د افضل خان خټک تاریخ مرصع
د خوشال خان په کورنۍ کې د ده لمسی افضل خان هم د تورې او قلم په ډګر کې ځانګړی شهرت لري د خپل استعداد په مرسته یې له وړکوالې نه د خپل نیکه (خوشال خان) پاملرنه د ځان په لور اړولې وه.
افضل خان خټک (۱۰۷۵هـ ق ـ۱۱۶۱ هـ ق) د اشرف خان هجري زوی دی چې د خوشال خان د ادبي مکتب په ستورو کې ښه ځلیدلی دی. کله چې د ده پلار د مغلو له خوا بندی شو، نو خوشال خان د قوم مشري افضل خان ته وسپارله چې وروسته یې په هره برخه کې له مغلو سره مبارزې کړي دي (۱۰: ۲۳۱ مخ).
کوم اثار چې افضل خان خټک لیکلي دي له هغې څخه ښکاري چې نوموړی نور اثار هم لري، خو دعبدالواجد په وینا د ده دوه اثارو سره ادبپوهان اشنایی لري. نوموړي لیکلي: (( یو یې د علم خانه دانش کتاب دی چې دغه کتاب د (کلیه ادمنه) پښتو ترجمه ده او یو نامتو کتاب دی. دغه کتاب په ختیځ کې پوره نوم او شهرت لري او په (۱۱۲۸هـ ق) د افضل خان په وسیله ترجمه شوی دی. د ده دویم اثر تاریخ مرصع دی. پادري هیوز د ده له دریېم اثر څخه هم یادونه کړې ده، خو تر اوسه پورې د دغه اثر هیڅ خوشال پېژندونکي محقق ته نه دی معلوم)) (۲۰: ۱۵۴- ۱۵۵ مخ).
افضل خان د کورني او بهرني چاپیریال د سختو شرایطو تر اغیز لاندې بیا هم د پښتو ژبې د بډاینې له پاره هڅې جاري ساتلې وې چې د ده په هلو ځلو یو شمېر کسانو ژباړې او لیکنې کړي دي چې ښه بېلګه د ده تره ګوهر خان خټک دی چې د افضل خان په غوښتنه یې قلب السیر ژباړلی دی (۱۴: ۲۳۸ مخ).
افضل خان د خپل عمر ۶۱ کاله د پښتنو په مشري او د پښتنو د ننګ له پاره د یو مشر په توګه تېر کړل او د (۸۴) کلو په عمر وفات شوی دی.
د افضل خان په اثارو کې تاریخ مرصع ځانګړی شهرت لري چې تر نن ورځې پورې د پښتو ژبې تاریخ لوستونکي او د ادبیاتو زده کړیالان یې لولي او د افضل خان د وخت او د خټکو د کورنۍ بېلابېل اړخونه په کې روښانه شوي دي.
د تاریخ مرصع قلمي نسخې ډېرې دي چې دغه اثر په لومړي ځل د دوست محمد کامل په زیار او هڅو په ۱۳۵۴ ل کې په پېښور کې چاپ شوی دی.
د دغه کتاب دوه فصله په نولسمه پېړي کې راورټي په خپل اثر (ګلشن روه) کې چاپ کړي دي (۲۰: ۱۵۶ مخ).
د تاریخ مرصع د ارزښت او اهمیت په اړه نه داخلي لیکوالانو، بلکې ختیځ پوهانو هم د دغه کتاب د ارزښت په اړه بېلابېل نظرونه ور کړي دي.
د تاریخ مرصع موضوعاتو ته ارواښاد پوهاند ډاکټر زیور داسې اشاره کړې : (( اوله برخه یې د مهتر یعقوب، ملک کالوت او خالد بن ولید بیان دی. بیا ورپسې اوه دفتره راغلي دي.
لومړي دفتر د لودي پاچاهانو حالت بیانوي.
دوهم دفتر د سوریانو په باره کې دی.
درېیم دفتر د لویو پښتنو امیرانو حالات بیانوي.
څلورم دفتر د کابل د صوبې او حالاتو څرنګوالی دی.
پنځم دفتر د سړبنی او نورو تپو قصې بیانوي.
شپږم دفتر د خټکو د قبیلې حالات او جګړې څرګندوی.
اووم دفتر د پښتنو بزرګانو حالات او د ژوند پېښې بیانوي او په اخر کې د ملي پښتني قبایلو نسب نامه راوړل شوې ده او په اخر کې د ملي پښتني قبایلو نسب نامه راوړل شوې ده )).
د ارواښاد زیور د څېړنو په اساس سره له دې چې افضل خان په دې اثر کې مخزن الاسلام او بیاض نه استفاده کړې ده، خو داسې موضوعات په کې هم شته چې په نورو اثارو کې څرک معلوم نه و (۱۴: ۲۳۳ مخ).
تاریخ مرصع د هر پلوه د پښتو په ادبیاتو کې ارزښت لري. په دغه تاریخ کې یو شمېر مذهبي کیسې، د خټکو پښتنو ځانګړی احوال چې افضل خان د همدې قبیلې دي او د دوی په سیکالوجۍ اړخ هم ښه پوهېده لیکلي دي. د خوشال ځینې نا معلومه برخې روښانوي او د دې کتاب له قوي محتوا څخه لیدل کېږي چې افضل خان د ځانګړې پوهې خاوند و او د خپل وخت له علومو زده کړې نه برخمن دی که چېرې دغه اثر تحلیل شي، نو ځانګړې بېلابېلې رسالې او کتابونه ترې جوړیږي.
د تاریخ مرصع د نثر بېلګې:
په تاریخ مرصع کې بېلابېل موضوعات او بابونه راغلي دي په دغه کتاب کې د دویم فصل ترعنوان لاندې د سلطان سکندر لودي د اولادونو په اړه لیکل شوي دي : (( په احوال د سلطان سکندر لودي. هر ګاه چې سلطان بهلول دا عالم فاني پریښ باربک شاه چې مشر ځوی د سلطان بهلول و په جونپور کې و او نظام خان چې کشر ځوی د سلطان بهلول او له نسه د بي بي ایمنې و په دهلي کې په تحصیل او په کمال یعنې په تعلیم د علم مشغول و. بي بي ایمنې خبر د سلطان بهلول مخفي و ساته او نظام خان شاهزاده ته یې چې ځوی د دې و خبر د دې واقعې په لاس د قاصد واستوه چې که په دا واقعه کې زر را ورسي بادشاهي دې تا ده ګڼه باربک شاه خو د بادشاه دی او واړه امراګان د سلطان بهلول له ده سره متفق دي او دی له موره پښتني دی او قوت او غلبه ډېره لری نظام خان په مجرد د اوریدو د دې خبر بلاتوقق په ډېر تلوار خپل څان په قصبې د جلالي چې لښکر د سلطان بهلول په دا قصبه کې و ور ساه وه. او تابوت یې د سلطان بهلول و د هلي ته روان کړ.
هر ګاه چې خان جهان او خان خانان فرمي او نورو امراګانو فکر وکړ چې باربک شاه له دې خلقه ډېر بعد او مسافت په میان لري. به ورځ د جمعې او اوولسم د شعبان المعظم په سن د اتصو څلور نوي نزدې و قصبې ته د جلالي پاس به لندی چې هغه ځای ته کوشک فیروز شاه وايی جلوس یې و نظام شاه ته په تخت د بادشاهي ارزاني کړ او په خطاب یې د سلطان سکندر مخاطب کړ دغه وخت یې شپږ زامن وو. وړومبي ابراهیم خان، دویم جلال خان درېیم اسماعیل څلورم حسن خان پنځم محمود خان او شپږم شیخ اعظم خان همایون پس له هغه یې اعلي جشن و فرمایه به دا جشن کې درې پنځوس تنه امراګان په اس او په سرو پایونو او په لویو منصبونو سر بلند او سر فرازه کړ او سیر حاصل جاګیرونه یې و عنایت کړ او په لږ مدت یې اواز د عدل او د داد او دامن او امان په غوږ د خلایق ور سید او کارخانه کې د سلطنت سر د سره با خوبي او تازهګي پیدا شوه.
پس له څو ورځو چې استقامت او استقلال یې ونېوه په وا سطه د ضبط ممالک او سر رشته بندو بست یې توجه و فرمایه اول کې په طرف د پرګنې د رپیري عزیمت و فرمایه ـ عالم خان ورور د سکندر خان ځوی تاتار خان لودي ته و پټیالې ته لاړ شه. )) ( ۶ : ۱۳۱ -۱۳۲ مخونه)
(( … مالره یې یحي خان او هغه مزور شیخ باز را واستول، چې مونږ دې د پلار د خلاصۍ جرګه کوو ته هم بویه چې راشې په دا جرګه داخل شې چې د مانه د بهرام خاطر جمع شي. واړه به سره اتفاق وکړو، مغل ته به سره یو شو، که مغل په دې کار کې سستي کا، بدي ده.
زه خو پوهېدم چې د دوی مقصود څه دی. ورته مې ځواب ورکړ، چې زه په دا معرکه نه در ځم. که بهرام اتفاق زما د پلار په خلاصي کا دا وسواس دې نه کا نه چې زه به مغل ته ورشم او که تاسو نور خپل روزګار سره لرۍ زه د روزګار ګډون نه کوم. رخصت مې کړل، خان علین مکان له هغې جرګې بیا راغی نظام پورته ، ما ته یې وفر مايئل چې څو نصو، روپۍ د دې ما هه موږ د تا د خرڅ له پاره د بهرام سره مقررې کړې. ته خپل سړي وراستوه … چې اخلي یې. ما ورته ووې د ماد تاه قرارداد سره هومره و چې څو ته د ما او د بهرام سره پّ اتقاف راضي شوی نه یې…)) (۶: ۴۹۷ مخ).
تحلیلي کتنه:
د یوه ښه نثر په اړه ویل کېږي چې عام فهمه وي، ساده او روان وي ډېر معنوي بار په کلماتو را نه وړل شي چې دا ټولې ځانګړنې د تاریخ مرصع په نثر کې لېدل کېږي.
دغه نثر د جملو د ترکیب له امله هم ښه نثر بلل کېږي چې پرېکنده او لنډې خو خپله معنوي برخه په ښه توګه ساتي. زما په فکر په تاریخي یا معلوماتي نثرونو کې د تاریخ مرصع د لیکنې طرز ښه دی چې د زده کړې په برخه کې هم رول لري، خو بیا هم د هغه وخت د چاپیریال تر اغېز لاندې لیکل شوی یوه نیمه نیمګړتیا به لري.
په معنوي لحاظ تاریخ مرصع د خوشال بابا د علمې هڅو او د خټکو او دهغه وخت او چاپیریال په اړه ډېر معلومات خوندي کړي چې اوسمهال د دغه کتاب پر ځینو برخو ادبپوهان کار کوي نوي معلومات په کې را سپړي.
د تاریخ مرصع نثر ځانګړنې:
کله چې تاریخ مرصع ما ولوست، نو داسې فکر مې وکړ چې د اوسمهال د کوم لیکوال اثر دی چې دا سې روښانه جملې لري. زما په فکر د تاریخي یا معلوماتي نثر په اړه چې استاد غضنفر کومې خبرې کړي دي هغه ټولې د تاریخ مرصع په نثر کې لیدل کېږي.
۱ – د تاریخ مرصع د نثر جملې روانې او سلاست لري چې د لوستلو پر وخت د کلماتو د تلفظ د سختوالي سره لوستونکی نه مخ کېږي.
۲ ـ په تاریخ مرصع نثر کې قافیه او سجعه نه لیدل کېږي. په همدې اساس افضل خان هڅه کړې ده چې په نثر کې پیغام لوستونکي ته ښه ولېږدوي او همدا ځانګړنه یې زما ډېره خوښېږي.
۳ ـ د افضل خان د نثر جملې دومره خوږې او په زړه پورې دي چې د ده لیکنه د اوسنیو لیکوالو په قطار کې درېږي. د کلماتو او جملو د اوډونو په اساس هومره پیغام استوي، د ده په نثر کې اطناب نه لیدل کېږي.
۴ ـ د دې اثر د نثر طرز کله حکایتوي بڼه غوره کوي، چې په داسې نثرونو کې لږ تلوسه هم ليدل کېږي او غواړي چې لوستونکي د زړه تنګي احساس ونه کړي یعنې د لوستلو ذوق یې مړاوی نه شي.
۵ ـ په دې نثر کې د فارسي او عربي کم لغات هم تر سترګو کېږي چې اصلي علت یې د دواړو ژبو اغیز په پښتو دی، نه په دې معنا چې ده په لوی لاس دغه لغات کارولي. د دې تر څنګ ده د پښتو سوچه لغات او متلونه هم په خپل نثر کې استعمال کړي دي.
۶ ـ مخکې مو اشاره وکړه چې د موضوع په لحاظ تاریخ مرصع اوچت ارزښت لري چې له هر اړخه څېړونکو ته د د سروزور یو تاریخي او ادبي کان دی چې دغه کان د خپل عصر هر ډول جواهرات لري.
۷ ـ د تاریخ مرصع نثر د دولسمې هجري پېړۍ کې لیکل شوی، خو په نثر کې ځینې داسې ادات یا توري نشته چې ډېر تکرارېدونکي وي، د افضل خان نثر د داسې نیمګړتیاو څخه سوچه دی.
د دې پړاو نور مشهور نثر لیکونکي او نثري اثار
مخکې روښانه شوه چې خوشال خان د ځانګړي ادبي مکتب خاوند دی. د ده په مکتب کې د ده د کورنۍ غړي او د دوی سربېره نور لیکوال راځي چې د هغوی نومونه او اثارود دلته په لنډه توګه وړاندې کوو:
د پښتو ادب په ځینو تاریخونو او د خوشال په اړه چې کومې لیکنې شوې ، ټول د ده د کورنۍ غړي معرفي شوي. په دې ورستیو کلونو کې چې سرمحقق زلمي هېوادمل د نثر په اړه کومه څېړنه کړې ده د نثر په ډګر کې یوه لویه بریاده چې د ده په اثر(پښتو نثر اته سوه کاله) کې د دغه پړاو یا د خوشال د سبک په پیروۍ ځینې داسې کسان معرفي کړي چې تر اوسه د دغه لیکوالو نوم او نثرونه چاته مالوم نه وو.
د دغو زیاترو لیکوالو ژوند او د لیکدود وخت د یولسمې او دولسمې هجري پېړیو پورې اړه لري چې هغه نثر لیکونکي په دې ډول دي:
د دویم پړاو د پښتو تکړه نثر لیکونکی مسعود د عبدالله زوی دی چې د اورنکزیب هم مهاله دی ده په پښتو نثر د ادم او در خانۍ کیسه لیکلې ده چې نثر یې ښه روانوالی او طبیعي رنګ لري. د دې عصر بل تن نثر لیکونکی فخر الدین صاحبزاده دی چې ده هم په پښتو نثر د ادم خان او در خانۍ کیسه لیکلې ده چې نوموړی د نثر لیکنې سبک کې د خوشال بابا په پله ګام اخیستی دی.د محمد فهیم په نوم یو شاعر په (۱۱۴۹ هـ) یوه نورنامه په پښتونظم لیکلې چې ښاغلی هېوادمل یې په خطي نسخې کې نثري ټوټې هم لیدلې دي چې د ده نثر روان او لنډې جملې لري.
د قایدالانام الی بیت الحرام: دغه اثر له نوم څخه معلومیږي چې د حج د مراسمو د معلوماتو سره تړاو لري او د لیکوال نوم تر اوسمه معلوم نه دی. د دې نثر روان دی، خو په ځینو برخو کې سړی فکر کوي چې دا ژباړه ده، خو په هر صورت د کتاب په لیکلو کې حتمي د ماخذونو او ژباړو اثرات هم لیدل کېږي.
د فتح علي شاه په نوم شاعر چې د ده کلیات(۱۱۹۸هـ ق) یوه سریزه لري. په دغه کلیاتو کې دوه نثرونه هم ضمیمه شودي او د ښاغلي هېوادمل د څېړنو له مخې د ده نثر د خوشال بابا په پیروانو کې پر مختللی نثر دی.
د نصیحت الملوک ژباړه د دې موضوع هم دیني او د څېړنو له مخې کېدای شی دغه ژباړه په (۱۱۹۳ هـ ق) تر سره شوي وي.
د منیر په نوم هم یو تکړه نثر لیکونکی په دې پړاو کې شته چې د صراط المستقیم یو باب یې په پښتو روان نثر لیکلی دی. ده مسجع نثر هم لیکه او د دې کتاب موضوع هم دیني ده . (۲۳: ۳۹۰- ۴۱۰ مخ)
په لنډه توګه ویلای شو چې په دویم پړاو کې لا تر اوسه ځینې نثر لیکونکی د ادب په میدان کې نه دي ښکاره شوي، خو د خوشال د سبک تر اغیز لاندې وروستیو لیکوالو هم په دې سبک لیکنې کړې دي، چې د دوی په ټولو اثارو کې دیني او ښونیز موضوعات زیات لیدل کېږي.