څلورم څپرکی : ختیځ پوهان او پښتو نثر
له اتلسمې پېړۍ نه را په دیخوا تر نن ورځې پورې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقیعت په اساس د روسانو او د لودیزو هېوادونو په ځانګړي ډول د انګریزانو د سیاسي اهدافو او د اقتصادي ګټو د جګړو یو میدان ګڼل کېږي. دغو بهرنیانو د خپلو اهدافو د رسېدو په موخه پښتو ژبه زده کړې ده.
د پښتنو فرهنګ او د هغوی د سیکالوجيک اړخ په برخه کې دوی لومړی معلومات تر لاسه کړي چې د پښتنو ډول ـ ډول اړخونه د همدې مطالعاتو په رڼا کې دوی ته بر سېره شي او بیا بهرنیان په ډېره اسانه د خپلو اهدافو په لور ګامونه واخلي. په همدې اساس یو شمېر ختیځ پوهان چې کله د پښتنو سیمو ته یا د دې سیمو سره نژدې منطقو ته راغلی دي، نو دوی پښتو زده کړې، اثار یې پرې لیکلي او په خپلو ژبو یې هم ژباړلي دي.
زیاتره ختیځ پوهان هغه کسان دی چې دوی له بهرنیانو سره د جګړو یا د یوې دندې په موخه پښتونخوا ته راغلي چې هغه سیمې د دوی په سیاسي او نظامي نقطو کې شاملې وې. په دغه ختیځپوهانو کې روسي، فرانسوي، نارویژي، انګریزي او یو شمېر نورو لودیزوالو په دغه برخه کې کار کړی چې تدریسي او معلوماتي اثار یې هم رامنځته کړي دي.
د بهرنیانو په جګړه او د هغو سیاسي – اقتصادي نفوذ په پراختیا کې د افغانستان وجود ټوټې ـ ټوټې شو، شخصیتونه یې ووژل شول، تاریخي او فرهنګي زیاتره شتمنۍ یې له منځه لاړې، خو د دغه بهرنیانو ځینو کسانو د سیاسي موخو او خينو د مینې په اساس پښتو زده کړې او حتی د پوهنتونونو په برخه کې یې د تدریس له پاره لیکلې ده.
ختیځ پوهانو هم د پښتو د نظم او هم په نثر کې اثار چاپ کړي د افغانستان د ځینو کسانو تاریخي پېښې هم ثبت کړي دي.
د ختیځ پوهانو ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته یوه لنډه کتنه
مخکې اشاره وشوه، زیاتره ختیځ پوهان هغه کسان دي چې دوی د پښتنو سیمو ته راغلي دي او یا د دې سیمو سره نژدې ځایونو ته د خپل ماموریت په موخه استول شوي دي چې دوی د پښتنو کلتوري مسائیلو د څېړلو په موخه ګامونه اخیستې دي.
دوی د ځينو پښتنو څخه د پښتو ژبې د زده کړې له پاره ګټه او مرسته اخیستې ده او ځینو د همدغو د مرستو په اساس بېلابېل اثار لیکلي دي. په دغه ختیځ پوهانوکې د پخواني شوروي اتحاد او انګریزانو پښتو ته ډېر کار کړي په دې برخه کې نورو لودیځوالو لیکوالو هم ډېرې هڅې کړي دي.
د روسانو او انګریزانو زیاتې فرهنګي او ادبي هڅې د دوی د سیاسي قدرت او هدف سره تړاو لري چې د نورو هېوادو په پرتله په دې سیمه کې دوی لوی قوتونه شمېرل کېدل. په مجموع کې د ختیځ پوهانو د پښتنو د ژوند او ادب په بېلابېلو برخو کې کارونه پیل کړل چې د پښتنو تاریخ، د پښتو ژبې ګرامر، د پښتو ژبې زده کړې او د پښتو د شعرونو او نثرونو په اړه یې په لسګونه اثار لیکلي دي. د ختیځ پوهانو ډيری اثار په بهرنیو کتابخانو او ارشیفونو کې موندل کېږي او د همدې اثارو د معلوماتو په اساس د پښتو د ادب او فرهنګ ډېره برخه خوندي شوي ده.
ختیځ پوهانو د اثارو د لیکلو تر څنګ ژباړو ته هم مخه کړې ده. دوی یو شمېر اثار په خپلو ژبو اړولي دي او د خپلو ژبو یو شمېر اثار یې په پښتو ژباړلي دي. د همدې ختیځ پوهانو د لیکنو په ترڅ کې د پښتو ژبې لیکچر نوټونه او کتابونه په بهر کې د پوهنتوني زده کړو د شاګردانو له پاره جوړ شول چې اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ماسټري او د دوکتورا(P H D) پورې زمینې برابرې شوي دي.
ختیځ پوهانو د خپل مهال ځینې پښتو کتابونه له ځان سره وړي دي چې اوس مهال د ځینو کتابونو نومونه را پاتې دي چې د پښتنو د ادب څېړونکو له خوا په بهرنیو هېوادونو کې موندل کېږي او ښه بیلګه یې د بایزید انصاري خیروالبیان دی او همداسې په لسګونه نور اثار.