د هېواد په لسګونو رسنیو سره د لیکنو، مقالو او غږیز کلیپونو په اړه مرسته کوي او په لسګونه نوي ځونانو ته لیکوالۍ او ادبي علومو په اړه زده کړې هم ورکوي. د ده د ویاړ په اړه څو غونډې د هېواد په داخل او بهر کې هم جوړې شوې په دې غونډو کې د نوموړي ادبي خدمتونو په اړه بحثونه شوي دي.
نوموړی استاد شعر هم لیکې، کره کتنه هم کوي،په ژبپوهنه کې لوی لاس لري، ښه هنري نثر لیکي، او په پښتو ادب کې ګڼې څېړنې هم کړي چې د ځینو نثري آثارو نمونه به یې په لاندې توګه وړاندې کړو:
زرینې څانګې، ملي زاویه، د افغانستان لنډه کی تاریخ، ژبپالنه، د پښتو پخوانۍ تذکرې، ادبي ستوري ، پښتو پانګه ، لیکونه او سر لیکونه، کتابونه دریابونه، پښتني دودونه، استقلال څلورمه جبهه، روسي ښكيلاك رنګونه او نيرنګونه، وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه او داسې نور . د ده د ځانګړو چاپ شویو کتابونو شمېر سلو ته رسیږي او له سلو څخه زیاتې مقالې یې د هېواد او له هېواده بهر په ځینو چاپي رسنیو کې چاپې شوې دی. سربېره پر دې یې نژدې سل کانفرانسونو کې برخه اخیستې هلته یې خپلې علمي څېړنیزي مقالې ویلې او ترې دفاع یې هم کړې ده(۱۰: مرکه).
د نثر بېلګه:
ملي کلتور او ملي هویت
په یوه جغرافیايي سیمه کې چې یوه ډله خلک راټول شي او دا سیمه په ارادي توګه خپله مينه وبولي، د زړه تړون ور سره ولري او په ودانولو کې یې مسوولانه برخه واخلي، له همدې ټکې نه د ملي تشکیل بهیر پیلیږي او د ملت زړی اېښودل کېږي. د دې جغرافیايي سیمې، ځنګلونه، کانونه، اوسېدونکي او نور ټول د دې هېواد ملي او طبیعي شتمني ده چې د زمانې په واټ کې په کار لوېږي. هر څومره واټن چې وهي او هر څومره بدلونونه چې په کې راځي دا یون او بدلون د دې سیمې او دې خلکو د کلتور ګامونه جوړوي او ورو ورو دا سیمه د «هېواد» حیثیت، دا وګړي د «ملت» سیاسي بڼه او دا شوی کار او زیار د ملي کلتور خښته ږدي.
مادي کلتور له هغه وخت نه را پیلیږي چې په یاده شوې سیمه کې هستوګن انسان د شاو خوا په طبیعي شتمنیو کې تصرف وکړي او لاس پرې ووهي. د نمونې په توګه د خپل چاپیر ډبرې توګي او لوښي او افزار ترې جوړوي، له ونو او ځنګلونو نه لرګي راغوڅوي او د تصرف له لارې یې د خپل ژوند د وسایلو په توګه کاروي، له خاورو نه خټې جوړوي، بیا یې په لوښو ا وافزارو یا خښتو بدلوی، له کانونو نه اوسپنې، مس او نور فلزات را اوباسي، بیا یې د تودولو او ټکولو له لارې په لوښو او افزارو بدلوي او داسې نور.
په مادي ټولو څېزونو کې شوی تصرف کلتوري تصرف بلل کېږي او ځانګړې توګه د دې لوښو، افزارو او مصنوعاتو د جوړولو سبک، شکل، نقش اونګار د کلتور د تاریخي مطالعې لاره هواروي او د یوه ملت د ملي کلتور ځانګړنې ټاکي. همدا راز په دې جغرافیايي سیمه کې د هستېدلي ډلې کړه وړه، راشه درشه او راکړه ورکړه د دې ډلې تاریخي څېره، کلتوري ځانګړنې را بر سېره کوي او د دوی د ملي کلتور معنوي اړخ جوړوي.
د انسانانو تر تاریخ وړاندې دوره یعنې هغه دره چې لیک لا نه و اختراع شوی د همدې مادي او معنوي پاتې شونو له مخې اټکل کېږي او ټاکل کېږي او همدا له دوی نه را پاتې مادي او معنوي څېزونه د دوی د شعور، استعداد، کار او پوهې سطحه راښیي او له دوی سره مو اشنا کوي.
هغه مادي مواد چې تر تاریخ وړاندې دورې له انسانانو را پاتې دي اوس د کاربن څوارلس په وسیله معلومېږي ا وموږ ته یې د لرغون توب عمر ټاکي، د همدې لرغونوموادو په تر لاسه کېدو او د همدې علمي الاتو له په کار اچولو څخه په افغانستان کې د انسان د ژوند پنځوس زرکلنی نښې را پاتې دي او هغه ډبرې او نور افزار لاس ته راغلي چې دوی پنځوس زره کاله مخکې جوړ کړي او تصرف یې په کې کړی دی. همدا راز د دوی هغه سندرې، روایات او حکایات را پاتې دي چې په لرغونو زمان کې د دوی ژوند دود راښيي او دا موږ د ملي کلتور بنسټونه بللای شو.
خو کلتور جامد او منجمد نه دی، بلکې خوځند او متحرک دی، افقي او عمودي وده کوي چې په عمودي برخه کې تاریخي کلتور مطالعه کولای شو او په افقي وده کې یې بیا هغه کلتور اغېز چې د نورو کلتورونو له خوا وخت په وخت پرې کېږي مطالعه کوو او د کلتور د سالمې ودې د بهیر لاره او لوري څارو.
د ملتونو د تاریخي کلتور په بهیر کې د ملي هویت څېره روښانه کېږي او ملتونه خپل تشخص، ځانګړنې او خپل خصوصیات تر لاسه کوي. په دې بهیر کې د ملي هویت تذکره بشپړیږي او هر ملت بشري ټولنې ته په خپل ځانګړي رنګ کې وړاندې کېږي(۹ : ۵).