د عبدالقادر خان خټک ګلدسته

عبدالقادر خټک د خوشال خان د کورنۍ یو ادبي ستوری دی چې په (۱۰۶۳ هـ ق) کې پیدا شوی دی او د خوشال خان د کورنۍ نومیالی شاعر، لیکوال او تکړه ژباړن ګڼل کېږي (۱۴: ۱۹۵ مخ).

عبدالقادر خټک په عربي، پارسي او هندي ژبو باندې هم پوهېده، ځکه هغه وخت د پښتو ګاونډۍ ژبې ګڼل کېږي او د دغو ژبو رنګ د ده په لیکنو کې لیدل کېږي.

عبدالقادر خټک هم د ژوند زیاته برخه د مغلو سره مبارزه کې تېره کړې ده، خو ارواښاد ډاکټر زیور د ده اثار له ۶۰ نه زیات ښودلي دی او اوس مهال د ده اوه (۷) اثار معلوم دي چې زیاتره نظمونه دي، خو د سعدي ګلستان د پښتو ترجمه چې د ګلدستې په نوم شهرت لري او عبدالقادر خټک یې په (۱۱۲۴هـ ق) له ژباړې څخه فارغ شوی دی .

د ګلدستې نثر ساده او روان دی جې په ۱۹۴۱ م کې په پېښور کې چاپ شوې ده ، خو د افغانستان په اوسنیو کتابخانو کې په نایابه موند ل کېږي.

د ګلدستې نسخه چې زلمي هېوادمل د هند د کتابخانو د پښتو خطي نسخو کې لیدلې ده، ده لیکلي: (( نسخه یوه مقدمه او اته بابه لري، چې ټول ۱۵۱ حکایات په کې راغلي دي او د نسخې په پای کې د حکمت تر سر لیک لاندې وړې ـ وړې وجیزې هم په کې کښل شوي دي)) (۲۴: ۱۴۱ مخ).

عبدالقادر خټک د ګلستان د نظم برخه په نظم او نثر یې په نثر ژباړلی دی چې خطي نسخې ډيرې پیدا کېږي د پېښور په اسلامیه کالج، پښتو اکاډمي، پښتو ټولنه او په بریټيش موزیم کې هم شته دي (۲۴: ۲۷۶ مخ).

کله چې زلمي هېوادمل د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په ۱۳۶۲ ش کې هند ته تګ درلود. د ده سره د اکاډمی یو بل غړي ښاغلي ځدران هم تللی دی او په هند کې چې د ګلدستې کومه نسخه لېدلې وه د هغې یوه کاپی یې له ځان سره پښتو اکاډمي ته راوړي ده.

د سعدي ګلستان د پښتو ژباړې (ګلدستې) خپله عبدالقادر خټک له خوا ایښودل شوی دی او د ګلدستې زیاته برخه ده لیکلې او ټول ګلستان یې هم نه دی ژباړلی، چې دغه اثر په ۱۹۶۱ م کې د خیال بخاري د مقدمې او د مولانا عبدالقادر په پېژندګلو سره په پېښور کې چاپ شوی دی.

د عبدالقادر خټک د ګلدستې د نثر بېلګې:

د ده له مقدمې څخه یوه بېلګه راوړو چې ده د خپلې ژباړې د اړتیا او هدف په موخه څه لیکلي دي؟

(( بعضو دوستانو را څخه ګلستان لوست ډېر – ډېر به یې راته ویل چې د عربی، پارسي کتابونه ډېر دي اما په پښتو ژبه کې کتابونه د پښتو نشته. ستا قوت د تصنیف د ترجمې البته شته که تصدیعه په ځان قبوله کړې، ګلستان کتاب چې مرغوب د خاصو عامو دی هم یې لوی سړي ګوري نصیحت ترې اخلی، هم یې هلکان لولی برکت ترې اخلي، پښتو ته به اساني ډېره وشي، فایده به یې لویو هلکانو ته ورسي)) (۲۳: ۳۴۶ مخ).

د ګلدستې د نثر حکایتونه په لاندې ډول دي:

(حکایت ۷)

(( یو باد شاه په کښتۍ کې ناست و. یو مریي عجمي هم ور سره په خدمت حاضر و. مریي کله سیند لیدلی نه و د کښتۍ ناستی یې ازمایلی نه و. ژړا زاري، فریاد یې اغاز کړ. اندامونه یې واړه په لړزه شو که هر څو مهرباني د لاسا یې کوله ارام یې نه کېده د بادشاه طبیعت ور ځنې بر هم شه. له علاج یې عاجز یو حلیم په هغه بېړۍ کې ناست و عرض یې وکړ که حکم وشی زه یې خاموش کړم.

بادشاه وویل ډېر منت به دې را باندې بار شي، حکیم حکم وکړ مره یې سیند ته واچوه – څو غوټې یې چې وخوړې، تر ویښتو یې و نېوه، بېړۍ ته را واچاوه. په لاس یې بېړۍ کلکه ونېوه په ګوښه کېناست ارام یې ونیو، بادشاه تعجب وکړ ویې فرمایل چې په دې کې (داکښې) څه حکمت وو. حکیم عرض وکړ، چې د محنت د سیند د غرقیدو لیدل نه و. دا د بیړۍ ناستې ته ته زحمت و. هسې رنګ د عافیت هم هغه څه وی چې په معصیبت ګرفتار شي))(۹: ۸۳ مخ)

حکایت

(( دوه امیر زاده په مصر کې وو. یوه طلب د علم کاوه. بل مال ټولوه. اخر الامر هغه علامه د عصر شه هغه بل عزیز د مصر یوه ورځ دې توانګر په خواره سترګه په فقیر ورور نظر وکړ. ورته یې ووی. چې زه په سلطنت ورسېدم – ته هم هسې په مسکنت کې پاتې شوی یې. وې ویل ای وروره شکر د نعمت د حق تعالی تر تا په ماډېر واجب دی، چې زه یې میراث ته د پیغمبراو علیم السلام ورسولم او ته یې د فرعون او هامان په میراث کېښنولې.)) ( ۹: ۱۵۷ مخ).

تحلیلي کتنه:

د ګلدستې د نثر ژباړه ډېره روانه ده او د نثر موضوعد ګلستان حکایتونه دي چې عبدالقادر خټک په روانه ژبه داسې ژباړلي، چې په هیڅ جمله کې کوم مفهوم مات او کړکېچن نه لیدل کېږي.

همدا ډول یې له سختو کلیماتو څخه څخه ډډه کړې او حکایتونو په داسې روش ژباړل شوي چې د لوستونکي تلوسه له ځانه سره ولري. د حکایتونو موضوع هم لوړ ارزښت لري نو له دې څخه هم د عبدالقادر خټک د پوهې کچه ښکاره کیږي او یوه معیاري ژباړه یې رامنځته کړې ده. د لیکنې موضوع پند او عبرتونه دي چې لوستل او پوهېدل یې زمونږ د ولس له پاره ضروري دي په هغه کچه چې فارسي او عربي خپل اغیز په پښتو ژبه ښندلی دی، خو د عبدالقادر خټک په ژباړه کې کم اثرات لیدل کیږي.

د عبدالقادر خټک د نثر ځانګړنې:

۱ – د خوشال په پیروانو کې لومړنی کس دی چې د خپل پلار په نسبت یې روان او سلیس نثر لیکلی دی.

۲ – د ګلدستې د نثر جملې لنډې دي او په لنډو جملو کې خپل هدف ښه لیږدوی یعنې ده نه د اعجاز او نه د اطناب لاره نیولې ده.

۳ – د عبدالقادر خټک په نثر کې عربي لغات کارول شوي خو ده په دې ډول کارولي دي چې نه جمله اږده کړي او نه د نثر روانوالی له منځه یوسي.

۴ – د موضوع په لحاظ ده هڅه کړې ده د ټولنې یو ښه اثر(ګلستان) وژباړي چې هم د خلکو د خوښۍ وړ وی او هم خپله ژبه غني کړي.

۵ – عبدالقادر خټک په ژباړه کې د فن خاوند و او د ده ژباړه هم د ده د خپلې لیکنې په څېر څرګندیږي.

۶ – د عبدالقادر خټک ژباړه د نن ورځې د ژباړو په څېر روانوالی او سلاست لري او یواځینی کس دی چې د خوشال په سبک یې د نثري ژباړې بنسټ کېښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *