خیرالبیان د پښتو مسجع نثر لومړی تر لاسه شوی اثر
د پښتو ژبې ډېر اثار او لیکنې د یرغلګرو د جنګ او جګړو له امله له منځه تللي دي، چې د پښتو ژبې یو شمېر اثار او ځینو بهرنیو هم له ځانه سره وړي دي چې د پښتو د مسجع نثر لومړنی کتاب (خیرالبیان) هم ډېر وخت څرک معلوم نه و. د دې لاندې کرښو نه څرګندیږي چې دا نسخه انګریزانو وړې وه
د خیرالبیان لرغونې نسخه په لندن کې د ختیځ پوه (سرډین سن راس) سره وه چې دا نسخه نارویژي ختیځ پوه لېدلې وه، مضمون یې پرې لیکلی او په( ۱۹۶۹ م ) د هند د لرغونو اثار په مجله کې خپور کړی دی او پخپله لیکنه کې یې له خیرالبیان څخه ځینې برخې نقل کړي وې.
وروسته له دې د پېښور اکاډمۍ ته دا معلومات ورسېدل او د دې اکاډمۍ مشر مولانا عبدالقادر د ډېرو پلټنو وروسته د جرمني د (یوبنګن) پوهنتون په کتابخانه کې و موندله او دوه عکسي نسخې ترې واخیستې او د پېښور پښتو اکاډمۍ ته یې یوړې. له دغو نسخو څخه په (۱۹۶۷م) کې د حافظ عبدالقدوس قاسمي په زیار او اهتمام چاپ شو چې د دې اثر (خیرالبیان) په اړه مولانا قادر د خیرالبیان په لومړیو مخونو کې یوه وړوکې رساله لیکلې ده.
په افغانستان کې د ۱۳۴۲ ش له مخه استاد بینوا هم یوه نسخه ترې تر لاسه کړې وه چې خیرالبیان د افسیت په شکل په ۱۳۵۳ش کې په کابل کې چاپ شو (۱۴: ۳۶مخ).
د دغه اثر اړتیا اوس مهال هم شته او په زیاترو کتاب پلرونځیو او لویو کتابخانو کې نه موندل کېږي.
مخکې مو اشاره وکړه چې خیرالبیان د پښتو د ادب مهم کتاب دی او هر اړ خیزه څېړنه پرې کېدای شي او دغه اثر بایزید په څلورو ژبو(عربي، پښتو، پارسي او هندي) لیکلی دی. موضوعات یې دینې او تصوفي دي د پښتو ادب د مسجع نثر لومړنی اثر ګڼل کېږي.
د بایزید روښان رقیب اخون درویزه د دې په خلاف مخزن الاسلام ولیکه او خلکو ته به یې ویل چې د بایزید اثر خیرالبیان نه، بلکې شر البیان نومېږي (۱۴: ۳۸ مخ).
د ارواښاد پوهاند ډاکټر زیور د څېړنو په اساس خیرالبیان د مکرو فلم له مخه ۳۳۱ پاڼې لري او په نستعلیق لیک په یو لاس لیکل شوی دی. د خیرالبیان په هرې پاڼې باندې یولس کرښې لېدل کېږي پرته له لومړي او اخري مخو څخه.
همدا ډول ارواښاد زیور زیاتوي: (( د خیرالبیان د متن لومړۍ کلمه د عربي جملې په بسم الله شروع شوې ده… خیرالبیان په دوو لویو برخو ویوشل کېږي د اولې پاڼې څخه بیا تر ۴۷ پاڼې او د ۴۷ پاڼې څخه تر ۱۶۳ پورې د اثر د لومړي برخې په جریان کې د دوهمې برخې په هکله څه نا څه خبرې شوې دي په دې برخه کې د تصوف اته مرحلې او مقامونه دي)). (۱۴: ۳۸مخ )
د خیرالبیان د لیکلو کال معلوم نه دی، خو د قلندر مومند د څېړنې له مخې بایزید د (۹۵۷هـ) نه مخکې د الهامي دعوې کړي دي، نو د دې نظرې په اساس زلمي هېوادمل وايي چې دا کتاب د لسمې پېړۍ د دویمې نیمايي په لومړۍ لسیزه کې لیکل شوی دی. (۱۸ :۱۹۳ مخ).
بایزید روښان دغه اثر د یو سیاسي او تصوفي هدف په موخه لیکلی چې سیاسي هدف یې د مغلو او ګورګانیانو پر وړاندې د پښتنو د ازادۍ بیرغ رپول و. بایزید د همغه چاپیریال او د حالاتو د غوښتنې په اساس د تصوف لاره غوره کړه چې د دې لارې نه یو شمېر پښتانه خپلې سینې د ګورګانیانو ظلمونو ته سپر کړي او خپله واکمن او خپلواک و اوسیږي.
د خیرالبیان په متن کې حدیثونه، ایاتونه او د دوی ژباړې هم راغلې دي د خیرالبیان د نثر په اړه ځينې ادبپوهان وايي چې د دغه نثر ځينې ټوټې نظمونه دي، خو سرمحقق زلمي هېوادمل په خپل اثر(پښتو نثر اته سوه کاله) کې دغه نظریه ردوي. په هر صورت د دې کتاب په لیکلو سره د پښتو د مسجع نثر بنسټ کېښودل شو. د بایزید مخالفینو او د ده مریدانو تر دېرو وختونو پورې دغه سبک وپاله .
خیرالبیان د قران عظیم الشان د صورت رحمن په سبک لیکل شوی چې د عیان، بیان، کلام، اعلام په همدې ډول یې د سجعې کلمې د جملو په پای کې راغلي دي چې د دې اثر ځانګړتیاو تر عنوان لاندې به یې د نثر په جوړښت او خصوصیاتو باندې رڼا واچو.