استاد اسدالله غضنفر
د ساینس د نننیو پرمختګونو په اړه د ارسطو نظریو ښې پایلې ورکړي دي او د پرمختګ په لور ښې ځلیدلې دي، که هغه د ساینسي علومو په اړه دي که هغه د ټولنیزو علومو، خو په ټولو برخو کې یې ځانګړی استعداد درلوده. همداسې د پښتو ادب په اوسنیو لیکوالو کې استاداسد الله غضنفر د پښتو ادبیاتو او نورو ټولنیزو برخو په اړه د ده اندونه او خبرې د کاڼې کرښې غوندې تلپاتې مفهوم ښکاره کوي.
زما د پورتنیو خبرو په اړه که چا د ازادۍ راډیو مجلې پروګرام اوریدلی وي، نو هلته د نوموړي د خبرو او استعداد په اړه حیرانیږي، چې د یوې زړې موضوع باندې د څو نوو اړخو له مخې خبرې کولای شي او هره خبره کې ځانګړی خوند، مفهوم او نوی والي پروت وی. د دې تر څنګ که څوک په هغه ادبي غونډو کې د ده کره کتنې خبرې واورې او د ده سوالونه یا په یوه موضوع د نظر وړاندې کولو انځور وګوري، نو بیا روښانه کېږي چې د پښتو د ادب( شعر او نثر) په اړه د ده پوهه د هېواد په کچه نه بلکې یوه نړیواله پوهه لري.
اسد الله غضنفر د پښتو د ادب د غزلبول شاعر محمد صدیق پسرلي زوی، د هندوکش په شمال کې د کندوز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږیدلی دی، دولسم ټولګی یې د کندوز په شیرخان لیسه کې لوستی دی او بیا یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې زده کړې کړي دي. همدا ډول یې په پېښور پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې ماسټري اخیستې ده او خپله لومړۍ رسمي دنده یې د ایران په تهران راډیو کې پیل کړې ده. په پښتو ادب کې د خوشحال خان له کورنۍ نه وروسته دا دویمه کورنۍ ده چې ډېری غړي، لیکوال او د پښتو ادب پنځوونکي دي(۱۲ : مرکه).
اسد الله غضنفر د جهاد پر مهال په پېښور کې اوسیده هلته ده هم د جهاد او مقامت په ادبیاتو کې ښه ځلیدلی دی او همغه وخت یې د لنډو کیسو یو اثر( ساړه بادونه) د ناهید خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. نوموړي د مهاجرت په چاپیریال کې د مهمو چاپي رسنیو سره د کتونکي او لیکوال غړي په توګه پاتې شوی دی لکه د سپېدې مجله او د داستانونه په نوم چې کومه مجله خپرېده د هغې مدیریت هم د نوموړي په غاړه و.
استاد غضنفر د لنډو کیسو په فن او تخنیکونو کې لوی استاد او کره کتونکى کڼل کېږي او په دې اړه یې پخوا ډېر کار او هڅې کړي دي،چې لسګونه لنډې کیسې د هېواد په بېلابېلو چاپ رسنیو کې خپرې شوې دي او تر دې دمه یې په سلګونه نوي په سلګونو نوو ځوانانو ته په غونډو ، ملي کنفرانسو او ادبي بنډارونه ناستو کې لارښونې کړي دي.
استاد غضنفر د لنډو کیسو د مخکښ لیکوال تر څنګ د پښتو ادب د اوسنیو کره کتونکو کې هم ځانګړی ځای لري او د خپل رسا نقد له پلوه په یوې خبرې سل نوې خبرې راټوکوي، چې زما خپله د ده د کیسې لیکنې په پرتله د ده کره کتنه ډېره خوښیږي.
استاد غضنفر د کره کتنې له لارې اوسمهال لسګونه داسې مقالې او لیکنې وړاندې کړي چې هغه هم د تیوري په برخه کې او هم په عملي توګه د ادب په ډګر کې ترې ګټه اخیستل کېږي. زما په اند د ده د (نثر لیکلو هنر) کې چې کومې مقالې وړاندې شوې هغه ټولې نوې ښکاري او د ده خپله خبره ده چې وايي : (( ښه ښوونیز نثر کې که مثالونه وړاندې شي د مفهمو په رسولو کې ښه مرسته کولای شي)). نو په دغه اثر کې مقالې د تیوري تر څنګ عملي برخه د یو مثال په توګه هم وړاندې کړې او دا کار د ادبیاتو د زده کړیالانو او هغه کسانو له پاره مهم دی چې دوی د ادبیاتو په اړه پوهه تر لاسه کوي.
ددې ترڅنګ استاد له اردو او انګليسي ژبو څخه هم په ژباړه کې لوى لاس لري، چې وخت ناوخت يې علمي، ادبي او ټولنيزې ليکنې ژباړلې، چې تر ټولو ښه بېلګه يې د هند دنيمې وچې نوماند تاريخ ليکونکي مبارک علي تاريخي ژباړې وې، چې پښتانه يې ورسره آشنا کړل او دغه ژباړې په کتابي بڼه هم خپرې شوې دي.
بل خوا د نوموړي استاد د ښې لیکوالۍ راز د ده د کره کتنې په اړه د مهارت سره تړلی ښکاري، همدا علت دی که دی د یوې موضوع په اړه یوـ دوه کرښې ولیکې خو پراخه مهفوم لري ځکه کومې خبرې چې وړاندې کوی هغه یې د بېلابیلو اړخو له مخې څېړلې وي.
د پښتو د ادب ستوری ګل پاچا الفت د نثر د لیکوالۍ په اړه ډېر باریکبین لیکوال تېر شوی، یعنې الفت صاحب یوه انتقادي ټولنیزه موضوع په ډېره باریکبین حالت کې وړاندې کړې ده ، د همدې ځانګړنې په اساس د ده غوره نثرونه د ډېرو کسانو خوښېږي. همداسې استاد غضنفر ځینو ��برو ته د یو عجیب اړخ له امله پام کړی او هغه موضوع یې داسې وړاندې کړې، چې په لوستلو یې لوستونکي ته ارزښت، او باریکبینې وړاندې کړې لکه د نه لیکلو هنر، ولې او داسې نور.
د استاد غضنفر د نثر لیکلو هنر کتاب اوسمهال د نثر د تیوري په برخه کې ارزښتمنه معلوماتي سرچینه ګڼل کېږي چې د هېواد په کچه په لویو علمي اکاډمیو کې هم د زده کړې په توګه ترې کار اخیستل کېږي،. نوموړی استاد اوسمهال غواړي چې همداسې یو قیمتي اثر د شعر په اړه هم په نژدې وختو کې وړاندې کړي(۱۷:مرکه).
نوموړی د پورته ادبي فعالیتونو تر څنګ په ازادۍ راډیو کې دنده تر سره کوي، چې په هغې کې هم ادبي خپرونه وړاندې کوي او ډېر ژر به د استاد غضنفر او استاد منلي د مرکو هغه اثر هم چاپ شي کوم چې دواړو استادانو د ادبي مسایلو په اړه پرې بحث کړی دی.
د استاد غضنفر د نثر نمونه:
د ادبیاتو درسي کتابونه
ادب د هنر برخه ده او په هنری اثر کې خوند و ښکلا وي، خو زموږ د ښونځیو او پونځیو د ادبیاتو په درسي کتابونو کې یا خوند نشته یا کم دی. داسې ولې ده؟ د دې پوښتنې یو ځواب دا دی چې موږ د ادبیاتو په ور زده کړه کې ډېر زور په هغه عناصرو اچوو چې د ادبي آثارو له ذاتي عنصر یعنې خوند و ښکلا سره یې مستقیم تعلق نشته. د ژبې او ادبیاتو په مضمون کې له زده کوونکو غواړو چې مشکل او کم استعماله پخواني لغتونه زده کړي، د ادبیاتو تاریخ زده کړي، د مشکلو بیتونو معناوې زده کړي او د ګرامر وچ تعریفونه حافظې ته وسپاري. دغه زده کړې د دوی د ذوق په روزلو کې برخه نه اخلي او ډېر ځله یې په ادبیاتو بې باوره کوي ځکه دوی ویني چې په هغه څه پوهېدلو ته مجبور شوي دي چې خوند په کې تقریباً نشته او په عملي ژوند کې چندان نه عملي کېږي.
زما په نظر که د ادبیاتو په تدریسې کتابونو کې د متن د پېچلتیا په ځای د متن ښکلا ته ډېر اهمیت ورکړو نو له ادبیاتو سره به د زده کوونکو مینه پیدا شي او د دوی ذوقونه به وروزل شي. د دې مینې په برکت به دوی په راتلونکي عمر کې له ادب سره تعلق نه شلوي. یو ښکلی شعر، یوه اغېزناکه کیسه، یوه خوږه سفرنامه، یو جالب راپورتاژ یا د لوی لیکوال مقاله د ژبې او ادب په باره ��ې تر هغه متن چې په مشکل او په فشار یې لولو، ډېر څه رازده کولای شي او د ژبې په باریکیو موښه پوهوي.
د ادبیاتو په تدریسي کتابونو کې د خوند او ښکلا عنصر ته بې پامې به مختلف وجوهات لري خو زما په ګومان یو لوی علت یې دا دی چې زموږ کلچر او ارزښتونه خوند او خوشحالي ته په درنه سترګه نه ګوري او دودیز روزنیز نظام مو هم وايي چې چېرته ډب هلته ادب. له بلې خوا په تاریخي لحاظ زموږ د علم عملي استفادې ته اهمیت نه دی ورکړی. همدا وجه ده چې په اختراعاتو کې تقریباً برخه نه لرو. موږ په پېړیو پېړیو تر ډېره حده علم د علم له پاره زده کړی دی خو اروپایانو علم ته د داسې شي په سترګه وکتل چې په ژوند کې باید پکار راشي نو ترقي یې وکړه.
موږ د علم په باره کې له خپلو زوړ فکرونو سره تر اوسه خدای پاماني نه ده کړې. د ادبیاتو د تدریسي کتابونو په تدوین کې پکار ده د موادو عملي استفادې ته هم اهمیت ورکړو. په عملي ژوند کې له ژبې او فرهنګه څنګه استفاده کېږي؟ هغه کوم ژانرونه دي چې په اوسنۍ ټولنه کې ورنه استفاده کوو؟ اخبارونه هره ورځ سر مقالې خپروي چې په لسګونه زره کسان ی ې لولي. ایا د یونس خیبري د دیوان معماوې به د زده کونکو په عملي ژوند کې پکار راشي که د سر مقالې تدریس؟ ژبه په مقالو کې، په دفتري راپورونو کې، په عریضو کې، په قوالو کې، په ډارمو کې، په رسنیو، ادارو او معاملو کې پکاریږي. موږ که غواړو چې ژبه مو وده وکړي او ژبه مو زموږ په وده کې برخه واخلي، نو ولې یې دغو عملي مواردو ته په پام سره نه زده کوو؟ ولې یو زده کوونکی قانع نه کړو چې د ژبې او ادبیاتو مضمون یوازې د امتحان له پاره نه بلکې په نور ژوند کې هم پکارېږي( ۱۶: ۱۷۰ – ۱۷۱).