څېړنپوه سید محی الدین هاشمي
د پښتو ادبیاتو د پرمختګ پر وړاندې یوه ستونزه په هېواد کې په دغه برخه کې د ادبي تیوريک آثارو کمښت دي چې دې نیمګړتیا ته په اوسنیو لیکوال کې استاد سید محی الدین هاشمي مټې رانغښتې او تر دې دمه یې څو مهم ادبي تیوريک آثار د پښتو ادبیاتو په اړه د چاپ ډګر ته راوتلي او په دې اړه یې نورې هڅې هم روانې دي.
سید محی الدین هاشمي د سید هاشم زوی ۱۳۳۶ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د بډیالۍ کلي په سیدوده کې زېږیدلی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په دره نور لیسه کې په ۱۳۵۶ کال کې تر سره کړې، وروسته یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنخي کړې چې په ۱۳۶۱ کال کې ترې فارغ شوی. د دې ترڅنګ یې د پېښور پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې په ۱۹۹۰م کې بشپړې او اوسمهال په یاد پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو سکالر دی.
څېړنپوه سید محی الدین هاشمي اوسمهال د ګوتو په شمارهغه لیکوالو کې راځي چې د ادب بڼ یې تازه او سمسور ساتلی دی.د په افغانستان کې د جهاد پر مهال په پېښور کې اوسیدلی دی هلته یې د هغه مهال په خپرونو کې د یو فعاله غړي په توګه برخه اخیستي کوم چې د هغوی ادبیات د مقاومت په نوم یاديږي، د هغه وخت په بېلابېلو فرهنګي برخو کې پوره ونډه اخیستې ده او د ډېرو چاپي رسنیو سره یې قلمی مرسته کړې ده. نوموړی په کابل، ننګرهار او په پښتونخوا پېښور کې د دعوت او جهاد پوهنتونونو کې د استاد په توګه هم دنده تر سره کړې ده، د متحده اسلامي تعلیمي نصاب، د GTZ(بیفیر) تعلیمي نصاب او د پوهنې وزارت د تعلیمې نصاب د تالیف، ترجمې او تدقیق د څانګو غړی او د ازادو اواکاډمیکو آثارو لیکوال دی(۲۳: کتاب وروسۍ پښتۍ).
همدا ډول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څیړنو نړیوال مرکز غړی او علمي منشي، د اریانا دایرة المعارف علمي منشي ، اوس د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د مرکز مشر او د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت علمی غړی دی.
اوسمهال د ده آثار د هېواد په ګڼو پوهنتونو کې په بېلابیلو سمسترونو کې هم د ممد درسي په توکه تدریس کېږي او د پښتو د تیوري آثارو ډیره ستونزه د نوموړي په آثارو ډګه شوې ده.
څېړنپوه استاد محی الدین هاشمې اوسمهال د هېواد په لسګونو چاپي رسنیو کې د ده لیکنې خپرېږي، په هېواد کې په لسګونو علمي او ملي سیمنارونو کې هم برخه اخیستې ده او د علومو اکاډمۍ له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې د ښې لیکوالۍ له امله یې هر آثار څو ځلې د چاپ ډګر ته راوتلي دي. ده د ښې لیکوال یو راز په دې کې دی، چې د لیکنې ژبه یې روانه او او داسې جملې لري چې په اسانه ترې مطلب اخیستل کېږي مګر دغه هنر د ډېرو نورو پخو لیکوالو په آثارو کې نه لیدل کېږي.
د نوموړي د ځینو چاپ شو آثارو لیک لړ په لاندې ډول دی:
الف: لیکلي آثار:
۱ – د لیکوالۍ فن
۲ – د پښتو ژبې لنډ ګرامر
۳ – ادبپوهنه
۴ – د نثري ادب ډولونه
۵ – د ادبپوهنې څانګې
۶ – پښتو، پښتانه او پښتولۍ
۷ – د افغانستان نومیالۍ میرمنې
۸ – په افغانستان کې د کتابخانو لنډ تاریخ
۹ – د افغانستان مشاهیر څلور ټوکه
ب ـ ژباړل شوي آثار:
۱ – د بشري حقونو د زده کړې لارښود
۲- د کیسې لیکنې لار
۳ – د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې اصطلاحاتو تشریح
۴ – د افغانستان ملي ارشیف
۵ – نبوي طب
۶ – پښتو ګرامر
د پورتینو آثارو سربېره د نوموړي استاد لیکل شوي او ژباړل شوي آثارو شمېر نژدې پنځوس ته رسېږي چې ډېر آثار یې څېړنیز دي.همدا ډول یې په سلګونو مقالي په بېلابیلو برخو کې خپرې شوې دي. نوموړي په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز د ادارې فعال غړی دی، چې دغه اداره هر کال ګڼ شمېر علمي او اکاډمیک آثار په پښتو او دري ژبه خپروي چې د ده په هڅو هر کال د پښتو ژبې مهم آثار هم دچاپ ډګر ته راوزي.
د نثر بېلګه:
دډله ييزې مفاهيمې رسنۍ
ټولنيزې موخې او د کارکوونکو مسؤليتونه
نن سبا دنړۍ په پرمخ تلليو او مخ پرودې هيوادونو کې دډله ييزې مفاهيمې رسنۍ د ټولنې له عمده ارکانو څخه ګڼل کيږي، چې بې له شکه کولی شي په خپلې ارزښتناکې محتوا او منځپانګې سره دټولنې په فکري ودې او د سياسي،ټولنيزې او فرهنګي پوهې په لوړتيا او پياوړتيا کې ټاکوونکى نقش او اغيزترسره کړي، دخلکو هيلو ، ارمانونو او ټولنيزو خوځښتونو ته لوري ورکړي، عامه افکار د بشپړتيا او لوړتيا په لور وخوځوي، ويې پالي او په پايله کې دوګړو فکري خلاوې په منطقي لارښوونو او روښانو مستدللو افکارو ډکې کړي.
هيڅوک له دې حقيقت نه سترګې نشي پټولاى چې د ډله ييز ارتباط وسايل، لکه راډيو،ټلويزيون، ورځپاڼې، مجلې او نور له يوه نه نورو ته او همدارنګه له يوه ځاى نه بل ته د معلوماتو او اطلاعاتو په رسولو او ليږدولو او يا په بله ژبه دانساني افکارو او انديښنو په تبادله او دلازمې خبرتيا او پوهيدنې په تامين کې خورا ستره ونډه او ژوره اغيزه لري.
همدغې اغيزې ته په پاملرنې او کتنې سره لوناچارسکي وايي چې:” پرټولنه باندې د اغيزې کولو په لړ کې له خپرونو څخه هيڅ شى هم ګټور نشي تماميدلاى”.
دډله ييز ارتباط رسنيو او وسايلو دخپل پرمختيايي يون په بهير کې له ډيرو لرغونو زمانو راهيسې په بيلابيلو بڼو، لکه داور بلولو،جاراو جارچي، نغارې يا ډول وهلو، د ليکونو اوفرمانونو په وسيله دډله ييز ارتباط او مفاهمې څخه رانيولې بيا ترطباعتي او چاپي خپرونو اخبار، مجله ، کتاب…. او بيا ورپسې دالکترونيکي خپرونو راډيو،فلم، ټلويزيون او اوسنيو ډيرو پرمختلليو عصري وسيلو، په ځانګړې توګه تردې اوسني. انټرنيټ پورې هر يو پخپل خپل ځاى دزمان او مکان له شرايطو او غوښتنو سره سم د بشري ټولنې په معنوي او مادي پرمختګ کې ديادونې او ستاينې وړ ونډه لرلې او له ډير ستر ارزښت څخه برخمن دي.
دټولنيزو او ادبي علومو يو پوهاند د ډله ييز ارتباط وسايلو دارزښت او اهميت د بيانولو په ترڅ کې وايي: دډله ييز ارتباط وسايل کولی شي چې اطلاعات او معلومات خلکو ته په ډيرې آسانۍ او چټکۍ سره ورسوي، په خلکو کې دپلټنې او کنجکاوۍ حس راپاروي، نړۍ ليديې پراخه کړي، دښوونې او روزنې بهير ته پراختيا او چټکتيا او افرادو ته دخپلې سيمې ، هيواد او سياري سره انطباق ورکړي. خو ددې دومره ښيګڼو تر څنګ دا توان او ځواک هم لري چې خلک تير باسي، په کړکيچونو کې يې راښيکيل او له ځانه يې بې ځانه کړي.
څومره چې د ډله ييز ارتباط د وسايلو ارزښت او اهميت جوت اود ډيرې پاملرنې وړ دي دغسې رسينو او وسايلو دکار کوونکو نقش او دنده هم ډيره مهمه او هغوې ته يو ستر مسووليت او ټولنيز تاريخي رسالت ورتر غاړې دى، چې ترڅو دهغې په سم درک سره وکړاى شي د ډله ييز ارتباط د وسايلو له لارې په رښتيني توګه هيواد او ټولنې ته په ورپيښو موجوده ستونزو باندې نور وپوهوي. دوى کولى شي دخبرونو او معلوماتو په بې پلوه او بې تعصبه برابرولو ، سمو او او ژورو څيړنو، تحليلونو او تبصرو سره عامه افکار روښانه، پياوړي او هغو ته مثبت لوري ورکړي.
دنيويارک ټايمز دورځپاڼې پخوانې مدير مارکل ټولنې ته درښتينو عامه افکارو رسولو اړتيا ډيره جدي ګڼې او وايي: موږ په يوې داسې نړۍ کې استوګنه لرو چې دتړلي کان معنا لري، يا يوه داسې نړۍ چې حقايق پکې کم او دحقايقو پيژندنه پکې څه آسانه کار نه دى.
رښتيا هم که چيرې موږ دډله ييز ارتباط او مفاهمې اغيزمنې وسيلې او دهغو له پاره رښتيني په کار پوه مسلکي کارکوونکي ونلرو، چې عامه افکار مو روښانه کړي، هيڅکله به په دې ونه توانيږو چې ټولنيز حقايق درک يا وپيژنو او دهغو په رڼا کې سالم قضاوت وکړو. ترهغې چې موږ خپلې ټولنيزې ستونزې په سمه توګه درک نه کړو معلومه خبره ده چې دحل لارې يې هم پلټلي او موندلي نه شو.
دډله ييز ارتباط او مفاهمې د وسايلو د کارکوونکو دبيلابيلو مهمو دندو په پام کې نيولو سره دپايلې (نتيجې ) په توګه ويلاى شو، چې دهر هيواد او ټولنې د ډله ييز ارتباط او مفاهمې وسايل په يوه يابله بڼه دهغه هيواد او ټولنې دخلکو دفکر، انديښنې، فرهنګ، د ټولنيز شعور دپوړ، سويې او سياسي جوړښت نمايندګى او استازيتوب کوي.
دسياسي علومو يوپوه په دې اړوند خپل نظر داسې څرګندوي:
دهر هيواد دورځپاڼې ديوې ګڼې په لوستلو سره دهغه هيواد دخلکو دخپلواکي، کلتوري روزنې، فکري او روحي قوت پر اندازې پوهيدلې شو.
نو موږ دډله ييز ارتباط د وسايلو دکار کوونکو په وړاندې ترهر څه دمخه دا غوښتنه او هيله مطرح ده چې له هغو ډله ييزو رسنيو څخه، چې په واک کې يې لري په خپل ټول توان دې دعامه بشريت او په ځانګړې توګه دخپلو هيوادوالو ترمينځ دسولې او ورورۍ د قضا د رامينځته کولو او دملي يووالي دروحيې د پياوړتيا له پاره کار واخلي.
دوې چې په رسنيو کې دخپرولو له پاره قلم او قدم پورته کوي بايد چې حسد، کينه او خپله سرکښه هوا او نفس يوې خواته کړي، دهر ټکي، کلمې او جملې په ليکلو او يا ويلو کې بايد له ډير غور نه کار واخلي او دا دې نه هيروي چې ليکل يا ويل يې د اړونده ډله ييزې رسنۍ له لارې په ډيرې چټکۍ سره د خلکو ترمينځ خپريږي. پرته له دې چې دهغې يا دغې واکمنې او ځواکمنې منبع تر اغيز او نفوذ لاندې راشي، يوازې او يوازې دې د ټولنې خوښي او نيکمرغي په پام کې ونيسي، د ژبې او قلم سپيڅلتيادې په تمامه معنا خوندي، خپلې ملي ګټې ، ټولنيزې ژمنې، مسووليت او رسالت دې هيڅکله له پامه نه غورځوي.