د پټې خزانې د نثر ځانګړنې:

په مجموع کې د خوشال خان را په دیخوا په نثرونو کې روانوالی وینو چې د نثر روانوالی د ښه نثر یو اساسي رکن ګڼل کېږي، خو په پټه خزانه کې دا لاندې څو عمده ځانګړنې تر سترګو کېږي:

۱ ـ د دې نثر جملې لنډې دي، نثر یې سلیس دی او داسې کلمات نه لري چې لوستل یې سخت کړي.

۲ – په دې نثر کې هڅه د پیغام په انتقال کې ده نه د مصنوعي کلماتو په ښایست کې په همدې اساس لوستونکي ترې په اسانۍ سره مطلب اخیستلای شي.

۳ ـ د پټې خزانې په نثر کې د پارسي او عربي اثرات لېدل کېږي، ځینې لغات بې ضرورته راغلي دي. په اضافي ترکیبونو کې هم د پارسي تر اغیز لاندې راغلی دی او مضاف د مخه راوړي لکه د شال د فتح زیری(۹: ۱۴۹ مخ)

۴ ـ همدا ډول محمد هوتک د عربي ژبې تر تاثر لاندې راغلی چې عربي نومونو جمع په عربي شکل جمع شوې لکه ممالک یا طوایف.. مګر په پښتو کې په دې ډول نه راځي.

۵ ـ د ده په نثر کې د دواړو ژبو(عربي او پارسي) ډېر لغات کارول شوي دي او د خپلې سیمې غلجي لهجه یې هم کارولې ده.

۶ ـ د پټې خزانې نثر ادبپوهانو ستایلی دی کوم جلا سبک نه دی، بلکې د خوشال سبک دی.

۷ – په معنوي لحاظ پټه خزانه د ارزښت وړ ده چې د پښتو د ژبې په لسګونه شاعرانو او شعري نمونې تر مونږه رارسولي او د پښتو ادبیاتو د تاریخ تهداب له پاره یې پخې خښتې جوړې کړي دي.

د نور محمد غلجي نافع المسلمین پښتو نثر

ملا نورمحمد غلجی د هوتکو د واکمنۍ یو شاعر او لیکوال دی چې د پلار نوم یې ملا یار محمد توخي دی او د هوتکو د شاهي کورنیو غړو ته یې تدریس کاوه. دی هم د هوتکو د دوران پیاوړی عالم او فاضل شخصیت دی.

کله چې محمد هوتک پټه خزانه لیکلې، نو دی ژوندی و او د ده پېژند ګلوي په اړه محمد هوتک لیکلي : (( ملا نور محمد مشهور دی په غلجي او په غلجو کې توخی دی، د ملا یار محم د زوی او اوسمهال په پنجوايي کې اوسیږي.

شرعي علوم یې لوستلي دي په عمر پوخ سړی دی اتیا کلن دی چې تدریس به یې کاوه او په قندهار کې پنځه کاله د شاهي کورنۍ مېرمنو او انجنو ته به یې تدریس کانوه. .))

د محمد هوتک په وینا دی شعرونه هم لري، خو مشهور اثار یې نافع المسلمین دی چې شرعي او دیني مسایل په کې بیان شوي دي او په پنجوايي کې یې د دیني زدکړو تدریس کاوه( ۲۶:۱۶۲مخ)

د ده په اړه نور معلومات دومره نشته خو پټې خزانې ذکر شوي معلومات تر مونږ پورې را رسولي دي.

نورمحمد غلجی یو ملا و او د دولسمې پېړۍ په نیمایې کې تېر شوی دی، خو د ده نثرونو منځپانګه او شکلي جوړښت د روښانیانو او اخوندرویزه د عصر سره اړخ لګوي. نافع المسلین دیني ښونیز جنبه لري چې د شاحسین هوتک په دوره کې لیکل شوی، قلمې نسخه یې د کابل د مطبوعاتو په کتابخانه کې شته، خو اوس مهال د دې کتاب څرکونه نه ښکاري او ځینې ادبڅېړونکي وايي چې تر اوسه چاپ شوې نه ده، که چاپ شوي وي خو ډېرو لیکوالو دغه کتاب نه دی لېدلي فقط په کتابونو کې یې نوم او د نثر ډولونه وړاندې شوي دي.

پوهاند رښتین د دې اثر په اړه لیکلي: (( … لکه چې ښکاره ده د دې کتاب د لیکلو ډول د اخون درویزه د لیکنې په شان دی مطلب یې دینې او مذهبي دی او نیم منظوم سبک کې داخلیږي په دې کتاب کې د (هغه) ضمیر په سپک ډول (غه) راوړل شوی دا د مخزن الاسلام یو خاص سبک دی او د کتاب په پای کې اخون درویزه او ملا عبدالسلام شعرونه هم راغلي دی. له دې ټکې څخه نتیجه اخیستلای شو چې دغه توخي نورمحمد به د اخون درویزه له عقیدتمندانو څخه وي (۱۳: ۱۴۲ مخ).

د نافع المسلمین د نثر بېلګې:

((… هغه دوه دی ای مسلمه! زما جان.اول اقرار کول په ژبه چې محمد له خدای دی رواړې، دوهم هغه واړه قبول کړه، پرې باور وکړه ای جان. هم باور ته په زړه کړنه هم یقین کړه باندې جزم چې قبول واړه احکام کړې هم شرطونه د ایمان، ته به شینه په امان.

که شرطونه د وجوب د دې ایمان دې یا ایمان مفصل دی یا مجمل دی دا خبره ده عیان، که فرایض د ایمان دینه یا واجب دي یا ادب یا مستحب دینه، ای ځوان. هغه واړه بیان کړي اخوندرویزه دي په مخزن کې بیان نه شو په دا کتاب کې، دا کتاب کوتاه له مان ، اخوندرویزه ستن وه د دین په افغانانو کې د چراغ په شان روښان دی کړ په د افغان لسان…)) (۱۳: ۱۴۴مخ).

تحلیلي کتنه:

د هوتکو د دورې یوا ځېنی لیکوال دی چې له بایزید او اخوند درویزه څخه وروسته یې د مسجع نثر لیکنې سبک نیولی د خیرالبیان په شان د جملو جوړښت لري کله په جمله کې ځنې ترکیبونه وروسته یا وړاندې لیکي.

د دې نثر موضوعات کوم هنري اړخ نه لري پرته له دیني اړخ نه .ده هم د خپل اثر د ښکلا له پاره له نیمه وزن څخه هم کار اخیستی دی چې په لوستونکو یو اغېز وشیندي.       

د نافع المسلمین د نثر ځانګړنې:

د ده په نثر کې د خیرالبیان په شان سجعه ډېره لېدل کېږي او ما چې ولوست، نو فکر مې وکړ چې دغه لیکوال به د بایزید مرید وي، خو وروسته څرګنده شوه چې داسې نه ده.

او د (نه ) اهنګ ډېر راوړي او د کتاب له نوم څخه معلومېږي چې دی هم د عربي او پارسي اثراتو لاندې راغلی دی چې څو مهمې نقطې د ده په نثرکې په دې ډول دي:

۱ – د ده نثر نیمګړی بلل کېږي چې کله جملې لنډه وي او کله ترې اوږدیږي، کله لوستونکی ژر مطلب ترې اخلي او کله د اوږدو جملو له امله مطلب په سخته ترې اخیستل کېږي.

۲ ـ دا نثر د قافیو او نیمه وزم لرونکی دی چې د همدې ظاهري کلماتو د جوړښت له مخې یې ادبپوهان د خیرالبیان سره نژدې ګڼي او د مطلب له مخې د اخوندرویزه د اثر مخزن الاسلام سره نژدې ګڼې.

۳ ـ ده په خپل اثر کې د اخون درویزه ستاینه کړې، نو دی ترې متاثره ښکاري د هغه په څېر یې دینې ښونیز اړخ نیولی چې د هغه (اخوندرویزه) په څېر مذهبی موضوعات وړاندې کوي.

۴ ـ د ده په نثر کې د هنریت موضوع هیڅ تر سترګو نه کېږي فقط خلک دینې لارښوونو ته وربولي او د پارسي په نسبت د عربي ډېر کلمات په کې لېدل کېږي چې د دې کتاب له نوم څخه هم معلومیږي.

۵ ـ ده په نثر کې (ه) په واسطه وزم یا یو اهنګ رامنځته کوي او مضاف د مضاف الیه نه مخکې راوړي.

۶ – د لنډو او اوږدو جملو په پای کې د (ان) په راوړلو سره سجعه رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *