محمد اصف صمیم
د پښتو د ادب په هره دوره کې د هېواد د ختیځ د ادب په اسمان کې یو ستوری را ښکاره شوی دی چې اوسمهال دغه ستوری محمد اصف صمیم دی چې د لینکې زرینې وړانګې د ادب په اسمان کې د هېواد په ټولو څنډو خپله رڼا شیندي او د اوسني ادب یوه مخکښ لیکوال، څېړونکی او ژباړن ګنل کېږي.دی په ۱۳۳۱ لمریز کې د ښایسته ننګرهار په هغه ټاټوبي کې چې هلته پوهاند رښتین او قیام الدین خادم پیدا شوي و دی هم په کامه کې زېږیدلی دی. لومړنی زده کړې یې د شینوارو په غني خیلو کې او په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د ننګرهار د عالي لیسې څخه فارغ شو.
محمد اصف صمیم تر فراغت وروسته په ۱۳۵۲ لمریزکال کې د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو اوبشري علومو پوهنځي ته بریالی او له عربي څانکې څخه په ۱۳۵۶لمریز کال کې د لسانس سند تر لاسه کړ.خو د ده د فراغت پر مهال په هېواد کې سیاسي وضعه د ځینې ګوندونو تر منځ خرابه وه او همدې حالت د استاد صیمیم په ژوند هم اغېز وکړ فقط په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یو څو میاشتې د پښتو په نړیوال مرکز کې دنده تر سره کړه او د ځینو ستونزو له امله یې دغه دنده پرېښوده او بیا یې د ایمل خان او د د کامې په مراد علي لیسه کې هم د ښوونکي په توګه دنده کوله ،خو دلته هم ورته ځینو کسانو ستونزې جوړولې او یو ځل بیا بندي شو چې تر بند د خوشې کېدو ورسته په ۱۳۵۸ لمریز کال کې پېښور ته وکوچېده او هلته یې هم د ښوونکي او لیکوال په توګه دنده تر سره کوله. د هغه وخت په ځینو چاپي رسنیو کې لیکنې خپرولې د هغوی سره یې قلمي مرسته کوله د ځینو خپرونو کې د مهم غړي په توګه کار کړي او هلته د همدغه لیکوالو په واسطه د مقاومت په نوم ادبیات رامنځته شوي دي. محمد اصف صیم د اوسنیو لیکوالو یو پیاوړی استاد دی چې په اومه لسیزه کې د ننګرهار پوهنتون په ادبیاتو پوهنځی کې استادي هم کړې ده((۱۰: مرکه)).
استاد محمد اصف صمیم د غوره اوکره څېړنو او ژباړو تر څنګ ښکلي هنري نثر لیکې او اوسمهال دی د یو ځانګړي سبک لیکوال ګڼل کېږي او د ډیری ادبپوهانو له خوا د ده نثر ستایل شوی او ډیری لیکوال د ده له لیکنې څخه د یوې زده کړې په توګه کار اخلي. د ده د ښې لیکوالي له امله د هېواد په ډېرو برخو کې د و یاړ غوندې هم جوړې شوي دي. د ده په اړه چې کومه غونډه په کندهار کې جوړه شوې وه هغې غونډې ته استاد غنضفر هم یوه لیکنه استولې وه چې په هغې کې صمیم صاحب د اوسمهال یو ښه نثرلیکونکی او بریالی لیکوال معرفي کړی و. د استاد غضنفر په وینا د صمیم صاحب په نثر لیکلو کې ځانګړی مهارت لري او د ده لیکنه د دې له پاره لولي چې یو څه ترې نوې شیان زده کړي.
د سمندر په چوپتیا کې لوی هنر دی هغه قوت لري په هغه کې ښه جواهر هم پراته وي، خو اواز یې نه پورته کېږي همداسې د صیمیم صاحب طبیعت هم دی، ډېرارامه او غلی ښکاري خو د ښه فکر او ښه قلم لیکوال دی. په ننګرهار کې چې اوسمهال د افغان ادبي بهیر پر مخ ځي د دې تر شا د صمیم صاحب هڅې دې، نوي او تنکي ځوانان د فرهنګي کارونو په لور هڅوي، د هغوی په لیکنو کره کتنه کوي او د یوې لیکنې بریالۍ لارې چارې د ادبي بهیرګډونوالو ته څرګندوي.
د حامد کرزي په ولسمشرۍ کې ګڼو فرهنګیانو د سیاست په لور مخه وګرځولو په ځینو دولتي پوستونو کې دندې واخیستې، سیاسي هڅې یې پیل کړې، ځینې نوي ځونان یې تر خوا راټول کړي په همدې اړه د صیمم صاحب څخه په هره ادبي غونډه کې ګڼو ځوانانو په سیاسي چارو کې د ګډون غوښتنه وکړه، خو د استاد صمیم د اوسني موقف په اړه غفور لېوال په یوه مرکه کې بي بي سي راډیو ته ویلي و:(( استاد محمد اصف صیمیم چې اوس کوم موقف غوره کړی دا د ځوانانو د روزلو له پاره د اب حیات معنی لري، زه فکر کوم چې د سیاسي هڅو بر ځای د ده اوسني فرهنګي او ادبي هڅې د ځوانانو له پاره ډېرې مهمې دي)).
داهم د نوموړی لیکوال د ځینو څېړنیزو او ژباړل شو آثارو لیک لړ:
الف- څېړنیز آثار:
د رحمان بابا د ديوان نومښود- ۱۳۶۵ل
مړه يې مه بولئ ژوندي دي، لومړې ټوك- ۱۳۶۵ل
مړه يې مه بولئ ژوندي دي، دويم ټوك- ۱۳۶۶ل
د پټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دى؟
د كره ليكنۍ ژبې جاج- ۱۳۶۹ل
د لرغونې شاعرۍ ګړنې- ۱۳۷۸ل
وييزېرمه (لغوي ذخيره)- ۱۳۸۱ل
د عبدالحميد مومند فرهنګ- ۱۳۸۱ل
پښتو لوست (د شپږم ټولګي) ۱۳۶۷ل
پښتو لوست (د څلورم ټولګي) ۱۳۶۷ل
د عبدالحميد مومند كليات (سريزه، څېړنه او وييپانګه) ۱۳۸۳ل
ب – د ژباړل شو آثارو لیک لړ:
رېښتيانۍ كيسې- ۱۳۶۴ل
د پېغمبري مكتب رېښتيني اتلان- ۱۳۶۸
د مذهب په جامه كې د استعمار مزدوران
وهابيت
د افغانستان مېړني
رېښتيا خبرې ۱۳۸۲ل
او پر دې سربېره د استاد لاندې كتابونه خپرېدو ته سترګې په لار دي:
د لرغونې شاعرۍ جوليزه او مانيزه يو رنګي
د رحمان بابا فرهنګ
پښتو نامې
شاعر د شاعر په هنداره كې
خوشال يادې كړې ښځمنې
د لرغونې شاعرۍ ۵۰۰ متلونه
روحاني عرفاني فرهنګ (دوه ټوكه)
د لرغونې شاعرۍ غورچاڼ (۱۵: مرکه).
د پورتینو آثارو پرته د صمیم صاحب نور آثار هم شته چې څه یې څیړنیز آثار دي او څه یې نوې ژباړي دي او ځینې آثار یې تر اوسه لا د چاپ ډګر ته نه دي راوتي.
د نثر بیلګه :
استاد صمیم د څېړنې او ژبپوهنې تر څنګ د پښتو ادب لرغونې آثارو تدوین هم کوي چې د حمید مومند کلیات د ده په سریزې، څېړنې، اوډڼې او ویپانګې سره د دانش کتاب پلورنځي له خوا په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۶ هـ ش کلونو کې چاپ شوی دی.
د دغه کتاپ په پیل کې ښاغلي صمیم صاحب یوه نثري لیکنه کړې چې نمونه یې دلته راوړو:
(( … د عبدالحمید مومند هنري سبک او ښکلاییزه خوا:
حمید مومند یو نازکخیال او رنګین خیال شاعر دی ، د ده په کلام کې هنري او ښکلاییزه خوا دومره غښتلې او دومره پیاوړې ده، چې دی یې د پښتو ادب د اسمان لوړو مدارجو ته خېژولی دی. د ده د شاعرۍ منشور(غمی) چې له هرې خوا او هروت څخه وکسې، یوه نوې رڼا او نوې پلوشه ترې پر سترګو لګي. دی د شعر پر ښکلاییزو باریکیو او رنګینیو دومره خپور او را چاپېر دی، چې مینه والو او پلیو نپو یې په حقه وېښته چوونکی بللی او د موشګافۍ پر پلاز او ګدۍ( مسند) یې کېنولی دی.
د پښتو څېړونکیو او سبک پوهانو د عبدالحمید مومند د سبک ښکلا، رنګیني او هنري لوړتیا د هندي ادبي ښوونځي له اغېز بللې ده، خو مخکې له دې چې د دې ارزونې او تقسیم په باب څه ووایو په کار ده چې پر ادبي سبک او ادبي ښوونځي یو څه رڼا واچوو. که څه هم له بده مرغه د دواړو تر منځ د برید او پولې تړېدو او ناځانخبري نه بېلتون، د ارزښتونو او څرنګتیا وو پوهېدا لږه ګرانه کړې ده، خو د دواړو نومونو او اصطلاحاتو د پوهېدنې له پاره دواړه سره په لنډه توګه جلا جلا څیړو:
سبک : ویلونه، ویلې شوی فلز په سانچه یا قالب کې اچول، کلیمې او ویونه په ښکلي ډول اوډنه، طرز، دود.
مکتب: لیکځی، لوستون، ښونځی.
څرنګه ،چې سبک د طرز او دود په مانا هم راځي نو ادبي سبک له ادبي مکتب نه مطلب په ښه توګه څرګندولای شي.
د ادبي سبک او مکتب توپیرونه:
۱- سبک د مکتب په پرتله ځانګړی او راغونډ دی او مکتب عام.
خپور(غوړیدلی) او له یو ې ډلې ادبي او هنري پنځوونکیو را چاپېرېدونکی دی.
۲- سبک په خپلو ځانګړیو کلیاتو کې یوازې د همغه پنځوونکي یا ایجادګر څېره ځلو، خو ادبي مکتب بیا د یو شمېر پنځونکیو او لیکوالو د ځانګړنو څرګندوی دی.
۳ – سبک د ادبي مکتب په برید او ونډ کې غږیږي، خو مکتب د سبکونو له یوښت او ورته والي رامنځته کېږي.
۴ – سبک: یوه ټاکلې تاریخي دوره ځلوي، خو مکتب یوه پراخه او غوړېدلې دوره را اخلي.
۵ ـ سبک یوازې د یوه هنرمند او لیکوالو په اثر کې د مضمون او جولې د بېلوونکیو بنسټي ځانګړنو ټولګې یا مجموعې ته وايي، خو مکتب د یوه لیکوال نه، بلکې د یوې ډلې لیکوالو ځانګړنه ده.
په بله وینا ادبي مکتب د داسې یو شمېر لیکوالو په پنځونو او ایجادیاتو کې یوښت او وحدت ته ویل کېږي، چې په خپله ایډیالوژۍ او اند دود کې د ربړو او ستونزو په اواري کې د یو شنان لارو د پېژندنې او لید توګې د پوهندود ( د افادې طرز) په ورته والي او داسې نورو کې سره نژدې وي، یعنې سبک د ځانګړتیا( انفرادیت) نوم دی او مکتب د ټولیزوالي یا جمعیت.
د دغو بیلونو او توپیرونو په رڼا کې بویه، چې (سبک او مکتب) یو د بل پر ځای ونه کاروو، د هندی مکتب یا ښوونځي نومونه هم ځکه ټکنۍ او پاموړده، چې په هند کې ډېر زیات ادبي او فکري مکتبونه دي او هغه څه، چې موږ هندي مکتب بولو، د هند له لرغونو ادبي عنعنو سره زیات توپیر لري.
د (هندي مکتب) پر ځای هندي سبک له لغوي امله هم جواز لري (خکه) د فارسي ژبې ټولو ادبپوهانو هم د مکتب پر ځای د خراسانيو، عراقي او هندي سبکونو نومونه منلې ده، نو د هندي سبک اصطلاح د دودېدو له امله هم راوړل او کارول بې ځایه نه دي.
د هندي سبک ځانګړنې:
۱ – د غه سبک زیاتره ابهام او پېچلتیا لري.
۲ – نویو مضامینو او تازه فکرو موندلو ته په کې زاته پاملرنه کېږي.
۳ – ایجاز او لنډون د دې سبک بله ځانګړنه ده، یعنې ډېرې خبرې په لږو عباراتو کې.
۴ – د تشبیهاتو استعارو ژورتیا.
۵ – د فولکلوري توکیو( متلونو، ګړنو او…) زیاته کارونه.
۶ ـ د مسرو تر منځ انډول او تناسب ساتنه او د بدیعي صنایعو (تقابل، مراعت النظیر، مدعا و مثل او حسن تعلیل) پالنه.
۷ – شعر په کې د یوه ځانګړي وزم او تال درلودونکی دی.
۸ – د دې سبک غزلیزه شاعري زیاتره د مینې پر چورلیز چورلي او موضوعي تیت و پرکتیا په کې زیاته تر سترګو کېږي.
۹ – د دې سبک شاعران زیاتره په لفظي نزاکت، باریکۍ او مضمون پنځونې پسې ګرځي، او د شعر د دودیزو ارونو څه ډېره پروا نه ساتي.
۱۰ – افراط، تفریط ، اغراق او مبالغه د دې سبک په تابع شاعر کې ډېره لیدل کېږي.
دغه سبک پښتونخوا او افغانستان ته د یوولسمې پېړۍ په شاو خوا کې لاره وکړه او د پښتنو په فرهنګي ټولیو کې یې لوستوال درلودل.
په پښتونخوا کې د هندي سبک لومړی پلیونی شاعر عبدالحمید مومند دی د ده په شاعرۍ کې د هندي سبک دغه ټولې ځانګړنې او ارونه یو یو تر سترګو کېږي.
په تلو تلو کې یو څه پر دې کلیات، انګیزو او خپل کار دود:
څرنګه چې د حمید بابا شاعري په لومړۍ ځل د یوې ټولګې، جونګ او غونډ په جامه کې د پښتو شاعرۍ د مینه والو او لوستوالو مخې ته اېښود کېږي. نو بویه هغه یو څو انګېزې او د کار دود څرنګتیاوې په ګوته شي چې د دې کلیات د رامیدان ته کېدو لامل شول:…) ۱۴:یولس – څوارلسم).