محمد هوتک او د هغه پټه خزانه
د هوتکیانو په دوره کې شاحسین هوتک ځانګړی نوم لري، خو د همدې دورې شاهانو په دوره کې په ادیبانو او لیکوالو کې محمد هوتک او د ده اثر (پټه خزانه) خاص شهرت لري.
محمد هوتګ په یوه علمي کورنۍ کې سترګې پرانیستې دي ، د ده پلار(داود) له میرویس خان نیکه سره ښه روابط درلودل، د محمد هوتک پلار هم شاعر و او د خپل وخت یو عالم او ادیب و چې د ده د روزنې تر سیوري لاندې محمد هوتک را لوی شو. ده هم د خپل استعداد په اساس دربار ته لار پیدا کړه او د منشي په حیث یې دنده پیل کړه(۲۲: ۲۰۷ مخ).
محمد هوتک په خپل اثر (پټه خزانه) کې خپل ځان معرفي کړی چې په ( ۱۰۸۴ هـ) د قندهار په کوکران کې پیداشوی دی او تر اتلس کلنۍ پورې یې دیني علوم، فقه او اصول زده کړل او بیا د شاحسین هوتک په غوښتنه په دربار کې میشت شو.
د محمد هوتک خپله یادونه کړې ده چې ما څو اثار لیکلي چې د هغو له ډلې څخه د فصاحت د علموپه اړه، د طبابت او علاج په نوم یې لیکلی چې دغه اثر ده شاحسین هوتک ته وړاندې کړی او هغه ورته سل طلاوې ورکړي دي. محمد هوتک د خپل شعرونو یو کتاب یادونه هم کړې ده (۱۹: ۲۰۰ مخ).
کله چې د هوتکو واکمنۍ ړنګه شوه، نو دې هم د کلات سیوری ته راغی یو کاریز او یو کلی یې اباد کړ چې د همدې کلي په هدیره کې خاورو ته سپارل شوي.
پوهاند صدیق الله رښتین د ده په اړه لیکلي: (( ده د هغه وخت رواجي، کتابونه د خپل پلار نه ویلي وو او د عربي مشهورو علمونه یې لوستلي و. د خپل وخت یو ښه شاعر تکړه لیکوال او پوه مورخ وه)) (۱۳: ۱۴۶ مخ).
محمد هوتګ د ادبپوهانو د مطالعې او څېړنې له پاره ستر کار کړی، د ده په اثر(پټې خزانې) سره د پښتو د ادب یوه تیاره برخه روښانه شوې ده. د پټې خزانې د لیکنې څخه معلومیږي چې محمد هوتک په ادبیاتو او نورو برخو کې د پوهې برجسته خاوند و.
د محمد هوتک په اثارو کې پټه خزانه ښه شهرت لری چې په دې خزانه کې د پښتنو شاعرانو داسې کسان معرفي دي چې چاته مالوم نه و، خو ده د خپلې پوهې او مطالعې په اساس دغه کتاب ترتیب کړی چې په دریو خزانو یې ویشلی دی.
پټه خزانه په (۱۱۴۲هـ) لیکل شوې. د کتاب په لومړۍ برخه ک د لرغونو شاعرانو په برخه یعنې د اولې هجري پېړۍ نه تر لسمې هجري پېړۍ پورې د شاعرانو په برخه کې معلومات وړاندې کړي دي. په دوهمه برخه کې د محمد هوتک هم مهاله شاعرانو احوال ذکر شوی او په درېیمه خزانه کې د پښتو شاعرانې بیان شوی چې د دغو ښځينه شاعرانو شمېر شپږ تنه ښودل شوی او د کتاب په پای کې خاتمه ده چې ده د خپل ځان په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د پټې خزانې په لیکلو کې د ماخذونو، رویاتو او سوانحو څخه هم کار اخیستل شوی دی. د دې کتاب تالیف په (۱۱۴۱هـ ) کې شروع او په (۱۱۴۲هـ) کې ختم شوی (۲۳: ۴۳۱ مخ).
پټه خزانه یوه ادبي تذکره ده چې په ښه روش لیکل شوې او د اوسنیو تذکرو سره کوم توپیر نه لري که لري هغه به د لیک دود موضوع وي، خو لنډو جملو او ژر مقصد انتقالولو دغه نثر خوږ کړی دی.
په لنډه توګه که ووایو چې پټه خزانه هم د ادبیاتو په تاریخ کې ستررول لوبولي او هم د نثر په ډګر کې. د پټې خزانې معلومات د ادب تاریخ لیکونکو ته په دغه لار کې ډیوې بلې کړي دي او هم یې د نثر په میدان کې یو طبیعي او اصلی رنګ اخیستی نه مصنوعي.
د پټې خزانې د نثر بېلګې:
د پټې خزانې په سریزه کې محمد هوتک د خپل ځان او د دې کتاب د لیکلو په اړه معلومات وړاندې کړي لومړی د نثر همدا بېګله را اخلو: (( زه چې محمد هوتک یم، او په اصل پښتون په قندهار کې اوسم له ډېر ده چې په ویلو د داسې ویناو بخت یم، او د شپې او ورځې مې هم دغه کار دی. او دا ډېر وقتونه تېر شول، چې ما غوښته ، چې زه د پښتنو شاعرانو تذکره و کاږم او د دوی احوال سره را ټول کاندم. مګر، زمانې ماته فراغ نه را کا، او دا هیله مې په زړه کې و چې سوه، ځکه چې پر قندهار د ظلم او د جفا تورتم پروت و او هیچا ارام یې درلوده، او نه فراغ ګاهي به مغلو چپاونه کړل او ګاهي به د ګرګین د ستم سوران و.
اوس چې حق تعالی مونږ خلاص کړو له هغه ظلمو څخخه او فارغ شو زړونه (زمونږ) او زموږ ملک حاجي میر خان علیه الرحمه. دوی له قندهاره و باسته، او پښتانه یې د دوی له جرره ازاد کړل، نور زما زړ فارغ شو له اندوه او قلم مې را واخیست هغه وخت چې زما له ارادې خبر شو زمونږ د پښتونخوا د سترګو تور، امام المسلمین، نو یې زه وغوښتم، خپل در بار ته او ما ته ی تشویق و کا، او انصاف یې ښکاره کړ، چې دا خپله اراده پوره کاندم او د پښتنو شاعرانو حال سره را ټول کامدم.
ځکه چې زموږ پادشاه او د ښالم خیلو د زړه سر شاه حسین پخپله هم د ښکلي وینا خاوند او د پښتو د شعر شوق من دی، نو ما و غوښته چې ژرـ ژر دا کتاب وکښلی شي او د پښتو شاعرانو احوال ټول کړسي .
ښکاره دې وي چې ما دیرشو کالو راهیسې، او د ډېرو شاعرانو، د پښتنو احوالونه راټول کړي دي او هغه وختونه چې د پښتونخوا پرلتو، ګرزیدم له وګړیو څخه مې ډېر ښه حالونه اوریدلي دي او اوس هغه ټول د خپل پادشاه ظل الله په غوښتنې کاږم. د د ې کتاب نوم دی پټه خزانه ځکه دلته هغه احوالونه راغلي دي چې پټ و او نه و ښکاره خالق تعالی دی ټول مسلمانان وبښ\ي او زموږ د پادشاه سیوری دی تل وی)) (۲۶: الف،ب مخونه).
((زرغونه د ملا بن محمد کاکړ لور وه، په پنجوايي کې اوسېده، او له پلاره یې و کا تحصیل د علومو او د فصاحت احکام یې زده کړل او د فصحاو اشعار یې ولوستل، زرغونه په حباله د سعد الله خان نورزي وه. چې توریالي زامن یې درلود او ټول د علم او هنر خاندان وو.
ماته هسې نقل وکا زما پلار چې زرغونې د شیخ مصلح الدین سعدي رحمت الله علیه کتاب د بوستان ټول په پښتو شعر نظم کا، او نوم یې (۱۰۴) و بوستان د پښتو چې دا کتاب یې په سنه ۹۰۳ هـجري قدسي پای ته ورساوه او ټول نکات عارفانه، او نصایح حکیمانه یې په پښتو کړل)) ( ۲۶ :۱۹۲ مخ).
تحلیلي کتنه:
د پټې خزانې نثر زما په اند د خوشحال له نثرونو نه هم روانوالی او لري په متن کې مبهې او کړکېچنې جملې نه شته او زیاتره د جنبوبي سیمود لهجې سیوری لري. د دې نثر په جوړښت کې د نورو ژبو تر اغېز لاندې دورمره نه دی راغلی، د پټې خزانې نثر روان چې په سریزه کې یوه څه د هنري نثر څرکونه هم لیدل کېږي . د اثر لیکوال د متن په لیکلو کې له ماخذونو روایاتو او نقلونو څخه استفاده کړې ده چې د دې اثر په رامنځته کېدو سره د پښتو ادب په اسمان کې ډېر ورک ستوري را ښکاره شول.