د پیر محمد کاکړ معرفت الافغاني پښتو نثر

ملا پیر محمد کاکړ هم د درانیانو د واکمنیو پر مهال برجسته عالم او فاضل شخص و د احمد شاه بابا د غوښتنې په اساس کندهار ته تللی دی او د پاچا کورنیو غړو ته یې د ښوونې او روزنې دنده ترسره کړې ده.

د ده د پیدا کېدو نېټه ما خپله په کتابونو کې پیدا نه کړه خو په (۱۲۳۰ هـ )کې و فات شوی دی (۱۲ : ۳۲۷ مخ) او په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی دی. دی هم شاعر او لیکوال و چې د ده په اثارو کې معرفت الافغاني ښه اثر ګڼل کېږي چې د پښتو د ادب په تاریخ کې د زده کړې یا د ښوونې او روزنې له پاره لومړنی کتاب ګڼل کېږي.

ځینې ادبپوهانو معرفت الافغاني د پښتو د ګرامرونو په کتار کې ګنې چې ډېره درسي بڼه لري په تدریسي اثر کې هم د یوې ژبې د زده کړې په موخه ګرامر استعمالیږي چې دغه کتاب هم د جملو د جوړښت په اړه معلومات لري.

دا کتاب د پښتو ژبې د تدریس لومړنی کتاب ګڼل کېږي چې د شهزاده سلیمان د پاچاهي د لومړنیو کلونو کې ده ته وړاندې شوی دی. دغه اثر یو ځل په ۱۳۴۱هـ د کندهار د یو شمېر تاجرانو په مرسته چاپ شوی، بل ځل په ۱۳۵۶ ش کې د رفیع صیب په زیار او سمون سره د اطلاعاتو او کلتوروزات له خوا چاپ شوی دی.

د روهي صیب په اثر(ادبي څېړنې) کې د دغه اثر د هدف په اړه د رفیع صیب لیکنه په دې ډول را اخیستل شوې : (( د معرفت الافغاني متن او محتویات ښیۍ، چې دا اثر د دې لپاره لیکل شوی وه، چې د دربار منشیان او میرزایان د جملو جوړول او لیکل ترې زده کړي او بیا د همدې اثر په مرسته، د دربار او دفتر ټولې چارې په پښتو را واړوي څو پښتو د دفتر او دیوان ژبه شي او لکه د نورو ژبو غوندې د دربار په ملا تړ او حمایت پراختیا او پرمختیا وکړي. دا چې دا اثر د شهزاده سلیمان د واکمنۍ په ډېره لنډه موده کې د نوموړي واکمن حضور ته وړاندې شوی وي دا هم ښيۍ چې پیر محمد کاکړ به دا اثر پخوا تهیه کړی وی، خو په بل چا یې د عملي کولو ډاډ نه درلوده، نو ځکه یې د( ۱۱۸۶ ) د ده د واکمنۍ په لومړي پیل کې ورته وړاندی کړي او که د ده واکمنۍ دوام کړی وای ښايي ډېر ژر عملي شوی هم وای (۱۲:۳۲۹مخ).

معرفت الافغاني د خپل مهال د زده کړې یو ارزښتمن کتاب دی چې تر دې پخوا د تدریس کوم کتاب څرک مالوم نه و. د کتاب محتوا کې په دې هڅه شوې چې د پښتو زدکړیالانو ته دغه ژبه وښیۍ او د جملو د جوړولو لارې روښانه کړي دي دغه اثر د ژبپوهنې له اړخه هم غوره اثر ګڼل کېږي.

معرفت الافغاني د لیکنې د میتود په اړه محمد صدیق روهي په زړه پورې بحث کړی دی او د دغه اثر روشونه یې ستایلي دي حتی د هغه وخت د مغرب د تدریسي کتابونو د میتود سره یې یوه کتنه ورته کړې د ه، چې تر اوسه یې تدریسي اهمیت له لاسه نه دی ورکړی او اوس هم د مرستیال په توګه ترې استفاده کېدای شي ( ۱۲:۳۳۸مخ).

د معرفت الافغاني د نثر بیلګې:

(( ښکار وکړه، باک نشته ښکار مباح دی، ښکار ښه دی، کله ـ کله کښت خواري غواړي د کښت اوس وخت نه دی، د کښت وخت لاپسې دی. کښت ډېر مه کوه، واک به دې پرې نه رسیږي اوبه پرې وچې شي، حاصل به دې له لاسه ووځي، خواري به دي ابته (حبطه) شي، شهزاده صاحب په ښکار ووت. په ښکار به ووځي. په ښکار وتلی دی. سږ کال پریواني ده کاختي دې رب نه راولي. کاختي نشته، خدای دې سرد شهزاده صاحب لري، چې سرچشمه د جو دی)) (۱۳: ۱۵۹ـ۱۶۰مخ).

(( د هوسۍ ښکار کوه! ، د مرغه ښکار مه کوه! فایده نه لري ـ د غره ښکار اسان دی ـ او د سیمې ښکار ګران دی.

هوسۍ پر راواړوه ، چې زه ورته پت شم ګوندې ویې ولم. کوترې او زرکې او هیلۍ هم هسې اړول غواړي.

«««

وریښم زیات د ښځو دي او نارینه و لره خدای او رسول ناروا کړي دي. هم په دغه رنګ سپین زر او سره زر نا روا دی پرهیز دي مردان مسلمانان و رځینې. چېري نه چې په اغوستن سره د دوی ځان سزاوار د اور کړي او ګوتې په قدر د یوه مثقال د سپینو زرو که حاکم یا قاضي یا مفتي یېد پاره ود مهر د کاغذ په لاس کړي باک یې نشته.

«««

بازار لر ولاړ شه، بازار لره مه ځه

بازار څه کوې، بازار د بېکارو کار دی، چې پیسه نه لري بازار مه وینه!

و بازار ته دې هغه ځي چې پیسه لري، چې پیسه نه لري هغه دي نه ځي.

«««

ښکار وکړه!

ښکار مه کړه!

په ښکار پسې عبث عمر ضایع کېږي. ښکار که وکړې باک نشته،ښکار مباح دی.

ښکار ښه دی کله – کله غم به دي لرې کړي له دله))(۱۹: بیلابیل مخونه).

تحلیلي کتنه:

د پورتنیو نثري جملو ترتیب ښه دی ژبه یې ساده او د زیاتره خلکو د محاورې سره نژدې ده د هغه وخت فارسي او عربي لغات په کې دومره نه لیدل کیږي. د جملو په ترتیب کې ځینې ځایونه وړاندې وروسته شوی دي او جملې یې د اوسنیو نثرو غوندې زیاتره جوړښت لري یعنې د نثر جوړښت یې د لفظ او معنا د لیږد له پلوه یوه غوره نثر ګڼل کېږي.

د دغه اثر موخه د پښتو ژبې د ګرامر یا د جملو زده کړه وه نو په ښه روش لیکل شوی چې ساده او روان مثالونه یې وړاندې کړي دي چې په ځینو اوسنیو ګرامرونو کې سخته ژبه یا مثالونه وړاندې شوي خو معرفت الافغاني کې دا نیمګړتیا نه لیدل کېږي د دې اثر له مثالونو څخه د پښتو ژیې زده کړیالان ډېر ژر او اسانه استفاده کولای شي.

د نثر ځانکړنې:

معرفت الافغاني چې د هوتکیانو د دورې نه وروسته لیکل شوی د ډېرو لیکوالو په نسبت یې په نثر کې ښیګڼې شته دي.

۱ ـ د معرفت الافغاني په نثر کې مسجع او متکلف رنګ نه لیدل کېږي او ځانله روانوالی لري.

۲ ـ د معرفت الافغاني نثر جملې لنډې ـ لنډې دي مطلب ترې په روښانه اخیستل کېږي او همدې لنډو جملو یې نثر ته خوږوالی ورکړی دی.

۳ ـ په دغه نثر کې فارسي او عربي لغات کارول شوي چې نثر یې بې خونده نه دی کړی او دغه اثر د زده کړې له پاره لیکل شوي، نو کېدای شي لږ ستونزې ولري، خو د نثر د هندارې لیکوال یې سبک د خوشال په لاره بولي، خو زلمی هېوادمل بیا وايي چې د ده نثرونه د خوشال د پیروانو یا د هغوی د سبک په پرتله ر وانوالی او خوږ والی لري او خانته بېله بڼه لري.

۴ـ په لاندې نمونه کې لیدل کېږي چې مثالونه یې ښوونیز دي او لوستونکي ته لارښوونه کوي چې څه وکړي او له څه نه ځان و ساتي خو مذهبي رنګ یې هم په نثرونو کې د موضوع په لحاظ د دې لاندې نمونې څخه لېدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *