د ختیځ پوهانو نثري اثار
یو شمېر ختیځ پوهانو په لسګونو نثري اثار لیکلي دي چې دلته درې هغه اثار معرفي کېږي چې په پښتو کې ډېر شهرت لري او دغه اثار د زده کړې په موخه لیکل شوي دي او په لاندې ډول دي.
۱ ـ ګلشن روه (GULSHAN -I- ROH): ګلشن روه د انګریز لیکوال مېجر راورټي مشهور اثر دی چې په نظم او نثر لیکل شوی دی او د تدریس او زده کړې په موخه لیکل شوی دی. ګلشن روه په لومړي ځل په (۱۸۶۰م) په لندن کې چاپ شوی او په د رېیم ځل په ( ۱۹۷۸م) کې په افغانستان کې چاپ شوی دی چې علامه عبدالشکور رشاد پرې یوه سریزه لیکلې ده.
ګلشن روه په دوه برخو(نثر او نظم) لیکل شوی او دغه اثر د هغه انګریزانو له پاره لیکل شوی چې پښتو به یې د خپل ماموریت په دوران کې زده کوله. په دې اثر کې د خوشال خان د بیاض، د افضل خان تاریخ مرصع له فوایدالشریعت او ځینې نورو کتابونو څخه اخیستنې شوې دي.
ګلشن روه د نثر په طرز لیکل شوی دی چې استاد رشاد ورته نظم ویلی خو نثرونه یې د مخزن الاسلام او ګلدستې څخه اخیستې دي چې د نثر برخه یې ۱۸۶ پاڼو ته رسیږي.
مېجر راورټي د دې اثر په اړه یادونه کړې ده چې په پښتو کې د داسې یو اثر اړتیا وه، نو ځکه ما ځینې مطالب سره یو ځای او د یو کتاب په توګه وړاندې کړل. ځېنو ادبڅېړونکو د دغه اثر د شکل په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي چې دوی دا پایله اخلي چې د دغه کتاب په ځینو شعرونو او نثرونو په برخه کې د یادونې په اړه راورټي تېروتنې کړې دي، خو د ده ادبي هڅه د پاملرني وړ ده او دغه اثر د بهرنیو لیکوالو په اثرونو کې تر اوسه اوچت او لوړ مقام لري ( ۷:۳۴۸ ـ ۳۵۰مخ).
۲ ـ کلید افغاني ( THE KALID-I- AFGHAN):کلید افغاني هم د نظم او نثر برخې لري چې د انګریز لیکوال پادري هیوز له خوا تالیف شوی دی. د دې موخه هم تدریسي ده چې د انګریزانو د زده کړې له پاره لیکل شوی دی.
د ګلشن روه په څېر کلید افغان هم د ځانګړي شهرت خاوند دی چې څو ځلې د اړتیا له مخې چاپ شوی دی، خو په درېیم ځل په افغانستان کې د پروفیسور عبدالله بختاني په سریزې، تعلیقاتو او لغاتنامې سره یو ځای په ۱۹۷۷م کې د اطلاعات و فرهنګ وزارت له خوا چاپ شوی دی.
کلید د کلي په معنادی او د کتاب له نوم څخه داسې تعبیر اخیستل کېږي چې د پښتو ژبې د زده کړې کلي ګڼل کېږي. پادري هیوز د دغه اثر د لیکلو په اړه د پښتونخوا یا د پښتنو سیمو څخه قلمي نسخې ټولې کړې او بیا یې له ځان سره وړي دي چې دا کتاب یې ترې جوړ کړی دی. کلید افغاني په دریو سترو برخو ویشل شوی دی : اوله برخه یې نثر دی دویمه برخه یې نظم دی او درېیمه برخه یې د انشاپه اړه ده.
د کلید افغاني لومړني۲۴۰ صفحې نثر دی چې د مولوی احمد ګنج پښتو، د تاریخ فرشته پښتو ترجمه او له تاریخ مرصع نه اخیستنې شوې دي.
ځینې ادبپوهانو د دغه اثر ځينې نثرونه او شعرونه ستایلي دي او د درسي اثر په حیث خپل ارزښت لري. د کلید افغاني په لیکلو کې مولوی احمد له پادری هیوز سره مرسته کړې ده. دغه کتاب په (۱۸۷۲ م) لیکل شوی دی او په دغه اثر کې د معاصر نثر نمونې خوندې شوي دي(۷:۵۵ ـ ۳۶۱ مخ).
۳ـ پښتو منتخبات ( A Chrestomathy of The Pushto or afghan language )
دا اثر د پروفیسر ډورن دی چې په لومړي ځل په (۱۸۴۷م) په روسیه کې خپور شوی دی. مخکې اشاره وشوه چې د روسان او انګریزان په سیمه کې د رقابت په حال کې و، نو روسانو هم د زده کړې په مخه دغه اثر لیکلی دی.
په پښتو منتخباتو کې د افضل خان خټک د عیاردانش، د اخون درویزه د مخزن الاسلام او د اخون قاسم د فواید الشریعت څخه ټولونه په کې شوې ده. دغه اثر په افغانستان کې په ۱۹۷۷م کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی چې محمد صدیق روهي پرې سریزه لیکلې ده.
پروفېسر ډورن چې له کومو نثرونو څخه استفاده کړې ده هغه نثرونه ډېر متکلف او مسجع نثرونه و ، چې دا نثرونه خپله پښتنو ته یې لوستل ستونزمن دی او بهرنیانو ته د دې اثر لوستل ډېر ستونزمن دي. د دې اثر لیکوال(ډورن) په خپل اثر کې یادونه کړې ده چې غوښتل یې چې د دې له پاره یوه ویپانګه جوړه کړې تر څو مشکل او ستونزمن لغات او کلماتو ته معنا پیدا کړي.
ځینې ادبپوهان وايي چې دغه وخت په پښتو ادب کې سجعې ځای نېولې وه ، دغه اثر د زده کړې په موخه لیکل شوی، خو په پښتو منتخباتو کې د سجعې او متکلف اثر ډېر لیدل کېږي چې لوستل یې ډېر مشکل دي (۷: ۳۴۳مخ).
د پروفېسر ډورن هڅه د قدر وړ ده چې د خپل توان په اندازه یې د پښتو د زده کړې په اړه خوښه ونې کړي او د منتخباتو په نوم یې اثر پريښي دی.
مشهور پښتو نثر لیکونکي ختیځ پوهان
په لودیځ کې د پښتو د ژبې یو شمېر لیکوالان او ادب څېړونکې تېر شوي دي او ډېرو مستشرقینو د پښتو په اړه خدمتونه کړي چې اوس به د یو څو مشهورو نثرلیکونکو معرفي په ډېره لنډه توګه وړاندې کړو:
برنارډ دورڼ (Bernard Dorn)
ډورن په ( ۱۸۰۵ م ) کې په جرمني کې پیدا شوی او زده کړې یې هم په جرمني کې کړي دي. له دې وروسته د علمي او ادبي فعالیتونو تر څنګ د ر وسانو حکومت په غوښتنه (۱۸۲۹م) روسې ته تللی دی.
ده په روسیه کې هم په بېلابېلو علمې کارونو لاس پورې کړی او په ټولو دندو کې د پښتو ژبې په اړه دنده تر سره کړې ده. نوموړی د لیکنو او ژباړو بېلابېل اثار لري.
مېجر هنري جارج راورټي (Majar. H. G. Raverty)
(۱۸۲۵ـ ۱۹۰۶م)
د ده اصلي نوم هنري جارج راورټي دی چې په (۱۸۲۵ م ) د می به ۳۱ مه د انګلستان په فالټ ښار کې پیدا شوی دی. راورتي له وړکوالي نه د خپل پلار سره په سفرونو کې ملتیا کوله چې وروسته یې د انګریزانو په فوځ کې داخل شو. بیا هند ته لاړ هندي، پښتو، مرهټي، ګجراتي او فارسي ژبې زده کړې دي، خو د ده خوښې ژبه پښتوه او د پښتو ادب د منځنۍ دورې په اړه یې په لسګونه اثار او معلومات ټول کړي چې د پښتو د ادب ډېر زده کړیالان د ده له نوم سره بشپړه بلدتیا لري.
د ده د هڅو دوه علته معلومیږي: یو دا چې ده د پښتو ژبې سره مينه درلوده. او دویم چې روسانو هم د پښتو په اړه هڅې روانې کړې وي نو ده انګریزان هم تشویقول چې په دې برخه له روسانو څخه مخکې اوسېږي.
راورټي د هندي او افغاني قومونو په اړه ډېر څه تر لاسه کړې ده د پښتو ژبې قلمي نسخې ټولې کړي چې اوس مهال په انګلستان ځینو کتابخانو کې شتون لري د راورټي په اثارو کې ګلشن روه ډېر مشهور اثر دی او نوموړي په لسګونه نور اثار هم لیکلي او د پښتو د ادب برخه یې غني کړې ده.
راورټي د ۴۰کلنۍ په موده کې واده کړی او په (۱۹۰۶ م) کې د یو اتیا کلو په عمر مړ شوی خو په پښتو ادب کې اوس هم د ده اثار لوړ اهمیت لري (۷: ۶۹ـ ۸۰مخ).
جمیز ډار مسټېټر (James Darmaestator)
(۱۸۴۹ ـ ۱۸۹۴م)
ډار مسټېټر په (۱۸۴۹م) د مارچ په ۲۸ د فرانسې الزاس ښار کې په یوه غریبه کورنۍ کې پیدا شوی دی. دی هم ذهین و په (۱۸۷۷م) کې په ادبیاتو کې دوکتوره واخیسته او په ( ۱۸۸۵ م) کې په فرانسه کې د شرقي علومو استاذ مقرر شو چې د فرانسې حکومت له خوا هند ته د هندي ژبو د څېړنې د پاره واستول شو.
دی هم د پښتو په سیمه کې ګرځېدلی او اولسي ادب یې ټول کړی د پښتو ملي سندرو یو کتاب جوړ کړ چې د پښتونخوا شعروهارو بهار نومېږي دا کتاب په( ۱۸۸۸م) په فرانسه کې خپور شوی دی. دغه کتاب دوه برخې لري چې اوله برخه د پښتو په اړه معلومات دی او په دویمه برخه کې د پښتو سندرې د شعرونو بېلابېل ډولونه خوندي کړي دي چې زیاتره د عوامو سندرې دي.
دا هغه څېړونکی دی چې خپله یهودي دی خو ده پښتانه د لرغونې اریایانو یوه قبیله ګڼلې ده چې د پښتونخوا په شاو خوا کې اوسېدل. ده هم د پښتو ژبې په اړه ډېر اثار او څېړنې کړې دي چې مشهور اثر یې د پښتونخوا شعرو هارو بهار نومېږي او په (۱۸۹۴ م ) د اکتوبر په ۱۹ کې مړ شوی دی ده د هند په باب او د پښتنو د تاریخ په اړه یې لیکلنې کړي دي(۷: ۲۳۲ـ ۲۳۹مخ).
پروفېسر ډاکټر اسلانوف
(۱۸۹۷ـ ۱۹۷۷م)
نوموړی پروفېسر په روسیه کې د پښتو ادبیاتو د څېړنې او پوهې په ډګر کې تر ټولو مخکښ مستشرق دی بشپړ نوم یې مرتیروس ګریګوایویچ اسلانوف دی، چې ( ۱۸۹۷م ) د اکتوبر په ۱۴ نېټه په روسیه کې پیدا شوی دی.
نوموړی د ځوانۍ پر مهال په افغانستان کې د شوروي په سفارت کې د ژباړن او ژورنالست په توګه دنده تر سره کړې او د روسانو له خوا د هند او افغانستان د کارونو په اړه د استاذي په توګه هم ټاکل شوی و. ده په مسکو کې د پښتو ژبې د زده کړې په اړه ډېرې هڅې او کارونه کړي دي او په خپلو علمي دندو کې زیات وخت د پښتو ژبې په اړه تېر کړی دی.
اسلانوف په ( ۱۹۴۵م) دوکتورا تر لاسه کړه اواوه اثار یې په ماسکو کې چاپ کړې چې دغه اثار د پښتو ژبې سره اړه لري او د ده په اثارو کې پښتو روسي قاموس ځانته شهرت غوره کړی چې تر اوسه په روسیه کې د پښتو په اړه داسې کوم اثر نه دی رامنځته شوی.
ده د پښتو د بېلابېلو برخو په اړه څېړنې کړي دي. د ځینې ادبپوهانو په اند د ده اثار تر اوسه خپل ارزښت او اهمیت د لاسه نه دی ورکړی او د ده د کارونو په اړه ګڼو پښتو لیکوالو لیکنې کړې دي.
د ده یو اثر لا تر اوسه چاپ شوی نه دی چې په هغه کې د افغانستان جغرافیوي مسایل روښانه شوي دي. اسلانوف په (۱۹۷۷م) کې وفات شوی دی (۷: ۱۶۴-۱۶۸مخ).
پروفیسر ډاکټر جارج مارګنسټرن
(۱۸۹۲ـ ۱۹۷۸م)
نوموړی لیکوال په ( ۱۸۹۲م) کې د جنوري په درېیمه د ناروي په اوسلو ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. نوموړي دېر ذهین و چې اول یې لاتینې او یوناني ژبې زده کړي دياو په ۱۸ کلنۍ کې د سانسګریټ ژبه زده کړې ده.
د ده ښه استعداد د دې لامل شو چې خپل استاد یې ورته خپله لور ورکړه په ۲۲ کلنۍ کې په جرمني کې د هندوستاني ژبې زده کړې پیل کړي. نوموړي په ۱۹۱۸ م کې دوکتورا په برلین کې واخیسته، د استاذی تر څنګ یې د افغانستان او ایران د تاریخي ژبو په اړه یې څېړنې پیل کړې د پښتو ژبې سزه یې هم مینه پیدا شوه او اړ شو چې د پښتو د معلوماتو د ترلاسه کولو او زده کړې په اړه سفرونه وکړي.
مارګنسټرن په ۱۹۲۲ م د سمندر لارې سریلانکا ته او بیا پېښور ته داخل شو، د منشي احمد جان څخه یې د پښتو ژبې زده کړه پیل کړه. کله چې جرمني ته لاړ په برلین کې د افغانستان د سفارت سره اړیکې ټینګې کړې او همدې اړیکو په اساس یو کتاب چاپ شو او د داود خان په وخت کې افغانستان ته راغی د پښتو ټولنې د غړو سره یې اړیکې درلودې د ده په هڅو د پښتو په اړه ډېر سیمنارونه جوړ شوي او د ده په مرسته په کابل پوهنتون کې د ژبو انیستیتوت جوړ شو.
نوموړی د نارویژي او انګریزي سر بېره په پښتو، بلوڅي او ازبکي هم یادې وې. مارګنسټرن په ( ۱۹۷۸م) کې وفات شو، کله چې د ده مرګ اوازه خپره شو افغان پوهانو ده ته وفات لویه ضایعه وبلله (۷: ۲۴۱ـ ۲۴۵ مخ).
اخځلیک
۱ ـ بسمل، احمدالله، د پښتو ادب تاریخ، د پامیر نشراتي مرکز، ۱۳۸۹ ش.
۲ ـ حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۸ ش.
۳ ـ حبیبي، عبدالحی، د پښتو ادبیاتوتاریخ(لومړي او دویم ټوک)، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ ش.
۴ ـ حقپال،محمداجان، نثر متون لیکچرنوټ، کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي، ۱۳۸۴ ش.
۵ ـ خټک، خوشال، دستارنامه، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ ش.
۶ ـ خټک، افضل خان، تاریخ مرصع، یونیورسټي بک ایجنسي، نامالوم.
۷ ـ خلیل، محمد جاوید، پښتو او مستشرقین، یونیورسټي بک ایجنسي، ۲۰۱۱ م.
۸ – خویشکی، ارزاني،( سمونه او څېړنه د ډاکټر پرویز مهجور خویشکي) کلیات، پښتو اکیډمي پيښور یونیورسټي، ۲۰۰۵ ع.
۹ – خټک، عبدالقادر، ګلدسته، پښتو اکاډیمې پېښور یونیورسټي، ۱۹۶۱ ع.
۱۰ – خانعلوم، قاضي محمد غوث، د احمد شاه بابا د اشعارو شرحه، اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۵۶ ش .
۱۱ – درویزه، اخوند، مخزن الاسلام، پښتو اکیډمي پښور. ۱۹۶۹ ع.
۱۲ – روهي، محمد صدیق، ادبي څېړنې، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۶ ش.
۱۳ـ رښتین، صدیق الله، د پښتو نثر هنداره، یونیورسټې بک ایجنسي، ۱۳۴۲ ش.
۱۴ ـ زیور، زیورالدین، د پښتو ادبیاتو کلاسیکه دوره، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ ش.
۱۵ ـ سړبن، محمد اسمعیل، په پښتو ادب کې د اخوندرویزه او د هغه د پیروانو ادبي مقام، د احمد طباعتي او صنعتي مطبعه، ۱۳۸۲ ش.
۱۶ـ علیزۍ، صحرا، د روښانیانو د دورې متون(لیکچر نوټ)، کابل پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي پښتو څانکه، ۱۳۸۹ ش.
۱۷ ـ عثمان، عارف، خوشال خټک او د ده ادبي مکتب، علومو اکادمي کابل، ۱۳۶۱ ش.
۱۸ ـ غضنفر، اسدالله، د نثر لیکلو هنر، په نیدرلیند کې افغاني کلتوري ټولنه، ۱۳۸۹ ش.
۱۹ – کاکړ، پیرمحمد، معرفت الافغاني، شهر قندهار، ۱۳۴۱ هـ ق.
۲۰ ـ واجد، عبدالواجد، خوشال خان خټک سبک او په پښتو ادب ددغه سبک اغېزې، ازادي مطبعه، ۱۳۸۳ ش.
۲۱- هاشمي، محی الدین، د نثري ادب ډولونه، وحدت خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ش.
۲۲ـ هېوادمل، زلمی، د پښتو ادبیاتو لرغونې او منځنۍ دوره، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۹ شږ
۲۳- هېوادمل، زلمی، د پښتو نثر اته سوه کاله، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۰ ش.
۲۴ ـ هېوادمل، زلمی، د هند د کتابخانو د پښتو خطي نسخې، ۱۳۶۲ ش.
۲۵ ـ هېوادمل زلمی، هشتصد سال نثر پشتو، سپیدې(مجله) درېیم کال لومړۍ ګڼه،۱۳۷۱ش.
۲۶- هوتک، محمد، پټه خزانه، قندهار ، ۱۳۳۹ ش.
۲۷- همکار، ابراهیم، کلاسیک اثار (پوهه مجله)، ننګرهارپوهنتون، ۱۳۹۰ ش.