د خیرالبیان د نثر بېلګې:

(( او بایزید! وکښه خیرالبیان په هغه هسې الحان چې به لوست سورت الرحمن!
زه عاجز بنده عامي یم، خپلسر و تاو ته ګنهګار ګنړم له واړو ګناکارانو له بدکارانو د محمد په امت کښی علیه السلام، ولې امید واري مِ ستا و ښیګنړې ته ورحمت و بخشش وته ده، را وبخښه و ماته او ځما و یارانو او فرمان بر دارانو او محبتی و ته ګنهان، بل(کذا) مِ زړه قرار شي او ستا و کلام و ته وزګار شي او سبحان!
او بایزید! که ته غواړې ستا یارن چه دِ نغوزې محبتی کسان ځما اموزګاری ترو بویه چه و جار و خي ته او ستا یاران چه دِ نغوږي او محبتي دِ له واړو ګناهانو،
زه خدای زور ورکړونی بخشائینده دانایم له هره څیزه، په خپله دا نايي په توانايي ګڼه ګار نیکو کار بدبخت نیک بخت کړم او نیکو کار ګڼه ګار نیک بخت بد بخت کړم د دوی د چارو په بهانه، په تا دِ وی اعلام!))
(( په قران کې دي عیان! هر چې ویلي نبي علیه السلام
او بایزید! ما رښتیا اوبخښل و تا و ته او ستا و یارانو او محبانو او چې د نغوږې و هغو ته د توبې په بهانه وړاندینې ګنهان ولې تن دې ژغوري، تر منع کړه، یاران محبان او هغه چې د
نغوږي له دغه پس له نورو ګناهانو – ترو
\\\\\

چې ښېګړه کا مدام په قران کې دي بیان.

نبي ویلي دي علیه السلام
د تا زده چې په ما پورې مسخره کا او را پورې خاندي ځما په کښل او ځما په لوستن پورې ځنې ادمیان- را حواله کړه و ماو ته هغه چار چې ځما به کې ډېره ښېکړه او ستا خوښي وي . نه مسخره کا نه را پورې خاندي په ملک کې ادمیان او سبحان.
او بایزید شرم دې نشته چې در پورې مسخره کا یا در پورې خاندي او نه نقصان د ایمان – ګوره هسې مسخره کړ او خندل یې ځما په پیغمبرانو او او
لیاګانو، پورې له تا وړاندې ځنې ادمیانو.
په قران کې دي عیان
نبي ویلي علیه السلام
هادي ویلي دي رحمت د خدای په ده دا کلام
او بایزید!ْ د تامې عقل در کړه، و دې لیده، و دې پېژند، د ده په رڼا رښتیا دروغ، امر، نهي، حلال او حرام ترو مې ننویست ستا په زړه کې ډار اومید واري، په هغه بهنه دې کړه چار د اسلام د چارې په بهانه دې لار بیا مونده، او هر مقام ترو حکمت مې در کړو او اجتهاد او نور د الهام او هر چا لره چې مې حکمت ورکړ و هغه مې ډېره ښېګړه ورکړه عیان.)) ( ۱۶: ۱۴-۱۵ مخونه))

(( و کښه ځما او ځما د انبیاو او لیاو ګفتار په دا کتاب که د دوی ویناو شکل وی، ځما له کلام، تر یې لوله په جهر کړه، ترو په دا پند ورکړه او ترسنده ادمیان ، په قران کې د عیان ـ هادي ویلای دی رحمة الله علیه دا کلام
ته مې لارښوونې کړی چې رښتینې لار ور وښیه لکه پیغمبرانو و ادمیان
په قران کې دي عیان
نبي ویلي صلی الله علیه و سلام
و رښتیونې ولار را وښیه و ما ته په خپل فرمان اوسبحان
او بایزید! رښتی لار د انبیاوو ده، د انبیاو ولار هغه ده چې ځما پېژندګلي و ته بولي ادمیان…))
(۱۶ : ۱۸- ۱۹ مخونه ).

تحلیلي کتنه:

دخیرالبیان نثر د کړکېچ مالیمال دی زیاتره کلیمې په کې د عربي دي د پښتو سخت کلیمات هم لري په دې نثر کې د اعجاز پر ځای د اطناب لار نېولې ده. د نثر له متن څخه لوستونکي په سخته پیغام اخلي او بایزید انصاري هڅه کړې چې د خپلو خبرو د منلو په موخه یې د قافیوو د ځینو اهنګینو کلیماتو څخه استفاده کړې تر څو په لوستونکي تر اغېز من ش او د ده خبرې ومني.

په همدې اساس د ډېرو کلماتو په راوړلو سره د نثر پیغام بې خونده شوی دی بله موضوع د نثر محتوا ده چې بایزید د خپلې خبرې د ملاتړ په موخه ځینې ایاتونه او حدیثونو هم راوړي په لنډه توګه ویلای شو چې په مسجع او مقفی نثر کې د کلیماتو سیوری د نثر مطلب باندې پریوزي او لوستونکی په اسانه سره نه شي لیدی.

د خیرالبیان د نثر ځانګړنې:

د خیرالبیان متن د لفظ، کلمو، د جملو د جوړښت او د معنا په لحاظ یو شمېر ځانګړنې لري چې د پښتو د لرغوني نثر په پرتله په مشکله لوستل کېږي او مطلب هم په اسانۍ ترې نه اخیستل کېږي.

دا چې ولې بایزید په لوی لاس اسانه نثر پر ځای مسجع نثر ته مخه کړه؟ دلته دوه دلیله لیدل کېږي: یو دا چې د بایزید پر وخت د عربي او پارسي ژبو اغېز او په همدې وخت کې همدې دواړو ژبو سجعه درلوده، نو ځکه بایزید هم تر همدې اغېز لاندې راغلی دی. دویم دا چې بایزید د خیرالبیان په پیل کې وايي چې (( او بایزید! وکښه خیرالبیان په هغه هسې الحان چې به یې لوست سورةالرحمن…)) (۴: ۱۷ مخ).

نو ځکه بایزید وايي چې پر ما الهامي غږ شوی، نو زه باید د سورة الرحمن په سبک خپل کتاب ولیکم.

د خیرالبیان نثر ژبنۍ ځانګړنې په لاندې توګه دي:

۱ – دغه نثر منظوم او اهنګ لرونکی دی، چې نیمه منظوم هم ګڼل کېږي. په همدې اساس یو شمېر ادبپوهان وايي چې دغه نثر نیمه شعري جوړښت لري.

۲ـ د لرغوني نثر په پرتله د کلماتو مالامال دی او د لنډون په ځای د اوږدو جملو لمن نېول شوې ده.
۳ – د ځینو جملو او هر پرګراف په پای کې د سجعې له پاره د (ام او ان) اهنګ راوړي لکه: کلام، اعلام، عیان
۴ – د پارسي او عربي ژبو اغېز پرې پروت دی او د دواړو ژبو کلمات په کې کارول شوي دي.
۵ ـ په خیرالبیان کې ډېر نادر لغات هم کارول شوي، چې په پخوانیو متونو کې نه تر سترګو کېږي. لکه: کړ مکړ چې د امرو نهي معنا ورکوي
۶ ـ د خیرالبیان ځینې جملې موزونې او اهنګ لري او ځينې بیا دا خصوصیت نه لري.
۷ ـ د وزن او اهنګ له پاره د کلماتو مخکې او وروسته کولو په اساس د لیکنې پیغام د ظاهري کلمو ښکار شوی چې په مشکله ترې مقصد اخیستل کېږي.
د خیرالبیان نثر د معنا له مخې لاندې ځانګړنو درلودونکی دی:

۱ – دیني او تصوفي مسایل په کې وړاندې شوي او هره برخه یې بېله تشریح شوې ده.
۲ – د تصوف فلسفه په کې منعکس شوې، چې د وحد ت الوجود مسایلو په کې ذکر شوی دی.
۳ ـ د دیني او مذهبي مسائیلو تر څنګ د هغه وخت سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتونو څرګندونه هم کوي.
۴ ـ د لرغونې دورې د نثرونو سره د دې پړاو د نثر موضوعات او پیغام کاملاً توپیر لري.
۵ ـ د دې نثر تر ټولو ستره موخه د بایزید دا وه چې په پښتنو کې سیاسي شعور او تفکر بیدار او را ویښ کړي او د هندي ګورګانیانو پر وړاندې پښتانه یو موټي کړي(۱۶: ۶ـ ۷ مخ).

په همدې اساس خینې ادبپوهان د بایزید حرکت یو سیاسي حرکت ګڼي چې د تصوف او مذهبي تبلیغ تر نوم لاندې سیاسي مبارزه پیل کړه چې د سلو کلونو نه ډیر د ده پیروانو مبارزه روانه وه او د سیمو او درو د پښتنو کې د ازادۍ احساسات راویښ شول چې له خوشال نه وروسته هم مغل د پښتنو د چریکي او جنګي عملیاتو څخه نا رامه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *