د خانعلوم د احمد شاه بابا د اشعارو شرحه
احمد شاه بابا د اشعارو دیوان لري چې دوه نیم زره بیتونو ته رسېږي، د ده د شعرونو ډېره برخه تصوفي ده دغه دیوان په (۱۳۱۹ ش) کې د پوهاند حبیبي په زیار په کابل کې چاپ شوی دی.
د احمد شاه بابا د تصوفي شعرونو سره بېره ځینې نثري کرښې هم لري چې دغه شرحه قاضي ملا محمد غوث لیکلې ده(۲: ۲۹۴ مخ). د دغه اشعارو پښتو شرحه ډېر وخت د نثر لیکونکو لاس ته ورغلې نه وه او نه ترې څوک خبر وه خو د احمد شاه بابا د اشعارو پښتو شرحه په ۱۳۵۶ ش کې د افغانستان د کندهار مجلې له خوا د پوهاند عبدالشکور له سریزې سره یو ځای چاپ شوې ده.
د یا دې شرحې خطي نسخه ۵۷ مخو ته رسیږي چې د کابل په ملي ارشیف کې خوندي ده. د دې شارحې د متن په منځ کې پښتو نثر موجود دی، چې د نثر لوستل او مقصد اخیستل ترې ستونزمن کار دی.
مونږ مخکې وویل چې د احمد شاه بابا اشعار تصوفي رنګ لري او دغه رنګ د ده په نثرونو کې هم شته چې د تصوفي کلماتو او د موخو نغښتل په مشکله ترتیب شوی دی. د عربي او پارسي لغات ښه ډېر لري چې د نثر روانوالي ته یې صدمه رسولې ده.د منخنۍ دورې د خينو نورو لیکوالو په څېر د دې شارحې لیکوال هم د متن په منځ کې د خپلې خبرې د ملاتړ په موخه ایاتونه، حدیثونه او معقولې وړاندې کړي دي. د احمد شاه بابا د شرحې په دې نیمګړې نسخه کې د احمد شاه بابا د دویمې الفنامې ۵۴ بیتونه سره راغلي دي.
د دې شرحې شارح استاد رشاد خانعلوم قاضي محمد غوث ښودلی دی چې د احمد شاه بابا له خوا په پېښور کې قاضي و او دغه شرحه یې د احمد شاه بابا په ژوندون ترتیب کړې ده. د دغه اشعارو شرحه الفنستون د کابل د سلطنت په بیان کې هم ترې یادونه کړې ده، خو په دې اړه تر (۱۳۵۶ ش ) پورې معلومات نه و (۲۳: ۴۶۲ـ ۴۶۳ مخ).
د نثر بېلګې:
خانعلوم د احمد شا بابا د اشعار و د شرحې په پیل کې د نوموړي(احمدشا بابا) په اړه څه لیکلي چې همدا برخه را اخلو:
(( ۱ – ثنا صفت وایم هغه باد شاه لره، چې دی بادشاه دی د بادشاهانو، واحد دی په ذات کې، متوحد دی په صفات کې عظیم، باد شاه دی، چې سیال یې نشته ذات یې باقي دی زوال نشته.
۲ – څوک یې ابرار کړ، څوک یې مجار کړ، د هغو نعیم شه د دیو جحیم شه، ازلي دی بدایت(پدایت) نه لري، ابدي دی نهایت نه لري، درود به وایم په هغه چا باندې چې خدای سر کړی د تمام عالم دی. په ظاهر کې زوی د ادم باله شي، په حقیقت کې پلار د ادم دی. تر قیامت یې نویت غږیږي (غزږي) پر افلاکو کې محتشم دی مظهر د حق دی.
مصدر د خلقت دی، جامع د کل دی توکل اقدم دی نور یې له نور د حق پیدا دی ځک روښان پرې تمام عالم دی. بیا یې پر آل هم په اصحابو چې واړه ستوري، د هدایت دي په هر طرف دي انور پریشان دی قامع د کفر د ضلالة دی.
پس له ثنااو له صفته د جل و علی او پسل له صلواة او له نعته د روسول رهنما وايي فقیر پر تقصیر چې مخاطب دی په خانعلوم زه له جناب د بادشاه اخر الزمان چې منقلب دی له عالم پخپله په شاه دران سره صدمه (یې) صدمه د لویو غرونو ده او لطمه (یې) لطمه د لویو دریابونو ده. شاهان د زمکې که په ډېر شو کت کې دي. زمونږ له شاه ګل په هیبت کې دي. صاحب د جور دی. هم د کرم دی، پر بادشاه په زمزمه د توحید کې چې شېوه د خاصانو د طریقت ده څو ابیاته انشا کړ،په دغه زمزمه کې امواج د اسرار د ملکوت او د حقایقو د جبروت، په کې وضع کړ)) ( ۱۰: ۱- ۲ مخونه).
د احمد شاه بابا د الفنامې هر بیت په پښتو نثر لیکل شوی چې نمونه یې را اخلو.
(( زړه زما بې مور و پلاره دی فاني و
په لقا د ذات ژوندی هم تسلي و
زړه په نزد د علماوو د ظاهر عبادت له لحم صنوبری و جایب اسیر نه دوه تجویفه لري یو له تجویفونو چې و جایب ایمن نه دی … د شراینو مقام د کون یې په مقام د عین کې و جایب ایمن نه دی … د شراینو دی او معدی بخار دی چې علما یې روح حیواني بولي او ساري دی له لارې د شریاناتو په جمیع بدن کې)) ( ۲۳ : ۴۶۲ مخ ).
تحلیلي کتنه:
د احمد شاه بابا د اشعارو شرحې نثر په لفظي لحاظ یو کړکېچن نثر دی چې د جملو په جوړښت کې معنا ورکېږي یعنې لوستونکي مطلب په اسانه نه شي اخیستی. زما په اند دلته دوه دلیله لېدل کېږي چې دا نثر یې سخت کړی یو دا چې خانعلوم د دې شارحې په پیل کې کومې خبرې لیکلي له ورایه لیدل کېږي چې په متن کې زیاتره د معنا نقش لرونکې کلیمې عربي استعمال کړي دي. دویم دا چې د احمد شاه بابا د اشعارو تحلیل لپاره د تصوفي مسایلو سپړنه د معنا په لحاظ سخته ده نو په همدې اساس دا نثر روان او سلیس نه دی.
د دې دورې نور نثر لیکونکي
مخکې یادونه وشوه چې د هوتکو او درانیانو عصر په پښتو ادب کې یو بېل باب پرانیستی چې په لسګونو نثري اثار یې لیکلي چې د هغو له ډلې یو شمېر لیکوالان په لاندې ډول معرفي کېږي.
ـ محمد اکبر هوتک هغه څوک دی چې د پټې خزانې اوسنۍ نسخه د ده په پر مايښت لیکل شوې ده، د اکبر هوتک د لیکنې متن له رفیع صاحب سره شته دی.
ـ د قران کریم دلسو سپارو تفسر: دغه تفسیر په (۱۱۴۸هـ) کې د عصام الدین بن احمد له خوا شوی، دی د ملا عزیر الله زوی دی چې په کندهار کې اوسېده، د دې تفسیر خطي نسخه د کابل په ارشیف کې شته ده .
ـ په دې بننرخه کې د میا فقیر الله جلاابادي (۱۱۰۰- ۱۱۹۵)دی یوه رساله هم شته ده ،چې نثر یې روان دی او په جملو کې یې عربي تاثیرات لېدل کېږي.
ـ محمد ګل کوهاټي هم یوه تصوفي رساله لیکلې ده، په دې رساله کې د نقشبندي طریقې لارې او اصول ښودل شوي دي او ښه نثر لري.
– د پښتو عروض د میا اشرف ننګرهاري اثر دی، چې د احمد شاهي عصر په لیکوالو کې ګڼل کېږي. میا اشرف له احمد شاه بابا سره د پاني پت په جګړه کې هم برخه اخیستې وه او د ده اثر د عروضو په برخه کې لومړنی اثر ګڼل کېږي.
– په دې څپرکې کې که د احمد شاه بابا د اشعارو شرحه ده، که عروض دي په نثر کې یې کوم روانوالی نه لیدل کیږي . همدا ډول په دې عصر کې ځینې نور تفسیرونه او د دیني لارښوونو کتابونه لیکل شوي دي(۲۳:۴۶۴مخ).