د ویم څپرکی: د خټکو کورنۍ او پښتو نثر

د منځنۍ دورې دویم پړاو د پښتو د ادب په تاریخ کې د نظم او نثر له پلوه یو رنګین پړاو دی چې د پخواني نظم او نثر پر وړاندې هم د شکل او محتوا له پلوه غښتلی او بډایه پړاو دی.

د دې پړاو سر لاری خوشال خټک دی چې د پښتو په نثر او نظم کې ستر تحول رامنځته کړ. خوشال د مسجع او مشکل نثر پر ځای د خلکو محاورې ته نژدې نثر وړاندې کړ او د نثر د شکل د ښکلا تر څنګ پیغام هم ښه لېږدوی . د دویم پړاو مکتب خوشال خان ایښی دی چې له ده وروسته د ده کورنۍ او پیروانو له خوا هم په دې سبک اثار ولیکل او په پښتو ادب کې د ساده نثر پېلامه له همدې وخت نه پیل کېږي چې یولسمه او دولسمه پېړۍ کې دا نثرونه رانغاړل کېږي.

مخکې تر دې چې د خوشال په نثر خبرې وکړو یوه لنډه یادونه په ده هم کو.

خوشال خټک او پښتو نثر

خوشال خټک د شهباز خان زوی دی چې په (۱۰۲۲ هـ ق) د خټکو په اکوړې کې پیدا شوی دی.(۲۲: ۱۳۶ مخ) او دا مهال د هند په ځمکه کې د مغلو واکمنۍ وې او د خوشال له پلار او نیکونو سره یې د دوستي ټینګ روابط درلودل چې همدې روابطو په اساس د خوشال پخوانۍ کورنۍ ډېره وخت د مغلو په پلوي جګړې کړي چې خوشال هم خپله ډېر وخت له مغلو سره همکار پاتې شوی دی.

د دوی همکاري د دې سبب شوه چې د پښتنو قومونو تر منځ جګړې رامنځته شوې او د خوشال خان پلار په کې وفات شو. په داسې جنجالونو کې خوشال خان را لوی شوه. په سیمیزو جګړو کې د خپل پلار سره برخه اخیستې او په پای کې خپله د قوم مشر شو چې په ژوند کې د هر اړخیزه ستونزې ولیدلې. د خوشال د مبارزو او تاریخي کارنامو په اړه جلا کتابونه لیکل شوي او لیکل غواړي. په دې لیکنه کې ترې ډډه کو او د ده ادبي فعالیتونو ته اشاره کو.

خوشال خټک په (۱۰۷۴ هـ ق) کې د مغلو له خوا ونېول شو(۲۲: ۱۳۸ مخ) او دوه نیم کاله یې په زندان کې تېر کړل، په بند کې خوشال د ځان سره پرېکړه کوي که له بنده خوشي شي، نو د مغلو سره به جګړه کوي. له بند نه وروسته دوه نیم کاله نور هم نظر بند و کله چې خپلې سیمې ته راغی، نو د مغلو په خلاف یې توره او قلم او چت کړ.

خوشال د زندان پر وخت هم لیکنې کړي. دی د نظمونو کلیات او بېلابېل اثار لري چې د ده یو شمېر اثار لا هم د ادب ډګر ته نه دي راوتلي او جګړو توپان له ځانه سره وړي دي، خو د خوشال منثورو اثارو کې دستارنامه ځانګړي مقام لري چې په دې اثر هر اړخیزه خبرې کېدای شي چې د خوشال نثرونه هم د الفاظو او موضوع په لحاظ ښه نثرونه ګڼل کېږي.

خوشال له پښتو سر بېره په پارسي کې هم ښه نثر لیکه د ده پارسي منثوراثر بازنامه ده او په کابل کې چاپ شوي ده.

که په خوشال خان باندې خبرې رالنډې کړو، نو د ده جنجالونو په کتوسره ده پښتو ادب ته ډېر څه نذرانه کړل او پښتو ژبه یې د نورو ګاونډیو ژبو سره د ادب په ډګر کې سیاله کړه او خپل اثاراو ځای یې د نړیوالو مهمو اثارو او لیکوالو په قطار کې ودروه.

خوشال د ادب په لور هم خپل اولاد روزلی دی او د ده په برکت د خوشال کورنۍ د پښتو ادب یوه درنه پانګه ده چې هر غړی یې ځانله ادبي اثار لري. د پښتو دغه ادبي ستوری(خوشال خان) د ۷۸ کلو په عمر(۱۱۰۰ هـ ق) له دی نړۍ څخه سترګې پټې کړې له سرای اکوړې نه لږ لرې خاورو ته وسپارل شو، خو خپل نوم یې راتلونکي نسلونو ته ژوندی پرېښوده.

د خوشال خان د دستار نامې پېژندنه

دستار نامه د خوشال خټک منثور اثر دی چې په ( ۱۰۷۶ هـ ق) کې د رنتهبور په زندان کې لیکلې ده. دستار نامه لوړ ادبي ارزښت لري موضوع یې ښوونیزه ده او خوشال خان د یوې ټولنې د شخصیت د جوړېدو په موخه شل هنرونه او شل خصلتونه وړاندې کړي دي چې د دې اثر موضوع ته زلمي هېوادمل داسې اشاره کړې ده: (( دا کتاب یوه مقدمه لري، چې دا مقدمه په دوه فصلونو مشتمله ده. لومړی فصل د دستار او د دستار د قابلیت په باب دی، دویم فصل یې ذکر د ولایت او اسباب سیاست او ریاست .

بیا کتاب په دوه بابونو ویشل شوی، په اول باب کې یې شل هنرونه معرفي شوی دی، چې په دې هنرونو کې د ځان د معرفت هنر، د علم، خط، شعر، تیر اندازۍ، اب بازۍ، اسپ تازۍ، ښکار، شجاعت، سخاوت، د ازدواجو معاشرت، د اولاد تربیت، تادیب خدم و حشم، اسباب موسیقي،د زراعت، تجارت، تحقیق نسب پر هنرونو بحث شوی دی.

په دویم باب کې د سیاست په لوازمو کې شمار دا لاندې خصلته بیان کړي دي: عزم، خاموشي، راستي، شرم، حیا، خلقت، مروت، عقو کرم، تمیز، عدول انصاف، توکل، تربیت او شرم، نوازش، خوف و رجا، د ملک انتظام، همت، حلم، غیرت، حزم او احتیاط، ورع، اطاعت و عبادت او استغفار .

او بله هم د کتاب خاتمه ده چې د حماقت علامتونه یې په کې ښولي دي )) (۲۳ : ۳۲۷ـ ۳۲۸ مخ) .

د دستار نامې پیل په دې لاندې بیت شوی دی.

چې دستار تړي هزار دي ـ د دستار سړي په شمار دي

چې خوشال خان د همدې بیت محتوا ته په ژور لید سره ګوري او بیا د کتاب محتوا ترې ترتیبوي.

اوس مهال د نړي په ډېرو هېوادونو کې د ادارې او منجمنټ په اړه پوهنتونونه یا پوهنځي جوړ شوي دي خو دې موضوع ته خوشال په خپل وخت کې ځیر شوی او همدا موضوع یې په دستارنه کې روښانه کړې ده.

خوشال د یوې ادارې د مشر له پاره لارښوونې او د هغه مسولیتونه ښۍ او غواړي چې هر څوک له ځانه یو ښه شخصیت جوړوي، نو د ده دستار نامې لارښوونې دې عملي کړي. د دستار نامې له متن څخه لېدل کېږي چې خوشال د خپلو نظریاتو د ملاتړ په موخه یو شمېر شعرونه او حدیثونه هم وړاندې کوي.

د استاد غضنفر په وینا که چیري په ښوونیز نثر کې مثالونه یا ښه دلایل وړاندې شي، نو هغه کس چې ښوونه او روزنه زده کوي په مثالونو سره ډېر ژر پوهېږي او اصلي مطلب په اسانۍ سره اخیستلای شي ، چې همدا ځانګړنه په دستار نامه کې هم لېدل کېږي لکه د نوشیروان پاچا یادونه.

د ادبپوهانو په وینا خوشال خان دستارنامه د زندان په داسې شرایطو کې لیکلې ده چې هیڅ اثار او ماخذونه ور سره نه (۲۳: ۳۳۰ مخ) هر څه چې ده لیکلي دي د خپلې مطالعې او تجربو یوه هنداره ده.

د دستار نامې هغه کتاب چې د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۴۵ ش کې چاپ شوې ده. په پیل کې استاد رښتین د کتاب د چاپ کېدو په علت خبرې کړي او بیا یې د دستار نامې د ارزښت په اړه یې د پخواني چاپ د هغه لیکوالو (ښاغلی سمندر او ښاغلی عبدالشکور) د سریزو دغه لاندې برخې نقل کړي دي.

چې ښاغلي سمندر لیکلي دي: (( … د خوشال دستارنامه، په حقیقت کې یوه درنه پګړۍ ده د عزت، حرمت او سړیتوب پکړۍ ده. که څوک د دستارنامې په معیار، دغه شل هنره او شکل خصلته نه لري، نو د قام د مشرۍ د دستار تړلو قابل نه دي)).

او ښاغلي عبدالشکور په دې اړه لیکلي: (( خوشال بابا که له یوې خوا لوی عالم و، نو له بلې خوا د هر فن استاد او د موسیقي له علم نه هم خبر و. په دې کتاب کې ځینې ـ ځينې داسې تاریخي خبرې هم شته چې سړی ورته حیران پاتې شي. د کتاب جامعیت د هغه لوړ شخصیت ثبوت دی )) (۵: د رښتین خبرې).

او د همدې چاپ په پای کې د استاد دوست محمد کامل د لغاتونو تحلیل وړاندې کړی دی.

د دستار نامې د ارزښت په اړه استاد حبیبي هم یوه لیکنه کړې او دستار نامه یې د شرقي مشهورو اثارو سره پرتله کړې ده چې د استاد حبیبي په وینا د دستار نامې ځینې برخې د قابوسنامې او سیاست نامې سره مشابهت لري ځینې برخې یې د حافظ او غزالي له کتابونو سره ورته والی لري او د دستار نامې ځینې برخې د خوشال د خپل فکر زېږنده ده (۲۳: ۳۳۱ مخ).

خو استاد محمد صدیق روهي په خپل اثر(ادبي څېړني) کې لیکلي چې دستار نامه د شرقي اثارو نه، بلکې د یو نړیوال اثر په حیث ګڼل کېږي او د دستار نامې موضوع د غربي نړۍ د ښوونې او روزنې فیلسوفانو د اثارو سره هم شباهت لري.

د پورتنیو ټکو څخه څرګندیږي چې خوشال خان یو فیلسوف ګڼل کېږي او استاد روهي یو ځای لیکي: (( د خوشال خبرو څخه داسې ښکاري چې هغه د شلمې پېړۍ د ښوونې او روزنې پرنسیبونه بیانوي، د نن ورځې په متمدنو هېوادونو کې د خوشال همدغه پورتنی پرنسیب عملي کېږي )) (۱۲: ۲۵۳ مخ).

په دستارنامه کې د ژوند ډېر اړخونه نغښتل شوي چې د ګوتو په شمار ادبپوهانو پرې کار کړی او اوسمهال هم د ژبو او ادبیاتو په پوهنځیو کې تدریس کېږي،خو محصلین لا اوس هم د دې متن په لوستلو کې اړتیا لري چې د دستارنامې متن باید له هر اړخه وڅېړل شي.

په همدې موخه مې د ښاغلي رفیع صاحب نه څوځلې غوښتنه وکړه تر څو د محصلینو د اړتیا په برخه کې په دستارنامې باندې هر اړخیزه څېړنه وکړي او هم د دستار نامې منځپانګه د ټولو ځوانانو له پاره ضروري او حتمي ده، نو زه وایم که په چا کې د دستارنامې د اصولو کوم څرک موجود نه وي، نو هغه کس په ژوند نه پوهېږي او نه به ترې خوند واخلي.

کلونه او پېړۍ به تېرې شي خو د دستار نامې د متن د باغچې ګلان به د راتلوونکي نسلونو په مخ کې تر او تازه وي او وګړي به د خپل ژوند تیارو ته ترې ډېوې بلې کړي او د ژوند په سمه لار به ترې قدمونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *