اميرنصرلودي:
نصردشیخ حمیدلودي زوی دی،دپلارله مرګ نه وروسته دهغه پرځای امیرشو،وایي چې داپښتون پاچاهم دپښتوژبې ادیب اوشاعردی،دا لاندې شعریې له(پټې خزانې)څخه رااخلو،چې دشیخ رضي دنظم په ځواب کې یې ویلی دی:
د الحاد په تور تورن شوم
زه لرغون خو ملحد نه یم
زمادښنه هسې تورا کړي
کــــه ملحد یم د دښنه یم
لــــه اســـلامه نه تــر پلمه
تـــــــــورانو نه په تر پله یم
ګروه مې هغه لرغــــونی دی
اوس هم کروړ په لرغونه یم
د لـــــــودي زوی سنتي یم
د حمید د لــوړ کــهاله یـــم
د دښـــــنو ویــــنا مــه غــــږه
زه لـــــودي یــــمه څــوزه یم
دا منظومې د خپلوشکلي جوړښتونوله امله په ظاهري ډول د ختیزې شاعرۍ قطعو(پاړکو)ته ورته دي .
داپاړکي د پښتو د ولسي شاعرۍ کسرونوته ډېرورته دي اودا دوه پاړکي موږ د پښتود لرغونوسندروپه جمله کې شامل ګڼو.
په معنوي لحاظ دغه دوه پاړکي دیوې مناقشې(سوال اوجواب)بڼه لري
په دې پاړکوکې د هنر پلوشې نه ځلېږي اوساده خبرې یې په نظم کې راوړي دي، دغه دوه پاړکي هم دخپل جوړښت له پلوه له زړواریایي ادبیاتوسره نږدیوالی لري اودپښتوخپل شعري اوزان دی .
دشیخ رضي په پاړکي کې دنیم بیتیوترمنځ دوزن توپیرموجوددی، هغه داسې چې دټولوبیتونولومړۍ مسرې اته څپیزې اودویمنۍمسرې یې اوه څپیزې دي.
دنصرلودي دپاړکي مسرې ټولې اته څپيزې دي اودټولومسریووزن یې برابردی.
په دواړو پاړکوکې د عربي او فارسي ژبې لغات لیدل کېږي، په پښتو نظم تاریخ کې دا لومړنۍ مناقشه ده، دشعر په ژبه، چې د لودي کورنۍ نصراوشیخ رضي ترمنځ شوې ده.
قطعه(پاړکی):
پاړکی چې په عربي ژبه کې(قطعه)یې بولي، په هغه شعري فورمونوکې راځي، چې له عربي ژبې پښتو ژبې ته راغلی دی، په دې شعري فورم کې د لومړي بیت د دواړو مسریوقافیه یوشان نه وي اود شعردټولو بیتونووزن، څپې اوددویمومسریوقافیې سره یوډول وي،لږترلږه دوه بیتونه وي او زیات هم راتلای شي.(۱۰۷: ۷۸)
بيټ نيکه:
بیټ نیکه(شیخ بیټنی،بټن)دکیس(عبدالرشید)دویم زوی دی، او د پښتنومشهورنیکه دی،سلیمان ماکوپه خپل کتاب(تذکرة الا ولیا)کې وایي،چې:شیخ بیټنی نېک سړی اولوی بزرګ و.
دکسې پرغره باندې اوسېده، ټوله شپه به دالله جل جلاله په عبادت بوخت و،اودامناجات به یې په ډېرې زارۍ وایه:
لــــویه خــدایه،لــــویه خــدایه
ستــــــــــــاپه مینه په هرځـــایــه
غــــــــرولاړدی درنـــــاوۍ کې
ټولـــــــه ژوي پـــــــــــه زارۍ کې
دلــــــــته دي د غـــــرو لــــــــمنې
زموږ کيـــږدۍ دي پکې پلنـــې
داوګــــــړي ډېرکـــــړې خدایـــــه
لویــــه خـــدایه، لویــــه خـــدایه
دلتــــه لــــږزمــوږاوربـــــل دی
ووړ کور ګی دی و وړ بورجل دی
مینه ستا کې موږ مېـــــــشته یو
بــــــل د چــــا په مـلــــه تلـــــه نه یـو
هسک اومځکه نغښته ستا ده
د مېــــــــــړو ، وده لــــــــــه تـــــا ده
داپـــالنه ســـــــتا ده خــــــــدایــه
لــــویه خدایـــه،لــویه خـــدایه
د بیټ بابا دا نظم یوه ډېره موثره اوخوږه دعا ده، د پښتوپه ملي وزن یو ساده او روان نظم دی، مضمون یې د پخوانۍ اریایي سندروپه شان دی، چې په ریګویدا کې هم د خدای(ج)د محبت، د هغه دپاکۍ او واکمنۍ او دکورنیواو اولادونودډېروالي مناجاتونه راغلي دي .
د پښتوژبې د لرغونې دورې په نظم تاریخ کې دا لومړنی مناجات دی، دغه نظم ټول دوه بنده لري، چې هر بندیې څلوربیتونه اواته مسرې لري، د بند د هر بیت مسرې یې په خپلو کې هم قافیه دي،خو دبندله نورو بیتونو سره قافیوي تړاونه لري، د نظم ټولې مسرې اته څپیزې دي.
د بیټ بابا په مناجات کې دعربي یا فارسي یوتوری نه دی استعمال شوی د نظم وزن اوعروض یې هم د پښتنوملي بدلو ته ډېر ورته دي، او یو تکرار یدونکی کسرلري(لویه خدایه، لویه خدایه)، چې دغه قدیمي رنګ تراوسه هم دپښتنوپه بدلوکې لیدل کېږي .
په شکلي لحاظ د بیټ نیکه مناجات د پښتو لرغونو سندرو ته ورته دی اوپه معنوي لحاظ مناجات دی، دا د پښتون د کورنۍ لومړنی شاعر واود لرغونې دورې پنځم شاعردی، ددې نه وروسته په دې کورنۍ کې دوه نورو شاعرانوهریوشیخ اسماعیل اوخرخبون په خپل وار پښتوژبې اوادب لپاره کار کړی دی.
مناجات: مناجات په لغت کې پټې جرګې اودراز خبروته ویل کېږي، او په اصطلاح کې الله تعالی ته دبنده عاجزي،خواري اواحتیاج وړاندې کول اوله هغه الله جل جلاله څخه دخپلواړتیاوودپوره کولوغوښتنه، بلنه، دعا ، سپارښتنه اوزاري کول مناجات بلل کېږي .
شيخ اسماعيل:
شیخ اسماعیل دبیټ نیکه زوی دی،چې دخپل تره سړبن په کورکې لوی شوی دی،نوځکه دی په(سړبني)هم مشهوردی،دی د(۴۰۰هـق)کال پر حدودوکې ژوندی و،دی هم لکه دخپل پلار یولوی بزرګ،عارف،ستر ستانه اودپښتو ژبې یوښه شاعراوادیب و،اودوه پاړکي(قطعې)یې تر موږرارسېدلي دي.
لومړی پاړکی
تـیښته وکــــړه لـــه ابلیسه
چې ابلیس لعین ښکاره شي
هلـته ورکـه پــلوشـــه شي
ټــولــــه نړۍ تــــوره تیاره شي
سړی وران شــــي لـه ابلیســه
غوڅ د پس په کټاره شي
که هر چا ابلیس خرڅ کړ
نــــــو یې هله ننداره شي
که سړی ابلیس ته پــړ شو
نـــوپرکور دویر ناره شي
دویم پاړکی
که یون دی یون دی
مخکې بیلتون دی
لــــه کسي غره څخه
ځــــي خـــرخبون دی
زړه مـــــې رپیــــږي
یــــار مـــې بېلیږي
بېلتون یې اور دی
ځان پرې سوزېږي
د اسماعیل په دوو راغلیوپاړکوکې یې لومړی په تذکرةالاولیاکې اودویم یې په پټه خزانه کې راغلی دی، په شکلي لحاظ داسماعیل لومړنی نظم پنځه بېتونه لري، چې لس مسرې کېږي، هره مسره یې اته سیلابه ده،اوهغه نظمونوته بیخي ورته دی،چې شعرپېژنونکیوپاړکي بللي دي،اودویم نظم یې لرغونوسندروته ورته دی.
په دې نظم کې هم د عربي اوفارسي ژبې تاثیرات ډېرکم یاهېڅ نه لیدل کېږي،شیخ اسماعیل ته شاعري په تحت الشعوري ډول له خپل پلاربیټ نیکه نه راپاتې وه،اودواړوشعرونه دمنځپانګې له مخې دیني، اخلاقي او دوعظ شکل لري،وروستی نظم یې دخرخبون په جدایي کې ویلی دی. په دواړونظمونوکې دهنریت څرک نه ښکاري،یوازې خپلې ویناوې یې نیغ په نیغه په نظم کې راوړي دي .
خرخبون:
خرخبون د سړبن زوی دی، پټه خزانه دپخوانیوتاریخونوپه حواله لیکي، چې: دی په(۱۴۱۱هـ ق)کال په(مرغه)کې وفات شوی دی، دې درې زامن درلودل(کند،زمنداوکاسي)، داهم د پښتویوښه شاعراوادیب و، اوتل به یې دالله جل جلاله عبادت کاوه، کوم وخت چې دی داسماعیل څخه جدا کېده،نوداسماعیل دنظم په ځواب کې یې له سوزه ډک نظم ووایه، دغه نظم په پټه خزانه کې راغلی دی:
بېلتانه نـــاره مــې وسوه په کـــور بــــاندې
نه پوهېږم چې به څه وي پېښ په وړاندې
لـــه خــپلوانــو بـه بېـــلیږم پـه سرو ستـرګو
دواړه سترګې مې پــه وینــودي ژړانــدې
اسمـــاعیله ستانارومې زړګی سری کی
بېـــلتـــانه خرخـــبون بیا لــه تـــاپردی کی
نه هېـرېږي کــه مــې بیــا نه ستا یاری کی
په چړو د ویر به پــرې ســـي د زړه مــراندې
ځمـــه ځمـــه چــې اوږد یون مې دی ومخ ته
د یـــانــــه څـــــورۍ بــه اچـــــــوم و ترخ تــــــه
ستـاسې یـاد بـه مې وي بس د زړه و سخ ته
که دامځکه، غرونه ټول شي لاندې باندې
د خرخبون دغه ځوابیه نظم تقریبا ټول پښتودی او د نورو ژبوکلمات نه لري،پورتني نظم شکلي جوړښت په اړه(دپښتوادبیاتوتاریخ، دپښتوادب تاریخ،پښتوادبیاتوتاریخ لرغونې دوره اوداسې نورو اثارو)کې څلوریز (مربع)ویلي دي.خوزماپه نظردانظم دڅلوریزټولې ځانګړنې په ځان کې نه لري اودفورم له مخې ورته کوم ځانګړی نوم نه شوورکولای،دلرغونې دورې په نظمونوکې دغسې یوڅه نورنظمونه هم شته، چې ټولمنلی نوم نه لري، هغه ځکه چې دغه نظمونه همدغسې یو یو راغلي دي اووروسته یې نوره پیروي نه ده شوې،نوځکه ځانګړی نوم هم نه لري اوپاړکي یې ښایي له دې امله بولي، چې لږه لږه برخه ده،یعنې پیل اوپای يې روښانه نه دی.