پښتوشفاهي(ولسي)ادبيات

دابه مبالغه نه وي اونه به کومه تيره زیاته خبره وي، که ووايوچې دسیمې په ژبوکې پښتودشفاهي ادبیاتودسرشاروچینودلرلوله امله په لومړي کتارکې ولاړه ژبه ده، د اچې د پښتو د شفاهي (ولسي) ادبیاتو ذخایرنسبتانوروژبوته زیات دي، ددې خبرې عمده علت دادی، چې په پښتنو کې سواد له پخوانه تراوسه لاسم نه دی عام شوی او زموږ د خلکو یوه زیاته فیصدي دخپلوخاصوسیاسي،اجتماعي،اقتصادي،فرهنګي او جغرافیې عواملوله کبله له سواده محروم پاتې دي،په دغسې ټولنوکې چې سوادنه وي عام ډول دلیکلوادبیاتوپرځای دشفاهي ادبیاتو د ایجاد ذمینې زښتې ډېرې موجودې وې. په پښتو کې د شفاهي ادبیاتو دغه بېلا بېل ډولونه اوددغه ډول ادبیاتوزیاتوالی سړی په دې باوري کوي چې زموږخلکوکه سوادنه درلود،خوهنري ذوق اواحساس ورسره وو او خپل دغه ذوق او احساس یې ددغوادبیاتوپه بېلابېلو کالبونوکې ځایاوه.

په پښتوادبیاتوکې داسې لنډۍ(ټپې)لرو، چې دداخلي اوخارجي شهادتونوپه نظرکې نېولوسره،داثابتولای شي،چې ډېر پخوانی تاریخ لري اوددویمې هجري پېړۍ څخه ډېرپخوالیکل شوي دي.(۳۲ :۱۴مخ)

دغزني دلویکانودکورنۍ دیوه لویک یوپښتوبیت موږته رارسیدلی دی. دبیت دویونکي نوم نه دی څرګند،خودخانان لویک معاصر و او په (۱۶۳هـ ق)کال کې ژوندی ښکاري.

دغه بیت لوی استادپوهاندعبدالحی(حبیبي)دسلطان سخي سرورد کراماتودیوخطي کتاب له یوحکایت څخه رانقل کړی دی اوپه اوسنۍ املااستادداسې لیکلی دی:

په زمي غزنه ښخیدلویک لویانو بایله لویا
کښه توربه براغلوم(بلوم)ممله تازیوپه ملا

دا لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسې تفسیرشوی دی: څنګه چې دغزني خانان لویک په جبري ډول مسلمان شوی و، نوله کابله یوبل لویک دالوړبیت ورواستاوه، چې دالاندې مفهوم ځیني اخیستل کېږي:

((های افسوس!لویک بت دغزني په ځمکه کې ښخ شو، لویا خوخپله لویې بایلوده، زه به لښکر درواستوم ته دتازیانو(عربو)ملګري مه کوه ) ) دبیت له ژبني تحلیل څخه داسې نتیجه اخیستل شوې ده، چې د اسلامي عصرپه لومړیوپېړیوکې پښتو په شرقي خواووکې پهلوي ژبې ته نژدې وه. اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته اوغواړم دنظم تاریخ د لرغونې دورې څخه پیل کړم.(۲۴: ۱۳مخ)

لرغونې(لومړۍ) دوره

لرغونې دوره دټولنیزې ارواپوهنې او فرهنګي عنعني له پلوه د ریګویدا اواوستا له سندرواوګاڅونونوسره ورته والی لري، د ځینو ادبپوهانو په عقیده،دریګویدااواوستادسندرواودګاڅونونواود پښتو د لرغونوسندروموضوعګانې اوکالبونه سره ورته دي.

زموږپوهان د ادبي دوروپه ټاکلو کې په یونظر نه دي اوهریودخپل فکر اړوندخپل نظریات څرګندکړي دي.

په نورې نړۍ کې هم دادبي دورو د ویش اوټاکنې لپاره ادبپوهانوله بېلا بېلومعیارونو څخه کاراخیستی دی، چې داختلاف جرړه یې بیاهم دادب دتغیراوتفسیریاپه بله وینادادب دتعریف په اړه په اختلاف کې لټولای شو.(۵۲: ۲۳مخ)

د ادب تاریخ د دورو ډلبندي یوټاکلی ټولمنلی معیارنه لري په انګریزي ادبیاتوکې د ادبي دورو ډلبندۍ په اړه د معیارونو شمېر زیات دی، انګریزې ادبیاتو کې یو معیار دادی، چې هره دوره یا عصر دیونامتو استازي،لیکوال اوادیب په نامه یادېږي،لکه: چاسرعصر،سپنسرعصر او شکسپيرعصر،ځینې وخت ادبي دورې دپېړیوپه نوم نومول شوي دي، لکه: دپنځلسمې پېړۍ ادبیات، اتلسمې پېړۍ ادبیات او داسې نور.

بیا ځينې وخت دمسلطو فلسفي نظریواوادبي مکتبونو په نوم نوموي،لکه:کلاسیسیزم عصر،رومانتسیزم عصر اوداسې نو��،بل معیار دادبي دورو د ټاکلو لپاره دادی، چې دورې دپاچاهانود ملکو په نامه یادوي،لکه: الیزابت دوره، ویکتوریادوره اوداسې نور. ځینې وخت دورې دکرونولوژي پر بنسټ نومول شوي دي .

زموږ په ادبیاتوکې هم دادبي دورو ویش اوټاکنه کې هم دغه ستونزه موجوده ده .

په پښتواودري ژبوچې دادبیاتود تاریخ په نومونوکوم اثارلیکل شوي دي. لیکوالانوپرته له دې چې په ادب کې دفورم اومحتوادکمي اوکيفي بدلون، د ادب دورې او انکشاف جریان او د هغه عوامل په پام کې ونيسي ،دخپلې خوښې اوذوق سره سم یې د ادبي دورو ویش په عنعنوي توګه کړی دی .

دلته دلرغوني دورې په اړه دپوهانونظریات په خپل خپل وار وړاندې کوم .

لوی استادعبدالحی حبيبي ادبي دورې په څلوروبرخوویشلي دي، لومړی دوره يې داسلام څخه دمخه ښودلې ده اودپښتواواریايي ژبو باندې یې بحث کړی دی.

حبیبي صاحب د لغاتوفلسفه، ژبه اوژبنۍ پوهنې هم د ادب برخه ګڼي، خوپه اصل کې د ژبې تاریخ له ادبي تاریخ سره توپیر لري، ادب پوهنه اوژبپوهنه جلاجلاڅانګې دي، ژبپوهنه د ژبې په اړه پوره معلومات وړاندې کوي اوادبپوهنه یوازې هنري ادبیات ترمطالعې لاندې نیسي.

حبیبي صاحب دپښتواواریایي ژبوباندې بحث کړی دی، چې داد ژبپوهنې کاردی نه دادبپوهنې وظیفه ده. پوهاند صدیق الله رښتین ادبي دورې پرپیځوبرخوویشلي دي.

لومړۍ دوره یې د(۱۰۰هـ ق)څخه تر(۹۰۰هـ ق)پورې ښودلې ده اوپه دې دورې کې یې د پښتودملي ادب ځینې برخې(افساني، نکلونه، وړې قیصې، نارې، پښتو لنډۍ اوپښتومتلونه)معرفي کړي دي.

که چېرې پورته ولسي ادب ژانرونه په لومړی دورې پورې اړه لري، دسندپه توګه هیڅ زموږلاسته نه دي راغلي. دولسي ادبیاتوتاریخ داسلام نه مخکې پیل اوترننه پورې دوام کوي، بایددکومې دورې پورې ونه تړل شي. د لرغوني((پخوانۍ))دورې لومړنی شاعرامیرکروړد(۱۳۹هـ ق)کال نه د بایزیدروښان ترظهور(۹۵۰هـق)کال پورې دوام کوي، خودبایزید روښان دظهورنه وروسته تر(۱۰۰۰هـ ق)کال پورې ځینې شاعران لرو، چې هغه هم دلرغوني دورې په شاعرانوکې راځي، ځکه چې دبایزیدروښان د ظهورنه وروسته هم د��رغونې دورې د شاعرۍاثرات موجودو،د(۹۰۰هـ ق) کال وروسته یوه پېړۍ نوره هم دلرغونې دورې څرکونه لیدل کېږي .

پوهنمل نورمحمد غمجن ادبي دورې پرڅلورو برخوویشلي دي، لومړۍ دوره یې له دویمې هجري قمري څخه پیل تر(۹۵۰هـ ق)کال پورې رسېږي، غمجن د(۲۰۰هـق)کال نه مخکیني شاعرانو یادونه یې نه ده کړي، دامیر کروړشعر له دویمي هجري قمري په اوایلوکې ویل شوی دی او دبایزید روښان ظهورپه(۹۵۰هـ ق)کال کې شوی اوتر(۱۰۰۰هـ ق)کال پورې دلرغونې دورې ځینې شاعران لیدل کېږي. سرمحقق دوست شینواري ادبي دورې پر دريوپړاوونوویشلي دي، لومړی پړاو چې په هغې کې د(ملنده پڼو) کتاب اودسره کوتل کتیبي ته هم دپښتودپانګې په توګه اشاره شوې ده، دا پړاو دهغه په واقعيې معناله امیرکروړڅخه پیل کېږي اولیکوال همدغه د لیکلي ادب لومړی پړاوبولي اوتر بایزیدروښان پورې لومړی پړاودوام کوي،شینواري د ملنده پڼو او سره کوتل کتیبوته اشاره کړې، چې دغو دوومنابعو د پښتو په ادبي پانګوورګډ‌ول زیاتو باوري څېړنوته انتظار باسي،بله داچې په یوې دورې کې ځینې وخت ډېرادبي مکتبونه موجود وي اودپړاوکلمه زیاتره دمرحلې په معنااستعمالېږي، یعنی ديوې دورې دننه ځینې مرحلې د پړاونو په نوم یاديږي. کاندید اکاډمیسین محمدانور نومیال د((ادبي دورې))پرځای د((دادبي دوران)) اصطلاح غوره ګڼلې ده اووایي: دوره هغه ده چې دیوې پروسې د پیدایښت، انکشاف اوزوال درې مرحلې په هغه کې سرته رسېدلې وي اوله بلې وروستنۍ نوې دورې څخه یې ټول مشخصات توپیرولري، خودوران داسې حالت ته وایې چې د هغې په ترڅ کې لا د يوې او بلې دورې ترمینځ تاریخي بېلوالی نه وي راغلی،اماپه هغه صورت کې صرف دنوي دورې مخکیني محتویات تبارزکوي، اوانکشاف یې دزړې محتویاتو نفې کوي، دښاغلي نومیال دغه یادونه پرځای اوسمه ده، دې پښتوادبیا تولپاره په مجموعي توګه درې دورانه ټاکلي دي.

دې لومړۍ دورې ته دشفاهي ادبیاتودوران ویلي دي اوبیا یې دویم دوران دخوشحال ادبي مکتب ته ویلي دي .

دغه ویش هم دتامل وړدی ځکه چې دخوشحال بابا څخه مخکې دوه ادبي مکتبونه لروچې(لرغوني دورې ادبي مکتب،پیرروښان سیاسي او تصوفي ادبي مکتب)یې په فلکوریکواوشفاهي ادبیاتوکې راوړي دي. حال داچې په یادو دوو ادبي مکتبونوکې ډېرشاعران لرو، چې نمونې اود شعرویلوتاریخ یې معلوم دی اوهیڅ کله په فلکوریکوادبیاتوکې نه شي راتلای.(۵۲: ۳۳مخ)

ډاکټرزیورالدین زیورادبي دورې پردریوبرخوویشلي دي اولومړۍ دورې ته یې لرغونې دوره ویلې ده اود(۱۰۰هـق)کال نه یې تر(۹۰۰هـ ق) پورې ښودلې ده، خود(۹۰۰هـ ق)کال نه وروسته هم موږدلرغونې دورې شاعران لرو،اوډاکترصاحب یوازې د(۱۷)تنوشاعرانویادونه یې کړې ده، سره له دې چې په لرغونې دورې کې(۲۸)تنه شاعران دي.(۵۶: ۵۵مخ)

زما په نظر لرغونې ((لومړۍ))دوره د(۱۳۹هـق)کال دامیرکروړنه پیل تر((۹۵۰هـ ق)) کال دبایزیدروښان ترقلم اخیستو پورې دوام کوي، دځینولیکوالانواو پوهانوپه وینا بایزید د((۹۳۰هـق))شاوخوا کې زېږېدلی دی، خودهغود اټکل په اړه ویلای شو، چې دې به په (۹۵۰هـ ق) ادبي هڅې پیل کړې وي، خوددې دادبي هڅونه وروسته هم دلرغونې دورې څرکونه تر(۱۰۰۰هـق)کال پورې لیدل کېږي، د (۹۳۰هـ ق) کال نه وروسته شیخ عیسی مشواڼی (۹۵۰هـق)، شیخ بستان بړیڅ (۹۶۰هـ ق)، علي سرور لودي (۹۶۰هـ ق ) ، میرمن نیکبخته (۹۶۰هـ ق ) اوشیخ محمد صالح الکوزی(۱۰۰۰هـ ق)کال پورې د لرغونې دورې شاعران دي. که چېرې دلرغونې دورې پیدایښت، انکشاف اوزوال په نظرکې ونیسو، ددې دورې زوال نه مخکې دویمې دورې څرکونه لیدل کېږي. اوددورو په ټاکنوکې بایدیوازې کرونولوژي په نظرکې ونه نیسو. بلکې دشعرونو منځپانګه،شکلي جوړښت اوموضوع باندې بایدفکروکړ،دلرغونې دورې منظوم متون په شکلي لحاظ ډېر ډولونه لري،لکه: سندرې، پاړکي (قطعې)،قصیدې،څلوریځې،مثنوي، غزلې اوبدلې وې اوپه معنوي لحاظ،ویاړنه،مناجات،ویرنه اوساندې، مینه اومحبت،عرفان او تصوف ،ساقي نامه،کیسه اوحکایت یې درلودل. لرغونې دورې منظومو متونو کې لفظي اومعنوي صنعتونه ښه اوپرځای کارولي دي، لکه: تضاد،حسن تعلیل،مراعات النظیر،تجنیس ،جمع، التفات اونوردي.(۲۶: ۳مخ)

دشعرویلوکومه لاره اوطریقه چې دپښوادبیات په لرغونې دوره کې دود وه، ښایي تراسلام دمخه به هم داسبک موجودو، ځینو پوهانودغه سبک ملي سبک بللی دی،د لرغونې دورې ټول شاعران پر دریو برخو ویشو:

۱:هغه کسان چې دپښتولرغونې سندرې یې ویلي دي.

۲:هغه کسان چې دشرقي شاعرۍ((عروضي شعري ډولونو))باندې یې شاعري کړې ده .

۳:هغه کسان چې دپښتوولسي ادبیاتوڅرکونه یې په شعرونوکې لیدل کېږي .

دپښتولرغونې سندرې دخپلوشکلي جوړښتونوله مخې نه دشرقي شاعرۍ اونه دولسي شاعرۍ سره یوشان والی لري، نوځکه ادبپوهانود پښتولرغونې سندرې بللي دي، شرقي شاعرۍ((عروضي شاعرۍ)) ډولونه د شرق په نورو ژبولکه: پارسي، عربي، اردو، ترکي، او نوروکې هم موندل کېږي، د پښتو ژبې دغه شعري ډولونه له نوروژبوڅخه اخیستي دي،لکه: قصیده، رباعي، غزل، قطعه، مثنوي، مربع، مخمس، مسدس، مسبع،مثمن، معشر، ترجیع بند، ترکیب بند او نورو شعري انواع یاد ولای شواوولسي ادبیاتوشعري اقسام هغه دي، چې دپښتوخپل مال دی اوکه چېرې په نوروژبوکې ومیندل شي، هغوي هم له پښتوژبې څخه اخیستي دي، اوولسي ادبیات شفاهي بڼه لري اوخوله په خوله یاسینه په سینه ترموږ رارسېدلې دي(۵۲: ۳۲مخ).

دلرغونې دورې دشاعرانوکرونولوژي په لاندې ډول ده:

امیر کروړ(۱۳۹هـ ق)کال .

ابومحمدهاشم ابن زیدالسرواني(۲۲۳ـ۲۹۷هـ ق)کال .

شیخ رضي اونصرلودي( ۳۵۰ـ۴۰۰هـ ق)کال .

بیټ نیکه(۳۵۰ هـ ق)کال .

شیخ اسماعیل (۴۱۱ هـ ق )کال .

خرښبون (۴۱۱هـ ق)کال .

شیخ اسعدسوري(۴۲۵ هـ ق)کال .

شیخ تیمن کاکړ(۵۵۰ هـ ق)کال .

ښکارندوی غوري(۵۸۰ هـ ق)کال .

ملکیارغر شین(۵۸۰هـ ق)کال .

تایمني(۵۸۰ هـ ق)کال .

قطب الدین بختیار(۶۰۰هـ ق)کال .

شیخ متي(۶۳۳ـ۶۸۸هـ ق)کال .

باباهوتک( ۶۶۱ـ۷۴۰هـ ق)کال .

شیخ ملکیارهوتک(۷۴۷هـ ق)کال .

اکبرزمینداوري (۷۸۰هـ ق)کال .

خلیل خان نیازی(۸۹۰ هـ ق)کال .

سلطان بهلول لودي(۸۰۵ ـ۸۹۴هـ ق)کال.

زرغون خان نورزی(۸۹۰ هـ ق) کال .

زرغونه کاکړه(۹۰۰هـ ق)کال .

شیخ عیسی مشواڼی(۹۰۰هـ ق)کال .

رابعه(۹۲۰هـ ق)کال .

دوست محمدکاکړ(۹۲۰هـ ق)کال .

بوستان بړیڅ(۹۶۰هـ ق)کال .

علي سرورلودي(۹۶۰هـ ق)کال .

میرمن نیکبخته(۹۶۰هـ ق)کال .

شیخ شیخ محمد صالح الکوزی(۱۰۰۰هـ ق)کال .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *