اخون درویزه او د هغه مخزن الاسلام

د بایزید روښان د فکر د لارې او مبارزې د خپرېدو پر وړاندې ستر خنډونه واقع شول د ده له مخالفینو څخه یو هم اخوندرویزه دی . ده هم د بایزید د اثارو پر وړاندې لیکنې کړي چې زموږ د مطالعې او ادب یوه برخه ده.

اخون درویزه د ګد ای زوی دی او اصلاً ننګرهاری دی چې په ۹۴۰ هـ کې پیدا شوی دی او په پېښور کې اوسېده. اخوند درویزه د ملازنګي په شمول له یو شمېر ملایانو څخه زده کړې کړې وې او د نورو زده کړو له پاره هند ته تللی دی.

د پورتنیو خبرو څخه جوتېږي چې اخون درویزه د خپل وخت یو عالم و، خو د ځینو اختلافاتو له امله د بایزید مخالف و او خپل نظریات یې په مخزن الاسلام کې بیان کړل چې د روښاني نهضت پر ضد و. د ده په اثارو کې مخزن الاسلام ځانګړی شهرت لري چې د اخون درویزه د بېلابیلو لیکلو او ژباړل شو رسالو ټولګه ده (۲۲:۱۰ ۱مخ).

د مخزن الاسلام موضوعات د اخون درویزه زوی کریم داد ترتیب کړي دي بیا وروسته څو ځلې چاب شوی دی په ۱۹۶۹م کې د پیښور اکاډمي له خوا د پروفیسورتقویم الحق کاکاخیل په سریزه چاپ شوی دی د ده سریزه د دویم مخزن په نوم یادیږي (۲۳:۲۷۱ مخ) او اوسمهال د هېواد په هر ګوټ کې پیدا کېږي.

مخزن الاسلام د خیرالبیان په شان د مسجع نثر بڼه لري او د زلمي هېوادمل په وینا د مخزن ځینې برخې نظم دي چې استاد رشاد له خوا د دې اثر بیلابیلې رسالې تقطیع کړي دي. د ده په اثر کې هنریت ته دومره پاملرنه نه ده شوې خو یو معلوماتي اثر ګڼل کېږي. (۲۲: ۱۱۱ مخ).

تر کومه حده چې په خیرالبیان کې سجعه کارول شوې ده، هومره په مخزن الاسلام کې نه ده استعمال شوې او د خیرالبیان په نسبت سخت هم نه لوستل کېږي.

اخون درویزه په خپل اثر کې د بایزید پر خلاف خبرې کړي د هغه لاره یې ګمراهي ګڼلې، خو ده هم د بایزید د لیکنې سبک ونېوه یعنې د مسجع نثر لمن یې و نېوله چې وروسته د ده کورنیو غړو او پیروانو له خوا همدا سبک و پالل شو او دوی هم په مسجع نثر خپل اثار ولیکل چې د دوی له نومونو او اثارو څخه تېرېږو او د پښتو د ادب په تاریخونو کې دا موضوع ډېره روښانه شوې په تېره د سرمحقق زلمي هېوادمل په اثر (پښتو نثر اته سوه کاله ) کې د اخون درویزه د مخزن زیاته برخه د ده لیکنه ده ځینې برخې د ده ژباړې او ځینې برخې د ده د کورنۍ غړیو لیکنې دي چې ځینې ټوټې د شعریت تومنه هم لري (۲۳: ۱۹۹ مخ).

په دغه اثر کې پنځه بېلابېلې رسالې هم ژباړل شوي دي چې د مسجع نثر په اړه یې استاد رشاد ویلي و چې زیاتره رسالې یې نظم دی او استاد رښتین یې ځینې ټوټو ته نیم منظوم نثر ویلای دی، خو سرمحقق زلمی هېوادمل وايي د دې زیاتې برخې ضعیف نظمونه دي خو مسجع نثر د هم په کې شته چې اساس یې بایزید روښان ایښی دی (۲۳ : ۲۰۳ مخ).

زما په اند د مخزن جملې لنډې دي د خیرالبیان په څېر اوږدې نه دي خو د سجعې له امله په سختۍ سره پیغام ورځینې اخیستل کېږي چې همدا لنډې جملې یو څه اهنګ هم لري ځکه ځینې ادبپوهان یې نیم وزمه نظم ګڼي.

د مخزن الاسلام د نثر بیلګې:

اوله نمونه د مخزن الاسلام په لاندې ډول ده:

(( په نامه د حق اغاز کړم اوس له دې علمه کلام- دی رحمن رحیم خدای دی بل چاری مې شي تمام ، پاد شاه د پادشاهانو تر معتبر \و معتبر دی. د ده صفت د بزرګۍ تر جمله عقلونو بر دی . په اغاز د امالي دا فقیر بنده د بیان کا، له توحیده به څه وايي لکه ده چې له صدفه روښنايی کا، خداوند د کل عالم دی. زمونږ څښتن قدیم دی، بې زاواله په خپل صفت دی صفت شوی. هر صفت یې له کماله بې روحه دی زنده دی کل ترتیب یې به کمال دی. لایق دی د خدايي هم ار په اندازه کا. خداوند ذولاجلال دی. خواهنده دی د نیکۍ نهه د بدۍ چې وی زینت به نیکي راضي دی. په بدۍ نه دی هیڅ حاجت ور سره نشته، صفات یې نه عین ذات دی نه غیر دی ))(۱۱: ۲۰ مخ).

(( د ایمان زده کول فرض پر ادمیانو چې ایمان نه پېژنینه ـ هغه دی له ګمراهانو د ایمان دی په دوه رنګه یو مجمل بل مفصل دی، اجمالي ایمان هغه حق دی، مفصل په کې افضل دی هسې وايي چې خدای یو دی ـ محمد له ده راغلی په رښتیا دی، هغه دین مې دې قبول وي چې راغلی په قران کې له اسمان دی. هغه دین چې موافق له قران او له رسول دی قبول کړی هغه دین ځما(څما) قبول دی ما دی لاس ورلګولی هغه دین چې خال دی له قران او له رسول ځنې(ځنې) ویزار له هغه دین چې پیرو د هغه دین په دواړو کون سر سار دی. دا ویل چې په خوله وايي بیا په زړه یې هم قبول کړه.

اجمالي ایمان هم دا دی . پیروی د پاک رسول کړه بل ایمان مفصل دی په تفصیل یې وشمېرینه نداهي ده د خدای لایق محمد رسول کړینه ـ هسې وايي ما ایمان په خدای راوړی هم په واړه فرښتګان هم په واړو کتابونو هم په واړه رسولانو هم قیامت به شي بیشکه هم نیکي بده له خدایه هم ژوندون دی پس له مرګه . دا ویل ته په خوله وايې ګوندې څوک دې د پوښېنه د ایمان رکون څو دي ته ووایه رکن دوه دي))(۱۱: ۱۱۰ – ۱۱۱ مخونه)

)) بایزید له ملاه شه، د ده فهم پر داشه، سوداګر شو د اسونو په طلب هم د دنیاشه، سمر قند لره ورتللی اس یې راوسته د ده سره هندوستان لره روان شه، و راغی تر کلنجره

لکه(د ا له یې) ډېر مقام شه، ډېر خلل یې په ایمان شه، د ایمان خلل یې دا و چې اشنایي دا ملحد ګمراه سلیمان شه لکه صحبت او محبت یې له سلیمانه، تر ډېره سلیمان پور په ګمراهي و ګمراهي شو. د بایزید زړه ته تیره دغه پس تلل له علم عالمان دښني شوه.

له قران ی د ده بخره ګمراهي شوه، لکه اختیاره شریعت و ته شاه کړه خلوتونه یې بنیاد کړه، عاصي خلک یې ور بالنه چې راځئ خلوت کاږئ، د ښه خدای بولوۍ ‌ذکرونه ـ ولې پلار د بایزید ډېر دیني سړی و خبر شه – دی د دین له ډېر څلي په معنا کې کور کر شه- عبدالله د ده نامه بې اختیاره در روان شه..

په چړې یې ووهه هغه دی د ویری مسلمان شه … چې ابا زما توبه ده له له کلي واړه ګمراهي نور به مټ په شریعت کړم څو حیات یم په نړۍ)) (۱۱ : ۱۵۹مخ).

تحلیلي کته:

په مخزن کې په زیاته پیمانه فارسي او عربي کلیمات وړاندې شوي دي چې ځینې ډېرې جملې یې وزن لرونکي دي، خو د دې جملې د خیرالبیان په پرتله یو څه لنډې ښکاري او نثر یې هم یو څه خوږوالی لري سره د دې چې د خیرالبیان په سبک لیکل شوی او سجعه هم لري.

که چېرې په مخزن کې سجعه نه وای په لنډو جملو کې د معنا د وړاندې کولو په اساس په شه نثرونو کې حسابېده ځکه چې په زیاتره لنډو جملو کې ښه پیغامونه لیږدولی شو او اس د خیرالبیان غوندې د پیغام لېږدول د جملو د ګلکاریو له امله نه ښکاره کېږي.

د پورته بېلګو وروستنۍ برخه یوه اړخ د تاریخ هم د ځانه سره لري چې د بایزید او د هغه د کورنۍ په اړه معلومات هم لوستونکو ته وړاندې کوي.

د مخزن الاسلام د نثر ځانګړنې:

د مخزن الاسلام له لیکلو او ژباړې نه معلومېږی چې اخون درویزه هم په عربي، پارسي او اردو ژبو پوهېده او د خپل وخت د مروجو زده کړو خاوند و. ده له بایزید سره سخت مخالفت کړی، چې د اخون درویزه دغه غبرګون د ده په اثارو کې له ورایه معلومېږي چې د مخزن په لیکلو کې یې د بایزید د لیکنې د سبک په لاره تللی دی.

هغه ځانګړنې چې د ده په نثر کې شته په دې ډول دي:

۱ ـ د مخزن الاسلام په نثر کې سجعه لیدل کېږي، خو په هومره پیمانه نه ده، لکه څومره چې په خیرالبیان کې شته ده.

۲ ـ په مخزن کې د عربي او پارسي ژبو لغات کارول شوي دي او هم د پښتو سخت کلمات د ده په نثر کې داخل شوي چې لوستل یې سخت دي لکه د ده د ژباړو په متن کې.

۳ ـ د مخزن د نثر او لږ معلومات په ډېرو کلماتو کې وړاندې کوي او هم نیم وزنه جملې لري چې په همدې اساس ځینو برخو ته یې د ځینو ادبپوهانو له خوا ور ته د شعریت نوم ورکول کېږي.

۴ ـ د مخزن نثر د شکل له مخې د خیرالبیان په پله قدم ایښی دی، خو محتوا یې د خیرالبیان پر خلاف ده.

۵ ـ د موضوع په لحاظ دیني برخې او لارښونې لري او داسې دلایل وړاندې کوي چې د بایزید روښان د فکري حرکت پر وړاندې خنډونه را منځته کړي.

۶ – مخزن الا سلام زموږ د ادب یوه برخه ده چې معلومات وړاندې کوي، خو په جملو او متن کې یې هنریت تر سترګو نه کېږي.

۷ – د مخزن نثر د خیر البیان په پرتله یو څه د هنر څرکونه په کې ښکاري همدا ډول په مخزن کې تاریخي معلومات وړاندې کیږي چې دا برخه په خیرالبیان کې هیڅ نشته ده.

د دې پړاو نور نثر لیکونکي

د پښتو د منځنۍ (کلاسیکې) دورې په لومړي پړاو کې مسجع نثر ډېر لېدل کېږي چې مخکې مو اشاره ورته وکړه چې د مسجع نثر بنسټ بایزید کېښوده. د مسجع سبک د ده پیروانو او مخالفینو ترډېره وپاله او د پښتو د ادب یوه درنه برخه یې رامنځته کړې ده.

یعنې د بایزید له مرګه نه وروسته د ده پیروانو او حتی د ده مخالفینو(اخون درویزه) هم په مسجع نثر لیکنې وکړې، خو د دوی اثار د بایزید د لارې پر خلاف موضوع درلودې، مګر د لیکنې بڼه مسجع ده. دا مکتب له بایزید او اخوندرویزه نه وروسته د دوی پیروانو وپاله او په مسجع نثر کې کتابونه ولیکل.

د دوی په پیروانو کې داسې کسان هم و چې پرته له سجعې څخه یې نثر لیکه. د دغو لیکوالو او اثارو او ژوند په اړه زموږ موضوع اوږدېږي، نو په مجموع کې د دوی نومونه او اثارو ته لنډه اشاره کوو .

د اخون درویزه د کورنۍ یو شمېر غړي په لاندې توګه دي چې دوی په مسجع نثر لیکنې کړي: ۱ـ ملا اصغر۲ ـ اخوند عبدالکریم ۳ ـ عبدالخالق( خالقداد) ۴ ـ محمد حلیم ۵ ـ عبدالسلام ۶- مصطفی محمدی . د زلمي هېوادمل د څېړنو په اساس د ملا اصغر، کریمداد او عبدالسلام د مسجع نثرونه د مخزن الاسلام د ځینو نسخو په ملحقاتو کې موجودې دي او د پاتې پورتنیو یاد شو کسانو د مسجع نثر ټوټې تر اوسه چاته معلومې نه دي.

د پورتینو درې تنو لیکوالو سر بېره د میرخان او عمرخان سلماني د مسجع نثرونو ټوټې د مخزن په ځینو خطي نسخو کې موجودې دي. د دوی سر بېره د بابوجان په نوم هم د مسجع نثر لیکونکی تېر شوی چې هانري جارج راورټي له خوا د د پښتو نثر نګارانو په ډله کې هم حساب شوی او استاد حبیبي هم دا کسان د مسجع نثر لیکونکو په ډله کې حسابوي ( ۳ :   ۷۸۰ مخ).

د قاسم په نوم هم په مسجع نثر کې یو لیکوال تېر شوی چې د ده کتاب فواید الشریعت ډېره برخه نظم ده، خو د سجعې سبک هم لري همدا ډول ملاخیل، ملا څالاک ، ملامست ځمند، میر حسین هروی نافع المسلمین د اخون احمد مسجع نثر په یولسمه هجري کې د شیخ محمد سعید، د اخوند موسی حقوق الاستاد د مسجع نثر رساله لیکې ده او همداسې یو شمېر نور …

(۲۳: بېلابېل مخونه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *