د ګوهر خان خټک قلب السیر
ګوهر خان خټک د خوشال زوی چې د ده د پیدا کېدو نېټه خوشال خان په خپل یو دري بیت کې داسې ښودلې ده.
به شیرزادان نصرت جان ـ عین و غین است از حجل نیک بدان (۱۴: ۱۲۷مخ)
ګوهر خان د خټکو کورنۍ تکړه نثر لیکونکی او ژباړن دی چې په خپل وخت کې د پښتو د ادب نظم او نثر ته ډېر څه ورکړی دي.
ګوهر خان په (۱۱۲۰هـ ق) حدودو کې له پارسي ژبې څخه د حضرت محمد د سیر د غزاګانو او نورو خلفاو په اړه موضوعات ژباړلي دي چې قلب سیر نومېږي.
قلب السیر اته سوه مخونه او دیرش څپرکي لري مخکې مو اشاره وکړه چې موضوع د حضرت محمد حالاتو او وروسته د خلفاو په اړه دي یعنې د کتاب په دېرشو څپرکو کې په ځینو فصلونو کې د حضرت محمد (ص) په اړه خبرې کړي دي او په کتاب کې ډېری بیانونه د حکایتونو په بڼه وړاندې شوي دي. د قلب السیر سریزه ده خپله لیکلې او نور کتاب متن په پښتو ژباړل شوی دی.
د یاد لیکوال او د ده د اثر په اړه عارف عثمان په خپل اثر(خوشال خان خټک او د ده ادبي مکتب) کې وايي د ګوهر خان په اړه معلومات لږ دي، سره د دې چې پوهاند رښتین ویلي چې ده په نثر لیکلو کې لوی لاس درلوده (۱۷: ۱۸۴ مخ).
دا کتاب د پېښور په موزیم کې موجود دی چې اوسمهال د افغانستان په ډېرو کتابپلورنځیو او کتابتونونو کې هم نشته او د پښتو ژبې ډېرو مشهورو لیکوالو سره ما هم پیدا نه کړ، خو د قلب السیر بله نسخه د پېښور پښتو اکاډمي کې هم خوندي ده.
د ګوهر خان د نثر لیکنې په اړه بي بي مریم په خپل اثر(د پښتو نثر تاریخي او تنقیدي جایزه) او استاد رښتین (د پښتو نثر هنداره) کې نوموړی د نثرلیکونکو په ډله کې حسابوي، خو تر اوسه د ده د نثرونو جلا کوم اثر نه دی لیدل شوی(۲۵: ۱۵مخ) .
په منځڼۍ یا کلاسیکه دوره کې د پښتو ادب موضوعاتو زیاته برخه دیني او عرفاني مسایلو ته وقف شوې ده، نو په همدې اساس ده هم د خپل چاپیریال د غوښتنو په اساس دغه کتاب لیکلی او په داسې کتابونو کې ډېرې لارښوونې د وګړو له پاره شته دي. دغه ډول اثر خلکو ته اسلامي معلومات وړاندې کوي او د اسلامي فرهنګ په غنیتوب کې رول لوبوي.
د قلب السیر د نثر بېلګې:
په قلب السیر باندې ګوهر خان خپله سریزه لیکلي چې د نثر نمونه یې په دې ډول ده:
(( … دا چې اکثر کتابونه له عربي، فارسیانو بزرګانو و خپل عالم ته چې په تازی ژبه کې به یې فهم پرې ښه نه کېده په فارسي یې د دوی د پاره ترجمه کړل)) (۱۴:۲۲۷ مخ).
او د قلب السیر د ژباړې متن په لاندې ډول دی:
(( … محمد بن اسحاق رح، وایی څلورتنه پخوا ترمبعث د پیغمبر(ص) له قریشو پاڅېدل
ترک یې د بت پرستۍ وکړ د دین حق په طلب په جهان سر شول او لاړل هغه څلور تنه
دا وو… او حکایت د دوی دا هسې وه چې د قریشو اختر وه او واړه حاضر شوي وو او
بت یې له ځانه سره وړی و او د هغه پرستش یې کاوه)) (۲۳: ۳۷۸مخ).
ګورهر خان خټک د قلب السیر د ژباړې په اړه یو علت په لاندې ډول وړاندې کوي:
(( نور بل سبب د کتاب دا و چې افضل خان زوی د اشر خان مرحوم نمسی د خوشال خټک کړلاڼي غفراله چې سن د هجري زر سل شل دی. د پلار و نیکه پر ځای قایم مقام دی. ښه سر داري لري، نظر یژ په نیکنامۍ په ابادانۍ دی.
په دا قحط الرجال کې دا هم غنیمت دی الهم نزد احسانه حق تعالی دي شرم و ساتي، نور سعیه کا، د پښتو کتابونه له هرر قسم لکه پارسیانو کړي دي، مرتب شي، د نیکه شعر یې په بیاضونو هر ځای متفرق و. د ده په تالاش چې څو مدت په دا سعي کې و. له هر چا به یې جمع کړ، دیوان یې مرتب کړ بلکې کلیات د شعر یې چې وو، په نظم په نثر لکه دستارنامه، فراقنامه، فضل النامه دیوان و غیره کتابونه یې واړه په کاتبانو په څو ځله و کښل په اطراف به یې د شهرت د پاره و هر چاته استول.
حق تعالی یې تو فیق، نیکۍ توفیق کړه، په مجلس کې به یې همیشه ویل، چې که د چا په طبیعت قوت وي، چې پښتو کتابونه لکه پارسیانو له عربي په پارسۍ ترجمه کړل، څوک یې له پارسۍ په پښتو تر جمه کاڼي، و ماته به یې اکثر او قات مخ و اجار یوست. اګر چې زما قوت هومیره نه و لیکن، چې نظر م په تضیع د اوقات و کړ و مې لېده چې ـ ګر .. ګرانمایه صنایع درومي. په هر حال مې ودې محنت و ته ملا وتړله، نور مې اکثر د کتابونو مطالعه کړه، چې که یو کتاب چې په قال او حال مزیوت او معتبر وي. له پارسۍ ژبې نه یې په پښتو ترجمه کړي. دا کتاب مې بیا موند چې نهایت په افعال په قال، په حال زمونږ د پیغمبر (ص) پخته او معتبر و)) (۱۳: ۱۱۰ – ۱۱۱ مخونه) .
تحلیلي کتنه:
ګوهر خان نثر هم د خوشال بابا د سبک پیرو دی. ده په خپله لیکنه کې یو څه د عربي تر تاثیر لاندې تللی دی او ده خپله لیکنه په قلب السیر باندې لیکلې نثر یې روان دی. د ګوهر خان ژباړه هم تحتې لفظي نه ده، بلکې پریکنده ،لنډې جملې وړاندې کوي له دې څخه څرګندیږي نوموړی د خوشال په کورنۍ کې تکړه نثر لیکونکي ګڼل کېږي.
یو شمېر ادبپوهان وايي د ده د نثري اثارو کوم جلا کتاب تر اوسه نه دی موندل شوی خو په ژباړه کې د ده له لاس بري څخه معلوميږي چې حتماً ده حتمي نثري لکنې کړې وي کېدای شي یوه ورځ د څېړنو په ترڅ کې د تاریخي پېښو له خاورو نه را بر سېره شي.
د قلب السیر د نثر ځانګړنې:
۱ ـ د قلب السیر په ژباړه کې د فارسي او عربي ژبې لغات کارول شوي، خو ژباړه یې روانه ده د یادو ژبو لغاتو په کې کوم مشکل نه دی پیدا کړی.
۲ ـ د ګور خان خټک په نثر کې جملې لنډې دي او د خلکو محاورې ته نژدې ښکاري.
۳ ـ په ژباړه کې د مهارت خاوند معلومېږي چې په ژباړه کې یې مطالب ښه وړاندې کړي دی او داسې کومه جمله نه ليدل کېږی چې هلته مطلب ګونګ ښکاره شي.
۴ ـ د موضوع په لحاظ هم ښه نثر دی چې د اسلامي تاریخ پېښې او یو شمېر واقیعات روښانه کوي چې د دینې معلوماتو له پاره هم په زړه پورې کتاب دی.